انجنیر ماڼو ساپی
دا وګړي ډېر کړې خدایه!
انجینیر ماڼو ساپی د باچا خان د عدم تشدد د فلسفې ژمن پیرو، نوښتګر انجینر او ټولنیزخدمتګار
انجینیر ماڼو ساپی نه یوازې په مسلکي ډګر کې یو بریالی او با تجربه انجینر دی، بلکې په فکري او ټولنیز ژوند کې هم د یوې ژورې انساني فلسفې استازیتوب کوي. هغه د باچا خان د عدم تشدد، بشرپالنې، ولسولۍ او علمپرورۍ د فکر رښتینی پلوی او یو سوچه باچاخانی شخصیت دی.
د ده د فکر بنسټ د انسان خدمت، د سولې ټینګښت، د پوهنې ارزښت او د ټولنې روښانول دي. ماڼو ساپی له کوچنیوالي د خدایي خدمتګار د غورځنګ له فکري میراث سره تړلی پاتې شوی او دا فلسفه یې د خپل ژوند عملي برخه ګرځولې ده.
د انجینرۍ په ډګر کې د هغه هڅې هم د همدې فکر تسلسل دی. د ودانیزو پروژو تر څنګ د خلکو د اسانتیا، هوساینې او انساني خدمت احساس ورسره تل مل وي. لکه څنګه چې باچا خان بابا د صداقت، خدمت او سادهګۍ درس ورکاوه، همدا ارزښتونه ماڼو ساپی په خپل شخصي، ټولنیز او مسلکي ژوند کې په ټینګه عملي کوي.
هغه د ټولنې په کلتوري، ادبي، سیاسي او ټولنیزو چارو کې فعاله ونډه لري، فکري غونډو کې برخه اخلي او ځوانانو ته د انسانیت، زغم او مکالمې ارزښتونه ورپېژني. د ټولنیزې سولې د ټینګښت لپاره یې هڅې عملي بڼه لري، نه تش شعار.
د ده په اند د باچا خان افکار یوازې تاریخي میراث نه دی، بلکې د نننیو ستونزو لپاره یوه اغېزمنه او عملي فکري لار ده. ماڼو ساپی د دوو لارو یو ښکلی سمبول دی. مسلکي لار یې انجینري ده او فکري لار یې باچاخاني او منظورخاني فلسفه ده
هغه د خپل کار، اخلاقو او باورونو له لارې ثابته کړې چې د باچا خان فلسفه یوه ژوره، انساني او ملتپاله تګلاره ده، یو سوچه باچاخانی، منظورخانی انسان دوست پښتون/افغان او د خدمت، پرمختګ او سولې ژمن مبارز دی.
نوموړی د پښتون قامي وحدت، یووالي او نژدېوالي کلک پلوی دی، د پښتون ژغورنې غورځنګ غښتلی مټ دی. د خپل قام او غورځنګ سره د ژورې مینې له کبله یې د زوی نوم منظور پشتین او د لور نوم ثنا اعجاز اېښی دی.
نصیر ستوری
