میراجان سیال
زما دخدای بخښلی نیکه میراجان سیال مومندپه هکله لنډ معلومات
د پلار نوم په معنی دار فرزند ښکاره شی
بی معنی باندی دی ډکه هدیره شی
دپښتنو په نومیالو کې یو ارواښاد میراجان سیال مومند هم دی چې په خپل وخت سره دپښتون قام د بیدارۍ او سرلوړۍ له پاره هغه مهال په ډېرو کمو وسایلو مبارزه کړې
دا نومیالی او اتل په ۱۹۱۲ز کال په کوډاخیلو کې د ملک میاجان کره زیږیدلی.د لیکوالۍ او شاعرۍ په وخت يې ځان لپاره د"سیال"تخلص انتخاب کړی
له وړوکوالي نه يې لیک او لوست سره مینه وه او په خپل کلي کې يې دیني زده کړې کولې، په همدغه دوران کې د پرنګي ښکيلاک پر ضد د غزاوو لړۍ هم دوام درلود او دغه رنګ جرګو او غونډو ته به سیال صاحب د لیک لیکلو او هم له نورو لورو څخه رالیږل شويو لیکونو لوستلو او اورولو ته د خپل تره عمرنواب او هم د خپل پلار میاجان سره تللو،
سیال صاحب علمي زده کړې په خپل کلي او سیمه کې کړي " د وخت په مروجه علومو کې يې د پوهه او برجسته استادانو شاګردي کړې ،د فقې استاد يې ملابابا اخونزاده،د رسم الخط او انشاء استاد يې عبدالرحیم صاحبزاده و،د قرائت استاد يې سید عبدالغفار،د صرف اونحوه استادان يې بالترتیب مولوي میرحُسین او مولوي ابوالوفاء وو،داچې سیال صاحب دعلم دیوې یا څو خاصو څانګو اکتفاء نه کوله او علمي تنده يې دعلم په یوه خاصه او محدوده خوا کې نه ماتیدله د علومو دنورو څانګو په حاصلولو کې يې هم تعلیمات کړي دي،د تفسیر او انګریزي ژبې زده کړې يې د حیدراباد دکن مولوي محمد اسماعیل ازاد نه وکړې، مولوي ازاد صاحب د ازادۍ جنګ په تحریک کې د ازاد قبایل مومندو سیمې ته راغلی او په کوډاخیلو کې يې (د عمرنواب سره) استوګنه اختیار کړې وه،همدا رنګ سیال صاحب نورو عصري علومو لکه تاریخ،جغرافیه،فلسفه،او نورو مطالعې ته دوام ورکړ
سیال صاحب په لومړي ځل کوډاخیلو کې د یوې مدرسې بنسټ کښیښود او پخپله پکې هم د ښوونکي په توګه و، دسیال صاحب داهڅه وه چې قبایل ځوانان هم د پوهې نه برخمن شي،
هغه مهال چې سیال صاحب د زلمیتوب په درشل کې و نو د پرنګي پرضد غزاوو کې يې برخه اخیستې او هغه څلور غزاګانې چې سیال صاحب پکې د یوه ځوان غازي په توګه برخه درلودلې د سیال صاحب خپل یو اثر"دمومندو غزاګانې" کې په تفصیل سره راوړل شوي،
ارواښاد سیال خپله سیاسي روزنه د ښاغلي کاکاجي صنوبر حسین مومند مرهون ګڼي،(باید داهم ووایم چې کاکا جي صنوبر حسین هم تر یوه وخته کوډاخیلو کې د سیال صاحب سره پاتې شوی )سیال صاحب د خپلو سیاسي افکارو په هکله پخپله لیکي"په ۱۹۱۹ز کال کې دبرو پښتنو د ازادۍ په تحریک پسې د لرو پښتنو او پښتونستان د ازادۍ حرکت هم سم راروان و او ورو،ورو ګړندی کیده، ترڅو چې په ۱۹۳۰ز شاوخوا کې يې ښه زور پیدا کړو او دغه وخت په پښتنو کې د قومیت، ملیت او وطنیت جذبې راولټیدې او په ما کې هم د "پښتون"اخبار له برکته قومي جذبه رابیداره شوه او د قومي بیدارۍ خواته مې پام شو او د قومي خدمت ارزو او مینه راسره ملګرې شوه،ددې لارې محترم ملګری ،پوه مشر او ښه لارښوونکی خان صنوبر خان مومند چې اوس په کاکا جي مشهور دی هیڅکله نه شم هېرولی او ددې خپلې لنډې ګنډې سیاسي دنیا او ماحول رهنما او استاد بولم"
ارواښاد سیال د"ویښ زلمیانو"د ډلې غریتوب درلود،دهند دنیمې وچې تر وېش دمخه يې د "مومند" او "الغازي" په نامه خپرونې کړي او د پاکستان د جوړیدو نه وروسته يې د "لوی پښتون" مجله تاسیس او چلولې ده، دامجله لومړی په جلال اباد کې د اتحاد مشرقي په مطبعه او بیا وروسته په کوډاخیلو کې د جوړې شوې مطبعې په ذریعه چاپیدله او د ویښ زلمیانو لیکوالو او شاعرانو به هم ورسره مرسته کوله
دپښتنو دالویه ادبي هستي، او اتل د ۱۹۹۰ز کال د فرورۍ په اتلسمه د یکشنبې په ماسپښین درې بجې دپیښور ښار په یوه روغتون کې،روح حق ته وسپارلو.
تالیفات او لیکنې
ارواښاد سیال د خپلو تالیفاتو سربیره د افغانستان ورځپاڼو لکه اصلاح،انیس،هیواد، او درې میاشتنۍ کابل مجله او نورو کې ډیرې لیکنې چاپ شوي، ځیني مسودې يې دجلال اباد ښار په خپل کور کې د ثور د کودتاه نه وروسته د نظام په راتګ ضایع کړی شوي خو دلته يې د هغو تالیفاتو یادونه کوو چې له ضایع کیدو څخه خوندي پاتې شوي دي،
چاپ اثار
۱,مومند بابا
۲,دمومندو غزاګانې
۳,دپښتنو قبایلو شجرې
۴,په نولسمه پیړۍ کې د افغاني تاریخ څه برخه
۵,د مینې شهیدان(ډرامه)
۶,ایمل خان مومند
۷, دریاخان افریدی
۸,د پښتونخوا شتنمي
۹,دپښتونخوا افسانې
۱۰,په افغانستان کې مهمې تاریخي پیښې
۱۱,د ورور ولۍ غږ(قبایلي پښتنو ته خطاب)
۱۲,سفر نامه د ایران،عراق،سعودي عرب او هند د رسمي سفر سرګوزشت
۱۳,په پښتنو،پردو څه کړي؟
۱۴,د روژې فلسفه
۱۵,غازي پښتون
۱۶,دسیال مومند کلیات
قدرمن سید احمد مومند په ۱۹۹۰ز کال کې د سیال صاحب لنډه بیوګرافي لیکله نو یو شمیر دناچاپ اثارو نومونه هم لیکلي خو اوس له هغو ناچاپو اثارو څخه څه چاپ شوي دي لکه
دسیال مومند کلیات:۱۳۸۶ل،چې دغره د سرنارې، پښتني غږونه، غنچه او رباعیات اوس داشعارو کلیات دی.
دنورو ناچاپو اثارو نومونه يې دي
۱,دافغانستان لنډ تاریخ(پنځه ټوکه
۲,دباجوړ حکمران
۳,زما اندیښنې
۴,عشق او پښتو ادب
۵,موسیقي
ځیني اثار يې نیمګړي پاتې دي لکه
۱, فلسفي یاداشتونه
۲,دپښتونخوا د تاریخ مهم واقعات
۳,روح الاجتماع یا د ټولنې ساه(ژباړه) مؤلف موسیو لیبان
۴,حدیث او محدثین.(ژباړه) مؤلف،استاد ،محمد ابوزهره
دلایق مومندصیب ځخه نړی مننه کوم چی زما د خدای بخښلی نیکه سیال صاحب یاد یی تازه کړی
په درنښت
کریم لمر
