اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

اکبر سیال نوښتګر شاعر

اکبر سیال د پښتون قام یو نوښتګر شاعر او لیکوال

زما لپاره دډیرې خوشالي خبره اودویاړ ځای دی چې دپښتونخوا دتکړه ادیب اونوښتګر شاعراو نثر لیکونکي ښاغلي علي اکبر سیال صیب پر هغه کتاب یو څو کرښې لیکم چې د ( اکبر سیال، شاعري او شخصیت ) نو میږي. زه دښاغلي سیال صیب له نامه سره له ډیرو کلونو راهیسې آشنایم او بیا خوله نېکه مرغه دپنځو شپږو کلونو راهیسې دفیسبوک له لارې زما او دده آشنایي موږ دواړه سره نور هم نږدي کړي یواو دغه آشنايي په ملګرتوب بدله شوې ده او ددغې ملګرتیا او نږدیوالي په وجه مې دده د دعلمي هلو ځلو او شعري او نثري کتابونو په اړوند نور زیات معلومات هم تر لاسه کړي دي .

ښاغلي علي اکبر سیال صیب په داسې اتله کورنۍ کې زیږیدلی دی چې ددوی لوی نیکه غازي عمراخان بابا چې په (افغاني نپولیېن )سره یې شهرت درلود دلر او برافغان وطن اتل و او دانګریزي ښکیلاکګرو په وړاندې یې له ویاړه ډکې مبارزې کړې وې اودده داتلولیو له کیسو نه دافغانستان او پښتونخوا په هغو تا ریخي کتابونو کې یادونه شوې ده چې یا زموږپښتنو تاریخپوهانو لیکلي دي او یا هم انګریزانواوپخپله انګریزانو هم ددغه سترشخصیت په اتلولیو او قهرمانیو سترګې نه دي پټې کړي. دغه ستر ملي اتل په پای کې دافغانستان په پلازمیینې کابل کې وفات شو او د هغه وخت دافغانستان دامیر له خوا په ډیر احترام ، درناوي اودرنښت سره خاوروته وسپارل شواو نن دافغانستان په پلازمیینې کابل او هم په کونړ کې دوه لیسې ( های سکولونه ) دده په نامه نو مول شوي دي اوپه کابل کې دده مزار د خلکو دزیات درنښت نه برخمن دی او دیوه غازي او اتل په سترګه ورته ګوري او درناوی یې کوي .

که زموږ پښتنو ستر ملي اتل غازي عمرا خان بابا دانګریزی دښمن په وړاندې جنګیدلی او دتورې اتل و،نو دده لمسي سیال صیب هم دقلم په ډګر کې له ځانه اتلولي ښودلې ده او دخپلې خوږې ژبې ګرانې پښتو چوپړ ته یې کلکه ملا تړلې ده او هم یې ددغه ادبي چوپړ په ترڅ کې یې دخپل قام دراویښولوله ویاړه ډکه ناره پورته کړې ده او دخپل قلم په څوکې اود شعر او نظم په ژبه یې خواره واره پښتانه راویښ کړي دي .

ښاغلي سیال صیب په خپل ویاړلي ژوندانه کې ډیر ې شعري ټولګې او نثرونه لیکلي دي دي چې په دده په شعري ټولګو کې (د ژوند جانان)، (رنګونه) ، (په جنګ دې اور ولګي)، (داپرهرونه ګنډل غواړي) ،( اوښکې اوښکې مسکیتوب) ،(زموږ په کلي کې شر مه جوړوئ !) ،(په ګل درو دې ورول اورونه) ،( دجنګ لمبوته چې لمن وهي څوک ) او هم دده نثري ټولګه (پښتو پنځم مذهب) او هم (خوشحال خان خټک دګندهارا دتهذیب لوی نو م )چې په جاپاني ژبه کې دخوشال بابا دنظمونوژباړه ده .

که چیرې دښاغلي سیال صیب شاعري په ژوره توګه مطالعه کړودده دشاعرۍ ډګرخورا ارت، پراخ اووسیع دی . دده نړۍ لید پراخه دی او دی دپراخ سوچ او نظرخاوند دی .دی دپښتون پر خاوره اوسنی مصنوعي او په جبرجوړې شوې توره کرښه چې دپښتون افغان وطن په زړه راکښل شوې ده نه مني، نو ځکه ځان یوازې په پيښور پورې نه تړي ،بلکې خپل ځان دپښتون وطن په یوه پراخه جغرافیا یې حوزه کې ویني ا وځان په هغې جفرافیا يي حوزه کې شامل کس بولي ، لکه چې وایي :

کوټه ،کابل او کندهار مې وطن

ځان له تنها دپېښور نه يمه

په ما راټولې پر ګنې دپښتون

زهٴٴ توره کرښه د خېبر نه يمه

.همدارازد سیال صیب په شاعرۍ کې تر هر څه دمخه سوله چې نن ورځ دپښتون افغان ولس ستر ارمان دی او له بده مرغه نن پښتانه ترې بې برخې او محرومه دي یوه مهمه مو ضوع جوړوي . ښاغلي سیال صیب دپښتون پر خاوره دجنګ جګړو نه کرکه لري او دسولې کلک پلوي شاعر دی چې په خپلو خوږو اشعاروسره یې دسولې پر اهمیت زیات ټینګار کړی دی او له جنګ جګړونه یې خپله ژوره کرکه څرګنده کړې ده .دده په اشعارو کې ډیر داسې نظمونه وینو چې دسولې په اړوند دي او جګړه مارانو ته یې په خطاب کې ډیر نظمونه ویلي دي او دهغوی غندنه یې کړې ده ، نو دا به بې ځایه خبره نه وي چې ښاغلي سیال صیب ته دسولې شاعر ووایو.دلته دبیلګې په توګه دده څوبیتونه راوړم چې دجګړې او تشدد نه یې خپله ژوره کرکه پکې څرګنده کړې ده. :

جنګ څهٴ دسپو کار دے،دليونو کار دے

دا دبې عقله خلقو د غرڅنو کار دے

دا د وحشت دځنګل د درندو کار دے

په انساني دنيا کښې جنګونه خوند نهٴ کوي

په ګل دره کښې د ژوند قبرونه مهٴ جوړوئ

دجنګ نه څهٴ جوړيږي جنګونه مه جوړوئ

په بل ځای کې وایي:

ورک شه لوګي دبارود

سپينه سپوږمۍ پکار ده

مونږ په ګولۍ څهٴ کوو

مونږ له ډوډۍپکار ده

دجنګ نه څهٴ جوړيږي

جنګونه مهٴ جوړوئ

دانسان او انسانیت سره مینه دښاغلي سیال صیب دشاعرۍ بل مهم اړخ جوړوي . دی دانسان او انسانیت سره ژوره مینه لري او پرانسان او انسانیت مین شاعر دی . دده په اشعارو کې دانسانیت سره دمینې جذبه له ورایه څرګنده ده او له رخو ، نفرتونو،حسادتونواو کینو کرکه لري لکه چې وايي:

که له ځانه دې انسان جوړ کړ انسان يې

که له ځانه دې حېوان جوړ کړ حېوان يې

او یا داچې :

د نفرتونو خاورې مه بادوئ دا څه کوئ

ښکلي په سترګو باندې مه ړندوئ دا څه کوئ

لېونو خلقو راشئ يو بل له ګلونه ور کړئ

يو بل له داغ په زړونو مه لګوئ دا څه کوئ

غرونه ګلونه، چنارونه، د مرغو ټالونه

دا ګل درې په اور کښې مه سوزوئ دا څه کوئ

راشئ د ګلو د مخونو نه لمبې او څنډئ

د خپل چمن نه سترګې مه اړوئ دا څه کوئ

ځي بوراګان کډې رانغاړي له دې باغه اوځي

تنکي تنکي ګلونه مه شوکوئ دا څه کوئ

ښاغلي سیال صیب دا خبره هم په ژوره توګه درک کړې ده چې نن پر پښتنو کوم حالات راغلي دي دا په هغوي دعلم او پوهې دنشتوالي په وجه راغلي دي ، نو ځکه دی دشعر په ژبه پښتانه دېته هڅوی څو دعلم او پوهې لاره خپله کړي او له جنګ جګړو نه لاس واخلي لکه چې وایي:

پښتونه ميړنيه جنګياليه ليونيه

ټوپک ماتول غواړي مدرسې جوړول غواړي

اے سياله دمټو په زور نه کيږي جنګونه

اوس وخت دے د شعور نه به مورچې جوړول غواړي

دسیال صیب په شاعرۍ کې بل مهم څیز دخپلې خاورې او پښتني وطن سره ژوره مینه ده. هسې خو دهر پښتون په خټه کې دوطن مینه نغښتې ده ، خو سیال صیب هم دیوه پښتون هیوادپال په څیر دوطن مینه تل ستایلې ده او دپښتونخوا په غرونو هم مین دی لکه چې وایی:

دا د شيشڼ غر دے

د ليلوڼۍ نه بره

د شانګله پار په غيږ کې

د سوات په ښکلي سينه

د هسکو هسکو غرونو

د دنګو دنګو ونو

يوه وادي د ښايئست

يوه ثاني د ښايئست

په تورو تورو غرونو

دا سپينې سپينې واورې

ښاغلی سیال صیب په همدې لړ کې پخپلې شاعرۍ کې دلوی پښتون افغان وطن ستاینه هم کړې ده چې دټولو پښتنو ګډ کور دی نو ځکه په خپل یو نظم کې دافغان خاورې دښمن ته چې ددې خاورې ګلالي زلمیان او بچي یې په وینو لمبولي دي ښیرې کوي او وایی :

زما جانان جانان وطنه افغان وطنه

ستا د وجود اورونه

ستا په دښمن پورې شه

ستا ګلالي ګلالي ګل ګل ځوانان

په وينو اولمبيدل

ستا ګل غوټۍ تنکي تنکي ماشومان

بې وخته اوريژيدل

په ګل درو کاڼي وريږي له اۤسمان وطنه

ستا ګلالي ګلالي ګل ګل ځوانان

په وينو اولمبيدل

ستا ګل غوټۍ تنکي تنکي ماشومان

بې وخته اوريژيدل

په ګل درو کاڼي وريږي له اۤسمان وطنه

ستا د وجود اورونه

ستا په دښمن پورې شه

دی دخپل وطن پر سپرلیو مین شاعر هم دی لکه چې وایی:

د خپل مسکن سپرليه

ګل ګل بدن سپرليه

ستا په رنګونو رڼاګانومې راټول دی وطن

جوړد فطرت د ښکلاګانو نه انمول دی وطن

دسیال صیب دشاعرۍ بل مهم اړخ دا دی چې دی دظلم ،جبر اوستم خلاف دی او تل دمظلومو خلکو اوپرګنو تر څنګ ولاړشاعر دی او له ظالمانو کرکه کوي لکه چې وایي:

ستمګره دا دې څه رنګ رياست دی

ستمګره لور په لور باندې وحشت دی

ستمګره ته سم ټق چوې د مستۍنه

ستمګره دلته لوږه او غربت دی

لنډه داچې دښاغلي سیال صیب شاعري له نو ښتونو ډکه ده چې دده په شاعرۍ کې دوطن له مینې نیولې ، دسولې ، امن ،ا نسانیت، ښکلا وو او خپل پښتني وطن او پښتون قام سره تر مینې پورې ټولې ښیګڼې اوځانګړتیاوې لیدلی شو. نو ځکه دغو ټولوڅیزونو دده شعر ته ځانګړې ښکلا وربخښلی او ده هم په خپل شعري کمال او شعري نوښت سره په خپلو اشعارو کې مر غلري پېیلي دي.زه ښاغلي سیال صیب ته ددې نوي کتاب دچاپ مبارکي وایم اوله لویه خدایه ورته داوږد عمر او دزیاتو بریاوو هیله کوم.

دسیال صیب دقلم څوکه دې تل تیره وي !

(ډاکتر لطیف یاد)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←