اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

دا فغانستان نوم سیلانی

د افغانستان د نوم بدلون نامعقولې هڅې

ــــــــــــــــ

ژباړن: سیلانی

د افغانستان د نوم بدلون او تجزیې مسئله د پردی پالو لخوا نن سبا یو ځل بیا په ټولنیرو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، د یادې موضوع د روښانتیا لپاره ددې لیکنې لوستل د هر لوستي افغان له پاره اړینه ده.

څوچې دا مځکه آسمان وي

څو چې دا جهان ودان وي

څو چې ژوند پۀ دې جهان وي

څو چې پاتې يو افغان وي

تل به دا افغانستان وي

له احمد شاه بابا څخه را نيولې د داکتر نجیب الله د واکمنۍ تر پرزېدلو پورې، چې د افغانستان له ۲۴۵کلن سياسي ژوند سره سمون خوري، هېچا ځانته دا اجازه نه ورکوله چې په خپلو ليکنو او ویناو کې د تفرقې او بېلتونولۍ مسايل مطرح کړي او يوه بله ستونزه د هېواد په ستونزو ور زیاته کړي. مګر له بده مرغه په تېر وروستيو شلو کلونو کې چې له يوې خوا زموږ ګران هېواد له امنيتي، اقتصادي، سياسي او د کرونا له ناروغۍ څخه کړيږي، خو ځينې کسان،چې تعليمي سويه يې د پوهاند او داکتر په کچه دي، د بيان آزادۍ او د موکراسۍ له نوم څخه په ګټې اخستو سره تلويزونونو کې را څرګنديږي او د هېواد په ملي ارزښتونو لکه د افغانستان نوم او يا هم زموږ ملي هويت « افغان » چې دواړه د هېواد په اساسي قانون کې ثبت شوي دي او د ملي حاکميت سرې کرښې بلل کيږي، يرغل کوي او د ګران هېواد نوم « افغانستان » غیر موجه بولي او د يو داسې نوم غوښتونکي دي،چې ټولو مليتونو ته د منلو وي.

په افغانستان کې له ۲۰ قومونو ( پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، پشه یي، ترکمن، بلوچ، نورستاني، ايماق، عرب، قرعیز، قزلباش، ګوجر، براهويي، اورمړ، شغنانی، پاميري او نور...) ډېر ژوند کوي. کهچېرې د هر قوم له نوم څخه دهغه لومړي دوه توري غوره کړو، نو د ۴۰ تورو مرکب يو نوم ترې جوړيږي، چې ليکل او لوستل يې ناشونې او د خندا وړ دی. موږ نشو کولی داسې يو نوم جوړ کړو چې د ټولو اقوامو او مليتونو استازییتوب او ښکارندويي وکړي، برعکس د اقوامو تر منځ بحث او لانجې لا زياتيږي او د اقوامو ترمنځ د نفاق لامل ګرځي. دا هغه څه دي چې دوښمن ورته په دوه پښو ناست دی او همدا ورځ له خدايه غواړي چې يو ځل بيا افغانان په خپلو منځونو کې يو بل وخوري او زموږ لاسوهنو ته لاره هواره شي.

له بده مرغه ځينې خاصې کړۍ چې بهرنيو حلقاتو پورې تړلي دي په اګاهانه توګه د خلکو تر منځ د نفاق اور ته تېل شيندي او ادعا کوي چې زموږ هېواد له اسلام وروسته د ۱۴۰۰ کلونو په موده کې د خراسان په نامه ياد شوی دی او بايد همدا نوم د افغانستان ځایناستی شي. دوی ددغې ادعا د ثبوت له پاره د شاعرانو په ځانګړې توګه د مهر امير افضل خان سجع د سند په توګه راوړي، دا په داسې حال کې ده چې د شاعرانو په کلام کې د خراسان د نوم يادونه د باوري سند په توګه نه شميرل کيږي.

شاعران تل دخپلو واکمنو صاحبانو په ستاينه کې تر دې کچې مبالغه کوي چې د خپل څښتن مقام تر نهم آسمان پورې لوړوي. ترڅو د خپلو انعامونو شمېر ډېر کړي، که داسې نه وي، نو هم داکتر رهين پوهيږي او هم داکتر جاوېد پوهيده چې نه افضل خان او نه هم د هغه پلار امير دوست محمد خان د خراسان پر ايالت يعنې مشهد او نیشاپور واکمني درلوده او له هغو ولايتونو يې ماليات نه تر لاسه کول. طبعآ هغو هېوادونو چې افغانستان ته ماليات نه ورکول، بل هېواد او ځواک پورې تړلي و. نو پر دې بنسټ د مهر امير سجع نشي کولی د افغانستان د واکمنۍ قلمرو يا کرښې ثابتې کړي.

واقعيت دادی چې داسلامي پېر په لومړيو پېړيو کې د اسلامي خلافت په ختيځه برخه کې دوه ادارې موجودې وې چې له خلکو څخه يې په شرقي قلمرو کې ماليات را غونډول. يو له دغو دوو مرکزونو څخه زرنج د سيستان پلازمېنه وه، چې تر کابل او په هندوکش کې د بلخ رود تر لومړي او له هغه ځايه تر سنده پورې شامليږي. دطبري په وينا د اسلام په لومړيو پېړيو کې سيستان له خراسان څخه لوی او سرحدات يې ډېر همدارنګه وګړي يې هم زیات و. د سند او د بلخ رود تر منځ سيمه د خراسان پر وړاندو موقعيت درلود. « تاريخ طبری، ترجمه ابوالقاسم پاینده، چاپ ۱۳۵۲ تهران، ج ۵، ص ۲۰۱۵ »

په دې برخه کې د لوستونکو پاملرنه د منځنۍ پېړۍ خراسان، قهستان او سیستان ته را ګرځوم چې په ۱۹۰۵ م کال د انګليسي ختيځ پېژندونکي لسترانج له خوا ترسيم شوې او د « جغرافیای تاریخي سرزمينهای خلافت شرقي» په ۲۵ څپرکي کې ثبت شوې ده. خو د نقشې د راوړلو څخه مخکې غوره ګڼم چې د خراسان په هکله د لسترانج سپړنه ولولو.

« ګ. لسترانج » په خپل پېژندل شوي اثر ( جغرافیای تاريخی سرزمينهای خلافت شرقی» کې د اسلامي شرقي خلافت خوا و شاه پراته هېوادونو د ښارونو، کليو، رود خانو، بندونو، تجارتي او مواصلاتي لارو په هکله څېړنه تر سره کړې او يو جامع اثر يې پرې ليکلی دی. ګ. لسترانج د ياد کتاب په ۲۷ څپرکي کې د خراسان په هکله داسې ليکلي دي:

خراسان په پخوانۍ پارسي ژبه کې د ( خاور زمين ) په معنا ده. دا نوم د منځنيو پېړيو په لومړيو کې په ټوليزه توګه د ټولو هغو اسلامي ايالتونو له پاره کارول کېده چې د خاور ( ختيځ ) سيمو کې له کويرلوت څخه را نيولې د هند تر غرونو پورې موقعيت درلود. په دې توګه په شمالي خاور کې د ماورا‌ء النهر ټول ښارونه او سيمې په استثنا د سيستان او قهستان په جنوب کې شامليږي. د خراسان باندنۍ کرښې د چين بيابانونه، پامير او د هند له لوري د هندوکش تر غرونو پورې و. مګر وروسته يادې کرښې هم کره او هم کوچنۍ شوې، تر دې پورې چې ويلی شو، خراسان په منځنيو پېړۍ کې د ايران له يو ایالت څخه و. د خاور په شمال کې د جيحون رود څخه ورهاخوا سيمې په کې نه شاملېدې، مګر د هرات لوړې سيمې چې همدا اوس د افغانستان لويديځه برخه کې دي، را نغاړي.

په منځنۍ پېړۍ يا د اعرابو په پېر کې د خراسان ايالتونه په څلورو برخو يا ربعو وېشل کيږي او هره برخه يا ربعه د څلورو لویو ښارونو څخه د يوه په نامه ياديده، دا لوی ښارونه يا ايالتونه عبارت دي له: نیشاپور، مروه، هرات او بلخ څخه. نو د لومړيو اسلامي فتوحاتو څخه وروسته د خراسان ایالت پلازمېنه مروه او بلخ و، مګر وروسته د طاهريانو په دور کې د خراسان پلازمينه يې نیشاپور ته انتقال کړه، چې داسيمه په لوديځه برخه کې يوه مهمه سيمه بلل کېده. ( لسترانج، جفرافیای تاریخی خلافت شرقی، ترجمه محمود عرفان، تهران ۱۳۳۷، صفحات ۴۰۸-۴۰۹ )

دغه نقشه په ډېره ښه او ښکاره توګه د عباسيانو د خلافت په دور ( د مغولو له يرغل مخکې ) کې د خراسان حدود او کرښې را ښيي. دلته ليدل کيږي چې قهستان، سيستان او د افغانستان نيمه برخه لکه: کندهار، غزني، کابل او جنوب ختيځ ولايتونه په خراسان کې شامل نه و. نو پر دې بنسټ په ټول افغانستان د خراسان د نوم ادعا د تاريخي او جغرافيايي واقعتونو خلاف ادعا بلل کيږي.

پرته له شکه چې د سيمو جغرافيايي تحولات د هماغو سيمو او په ټوليزه توګه د نورو سيمو له سياسي تحولاتو سره تړلي وي او د تل له پاره په يوه بڼه نه پاتې کيږي، کله پراخ او کله هم کوچني شي. لکه څنګه چې يو موده خراسان يوه لويه سيمه وه او د افغانستان و ماوراء النهر ډېرې برخې په کې شاملې وي، مګر داسې وخت هم را ورسېده چې خراسان د افغانستان يوه برخه شوه. خراسان د صفاري سيستان، غزنويانو، غوريانو او د احمدشاه بابا په دولتونو کې د افغانستان يوه برخه وګرځېده او نن له افغانستان څخه لا کوچنی شوی چې د ايران دولت يوه برخه ده.

بل واقعيت دادی، چې د خوارزمشاهيانو پر سيمو د مغلو په يرغل کې چې په ۶۱۸ هجري کال ترسره شو او مغولان د دوو پېړيو له پاره په دغه سيمه کې مسلط شوو، نو خراسان د لومړيو اسلامي پېړيو مفهوم او پراختيا له لاسه ورکړه او د خراسان حدود او کرښې يوازې نيشاپور او طوس پورې ځانګړې شوې.

د مغلو په هماغه دور کې چې مغولي واکمن ملوک کرت ( کرد ) په هرات کې واکمني درلوده، افغانستان د فراه او د هلمند رود په جنوب کې د هغوی له يو مهمو ولايتونو څخه شمېرل کېده. دا موضوع د سيفي هروي په تاليف شوي اثر ( تاريخنامه هرات ) کې چې د اوومې پېړۍ په لومړيو کې ليکل شوې، ياده شوې ده. ددې ترڅنګ په ياد تاريخ کې د افغانستان نوم ۳۵ ځلې ياد شوی دی. ( تاريخنامه سیفي هروی، چاپ محمد زبیر صدیقیان، کلکته، صفحات: ۱۸۶، ۱۹۶، ۴۰۰، ۶۲۶، ۷۳، ۶۷۶ وغیره )

د نهمې هجري پېړۍ پېژندل شوی جغرافیه ليکوونکي معین الدین زمچي اسفزاري باربار له افغانستان څخه يادونه کړې او په يو ځای کې هغه افغانستان د هرات له توابعو څخه ګڼلی دی. په دې هکله داسې ليکي: « امرا‌ء وويل چې اسفزار، فراه او سجستان د افغانستان تر سيمو د هرات له توابعو څخه دي....» [ روضته الجنات فی اوصاف مدینۀ الهرات، به تصحیح و تحشیه کاظم امام، ۱۳۸۸، ج ۱، ص ۶۱ ]

نو په دې اساس د افغانستان نوم د انګليسانو له لومړي يرغل څخه ۶۰۰ کاله پخوا د افغانانو له پاره يو پېژندل شوی نوم و، چې کندهار يې د سوداګريزو راکړه ورکړو او له هندوستان څخه هرات او خراسان ته د سوداګريزو کاروانونو د لېږد را لېږ مهم مرکز بلل کېده.

کله چې احمد شاه بابا د خپلواک افغانستان واکمن شو ( ۱۷۴۷ م )، د صفوي، بابري او د ماوراء النهر دولتونو ترمنځ د افغانستان د وېش ۲۵۰ کاله تېر شوي و. د يادو کلونو په بهير کې د افغانستان هر يو ولايت د يادو امپراطوريو د بیګلر بيګي ( والي ) يا صوبه دار له خوا اداره کېده، صوبه دارانو يا واليانو به د خپل واک لاندې سيمو څخه ماليات را ټولول او خپل نظامي او اداري مصارف به يې له همدغو مالياتو څخه پوره کول او پاتې مالیات به يې د اړوندې امپراطورۍ مرکز ته استول. په دغو دوه نيمو پېړيو کې ننی افغانستان هېڅکله د خراسان په نوم نه دی ياد شوی او نه يې د هند بابري دولت، نه هم د ماوراءالنهر شيباني دولت او نه هم د ایران صفوي دولت ته ماليات ورکړي دي.

فلهذا هغه ادعا چې افغانستان د شاه شجاع تر راتګه پورې ( ۱۸۳۹ م ) د خراسان په نامه ياديده، يوه بې بنسټه ادعا ده. ډېر لرې نه ځو، افغانستان ته د شاه شجاع له بېرته راتګ څخه څلويښت کاله مخکې په هغه تړون کې چې په ۱۸۰۱م کال د جنوري په ۱۰ نېټه د انګليسانو د سفير ( سرجان ملکم ) او فتح علي شاه قاجار تر منځ لاسليک شو، په هغه کې د افغانستان او د افغانستان د پادشاه يادونه شوې ده. که چېرې زموږ د هېواد نوم افغانستان نه وی او د ګاونډيو ترمنځ په ياد نوم نه يادېدی، نو دا به څنګه ممکنه وه چې په يو رسمي تړون کې دې د افغانستان نوم ذکر شي. ( ديده شود: افغانستان در پنج قرن اخير از فرهنګ و نیز تاريخ غبار )

د يادې ادعا د تکذيب له پاره بل دليل دادی، چې د تيمور شاه دراني په وخت کې انګليسي جورج فوستر، د هند، پېښور، کابل، کندهار او هرات له لارې ايران ته تللی دی، هغه په خپل يونليک يا سفرنامه کې د افغانستان د نوم يادونه کړې ده. د ياد يونليک نوم دادی:

George Forster: Travel overland from Bengal to England via Afghanistan. 1783

د دغې يونليک له نامه څخه څرګنده ده، چې د تيمور شاه دراني په وخت کې زموږ هېواد د افغانستان په نامه ياديده، او خپل قلمرو يې په هماغه نامه ياداوه کوم چې د ده پلار احمد شاه دراني ياداوه.

په ۱۳۷۱ هـ کال د ثور په مياشت پر کابل د جهادي تنظيمونو يرغل سره ځينو پرديپاله او تجزيه غوښتونکو اشخاصو د افغانستان د تجزيې او د خراسان نوم د خلکو په منځ کې مطرح کړ، حتا تر دې چې د سالنګ په تونل کې يې هم وليکل چې خراسان ته ښه راغلاست او ځينو حتا دا موضوع په بهرنيو رسنيو کې هم مطرح کړه، خو له نېکمرغه هېوادپالو او مترقي غوښتونکو اشخاصو د دې ډول توطئو پر وړاندې ودرېدل او دا توطيئه يې په ريښه کې له منځه يوړه. ځکه هېوادپاله او ملي اشخاص په دې پوهيږي چې زموږ هېواد روانې ستونزې لکه: فقر، زور واکي، د مخدره توکو قاچاق، غصب، بې عدالتي، ناپوهي او وژنې زموږ د هېواد د نوم په بدلون پورې اړه نه لري او يا هم له منځه نه ځي. خو ښکاره خبره ده چې د دې ډول طرحو وړانديز د پرديو له خوا زموږ د ملي وحدت د له منځه وړلو، د داخلي جګړو د رامنځته کولو او په ټوليزه توګه خدای مه کړه د هېواد تجزيې ته لاره هواره وي.

دا بايد په ياد ولرو چې د افغانستان د نوم بدلول نه څلويښت کلنې جګړې ته د پای ټکی ږدي، نه هم د داعش او طالبانو د يرغل او وژلو مخه نيسي او نه هم دا روانه جګړه د افغانستان د نوم له پاره پيل شوې ده. که زر ځله د پرديو او بهرنيو په ملاتړ د افغانستان د نوم د بدلون له پاره هڅه وکړي، دا کار نشي کولی او نه هم دوی د طالب ځواک ته د درېدو توان لري، يو ځل بيا کابل پردي او په تېښته بريالي کيږي.

غواړم په دې برخه کې په ډاګه کړم، چې که د افغانستان نوم په ۱۷۴۷م کال ايښودل شوی، که په ۱۸۰۱م کال، که ۱۸۳۹م کال او يا هم د امير عبدالرحمن خان په وخت کې په رسميت پېژندل شوی دی، نو تر ټولو مهمه خبره داده چې نن همدا نوم د نړۍ په ټولو نقشو او په نړيواله ټولنه کې پېژندل شوی نوم دی. همدارنګه په دغه نوم د دې هېواد وګړي پېژندل کيږي او په ملګرو ملتونو کې دا نوم ثبت شوی دی. هېره دې نه وي چې په دغه نوم او د دغه هېواد په وګړو په زرګونه مقالې، کتابونه، عملي سمينارونه او کنفرانسونه وړاندې شوي او چاپ شوي دي. بل نوم د دې هېواد په نوم ور زياتول يا بدلول نه کوم درد او ستونزو ته د پای ټکی ږدي، بلکې برعکس د اوسني نظام پر اوږو نورې ستونزې هم ور زياتوي او ملي وحدت ته زيان رسوي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←