خیال محمد
نن به مونږ د پښتو انډسټرۍ د یوه نامتو هنرمند په اړه خبرې وکړو، چې نوم یې خیال محمد المعروف بادشاهِ غزل دی۔
خیال محمد د پښتنو د آفریدي قبیلې سره تعلق لري۔ د هغه اصل ټاټوبی د خیبر قبایلي ضلعې تیراه سیمه ده۔ نوموړی د ۱۹۴۶ کال د جنورۍ په ۵مه نېټه په پېښور کې د موسیقارانو په یوه کورنۍ کې زېږېدلی دی۔
د هغه ورور سیفالملوک د ۱۹۶۰مې لسیزې یو مشهور سندرغاړی و، چې ډېر وخت به یې په راډیو پېښور کې پروګرامونه کول۔ سیفالملوک، خیال محمد راډیو سټېشن ته وروپېژاند، او نوموړي په ۱۹۵۸ کال کې د ۱۳ کلنۍ په عمر کې خپله لومړۍ پرفارمنس ورکړه۔ خو له دې وروسته لس کاله پورې هغه زیاتره د طبلې او هارمونیم غوندې سازونو غږولو ته ځان محدود وساته۔
د ۱۹۶۰مې لسیزې په وروستیو کې، خیال محمد د غزلونو او دودیزو پښتو نظمونو ویل او ریکارډ کول پیل کړل۔ دا یو زړور ګام و، ځکه په هغه وخت کې ولسي موسیقي پر صنعت واکمنه وه۔ د هغه ځانګړی انداز ډېر ژر په پېښور او سرحد صوبه کې مشهور شو۔
په ۱۹۷۳-۷۴ کلونو کې، خیال محمد په خپله لومړۍ فلم “دره خیبر” کې راښکاره شو، چې د پولی ووډ له لومړنیو پښتو فلمونو څخه وه۔ همدغه فلم د هغه د فلمي کیریر لپاره د پیل ټکی و، او وروسته یې په ګڼو نورو فلمونو کې هم کار وکړ۔
د شهرت له زیاتېدو سره، هغه افغانستان، اروپا، عربي هېوادونو او امریکا ته هم سفرونه وکړل۔ د کلونو په اوږدو کې یې د موسیقۍ ډېر لوی ذخیره ریکارډ کړه، د فلمونو لپاره یې پلې بیک سندرې هم ویلې او ګڼ شمېر ایوارډونه یې ترلاسه کړل۔ خلک ورته د پښتو موسیقۍ ایلوس پرېسلي هم وايي۔
په ۱۹۸۸ کال کې، خیال محمد د پېښور په PC هوټل کې د بالیووډ د نامتو اداکار دلیپ کمار مخې ته هم پرفارمنس ورکړه۔
خیال محمد دوه ودونه کړي وو۔ د اولادونو کره شمېر معلوم نه دی، خو د هغه درې زامن دا مهال د پښتو انډسټرۍ سره تړلي دي:
- انور خیال (چې دا مهال ناروغ دی)
- وصال خیال
- شہزاد خیال
خیال محمد خپلې غزلې په دودیز انداز کې وړاندې کوي، چې پکې تصوف، مینه او فلسفه یو ځای وي، او زیاتره د خفګان رنګ لري۔ د هغه غږ پراخه رینج لري، خو تل تر کنټرول لاندې وي۔ راډیو، ټلویزیون او فلمي پروډیوسران د هغه مسلکي توب او د لږ تمرین سره د بېنقصه پرفارمنس ستاینه کوي۔
نامتو موسیقار ظهور خان زیبي وايي:
“لالا د شعر او د وخت د احساس مطابق خپل غږ کارول ښه پېژني۔ د هغه فلمي سندرې د پښتو ترانو حیثیت لري۔”
د خیال محمد د یو البم نوم “صوی” دی۔
که د هند سره محمد رفیع و، نو زمونږ سره هم خیال محمد و۔
په یوه انټرویو کې چې ترې وپوښتل شول: “تاسو ټول ټال څو سندرې ویلې دي؟”
نو هغه وویل: “کره شمېر نه راته معلوم، خو کمپوزر لیاقت زاده ویلي چې زما د لس زره ساعتونو ریکارډ موجود دی۔”
په ۱۹۹۱ کال کې، خیال محمد ته د پلې بیک سندرغاړي په توګه نیشنل فلم ایوارډ ورکړل شو۔
هغه ته د پاکستان د صدر له خوا تمغه حسنِ کارکردګي (Pride of Performance)،
دوو نیشنل ایوارډونو، او د PTV له خوا ګولډ میډل هم ورکړل شوی، چې دا میډل ورته ملکه ترنم مدام نورجهان وړاندې کړی و۔
د ۲۰۰۹ کال د اپرېل په میاشت کې، د هغه وخت وزیراعلیٰ امیر حیدر خان هوتي د صوبايي حکومت له خوا د پښتو موسیقۍ او غزل لپاره د خدماتو په اعتراف کې هغه ته د لس لکه روپیو چیک ورکړ۔
د ۲۰۱۶ کال د نومبر په لومړۍ نېټه، د پېښور په نشتر هال کې د یوې غونډې پر مهال، د افغان حکومت له خوا هغه ته د میر بچه خان میډل ورکړل شو۔
په ۲۰۲۲ کال کې، راډیو پاکستان پېښور، خیال محمد ته د
“مهدي حسن ډایمنډ جوبلي انډیپېنډنس ایوارډ” ورکړ۔
الله تعالی دې خیال محمد صاحب ته اوږد او روغ ژوند ورکړي،
او الله دې د هغه ټول ګناهونه وبخښي، آمین ثم آمین۔
که زما په دې لیکنه کې کومه تېروتنه وي، یا که کومه خبره مو خوښه نه وي، مهرباني وکړئ خپله رایه راکړئ۔ زه ستاسو ټولو مننه کوم چې زما لیکنې مو دومره خوښې کړې دي۔ که تاسو د خیال محمد صاحب په اړه نور معلومات لرئ، نو ضرور یې راسره شریک کړئ۔
(زبیر شاه آفریدی)
