امن لښکر
د پاکستاني پوځ په موجودګۍ کې امن لښکرو جوړولو ته څه حاجت؟ ولس څه وايي؟
لیک: بهروز خان
د پښتونخوا په سويلي ضلعه ډېره اسماعېل خان کې د واده په دستوره کې تازه ځانمرګې حمله شوې چې پکې د “ګوډ طالبان” کمانډر جيګري محسود او يوشمېر ولسي وګړي وژل شوي.
ځايي خلک وايي د حمله کونکي هدف د يو “امن لښکر/کميټۍ” مشر نور عالم محسود او د بلې ډلې مشر او د هغه مېلمه جيګري محسود وو. نور عالم محسود او د هغه ورور نور حسن محسود په حمله کې بچ پاتې شوي. دا درېواړه ګوډ طالبان کمانډران دي.
د سيمې خبريال عدنان بيټنے د ځايي سرچينو د خلې وايي جيګري د ځينې نورو ګوډ سرېنډر شوو لا سلينډر شوو طالبانو د مشرانو سره نزدې اړيکې لرلې. د
خبريال بېټني د رپورټ له مخه د تسليم شوو طالبانو مشر جيګري محسود په امريکايي ډرون حمله کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وژل شوي مشر حکيم الله محسود په نيزدې ملګرو کې و خو بيا يې پوځ ته وسله غورځولې وه او اوس يې په ډي ايي خان کې خپل د “امن دفتر” پرانستے دے.
جيګري محسود، نورعالم محسود او نور حسن محسود سره په خپلو کې پيټي بند وو او خپل بيل بيل واړه واړه حکومتونه يې جوړ کړي چې د خلکو فيصلې پکې کوي.
دا درېواړه ډلې د خلکو د تښتولو او د هغو نه د پيسو تروړلو د پاره مشهورې دي چې ځينې سرچينې وايي دوۓ د پاکستاني استخباراتي ادارو په ګوډ بوک کې دي نو ځکه په سيمه کې خپل واک لري.
د پاکستان د پوځ وياند جنرل احمد شريف چوهدري په خپل يو تېر پرېس کانفرنس کې ويلي وو پاک پوځ د هيڅ ګوډ او بيډ (ښه او بد) ترهګرو په بيانيه باور نه لري او دا چې ترهګر ټول ترهګر دي او يو شان قانوني چلن ورسره کيږي.
سياسي ګوندونه او دريځونه
د عوامي نيشنل ګوند مشر ايمل ولي خان د پاکستاني پوځي اېسټيبلېشمېنټ نه بيا بيا غوښتنه کوي چې رياست دې د ګوډ او بيډ طالبانو دا پاليسي نوره پرېږدي او د عمران خان سره سره دې د ارمي د پخواني مشر جنرل قمر جاويد باجوا، د ايي ايس ايي د سزا شوي پخواني مشر جنرل فيض حميد او د پښتونخوا حکومت د تېر غير منتخب وياند بيرېسټر سيف ترڅنګ هغه ټول ذمه وارو چارواکو ته سختې سزاګانې ورکړي چې په زرګونو تربيه شوي ترهګر يې د بيا بحالۍ په نوم د افغانستان نه پښتونخوا ته راوستل او دغلته ته يې ځاۓ په ځاۓ کړل. ايمل ولي خان راړول شوو وسلوالو ته ګوډ طالبان وايي.
د تحريک انصاف په جيل کې بند مشر عمران خان دا په وار وار منلي چې حکومت يې د افغانستان نه تر دېرش څلوېښت زره پورې وسلوال بيرته ځکه پښتونخوا ته راړولي وو چې هغوۓ غوښتل نور جنګ بند کړي او په امن ژوند وکړي. عمران خان ويل د هغه
سره بله لاره نه وه او مجبور و چې دغه وړانديز ومني.
دا کار د پاکستان تحريک انصاف په دويمه پينځه کلنه دوره کې شوے و کله چې د سوات محمود خان د پښتونخوا وزير اعلا و. د افغانستان نه بيرته راوستل شوي پاکستاني طالبان د وزيرستان او باجوړ ترڅنګ په سوات کې هم ليدلے شوي وو چې د صوبايي حکومت د هغه وخت وياند بيرېسټر سيف يې په دفاع کې بيان ورکړے و چې دغه طالبان د خپلو خپلوانو د روغې ناروغې تپوس پوښتنې له راغلي وو او بيرته تللي دي.
بيرېسټر سيف د پاکستان لخوا کابل ته د لېږلې شوې جرګې غړے و چا چې د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستاني طالبانو سره د “امن” خبرې اترې کولې.
د باجوړ نه د جومات اسلامي د قامي اسمبلۍ پخوانے غړے حاحبزاده هارون الرشيد هم د يادې جرګې ګډونوال و چې وروستو يې په پاکستاني ټيليويژن په يوه مرکه کې بيرېسټر سيف د پاکستاني پوځ نماينده بللے و.
د جميعت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وړومبنے سياسي مشر و چې په ښکاره يې دعوه کړې وه عمران خان او د هغه تر شا ولاړ پوځي چارواکو نزدې 40,000 وسلوال د افغانستان نه بيرته راړولي دي. مولانا په تېرو انتخابونو کې يوازې د بلوچستان نه په ولاړ سيټ د قامي اسمبلۍ غړے ټاکل شوے و ځکه چې په خپله پلرګنۍ حلقه ډېره اسماعيل خان کې يې هم په ښکاره انتخابي کمپين نه شو کولے. مولانا په پښتونخوا کې خپل نور سيټونه بايللي وو.
په تېره صوبايي اسمبلۍ کې د اے اين پي غړي سردار حسين بابک په اسمبلۍ کې ويلي وو چې طالبان د صوبايي حکومت د وزيرانو او منتخب غړو نه هم قلنګ اخلي چې د هغه وخت حکومت يې کوم د منلو وړ جواب نه و ورکړے. دا دعوه مولانا فضل الرحمان هم تايد کړې وه.
ولې د محمود خان د حکومت نه وروستو د تحريک انصاف دريم حکومت چې د علي امين ګنډاپور په مشرۍ کې جوړ شوے و هم د داسې قسمه حالاتو سره مخ و او ګنډاپور پرې خپله ناخوښي په ډاګه څرګنده کړې وه.
څېړونکي وايي پاکستاني پوځي قيادت د پښتونخوا د تېر وزير اعلا علي امين ګنډاپور په هغه پرېس کانفرنس ډېر بد منلي وو چې هغه پکې په سويلي ضلعو او په خاصه توګه ډېره اسماعېل خان کې د بته خورۍ په اړه ډاګيزه خبره کړې وه او دعوه يې کړې وه چې کله يې حکومت په ګوډ طالبانو لاس واچوي نو د ايي ايس ايي او ايم ايي چارواکي راشي او د صوبايي حکومت په اختيار کې د امنيتي ادارو نه هغه په زور خلاص کړي.
د ګنډاپور د وينا په ترڅ کې د هند ميډيا په پاکستان د يو ترهګر رياست د ټاپې لګولو موقعه موندلې وه چې پاکستان پرې ډېر غصه شوے و. ګو چې علي امين ګنډاپور د خپلې خبرې ترديد او د خپله حده پورې د سپيناوي هڅه کړې وه خو نتيجه يې دومره ارزښت ناکه نه وه او انګېرل کيږي چې هم دا نقطه د ګنډاپور د واک نه د لرې کولو بنياد وګرځېدو.
په سوشل ميډيا ليکونه او تبصرې ښيي چې په پښتون ولس کې يو ژور تپوس دا راپورته کيږي چې اوس په داسې حالاتو کې د چا په خبره باور وکړي؟
د امن لښکريان او پلويان ولې په نخښه کيږي او څوک يې په نخښه کوي؟
د سرېنډر شوو طالبانو په نخښه کېدو او د چا د لاسه او د څه د پاره کېدو قيصه هم پکې لا په خپل ځاۓ ده او پوښتنې راپورته کوي خو زه لږه رڼا په کال 2008-13 دوره کې د پاکستان د مرکزي او صوبايي حکومتونو په وينا په ملاکنډ ډويژن کې د پوځ لخوا د ولسي امن لښکرو په جوړېدو او رياستي کړنو اچول غواړم.
سياسي ګوندونه، مدني فعالان او د بشري حقونو کارمندان وايي لا هم د پښتونخوا هره سيمه د پوځي اپرېشنو، د پوځ د موجودګۍ، پوځي تلاشو او کړېدنو رنځېدنو سره سره د کډوالۍ او بې وزلۍ سره مخ ده.
زه د ټول ملاکنډ خبره هم نه کوم بلکې يوازې د بونېر د امن لښکر د جوړېدو او د لښکر د سرخېلانو په ترهګرۍ کې د وژل کېدو خبره کوم نو انګېرنې به ترې پخپله ووځي. لوستونکي کولے شي د خپلو سيمو او پېښو په اړه خپل نظرونه او خاطرې هم دلته شريکې کړي.
بونېر او د امن لښکر
نور هم ډېر داسې نومونه دي چې هغه هم د رياستي ادارو سره د “بې امنۍ” خلاف په ودرېدو په نخښه شول خو د بونېر د لښکر د مشر لا مخکښ فاتح الملک خان چې په پاتي خان پېژنده شي، انور خان چې زما مشر ورور و او عدالت خان وکيل چې د منيارۍ ګوکند درې و د رياست سره د ترهګرو خلاف په ودرېدو په نخښه شول او په بې رحمۍ ووژل شول.
څېړونکي وايي د غير يقيني حالاتو له کبله د لښکرو په جوړولو کې اوس ولسونه د احتياط نه کار ځکه اخلي چې په ګوته نه شي.
د ګدېزي لښکر ته د مقامي پوليسو په زريعه ډاډ ورکړل شوے و چې حکوت يې په شا ولاړ دے. وړومبي قربانيان هم پکې پوليس واله شو او حکومت څو تنو وسلوال طالبانو ته پوره سيمه په واک کې ورکړه.
اوس به لږ غوندې شانزول ته ځو!
د پاتي خان، انور خان او عدالت خان د ناترسه مرګ نه وړاندې داسې څه شوي وو چې خبره راتله راتله جو په کوټ کلېل کنډو د سوات نه بونېر ته راواوړېده.
د جنرل مشرف دور و او د ملانو پکې حکومتونه او انډوخرونه جوړ وو. د څه مودې نه په سوات کې مولانا فضل الله چې د ريډيو ملا په نوم ډېر مشهور کړل شوے و خپل جوړ کړے شرعي نظام چلولو او حکومتي افسرانو به پسې د سيند نه پورې په مام ډېرۍ کې د هغه په امامتۍ کې د جمعې مونځ کولو.
په صوبه کې د ملانو حکومت د متحده مجلس عمل لا ايم ايم اے د چترۍ لاندې په کال 2002 کې جوړ کړل شوے و او په پېښور کې به حکومتي وزيرانو او د حکمران ګوندونو نورو ذمه دارانو د سړکونو او بېل بوډونو نه د ښځو فوټوګان لرې کول او لا به يې ورله مخونه تورول. نن هم پاکستاني طالبان د پښتونخوا په نوي ضم شوو ضلعو کې او افغان طالبان په افغانستان کې دا عمل روان ساتي.
د ايم ايم اے په دې انډوخر کې د کرکټ د وتلي لوبغاړي شاهد اپريدي تصوير هم په پېښور کې لرې کړل شوے و. مولانا فضل الله د جينکو د تعليم سخت خلاف و او د خپل ايف ايم ريډيو د لارې به يې مور پلار هم تشويقول او هم ويرول چې لوڼه سکول ته ونه لېږي.
د جماعت اسلامي پخواني امير او د هغه وخت د خزانې وزير سراج الحق صيب خو پکې د حسبه فورس جوړولو توکل کړے و خو صدر جنرل مشرف سمارټ موو وکړه او د حسبه فورس مخالفت يې اعلان کړو. په دې عمل يې غرب ته خپلې نمبرې جوړې کړې او دغه فورس يې ورله جوړېدو ته پرې نه ښود.
غرب به منل چې مشرف روښان فکره پاکستانے جرنيل دے ځکه چې د دوۓ په اند دغه روښان فکره جرنيل په افغانستان کې د القاعده او طالبانو خلاف د دوۓ مرستې کوي او روښان فکره به ورله افغانستان ته د وسلو او نورومهماتو د رسولو د پاره نه يوازې زمکنۍ لارې ورکولې بلکې په افغانستان به يې د بمبارۍ کولو د پاره په پاکستان کې هوايي اډې هم ورکولې.
څېړونکي وايي هم دغه ملا-مليټري ګډ جوړ په پښتونخوا او بلوچستان کې داسې روان و چې په يادو صوبو کې به د افغان طالبانو سره هره مرسته روانه وه چې يو د افغانستان محاذ تود وساتي او بل پاکستانے رياست د خپلو خدماتو په بدل کې شنه لوټونه وګټي.
جنګ يوازې په افغانستان کې پاتې نه شو بلکې د پاکستان پښتنو سيمو ته هم راپورېوت. امريکا د 9/11 د لړزونکي حملو په بدل کې د طالبانو د وړومبي حکومت د ختمولو د پاره د کال 2001 په اکتوبر کې په افغانستان حمله وکړه او دغه شان پاکستان په کال 2003 کې پخوانۍ فاټا ته خپل پوځونه ولېږل چې د دې نه لا مخکې په دغه سيمو کې د پاکستاني طالبانو ډلې ټپرې جوړې شوې وې چې جنګي تربييه يې په کشمير کې جنګېدونکو ډلو کړې وه او مشرتابه يې تر ډېره د پنجابي مجاهدينو وه.
وړومبۍ جنګي (تاسو يې امن) معاهده ولولئ د پاکستاني پوځ د پېښور د کور کمانډر جنرل صفدر حسين او د تحريک طالبان پاکستان د مشر کمانډر نيک محمد وزير ترمنځ په واڼه، وزيرستان کې په کال 2004 کې شوې وه او هم په دغه کال کې د معاهدې نه وروستو کمانډر نيک محمد په ډرون حمله کې ووژل شو او د ډيورنډ د کرښې دې غاړه په وړومبي ځل د امريکايي ډرون الوتکو راتګ او حمله تايد شوه.
پاکستاني پوځ په پخوانۍ قبايلي سيمو کې ځاۓ په ځاۓ اپرېشنې شورو کړې او ورسره د پاکستاني طالبانو لخوا په پاکستاني پوځ او نورو امنيتي ادارو د حملو خبرونه تېز شول.
د وزيرستان نه تر باجوړه په لکونو پښتانه کډوال کړل شول چې هغه هم بهرنۍ مالي مرستو او د امريکا نه د کار په مطابق پيسو اخستلو ته د يو قسم نندارتون په بڼه په خيمو کې کېنول شول او په يو بدرنګه ژوند تېرولو مجبور کړل شول.
لا هغه زړه کډوالي ختمه نه ده چې په زرګونو تازه بې کوره شوي اپريديان په سخت واورين ناورين کې بيا کډوالۍ ته اړ کړل شوي دي.
په افغانستان کې د القاعده، داعش او طالبانو خلاف په جنګ کې پاکستان وتوانېد چې امريکا په دې قايل کړي چې ورته ښې سربې مالي او پوځي مرستې ورکړي ځکه د پاکستان پوځ دريځ ونيو چې په افغانستان کې د طالبانو او القاعده خلاف د امريکا سره د مرستې په سر ورته د بهرني خطر سره سره کورنے وسلوال پاڅون هم غټ خطر راپورته کوي.
پاکستان ټينګار کولو د دې ګډ وډي د مخ نيوي او د ترهګرو د زېلو د ويستلو د پاره بايد په پخوانۍ فاټا کې پوځي اپرېشنې وکړي چې سلسله يې لا هم روانه ده.
د پاکستان دا دريځ هم په بهرنۍ او هم کورنۍ ميډيا کې ځلېدو چې د امريکا د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې د کلکې ملګرتيا په سر يې ډېر ځاني او مالي زيان وموندو.
د پاکستان سرکاري شمارې ښيي نزدې 80,000 وګړي يې د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې وژل شوي او د دېرش اربه ډالر نه زيات اقتصادي نقصان ورته شوے دے.
سياسي څېړونکے او سياستمدار افراسياب خټک تېر په يوه مرکه کې ويلي وو په وژل شوو
پاکستانيانو کې د نوي فيصده نه زيات پښتانه وژل شوي او دا اقتصادي زيان هم نزدې ټول په ټوله پښتنو ته اوړېدلے دے.
د پاکستاني چارواکو په وينا دا دومره قربانۍ يې ځکه ورکړي چې د ترهګرۍ خلاف جنګ خپل جنګ ګڼي او نه چې دا د کوم بل هېواد په غوښتنه کوي او بايد پاکستان په دې وستايل شي.
خو د امريکا اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په خپله وړومبۍ دوره کې يو حيرانونکے ټويټ کړے و چې په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې پاکستان د يو مرستيال په ځاۓ د امريکا سره غولتي کړې ده او دروغ يې ورته ويلي. د ډانلډ ټرمپ په وينا امريکا
په پينځلس کاله کې 33 بيلين ډالرې امداد پاکستان ته ورکړے چې نتيجه يې هيڅ ده.
د رپوټونو او دعوو ترمخه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په ډيورنډ کرښه د ازغن تار لګول د پاکستان غوښتنه وه او مالي خرڅ پرې د امريکا لخوا شوے دے.
څېړونکي وايي د افغان چارواکو او په خاصه توګه د ولسمشر اشرف غني لاس امريکا تړلي وو او د پاکستان پوځ په ډيورنډ کرښه د چترال نه تر د بلوچ د خاورې پورې ازغن تار بغير له کوم مشکله د “بارډر منيجمېنټ” په نوم تېر کړو.
د ايم ايم اے حکومت، پوځ او پښتونخوا
دا هر څه وړاندې وروستو روان وو او لا روان دي خو راځو دې له چې په پښتونخوا کې د ايم ايم اے حکومت و او په خصوصي توګه ټوله توجه يې په سوات وه چرته چې د کال 2007 پورې تحريک طالبان سوات نزدې ټول سوات پخپل واک کې کړے و او لاس يې په وزيرستان کې د بيت الله محسود تحريک طالبان پاکستان ته غځېدلي وو. بيت الله محسود هم په امريکايي ډرون حمله کې ووژل شو.
په دې موده کې سوات ته په زرګونو پوځيان، توپې ټينکونه او هوايي ځواک رسول شوي وو او په سمه او په غرونو ګمارل شوي وو.
د ايم ايم اے حکومت په کال 2008 کې ختم شو او نوي انتخابونه اعلان شول خو په دې وخت کې د مولانا فضل الله تحريک د سوات په مهمو برخو کې خپل زور او موجودګي په ډاګه کړي وه. د سوات، شانګلې او دير ډېرې برخې په ښکاره د حکومت د لاس نه وتلې وې او اختيار يې تحريک طالبان اخستے و.
نوي انتخابونه وشول خو کال مخکې يې د پيپلز ګوند مشره بينظير بھټو په ترهګره حمله کې وژلې وه. البته بيا هم په انتخابونو کې د هغې ګوند ښه ګټه وکړه او په مرکز کې يې حکومت جوړ کړو. پيپلز ګوند جنرل مشرف د بينظير بھټو په مرګ تورن کړو او جنرل مشرف دعوه کوله بينظير بھټو د هغې خاوند اصف زرداري وژلې ده.
په پښتونخوا کې د بمونو او قتلونو د ښکار کېدو باوجود اے اين پي ښه کارکردګي وښودله او د پاکستان د جوړېدو نه وروستو يې د پيپلز ګوند په ملګرتيا د سينير پارټنر په حيث خپل صوبايي حکومت جوړ کړو. بيا هم ورته بيت الله محسود سوال جواب ورولېږل چې په ورځ نيمه کې دې اعلان وکړي چې دوۓ به حکومت نه جوړوي خو اے اين پي ونه منله او حکومت يې جوړ کړو.
په خپل حکومت کې هم نيشنليان او تر څه حده د هغوۓ خواخوږي او د نورو ګوندونو غړي د ترهګرۍ ښکار وو او د بې تحفظه ژوند سره مخ وو.
د اے اين پي په مشرۍ کې جوړ شوي حکومت تر ټولو مخکې د تحريک طالبان سوات سره د امن معاهده وکړه او د مولانا فضل الله ټولې غوښتنې يې ومنلې او ان تر دې چې د امريکا خلاف د افغانستان د “جهاد” نه راتښتېدلے امير جهاد مولانا صوفي محمد يې هم ورته لا د وړاندې نه د جيل نه بهر کړے و.
خو صوفي محمد او فضل الله د خپل خلافت خوب ليدلو او لا ورته چا د داسې کولو ښوونه کوله ځکه چې ځينې څېړنکارانو او ليکوالانو د ملاکنډ ډويژن حالات او ورسرپه نوره پښتونخوا کې ګډوډے د ملا-مليټري الاينس په نوم ياد کړے چې د هغوۓ په نظر د ايم ايم اے دويم توضيح دے. د څېړونکو په وينا دې دوه مخې پاليسۍ ولس زړه ماتے کړے او د رياست نه يې بيګانګۍ پله بوتللے.
مولانا صوفي محمد د سوات په ګراسي ګراونډ کې د اے این پي-پي پي پي سره د شريعت محمدي د نفاذ د پاره شوې معاهدې نه وروستو شو او ولس ته يې وويل چې د پاکستان ايين، جمهوريت او عدالت ټولې کفري ادارې دي چې ورسره سم د فضل الله وسله وال په سوات، دير او شانګله کې متحرک شول او په سرکاري او شخصي ځايونو يې قبضې وکړې.
دوۓ د پښتنو د وژلو نوې نوې طريقې چې چا لا نه ليدلې وې او نه يې پام ته راغلې وې عملي کړې چې د مخالفينو، زيات تره قامپالانو، مرۍ يې غوڅې کړې، په بمونو يې والوځول او په کډه کولو يې مجبور کړل.
خبره اخر د بونېر نيولو ته راغله. د بونېر په نيولو شور جوړ شو چې طالبان اسلام اباد ته په شپېته کلوميټرۍ کې په پرته سيمه قابض شو او دغه رنګ په ملاکنډ ډويژن کې پوځي اپريشنو ته لار جوړه شوه.
د فضل الله وسلوالو د کليل کنډاو د لارې په يو طرف د بونېر د پيربابا او په بل اړخ د ګوکند دره نيول حدف کړه. پاتي خان د ګدېزو د لښکر مشري په خپل لاس کې کړه او کلېل کنډاو پله سره د وسلو وختلو چې د راغلو يرغلګرو سره لاس په لاس په جګړه شوو.
د لښکريانو دا خيال و چې رياست او پوځ يې په شا ولاړ دے نو ډاډه وو چې خپله دفاع به وکړے شي خو په شپه شپه کې “حکام بالا” د پوليسو او ملېشې ځواک ته حکم وکړو چې ځان خالي سلا کړي او د سيمې نه محفوظ مقام ته ووځي.
امنيتي ځواک د پير بابا تاڼه خوشې کړه، وسله يې پرېښوده او د سيمې نه ووتل. د شا نه د شپې په وخت د “فضل الله” وسلوال په تاڼه وروختل او پرېښودل شوې ټوله وسله يې غنيمت کړه.
“طالبانو” ځاۓ په ځاۓ مورچې جوړې کړې او کلي يې د توپ او توفنګ د ګولو په
رينج کې راوستل. د لښکر مشرانو ضلعي حکومت او په ډګر پراجېکټ کې ميشته شوو پوځي مشرانو ته د مرستې غږ وکړو خو خبره هسې کڼو ته ډمامې وهل شول.
په خلکو کورونه او کلي خالي کړل شول او په لکونو خلک د سوات، بونېر او شانګلې نه کډوال شوو چې ګڼ خلک د مردان، صوابۍ او چارسدې په خيمه کيمپونو کې دېره شوو خو يو لوۓ اکثريت د مردان او صوابۍ پښتنو په خپلو کورونو، حجرو، سکولونو او جوماتونو کې ځاۓ کړل. دا يوه ځانګړې قامولي رامنځ ته شوه چې ځانله پرې تفصيلي بحث پکار دے.
پاتي خان او ټول ټبر يې د خپل کور کلي نه بې کوره شو، انور خان او عدالت خان هم د دغسې حالاتو سره مخ شو او پوځ چې ټول په ټوله اختيار يې اخستلے و د کډوال کېدونکو سره ژمنه وکړه چې د خلکو د بيرته ورتلو پورې به يې کورونه او مال حال د پوځ په حفاظت کې وي. بيرته راتلونکو وليدل چې هر څه يې لوټل شوي او تباه کړل شوي وو.
د پاتي خان دې نيزدې ټول کلے سلطان وس پاکستاني پوځ په جنګي جازونو ځکه بمبار کړو چې د پوځي چارواکو په وينا طالبانو پکې کورونه او ودانۍ قبضه کړې وې او د ويستلو د پاره يې بله کومه چاره نه کېده ترڅو هرڅه په بله واوړوي.
ځايي خلکو ګڼل که پوځ غوښتلے وے چې طالبان د څو کورونو نه اوباسي نو ګېره ترې اچول پکار وه چې په ډېر لږ وخت او لږ کړاو کې به “طالبان” د لوږې د لاسه تسليم شوي وو.
د انور خان کور د پوځ په موجودګۍ کې ولوټل شو، وسوځول شو او وران کړل شو. دغسې حالت د عدالت خان کورنۍ ته پېښ شو. زمونږ په کلي بلو خان کې زمونږ د مودو راهسې ساتلے ذاتي ځنګل پوځ په دې وسېځولو چې د دوۓ په وينا چرته ترهګر دغلته پټ نه شي او ځواک ته خطر جوړ شي.
د درېواړو لښکري مشرانو مرګ په داسې حال وشو چې پاتې خان په خپل ګاډي کې د ځانمرګي حملې ښکار شو، انور خان يې په ډزو وويشتو او د عدالت خان ګاډي ته يې ماين ښخ کړو چې د چادونې په نتيجه کې يې وجود زرې زرې شوے و.
اوس ولسي خلک د پوځ په خله د لښکرو جوړولو نه ولې ډډه کوي، دا غټه پوښتنه راپورته کوي.او د ټولو وروستۍ بېلګه يې د سوات ولسي پاڅونونه دي چې ولس وايي خپله او د سوات ساتنه به نوره پخپله کوي خو نه نور خپلو سيمو پرېښودو او کډوالۍ ته تيار دي او نه د سرکاري امن لښکرو مل کېدو ته.
25.01.2026
بهروز خان (ډېوه لالا)
