د شمار سړی ترکزی
د ګل محمد بېتاب خاکه نګاري او د شمار سړي
ګل محمد بېتاب په ادبي دنيا کښې په مختلفو حوالو خپله پېژندګلو لري۔ د مثال په توګه شاعري ئې کړې ده او ډېره ښکلې شاعرۍ ئې کړې ده۔ تکل ئې په يو نوي انداز ليکلے او متعارف کړے دے۔ د صحافي په توګه ئې کالمونه، مضمونونه، اداريې ئې ليکلي دي او دې سره ئې د مختلفو شخصياتو سره وخت په وخت مرکې هم کړې دي۔ خو چې زۀ ئې نن ذکر کوم نو هغه د يو خاکه نګار په توګه دے۔ خاکه په نړيوال ادبياتو کښې خپله يوه ځانګړې پېژندګلو لري او هم د دې خاکو په ذريعه د هر ادب لوستونکي د خپل دور نه وړاندې تېر شوي شخصيياتو نه خبر شوي دي ۔
د هرې معاشرې خپل دود دستور او رسم و رواج او نفسيات وي ۔ خاکې ته په نورو ټولو معاشرو کښې فراخه مېدان دے خو پښتنه معاشره کښې ورته ډېر کم او ډېر تنګ مېدان دے۔ په خاکه کښې د يو انسان هر قسمه ښۀ او بد راښکاره کول وي خو په پښتنه معاشره کښې دا پوره په پوره ناممکن دي، ځکه چې په پښتنه معاشره کښې د حيا او پردې ډېر زيات اهتمام دے او دغه که بدني وي او که د يو چا د عادتونو او خصلتونو متعلق وي۔
د دې خاص قسمه رواياتو باوجود چې څوک په پښتو کښې خاکې ليکي نو دوه کارونه شوي دي که رښتيا رښتيا چا ليکلي دي نو د صاحبزاده حميد الله په شان ئې بيا خپل کتاب ګمنام کړے دے او خلکو ورپسې بد رد وئيلي دي او که تعريفي انداز کښې ئې ليکلي دي نو د کتابونو د چاپ باوجود ئې چا ته د کتابونو نومونه هم ياد نۀ وو، او نۀ ئې چا د خاکو کوم خاص نوټس اخستے دے۔
اوس به راشو د ګل محمد بېتاب خاکه نګارۍ ته . بېتاب صېب خاکې اوليکلې رښتيا رښتيا ئې هم اوليکل او مشهور هم شۀ، وجه دا وه چې بېتاب صېب ته د خاکې ليکلو فن زده وۀ خو دۀ ورله داسې شګفتګي وراوبخښله چې خاکې به ځان په زوره په قاري لوستو۔
ګل محمد بېتاب په وړومبي ځل په خاکه کښې د واقعاتو شاملتيا په داسې انداز رائج کړه چې يو لوستونکے ورته سوچ اوکړي نو هم دغه واقعه کښې د دغه شخصيت بد يا ښۀ اړخ پروت وي۔ ګل محمد بېتاب په سياسي شخصياتو هم بلها خاکې ليکلي دي۔ په سياسي شخصياتو خاکې ليکل څه اسان کار نۀ دے او نۀ هر ليکوال دا کار کولے شي ځکه چې د سياسي سړي خوئي خصلت او شخصيت معلومول ډېر ګران کار دے۔ بېتاب صېب دا کار ډېر په اَحسنه طريقه ادا کړے دے۔ د سياسي شخصياتو متعلق عام معلومات ئې په داسې انداز د خاکې په امېل کښې په چل چل پېرلي دي چې دي خو عام معلومات ولې د خاکې د کټګړۍ نه ئې ويستلے هم نۀ شې او دا د ګل محمد بېتاب په خاکه نګارۍ کښې تجربې دي چې دۀ کړې دي او دا تجربې ئې کاميابې شوې هم دي۔
د ګل محمد بېتاب بعضې خاکې ډېرې زياتې د ستائنې قابل دي چې په هغې کښې “سرمنشي”، “نۀ مسټر او نۀ ملا” او “مهندي باچا” حالانکې نورې هم بلها ډېرې دي نو د دې ذکر په خاص توګه کوم چې دا خاکې د بين اللساني معياري خاکو په صف کښې شمارلے کېدے شي، بلکې د اردو د اعليٰ او معياري خاکو نه هم وړاندې دي ۔ دا خبره ما څه موده وړاندې په يوه تحقيقي مقاله کښې ليکلې وه خو د مجبورۍ د وجې مې حذف کړې وه . هغه وخت زما مجبوري وه خو اوس مې هېڅ مجبوري نشته نو ځکه مې اوليکله۔ د ګل محمد د خاکې ليکلو انداز داسې دے لکه چې د مرچکي واله ګولۍ باندې چې شوګر ګوټډ شوے وي۔ اول کښې خوږه وي خو چې څومره ئې چوپې نو تريخ والے شروع کوي۔ هم دغه شان که يو شخصيت د خپل ځان متعلق د ګل محمد بېتاب ليکلې خاکې لولي نو ډېر ورته خوشحاله وي او په اول ځل لوستو سره خو پرې بالکل نۀ پوهېږي چې زما بد چرته بيان شوي دي۔ البته چې درې څلور ځل ئې اولولي نو کېدے شي چې پرې پوهه شي۔
ګل محمد بېتاب د ليکلو په دوران کښې شخصيت په خوش فهمۍ کښې واچوي او په ټوقو ټوقو کښې ورله ستنه اووهي لکه يو ډاکټر لاس کښې انجکشن نيولے وي او ماشوم سره لوبې کوي، خندوي ئې او په خندا خندا کښې ورله انجکشن اووهي چې د انجکشن لګېدو دوران کښې هم ماشوم خاندي او بيا ښۀ ساعت پس ورته درد محسوس شي او په ژړا شي۔
ګل محمد بېتاب په خاکه نګارانو کښې خوش قسمته دے او هغه داسې چې زيات تر خلک د خاکه نګار د ليک نه ځان ساتي او دا دومره خوش قسمته دے چې هر سړے ورته پخپله وائي چې په ما خاکه اوليکه يعني د دۀ د رټلو انداز دومره خوږ دے چې هر څوک ورباندې ځان رټل غواړي۔
بېتاب صېب چې د کله نه د خاکه نګارۍ ونې ته د قلم څربې اوبۀ ورکول شروع کړي نو دغه ونې نوې تېغې کړي دي او هغه داسې چې د بيتاب نه پس ډېرو ملګرو خاکې ليکلو ته پام شوے دے او بلها خاکې اوليکلې شوې چې په دغه دوران کښې ډيرو ملګرو ډېرې ښې ښې خاکې اوليکلې او دا سفر لا جاري دے۔ که زۀ دا اووايم چې د بېتاب صېب نه پس د خاکې ليکلو يو ټرېنډ شروع شۀ نو غلطه به نۀ وي او د دې خبرې مثالونه هر چا ته ښکاره دي۔
١ . د ټول اولس جانان شاعر:
دا خاکه په محترم رحمت شاه سائل ليکلې شوې ده چې د هغۀ متعلق ښې او بدې خبرې لري۔ زيات بحث د هغۀ په شاعرۍ شوے دے چې ډېر مشهور او ښۀ شاعر دے او شاعري ئې اولسي ده بلکې مقام ئې ورله د رحمان بابا سره ورکړے دے خو بل خوا ئې د هغۀ ډېرې کمزورۍ هم يادې کړې دي۔ لکه غصه کېږي ډېر، کنځلې ډېرې کوي او ډېر ناروا ئې کوي۔ په مجلسونو کښې ئې سندرې وئيلي دي، اواز ئې خوږ دے دومره ښۀ شاعر دے چې باچا خان او اجمل خټک هم منلے دے۔ دا ټولې هغه خبرې دي چې د يوې خاکې د پاره ضروري دي او خاکه پرې يو مکمله خاکه ثابتېږي۔
٢ . مهندي باچا:
دا خاکه په مهدي شاه باچا باندې ليکلې شوې ده۔ په دې خاکه کښې د مهدي شاه باچا ډېر ښکلي او روښانه اړخونه وړاندې شوي دي او د مهدي باچا د دې نامې قيصه ئې هم بيان کړې ده۔ د دې نه علاوه د باچا جي د سياست نه علاوه سوشل ژوند ئې هم بيان کړے دے د يو ښۀ اديب او افسانه نګار سره ئې يو ډېر د لوے زړۀ والا ثابت کړے دے۔ د خبرو او تقرير خوبيانې ئې بيان کړي او دا ئې هم ليکلي دي چې حُسن پرست وۀ او په خاص توګه د غلماني حُسن ډېر دلداده وۀ۔ د دې نه علاوه سخاوت او خود داري ئې هم بيان کړې ده دا خاکه په فني او تکنيکي لحاظ ډېره اعليٰ ده ځکه چې د خاکې د پاره ښۀ او بد دواړه پکار وي او په انسان کښې ښۀ او بد دواړه عملونه وي۔ هسې بې ځايه د چا نه فرښته جوړول ښۀ کار نۀ دے او دا کار بېتاب صېب په دې خاکه کښې په ډېر ښۀ انداز تر سره کړے دے۔
٣ . سر تېزه ليکوال:
په دې خاکه کښې د عاصي هشنغري متعلق معلومات راغونډ شوي دي لکه بې ګزارې سړے وۀ د هيچا سره ئې ګزاره نۀ کوله که چا ته به ئې ستغې خبرې اوکړې او که چا به ورته اوکړې نو لږ ساعت پس به ترېنه هېرې وې، منافقت په کښې نۀ وۀ د يوې خبرې سړے وۀ خود داره انسان وۀ، دا خاکه په معيار پوره ده يعني د خاکې د پاره چې څه پکار وي هغه په کښې شته دے۔
٤ . فرښته غوندې سړے:
دا خاکه په پيرسيد سفېد شاه همدرد باندې ده چې د “وحدت” اخبار مالک وو په دې خاکه کښې بېتاب صېب د پير صېب ټول ښۀ عادتونه بيان کړي دي چې ډېر عزت داره، رحمدله او زړۀ سواندے انسانان وۀ، دا ئې هم ليکلي دي چې نظريه ئې په خپل ځاے خو په طور د يو انسان ډېر ښۀ سړے وۀ، د اخبار د مزدورانو او نوکرانو به ئې ډېر خيال ساتلو دا د پير سفېد شاه صېب په شخصيت ډېر ګټور ليک دے۔
٥ . مجنون کباړي:
دا د يو ډېر دلچسپ انسان خاکه ده چې ژوند ئې سم د يو جاسوسي يا اېډوېنچر فلم په شان دے چرته چې اوسېدلے دے هلته ورته څه نا څه مسئله پېښه شوې ده او هلته نه بل چرته تلے دے ۔ دا کردار ډېر د همت والا دے او ژوند ورسره ډېرې لوبې کړي دي۔ غېر اختياري قتلونه ترېنه شوي دي د کباړ مزدوري ئې هر چرته کړې ده که هر روزګار به ئې کولو خو د کباړ کار به ورسره لازمي وۀ۔ بېتاب صېب د خاکې په اول کښې د دۀ د پاره څو جملې ليکلې دي چې دۀ باندې بالکل پوره سمېږي۔ لکه چې ليکلي ئې دي چې “نيم ملا، نيم حکيم، نيم وکيل، نيم ملک، نيم نجومي، نيم پير، کوچوان، دهقان، څوکيدار، کخے او دياړې مار پاتې شوے دے يو انسان چې دومره کارونه اوکړي نو خامخا به ئې د ژوند قيصه دلچسپه وي يوه ښکلې خاکه ده۔
٦ . يو شاعر۔ ۔ ۔ روغ لښکر:
په اکمل لېوني يوه ډېره ښکلې خاکه ده چې د هغۀ د شوخ طبعيت ډېرې خوندورې قيصې په کښې بيان شوي دي۔ د شاعرانو نقل ډېر په مکمل او ښکلي انداز کوي، د هر شاعر کلام هم د هغۀ په آواز او انداز وائي۔ غريب دے خو خوداره دے، او داسې نورې ډېرې خوبيانې ئې بيان کړي دي۔ او بد عادتونه به ئې نۀ وو ځکه بېتاب صېب ئې ذکر نۀ دے کړے۔ د ښۀ شاعر ټول صفات ئې ورله بيان کړي دي چې هر قسمه شاعري کولے شي۔
٧ . سور سپېرۀ:
د دې خاکې کردار ډېر خوندور دے د خپلې ښځې په مرګ او د نورو خلقو سره د ناستې پاستې په وجه د هغوي د ښځو په مرګ ئې نامه سور سپېرۀ پخه شوې ده۔ د ژوند هيڅ اصول ئې نۀ وو کۀ نن به ئې يوه خبره اوکړه نو څو ورځې پس به ئې د هغې په خلاف خبره کوله، چې د چا به ئې يو ورځ صفت اوکړو نو بله ورځ به ئې ورله غېبت کولو د ډاکټرانو په ځاے ئې حکيمان خوښ وو، خوبونه به ئې ډېر ليدل، د مونځ پابند وۀ خو په جومات کښې به ئې غېبتونه کول، خپل نوم ئې مقدر خان وۀ خو په دې نامه چا نۀ پېژندۀ د نورو د پاره سپېرۀ وۀ خو خپل ژوند ئې بختور تېر کړے دے۔
٨ . شهيد ملګرے:
دا خاکه په محترم مشتاق مجروح باندې ده، خاکه ډېره خوندوره ده او د مجروح صېب ښۀ او بد دواړه اړخونه ئې بيان کړې دي يو خاص خاصيت خو ئې دا بيان کړے چې حُسن پرست وۀ او بيا په خاصه توګه د هلکانو ښائست ئې ډېر خوښ وۀ، قابل وۀ، د قلندر صېب خوښ وۀ، مزاحيه مزاج ئې لرلو، قيصې او لطيفې به ورته ډېرې يادې وې، جذباتي انسان وۀ په وړه خبره به خفه کېدو او په وړه خبره به خوشحالېدلو، په پښتو املا ئې عبور حاصل وۀ دا خاکه يوه مکمله خاکه ده۔
٩ . وطن دوست:
د دې خاکې شخصيت ډېر دلچسپ دے خپل نوم ئې مهر علي وۀ خو په دې نامه چا نۀ پېژندو بلکې زياتره خلقو به په وطن دوست پېژندلو، د ډالرو ډېر شوقين وۀ قرض به ئې چا له واپس نۀ ورکولو، حُسن پرست وۀ او د ښځينه حُسن نه ډېر متاثره کېدو، ګلونه ئې ډېر خوښ وو، اولسي شاعري ئې کوله سندرغاړو ئې کلامونه وئيلي وو، اولاد ئې نۀ وۀ۔
١٠ . چمپيئين:
دا خاکه په ساجد ټکر ده، د دې خاکې کردار يو داسې شخصيت دے چې لوئي نۀ کوي خو وسواسي دے، د چائيو ډېر شوقين دے، د لمبا شوق بالکل نۀ کوي چې په ژمي کښې يو ځل او په اوړي کښې فقط لس ځل لامبي، په يوه جوړه جامو کښې پوره هفته تېروي، ډيوټي په ايماندارۍ سره کوي بلکې د تنخوا نه زيات کار کوي، بېتاب صېب يو ځاے کښې ليکلي دي چې د کشر په حېث تابعدار دے، تل د خپل حېثيت نه زيات کار کوي خو نورې ډېرې لوبې هم په کښې شته لکه چې تل په خيالي او هوائي دنيا کښې اوسي، سخت حُسن پرست، هوس پرست او شهرت پرست دے، د خوراک په معامله کښې خوښه نا خوښه شته خو د څښکلو په معامله کښې حلال او حرام دواړه څښکي، خپل پټ رازونه بې درېغه بيانوي، کالم نګار دے، ډرامه نګار دے او د “پښتون” رسالې اېډيټر دے۔
١١ . زما مور:
دا خاکه بېتاب صېب په خپلې مور ليکلې ده چې ډېره خوندوره خاکه ده۔ په ټولو انسانانو کښې د مور احساسات يو شان وي او بيا د پښتنو مياندو کړۀ وړه، عادتونه وغېره هم تقريباً يو شان وي۔ بېتاب صېب په دې خاکه کښې د خپلې مور د ژوند چې کوم حالات او واقعات بيان کړي دي تقريباً د هرې پښتنې مور سره شان يو والے لري۔ د بېتاب صېب د دې خاکې يو خاص اهميت دے۔
١٢ . آواره:
دا خاکه په ډاکټر حنيف خليل باندې ليکلې شوې ده چې ډېره دلچسپه ده او يوه مکمله خاکه هم ده۔ د حنيف خليل متعلق ئې ليکلي دي چې هر پوهه او اديب سړي ته به ئې ځان رسولو، د فلمونو شوقي وۀ او اکثر به ئې د اديبانو پېښې هم کولې، د اتڼ شوقي وۀ د سګريټ څښکلو شوقين دے چې په کومه علاقه کښې ئې ډيوټي کړې ده نو ښۀ مست ژوند ئې تېر کړے دے۔ لوے ليکوال دے ډېر کتابونه ئې ليکلي دي۔
١٣ . مرحوم:
دا خاکه په اطلس ګل اطلس باندې ده او د خاکې نوم ئې ورله مرحوم ځکه ايښودے دے چې د دۀ د مرګ خبر ابراهيم رومان خور کړے وۀ او خلق ورله کور او حجرې ته دعا له ورغلي وو او دے ژوندے وۀ بېتاب صېب ليکي چې “اطلس ګل له الله غوره برخه ورکړې ده ښۀ شکل صورت، خاندان، خوئي خصلت او صابر شاکر زړۀ هم، ښۀ شاعر دے، د ګپ شپ نه علاوه ډېر سنجيده او باوقاره سړے دے، تقويٰ داره دے د زړۀ بيمار دے خو پرهېز بالکل نۀ کوي۔ لوے نثر نګار دے د رحمان بابا سره ډېره مينه لري۔
١٤ . شهيد اعظم:
دا خاکه په پوليس افسر او ډېر ښۀ شاعر اقبال مومند باندې ليکلې شوې ده، بېتاب صېب د اقبال مومند باره کښې ليکي چې کومه خبره به ئې اوکړله يا د کوم کار اراده به ئې اوکړله نو هغه به ئې خامخا کولو، د سېګرټو ډېر شوقي وۀ او ډېر زيات به ئې څښکل، د غريبۍ ژوند ئې تېر کړے وۀ او ډيرې سختې مزدورۍ ئې کړې وې۔ خط ئې ډېر ښکلے وۀ بلکې کتابت ئې هم زده وۀ، مونځ به ترې کله کله قضا شۀ خو درود شريف به ئې خامخا وئيلو۔ جمالياتي ذوق ئې ډېر زيات وۀ د هر ښۀ شکل صورت، ښۀ اواز او ښو خبرو نه به زر متاثره کېدو دا ئې هم غټ شوق وۀ چې سندر غاړي ئې کلامونه اووائي۔ د ښو خوراکونو شوقي وۀ خو اکثر به جېب اجازت نۀ ورکولو، شاعري ئې ډېره ښکلې ده او په بم دهماکه کښې شهيد شوے وۀ۔
١٥K.D. HOPe
دا خاکه په خالقداد اميد ده او دا نامه به ورته مراد شينواري اخسته، خالقداد اميد لوے ليکوال او اديب دے په خاص توګه د رېډيو په دنيا کښې ئې ډېر خدمات دي۔ بېتاب صېب ليکلي چې په يو وخت ليکوال، اداکار او پروډوسر پاتې شوے دے۔ رومان پسنده انسان وۀ، په عام ژوند کښې ډېر ساده سړے دے په چل ول نۀ پوهېږي، برداشت هم په کښې ډېر دے۔
١٦ . بې ملکه بادشاه:
دا خاکه په بخت روان عمر خېل ده، بېتاب صېب ليکي چې لوے نثر نګار او افسانه نګار دے خو خلق ئې ورسره نۀ مني ځکه چې تر اوسه ئې کوم کتاب نۀ دے چاپ ۔ ادب پاله دومره دے چې ښځه ئې د مرګ او ژوند پۀ کشمکش کښې هسپتال کښې پرته وه خو دے ادبي پروګرام له راغلے وۀ، ستار، باجه او رباب هم غږولے شي۔ طبله ئې خوښه ده اواز ئې ښکلے دے خو سندرې د نجي محفلونو نه علاوه بل چرته نۀ وائي۔ پخپله د شهرت او نمائش شوقي نۀ دے د ملګرو مدد ګار دے، دې خاکه کښې د شخصيت بد بالکل نۀ دي بيان شوي او زيات بحث د هغوي کتاب په چاپ کولو باندې شوے دے ۔ ١٧Mr. FIT:
دا خاکه په ګوهر نويد ليکلي شوې ده۔ بېتاب صېب يو ځاے ليکي چې څوک کوم قسم ته هم بحث شروع کړي، دۀ سره به د هغې متعلق بلا ډير معلومات وي۔ يعني سمه د هر دېګ څمڅۍ ده۔ د پردو پټو نه ئې غلاګانې ډېرې کړې دي۔ په سينما د فلمونو کتلو ډېر شوقي وۀ، هر وخت په تادۍ وي ۔ د اردو پروفېسر دے۔ ښۀ ليکوال دے اردو پښتو دواړو ژبو کښې ليکل کوي۔ حافظه ئې تېزه ده د پښاو او اردو د ډېرو شاعرانو شعرونه ورته ياد وي۔ په اردو او پښتو کښې ئې بلها کتابونه چاپ دي۔ دا خاکه ښۀ خاکه ده۔
په ګلورين کښې زما دا ليک هو چاپ دے
11.02.2026
