اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د ډاکتر یاد څلور لیکنې

دکاپي رایټ غړیتوب

دکاپی رایټ حقوق یا قانون په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لږ پلی کېږي

کاپي رايټ د انحصاري حقونو مجموعې ته وايي او په اصطلاح کې د يوه خبر، راپور، تصوير،فلم ، کتاب او ژباړې د امتياز حق د توليدونکي کس حق بلل کېږي.

د کاپي رايټ حقوق د لاندې برخو څخه ملاتړ کوي.(کتابونه، رساله، ژانرونه، لکچر، بيانيه، هنري کارونه،هنري فلمونه ، رسامي، لنډې او اوږدې ليکنې، انځور، پلانونه او نور…)

په افغانستان کې د کاپي رايټ قانون په ۱۳۸۷ کال کې په ۴۹ مادو کې تصويب شو.د کاپي رايټ قانون نېږدې د ۱۶۰ هېوادونو لخوا لاسليک شوى، د ياد تړون په غړو هېوادونو کې هر رامنځ ته کېدونکى تصوير، فلم، سي ډي، کتاب او د خبر حقوق ساتل کېږي، که چېرې کوم کس له اجازې پرته په دغه برخه کې تکثير او خرڅلاو وکړي، د هېوادونو د داخلي قوانينو له مخې مجرم بلل کېږي او بايد مجازات شي.

زما ښه په یا دي له نن ۳۶کلونه وړاندې چې زه کله دافغانستان دعلومو په آکاډمۍ کې علمي غړی وم نو زموږ دپښتو څېړنو دنړیوال مرکز یوه علمي غړي ارواښاد عبد الحسیب حکیمي دامریکایي لیکوالې ریه ټالی سټیوارټ Rhea Talley Stewart کتاب Fire in Afghanistan( اورپه افغا نستان کې ) له انګریزي نه پښتو ته وژباړه چې بیا وروسته چاپ هم شو. ددې خبر په اورېدو سره امریکایي لېکوالې ریه تالی ستیوارټ ( Rhea Talley Stewart) په ډیرې عجلې سره ځان له امریکې نه افغانستان ته ورساوه او زموږ مرکز ته راغله او ډیره په غوسه وه چې تاسو دا کتاب زما داجازې پرته ولې ژباړلی او بیایې لا چاپوۍ هم ،دا خو دکتاب دلیکوال داجازې پرته دکتاب ژباړل او چاپول جرم دی.په هغه وخت کې دافغانستان اکاډمۍ مشرتابه او زموږ دمرکز مشر ترې ډېره بخښنه وغوښتله او دا دلیل یې ورته وړاندې کړ چې افغانستان دکا پي رایټ غړیتوب نلري . وروسته ددې غوسه لږ شانتې سړه شوه .دعلومو اکاډمۍ مشر ورته وویل چې موږ پر دې کتاب کوم تجارت او بیزنس نکووبس یو علمي کتاب دی چاپوو یې ، خو دا خپه لاړه او کتاب چاپ شو.دا لا خبره نه وه چې هره ورځ په پاکستان ، هند اونوروډیرو هېوادونو کې چې دکاپي رایټ غړیتوب هم لري کتابونه د هغوی داصلي لېکوالانو داجازې پرته چاپيږي .

(یاد)

ولې احمد شاه با با ته د(دراني) ، (سدوزي) او( ابدالي) لقبونه کارول کیږي ؟

لیک: ډاکتر لطیف یاد

داحمد شاه با سدوزي لقب :

ددې وجه داده چې سدوزي له آره سړبڼي پښتانه دي او دپوپلزيو د قبيلې يوه څانګه ګڼل کيږي ۰ ددغې قبيلې ستر نېکه اسدالله خان و چې په ۹۶۵ لمريز کال زيږېدلی او په ۱۰۲۱ لمريز کال يې له دې نړۍ نه ستر ګې پټې کړي دي۰ نو موړی په عوامو کې په ملک سدو مشهور و اودده دنامه له کبله دغه قبيله په سدوزيو سره مشهوره شوه. سدوزي د پوپلزيو د قبیلې يوه څانګه ده۰ سدوزيان تر ډېره وخته پورې نه يوازې دپو پلزيو د قبيلې،بلکې ددرانيود ټولې قبېلې خا نان او مشران شمېرل کېدل او جوته ده چې سدوزيان ددراني قبيلو په ټو لو څانګو کې دځانګړي درناوي نه بر خمنه قبيله ګڼله کېدله، داځکه چې د افغا نستان بنسټ ايښودونکی او واکمن لوی احمد شا ه بابا عليه الر حمه د سدو زي په ټبر پورې اړه درلودله چې په اصل کې دغه قبيله دپو پلز يو دقبيلې يوه څا نګه ده۰

ملک سدو يو ډېر پوه او هو ښيار سړی و چې د خپل قوم لپاره يې ډېر خد متو نه وکړل او په پای کې د خپل عمر په ۷۵ کلنۍ کې يې له دې فاني نړۍ نه ستر ګې پټې کړې ۰ دملک سدو نه پنځه زامن پا تې شول چې خواجه خضر خان،مودود خان، زعفران خان، کامران خان او بهادرخان نو ميدل.

داحمد شاه بابا ابدالي لقب :

دابدال په هکله زيات افسانوي روايتونه هم شته چې دلته به يې راوړل بيځا يه نه وي۰روايتونه وايي چې د اسلامي دورې په تا ريخ کې لو مړنی سړی چې د(ابدال=اودل)په نامه ياد شوی دی دپښتني قبيلو مشهور نيکه دی چې د خپل نا متو کهو ل سره دسليمان په غره کې او سيده۰دی دترين زوی دشر خبون لمسی او دسړبن کړوسی دی او دده نو م په پښتو ادبياتو او پخوانيو او زړو نسخو کې (اودل) او د جمع منسوب په بڼه (اودلی=ابدالی) ضبط دی چې د ۴۴۰ هجري يا ۱۰۴۸ ميلادي کلو نو په شا او خوا کې يې پښتانه قبايل پر ځان راټول کړي وو او دده له تو کمه ملک سليمان د عيسی زوی چې په زيرک سره مشهور و پښتني قبيلي د سليمان له غره نه کند هارته بوتلې ا وهلته يې میشته کړې او د خپل ژ وند په پای کې يې خپل زوی ملک بارک پر مشرۍ و ټاکه او تر بارک وروسته د زيرک بل زوی ملک پوپل د خپل نفوذ ساحه د اوسني بلو چستان تر شال او ژوبه وغزوله او د۶۵ کالو تر مشر توب وروسته د ۸۹ کلو نو په عمر ومړ۰ داسې روايتو نه هم شته چې په پيل کې ابدال بل نوم در لود، خو کله چې د خواجه احمد ابدال چشتي حضور ته چې د خپل وخت مشهور پير او ستانه و ورغی او دهغه خد مت ته يې ملا وتړله هغه ورته دابدال نوم او لقب ور کړ چې له هغې راهيسې په دغه نوم مشهور او اولاده يې د ابداليانو په نامه يا ديږي او پښتا نه په خپلې ورځنۍ محاوره کې ابدال د اودل په نا مه هم يادوي

داسې روايت هم شته هغه وخت چې دابدال د پلار تر ين دمړينې وخت را نيږدې شو نو ويې غو ښتل چې د خپلودريوزامنو يعنې ابدال، سپين او تور له جملې نه يو تن پر خپل ځای د مشرۍ له پاره و ټاکي چې د تور او سپين د خپګان سره سره يې ابدال د مشرۍ له پاره مناسب او وړ وباله۰ پښتانه د تاريخ په رڼاکې اثر ليکلي دي چې ابدال يا اودل د ۴۲۰ هجري کلو نو په شا او خوا کې ژوند کاوه۰ ويل کيږي چې دابدال تر مړينې ور سته ر ځړ د خپلې کورنۍ مشر شواو ده دخپلو نورو زامنو د جملې نه خپل مشر زوی عيسی په خپل ځای وټاکه۰دعيسی د زامنو نه سليمان تر ټو لو پوه او هوښيارو نو ځکه دی په ځيرک يا زيرک مشهور شو چې تر اوسه هم پښتانه هو ښيار سړي ته ځيرک وايی،که څه هم عيسی د ميرک په نامه مشر زوی درلود ،خو سليمان يې د هو ښيارۍ په وجه په خپل ځای وټاکه۰دزيرک په څلورو زامنو کې مشر بارک نوميده چې پلار يې دی د کو رنۍ مشر ټا کلی و، خو تر څه مو دې وروسته مشري د پوپل لا سته ورغله۰ لوی ابدالي احمدشاه بابا چې د پو پلزيو دسدوزیو په څانګې پورې يې اړه در لوده دابدال نیکه په وجه دابدالي لقب غوره کړ او د۱۷۴۷ ميلادي نه تر ۱۷۷۳ ميلادي پورې يې يوه لويه امپراتوري جوړه کړه چې به تا ريخ کې ددرانيانو دامپراتورۍ او يا دDurani Empireپه نامه سره شهرت لري چې دايران دخاورې، اوسنی پا کستان او هند ډېرې سيمي او کشمير دده تر ولکې لا ندې وو ۰

داحمد شاه بابا دراني لقب :

ويل کيږي چې احمد شاه بابا دخپل نا متو پير ميا عمر څمکني (رح) چې ده ورته زيات ارادت او درناوی درلود د خوب ليد لو په نتيجه کې په کال ۱۷۴۷ ميلادي کال کېله خپل نامه سره ددراني لقب غوره کړ. په تاريخ حيات افغاني کې راغلي دي کله چې ابدالي احمد شاه بابادافغا نستان ټولواک شو نو په دغه وخت کې صابر شاه چې يو فقير او ملنګ و او احمد شاه بابا ورته ډېر اخلاص درلود ده ته وويل چې بايد د ( در دران ) لقب غوره کړ ي چې معنی يې د ( ګو هرونو ګوهر) دی چې له دغې ورځې راهيسې ابداليان ددرانيانو په نا مه سره يا ديږي.

همدارازدفارسي ژبې په تاریخي منابعو کې راغلي دي چې احمدشاه بابا ته ځکه دراني ویل کیږي چې ددرانیانو دقبیلي خلکوبه په پخوانیو وختونو کې پخپلو غوږونو کې دملغلرو کړۍ(حلقې ) اچولې نو ځکه ورته درانیان ویل کېدل چې دا وروستی روایت یو کمزوری روایت ګڼل شوی دی.

د پښتو ژبې دسترشاعر خوشال خټک لقبونه :

لیک: ډاکتر لطیف یاد

دپښتوژبې ستر شاعر خوشال بابا زیات لقبونه لري چې دځینو القابو نومونه یې دلته راوړم اوپرې لنډه شانته تبصره کوم :

۱-دخوشال د (بابا )لقب :

دا لقب ده ته د پښتنو د مینې او حترام څرګندونه کوي، لکه څنګه چې "بابا" د مشر، پوه او درانه شخصیت لپاره کارول کیږي ،دبابا لقب دخوشال ستر عظمت او پرتم ښیې، نو ځکه پښتانه ده ته ددرناوي له کبله د ( بابا ) لقب کاروي .

۲-خان علیین مکان :

کله کله دپښتو په کتابونو کې خوشال بابا ته د(خان علیین مکان )کلمه هم کاروله کیږي . ددې مطلب دادی چې خدای دې ده ته په جنتونو کې اعلی اوښه مکان او ځای ورپه برخه کړي یادې خدای ده ته لوړه مرتبه ورپه برخه کړي . دجنت هغه پوړ یا طبقې ته هم علیین وایي، چې ترټولو لوړپوړ( طبقه) وي.

۳- دتورې او قلم خاوند:

دا لقب د هغه د دوه اړخیز شخصیت نښه ده یعنې چې خوشال بابا هم زړور جنګي مشر و او هم ستر ادبي شخصیت .

۴ - دپښتو ادب پلار :

دا لقب هغه ته د پښتو ژبې د بنسټ‌اېښودونکو شاعرانو له کبله ورکړل شوی، ځکه چې هغه د پښتو ادب ته ځانګړی چوپړکړی دی او دپښتو ژبې په نثر اوپه ځانګړي توګه دپښتو نظم په ټولو صنوفو کې یې خپل نیلی ځغلولی دی.

۵- خوشال بیګ:

"بیګ" په اصل کې یو ترکي ویی دی چې د مشرتابه، عزت او لوړ مقام لپاره کارول کیږي او دا ویی دهند دمغولو په وخت کې دنومونو وروستاړی و او یو دروند لقب ګڼل کېده اوپه پښتنو کې یې هم د درناوي لپاره رواج موندلی و ،بیګ له اره ستر مشریا امیر ته ویل کېده ،

دا وو دخوشال بابا څو لقبونه چې به کتابونو او دشاعرانو او لېکوالانو په لیکنو کې هم ترې یادونه شوې ده .

۰

(ډاکتر لطیف یاد )

دفرانسې دانقلاب (French Revolution) اړوند لنډ معلومات :

لیک: ډاکتر لطیف یاد

دفرانسې لۀ انقلابه دا مهال (۲۳۷ ) کلونه تیریږي ، دا انقلاب پۀ( ۱۷۹۹) زیږدیز/میلادي کال کې بریالی شو، د اتلسمې پیړۍ دپای پۀ وروستۍ لسېزه کې شپاړسم لویي (Louis XVI) دفرانسې واکمن ؤ.دهغۀ میرمنه ماری انتوانت نومېدله پۀ دغۀ وخت کې فرانسه دیوۀ ستر اقتصادي بحران سرۀ مخامخ وه، عام خلک غریب اؤ بیوزلي وو، خو دشپاړسم لویي دربار د تجمل اؤ عیشونو پۀ یوۀ مرکز بدل شوی ؤ، اؤ پۀ حقیقت کې پاچا اؤ دهغه میرمنې ماري انتوانت اؤ درباریانو اؤ اشرافو دبیت المال پیسې لوټولې ، پۀ داسې حال کې چې بېوزلو خلکو تۀ ډوډۍ هم نه رسېدله، هرۀ ورځ بیکاري مخ پۀ ډېریدو وه. وچکالي وه ، د خوراکي توکو بیې خورا لوړې وې اؤ دغریبو خلکو وس نه رسېده چې څه راونیسي پۀ خلکو کې دشپاړسم لویی اؤ داشرافو دطبقې پۀ وړاندې کرکه راپاریدلې وه، اشراف اؤ لوړپوړي چارواکي دمالیو لۀ ورکولو معاف ول، پۀ دغۀ وخت کې د فرانسې عوام چې ورته( Third Estate) ويل کېدل لۀحکومته سخت ناراضه وو اؤ شمېر يې هم دفرانسې د ټولو وګړو(۹۸) سلنې ته رسېدلی وو.

پۀ پایله کې د عوامو پرلۀ پسې شکايتونه اؤ اعتراضونه ددې سبب شول چې پۀ فرانسه کې خلک پۀ سياسي اؤ ټولنيزه برخه کې وېښ اؤ فعال شي اؤ دا هر څه د فرانسې د انقلاب يا پاڅون لامل شول.

پۀ فرانسه کې د خلکو دغه پاڅون چې د فرانسې پۀ انقلاب شهرت لري، د( ۱۷۸۹) زیږدیزکال د مې مياشتې پۀ پنځه نېټه پيل شو اؤ بيا د( ۱۷۹۹) زېږدیز کال د نوامبر مياشتې پۀ نهمه نېټه پای ته ورسېد.

د فرانسې د ستر پاڅون یا انقلاب پۀ پايله کې پخوانی شاهي نظام چې اشرافي يا ارستو کراتیک aristocratic و، لۀ مینځه لاړ اؤ یو جمهوري یا ولسواکی نظام پۀ پښو ودرید اؤ یو لړ پراخ او ژور بنسټیز بدلونونه رامنځ تۀ شول ، د فرانسې انقلاب پۀ پايله کې پۀ حکومتي چارو کې د عامو خلکو برخه اخېستل لۀ مهمو کارونو شمېرل کیږي ددغه پاڅون پۀ پایله کې دفرانسې پاچا شپاړسم لویي اؤ دده میرمنه ماری انتوانت ووژل شول.

دفرانسې انقلاب دنړۍ پرنورو هېوادونو هم ژوره اغیزه وکړه اؤ ددغه پاڅون دنړۍ نور خلک هم راویښ کړل چې دهغو حکومتونو پر خلاف راپورته شي چې سرزوري دي او له خپلو ولسونو او خلکو سره ظالمانه چلند کوي .

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←