پښتونخوا / kpk
پښتونخوا
د پښتونخوا د جشن خبرې روانې دي نو زه به خپل يو زوړ ليک د لږ بدلون سره ملګرو سره شريک کړم-
هر څو که د يو بيل رياست په حيث د پښتونخوا او ملک احمد په حقله د هم هغه دور په تاريخ يا د مغلو په تاريخي اثارو کښې ما ته مستندې حوالې په لاس رانغلې خو د پښتنو د سيمې په حيث د پښتونخوا ډيرې حوالې او ريښې شته-
د کال ۲۰۱۰ نولسم ۱۹ اپريل وو چې دې وطن کښې د پښتنو صوبه د-- اين ډبليو ايف پي-- غوندې مجهول نوم نه د --خيبر پښتونخوا-- په نوم ونومولے شوه--دې سره داسې دعوې هم رامخې ته شوې چې صوبې ته مو خپل نوم ورکړو خو دې ته يې نه کتل چې پښتونخوا خو د پښتنې سيمې تاريخي نوم دے چې څلور زره کاله زړه ريښه لري-- په رګويد کښې چې د پښتنو سيمې ته --پکهت-- وييلے شوي دي نو ريښه خو يې همدغه پښتنه ده--- په ايراني نوشتو او اوستا کښې-- بخد-- په يوناني ليکونو کښې-- پکټويک او پکتا - هم دغه پښتنه ريښه لري-- چې وروستو ترې د پکتيکا او پکتيا نومونه هم راوتي دي--- بيا سليمان ماکو چې کال ۶۱۱ هجري کښی خپل کتاب تذکره الاوليا کښې دغه سيمې ته --پښتنخا--ووييل نو دا خو نيغ په نيغه همدغه پښتونخوا نامه وه خو په څرګند ډول د-- پښتونخوا-- کليمه په وړومبي ځل د اخون درويزه په مخزن الاسلام کښې راغلې ده-- بيا خوشال بابا هم وييلي دي چې--
نوره واړه پښتونخوا په ځاې ميشته ده
خو يو زه دې زمانې پکښې منصور کړم
احمد شاه بابا هم ووييل چې--
د ډيلي تخت هيرومه چې راياد کړم
زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه
نو دغه نامه د دې وطن سياستدانانو څنګه صوبې ته ورکړه--- البته دغه نامه يې چې بحال کړه دا يې هم د قدر وړ کارنامه ګڼم --- خو عجيبه خبره دا ده چې په صوبه کښې ډير وړوکي اقليت د هزارې هندکيانو په هره موقع د پښتونخوا د نوم مخالفت ولې کړے دے--- جواز يې څه وو--- د وطن د هرې صوبې په نوم کښې د اکثريتي ابادۍ پيژندګلو شتون لرلو لکه پنجاب سند او بلوچستان -- خو په هغې اعتراض نه وو--- هندکيانو ته په خپله هزاره کښې د سر ايبټ په نوم ايبټ اباد قبول وو--- د مان سنګهه په نوم ورته مانسهره قبوله وه--- د هري سنګهه نلوه په نوم ورته هري پور قبول وو-- خو د پښتون په نوم ورته پښتونخوا نه وه قبوله--- خو بيا هم چې د پښتنو دا سيمه په نهم نومبر ۱۹۰۱ کښې د پنجاب صوبې نه رابيله شوه نو يوه کامله صوبه بيا هم نه وه--- صوبايي حيثيت ورته پيرنګي په کال ۱۹۳۵ کښې ورکړو چې د مجهول اين ډبليو ايف پي په نوم به ياديدله--- ښه شوه چې په نولسم اپريل ۲۰۱۰ خو-- خيبر پښتونخوا-- شوه - خيبر هم د پښتنو تاريخي پيژندګلو ده - خو مونږ ورته صرف پښتونخوا وايو ځکه چې دا يې خپل نوم دے او دا يې تاريخي نوم دے--- کے پي کے ورته وييل هم درست نه دي--- يو خو دا د دوو کليمو مرکب دے--- خيبر او پښتونخوا--- نو بيا خو -- کے پي-- شو خو د -- کے پي -- هم ضرورت نشته--- زمونږ پښتونخوا--- د رګويد پکهت--- د اوستا بخد-- د يونانيانو پکټويک او پکتا -- نه راوتې نامه ده چې د سليمان ماکو -- پښتنخا-- ده او د اخون درويزه--خوشال بابا او احمد شاه بابا پښتونخوا ده--- او تل به وي--
