اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

مندوخیل انقلابي مکتب

ستر استاد عبدالرحیم مندوخېل، يو فکري-نظرياتي پېر-دور، يو انقلابي مکتب

ليک: څښتن زمری / ژباړن؛ واحد افغان

شاه محمد مري په خپل کتاب «سائين کمال خان شيراني» کې، د سر له لومړيو پاڼو څخه يوه ژوره او تاريخي معنا لرونکې خبره کوي او وايې چې« کله چې د کارل مارکس او فريډريک اينګلس» له ملګرو ډېليل، ريخ او کونراډ شرام يو په بل پسې له دې نړۍ سترګې پټې کړې، نو هغوی به ډېر وخت دا ګيله کوله چې «اولډ ګارډ» يا هغه پخوانی انقلابي کاروان ورځ تر بلې کمېږي، خو نوې نسل د دې خلا د ډکولو لپاره نه راځي. دا يوازې د هغه وخت خبره نه ده، بلکې د هر «پېر-دور» يوه تريخ حقيقت دی. نن هم موږ له همدې حالت سره مخ يو چې زاړه فکري او نظرياتي کاروان، ساتونکي، استادان يو په بل پسې له منځه ځي، خو نوې نسل لا هغه فکري تياری او انقلابي جوړښت نه دی خپل کړی چې د تاريخ دغه «خلا» ډکه کړي.

په همدې تناظر کې چې کله موږ د ستر استاد عبدالرحيم مندوخېل او کمال خان شيراني په شان د لويو فکري لارښودانو نشتوالی ګورو، نو دا يوازې د څو اشخاصو له لاسه ورکول نه دي، بلکې د يو بشپړ فکري «پېر-دور» د پای نښه ښکاري. دا زيان يوازې احساساتي نه دی، بلکې يو ژور کامي، فکري او نظرياتي خلا ده هغه خلا چې د وخت په تېرېدو سره يې ژورتيا لا پسې څرګندېږي.

ستر استاد عبدالرحيم مندوخېل په خپله يو «پېر-عهد» و، يو مکتب و، او يوه ژوندۍ انقلابي روايت و. هغه له هغو مشرانو څخه نه و چې يوازې په خطابت او شعارونو کې بند پاتې وي، بلکې هغه له هغو نادرو شخصيتونو څخه و چې نظريه يې تنظيم ته اړوله، فکر يې په عمل بدلولو، او شعور يې په يوې ټوليزې قوې-اجتماعي ځواک، د دريځ (نيريټيو) انجينرۍ او د حافظې (ميموري) انجينرۍ ته اړاوه. د هغه شتون زموږ په ټولنه کې د داسې وخت استازيتوب کاوه چېرته چې فکري جدلياتي بصيرت، انقلابي مبارزه، او کلتوري بيداري يو له بل سره تړلې واقعيتونه وو.

که د هغه فکري، نظرياتي او سياسي رول ته ژوره کتنه وکړو، نو دا روښانه کېږي چې هغه د «انقلابي ساختماني سياست revolutionary structural politics» يو ژوندی مظهر و يو داسې سياست چې افغان-محوره-افغان سنټرک، ملي او طبقاتي بنسټونه لري. هغه سياست يوازې د سطحي شعارونويا لنډمهاله غبرګونونو په کچه نه محدوداوه، بلکې دا يې د يو منظم سازماني بڼه، نظرياتي، انقلابي او تاريخي بهير په توګه درک کاوه. د هغه په اند د سياست موخه يوازې واک ته رسېدل نه و، بلکې د شعور جوړول، د قوم فکري روزنه (نيشنل شعور)، او د داسې ټولنيز-تنظيمي جوړښت-ساختماني بنسټ ايښودل و چې د ازادۍ پر بنسټ ولاړ وي او وروسته هم خپل توازن-ثبات وساتي.

د هغه له مهمو ځانګړنو څخه يوه دا وه چې پېچلي نظرياتي بحثونه يې په ډېر ساده، ولسي او د پوهېدو وړ ژبه وړاندې کول. هغه له هغو کم شمېر مشرانو څخه و چې نظريه يې د خلکو په ژبه واړوله او بيا يې دا د يو ټوليز شعور-اجتماعي شعور، د دريځ-بيان او حافظې په انجينرۍ memory and narrative engineering بدله کړه. هغه ښه پوهېده چې که نظريه د خلکو د شعور برخه ونه ګرځي، نو يوازې په کتابونو کې پاتې کېږي. له همدې امله يې د «ملي دريځ جوړونې narrative engineering» يو ځانګړی اسلوب خپل کړی و، چې پکې انقلابي فکر، سياست، اقتصاد، تاريخ، کلتور، ژبه او ملي هويت ټول د يوې مبارزې وسيلې ګرځېدلي وو.

د بېلګې په توګه، د پښتون ملي شعور pashtun national conscious د پياوړتيا لپاره يې نومونه، سمبولونه او تاريخي حوالې په شعوري ډول کارولې. ظاهراً دا يو ساده کار و، خو په ژورو کې يې د پېژندګلوۍ-هويت او مقاومت-مزاحمت پياوړی مفهوم درلود. د ګوند سياسي کارکوونکو ته يې د پښتني ملي اتلانو نومونه ورکول لکه بايزيد روښان، خوشحال خان (خوشحال بابا)، ايمل خان، درياخان او داسي بېلابېل نور ډېر زيات نومونه تر څو دا تاريخي څېرې يوازې د تېر وخت کيسې نه، بلکې د يوې ژوندۍ فکري روايت استازي شي. همدارنګه يې جغرافيايي نومونه لکه پامير، سالنګ، اباسين او نور هم د ملي شعور برخه ګرځولي وو. دا يوازې د نومونو ټاکنه نه وه، بلکې يو بشپړ «کلتوري مقاومت-Cultural Resistance)، و يوه داسې ستراتيژي مهم تګلاره چې له لارې يې محکوم کام خپل هويت، خپل تاريخ او خپله فکري خپلواکي بيا ترلاسه کوي او تلپاتې ساتي.

که دا اړخ د ښکېلاک ضد مقاومت نړيوال فکري چوکاټ په رڼا کې وګورو، نو څرګنديږي چې ستر استاد عبدالرحيم مندوخېل هماغه شعور ته رسېدلی و چې فرانز فينن، ايډورډ سعيد، نګوګي وا تيونګو، کوامې نکرومه، اميلکار کابرال او ايمه سېزير په خپلو اثارو کې بيان کړی دی. په ځانګړي ډول د نګوګي وا تيونګو په اثر ذهني ښکېلاک پای Decolonising the Mind کې چې ژبه او کلتور د استعمار پر ضد د مقاومت وسيله ګرځول کېږي، د هغې عملي بېلګه موږ د ستر استاد عبدالرحيم مندوخېل په سياسي او فکري مبارزه کې وینو.

د «نظريې theory» او «عمل practice» په تړاو، ستر استاد عبدالرحيم مندوخېل يوازې د نظرياتو بيان کوونکی نه و، بلکې هغه يو داسې «معمار» و چې نظريه يې په ژوندۍ عمل بدله کړه. هغه داسې کارکوونکي روزل چې خپله د همدې فکر ژوندي استازي شي. د هغه په نزد د «تېوري» او «عمل» تر منځ هېڅ واټن نه و، بلکې دواړه يو بل کې داسې «مدغم» وو چې د هغه ټوله مبارزه يې يو ژوندی، متحرک مثال ګرځولې وه. که څوک وپوښتي چې د نظريې او عمل ريښتينی يووالی څه ته وايي، نو د ستر استاد عبدالرحيم مندوخېل ژوند يې تر ټولو روښانه ځواب دی.

هغه د «دموکراتيک-جمهوري مرکزيت democratic centralism» اصل د پښتون ملتپال سياست په ډګر کې معرفي کړ، خو دا يې يوازې د يوې «وچې- خوشک»تنظيمي قاعدې په توګه و نه کاراوه، بلکې د «تخليقي تطبيق- creative application »له لارې يې د «ځايي شرايطو» سره سم يو ژوندی، عضوي organic "بهير" ترې جوړ کړ. د هغه کمال دا و چې دا اصل يې له کتابي چوکاټه راوايست او د پښتون قومي تحريکونو په منځ کې يې د يو «انقلابي تنظيماتي چوکاټ» په توګه پلی کړ، داسې چې تنظيم، نظرياتي شعور او عمل يو له بل سره تړلي پاتې شي. همدارنګه يې قومي سوال له طبقاتي سوال سره په دومره ژور ډول وتاړه چې مبارزه يو اړخيزه پاتې نه شوه، بلکې يو څو اړخيز، پېچلی او ژور بهير شو لکه څنګه چې فرانز فينن يا نو افريکايې ښکېلاک ضد پوهان د ښکېلاک ضد يوازې سياسي نه، بلکې رواني-نفسياتي، کلتوري او ټولنيز اړخونه هم لري.

که زموږ په ټولنه کې د «تخليقيت-تخلیقی وړتياوو creativity » او «تخليقي تطبيق- creative application» کومه روښانه بېلګه ولټوو، نو هغه بې له شکه د «ستر استاد عبدالرحيم مندوخېل» په شخصيت کې موندل کېږي. هغه جدلياتي ماديت، ټولنيز علوم، انقلابي نظريات او د ګوند جوړښتي جدليات يوازې په نظرياتي بحثونو کې نه بندول، بلکې دا يې په يو تخليقي ځواک بدل کړل. هغه اقتصادي فلسفه، ملي شعور او طبقاتي فکر داسې سره وتړل چې يو نوی ډول انقلابي، ساختماني سياست يې راوزېږاوه يو داسې سياست چې په دوامداره توګه خپل ځان هم جوړوي او بدلون هم مومي.

دلته د هغه د شخصيت يو بل مهم اړخ هم راڅرګنديږي، او هغه دا چې دی يو «عضوي مفکر» و هغه تصور چې انتونيو ګرامشي په خپل فکري اثر Prison Notebooks کې روښانه کړی دی. عضوي مفکر يوازې يو کتابي عالم يا نظرياتي پوه نه وي، بلکې هغه څوک وي چې د «خپلې ټولنې» له منځه «راټوکېږي»، د خپل وخت له نبض سره تړلی وي، او د خپلې طبقې او ټولنې د واقعي حالاتو فطري استازيتوب وکړي. داسې مفکر «له باندې» نه تپل کېږي، بلکې له دننه راټوکېږي؛ د خپل کام درد، مبارزه، تاريخ او شعور د خپلې فکري نړۍ محور ګرځوي.

په همدې معنا، ارواښاد ستر استاد عبدالرحيم مندوخېل په بشپړه توګه يو «ګرامشيایي عضوي مفکر- Gramscian organic intellectual» بلل کېدای شي. هغه د هغې طبقې استازی و چې مترقي، کيڼ اړخ، کیڼ اړخ ملتپالنې او له ولسي-خلکي مبارزې سره تړلې وه. هغه نه يوازې د دې طبقې استازيتوب وکړ، بلکې د هغې شعور يې منظم، روښانه او متحرک کړ. د هغه فکر د کومې پرېدۍ علمي روايت تقليد نه و، بلکې د خپلې خاورې، خپل تاريخ او خپلې ټولنيزې واقعيتونو څخه راټوکېدلې يو «تخليقي جوړښت» و.

هغه يو «ستراتيژيست» هم و، خو يوازې د سطحي سياسي تاکتيکونو په معنا نه، بلکې د داسې مفکر په توګه چې د ټولنې ژور جوړښتونه-ساختياتو، تاريخي بهير او د ځواک اړيکې درک کوي او د همدې پر بنسټ د مبارزې لوری ټاکي. هغه يو ټولنيز او تاريخي شعور لرونکی اندېشمن و چې پېچلې او انتزاعي-اخستل نظريې abstract theory يې د خلکو شعور popular consciousness ته په داسې بڼه انتقال کړې چې د عام انسان د پوهې او تجربې برخه وګرځي يعنې هغه انتزاعي تيوري abstract theory په رښتينې معنا ولسي شعور popular consciousness ته واړوله.

ستر استاد عبدالرحيم مندوخېل کارکوونکي مطالعې، څېړنې او تخليقي فکر ته هڅول. که د هغه خپله کتابخانه وه او که د ګوند کتابخانه، هغه د انقلابي ادبياتو، جدلياتي ماديت او ټولنيزو علومو مطالعه يوې ژوندۍ روايت ته اړوله. هغه داسې کارکنان روزل چې فکر وکړي، پوښتنې وکړي او تخليق وکړي.

خو د دې پر خلاف، نن ورځ يو لوی الميه دا ده چې حتا په مترقي حلقو کې هم ډېری وخت «نظرياتي جمود-ideological dogmatism» يا ړوند تقليد غالب شوی دی. نظريه د يوې ژوندي او متحرک بهير پر ځای په يوې «کنګل» شوې عقيدې بدله شوې ده. هلته چې بايد تخليقي تطبيق-اطلاق-عملي creative application، د نوو حالاتو سره سم د فکر بيا جوړونه او جدلياتي لچک-کشش- انعطاف موجود وای، اوسني نظرياتي جمودي ځوانانو کې اوس يوازې نقل او تکرار ځای نيولی دی. همدا هغه ټکی دی چې د ستر عبدالرحيم مندوخېل فکر نن هم موږ ته يو جدي چيلنج را وړاندې کوي.

کله چې موږ وايو چې «اولډ ګارډ(نظرياتي، انقلابي کاران)» ختمېږي او نوی نه جوړېږي، نو دا يوازې يو احساساتي ماتم نه دی، بلکې يو ژور فکري بحران-کړکېچ دی. اصلي ستونزه د افرادو کموالی نه دی، بلکې د تخليقي وړتيا، نظرياتي جرأت او تخليقي تطبيق-پلي کېدو نشتوالی دی. نن نه هغه کسان پيدا کېږي چې نظريه له نوو حالاتو سره عياره کړي، او نه هغه څوک چې د قومي شعور (ملي شعور) د حافظې او دريځ جوړونې (ميموري او نيريټيو انجينرۍ memory and narrative engineering) توان ولري. همدا هغه خلا ده چې هره تحريک له دننه «تشه» کوي.

د عبدالرحيم مندوخېل عظمت همدلته دی چې هغه په خپل پېر-عهد کې د دې خلا د ډکولو هڅه وکړه. نن زموږ دنده دا ده چې د هغه روايت يوازې په يادونو کې محدود نه کړو، بلکې دا د يو ژوندي، تخليقي او متحرک بهير په توګه پرمخ يوسو.

د هغه د شخصيت يو مهم اړخ د هغه تدريسي رول هم و. شاه محمد مري وايي چې هغه يوازې يو سياسي مشر نه و، بلکې يو پرله‌پسې «ښوونکی استاد» و. هغه به ساعتونه، بلکې ورځې د «جدلياتي ماديت» په څېر پېچلو فلسفي موضوعاتو بحث کاوه، خپل اورېدونکي به يې نه يوازې نظرياتي پياوړي کول، بلکې په هغوی کې به يې انتقادي-نيوکه کار-تنقيدي شعور هم راژوندی کاوه. هغه زياتوي چې زموږ په څېر زده کوونکو لپاره ستر استاد عبدالرحيم مندوخېل د «جدلياتي ماديت» استاد و. د هغه دا ناستې په کومو لويو پوهنتونونو کې نه وې، بلکې په کورونو، کوڅو، سياسي محفلونو او کوچنيو کوټو-خونو کې کېدې خو اغېز يې له هر لوی رسمی ادارې کم نه و بلکې څو چنده زيات وو.

همدا وجه ده چې نن که موږ د پښتون قومي تحريکونو په منځ کې نظرياتي کارکوونکي، فکري کدرونه-کېډرز او باشعوره ځوانان وينو، نو تر شا يې د ستر استاد عبدالرحيم مندوخېل په شان استادانو زيار ولاړ دی. بېشمېره ليکوالان، شاعران او سياسي فعالان دا ګواهي ورکوي چې په کوم پړاو کې يې له هغه نه لارښوونه اخيستې يا د هغه له افکارو اغېزمن شوي دي.

د عبدالرحيم مندوخېل ساده‌ګي هم د هغه د عظمت يو مهم اړخ و. هغه ډېر ساده ژوند درلود، خو د همدې سادګۍ تر شا يو ژور فکري ژوروالی، په عمل کې رښتياګو پټ و. هغه خپله ټوله ژوند د علم، شعور، د منظم کولو، اولسونو پوه کولو، منظم کولو او ملي ازادۍ لپاره وقف کړی و. د هغه ليدلوری يوازې په يوه طبقه يا ډلې پورې محدود نه و، بلکې هغه د داسې «ټولنې خوب ليد» چېرته چې انسان له هر ډول استثمار څخه ازاد وي، ټولنيز، اقتصادي او ملي برابري موجوده وي، او هر انسان د خپل برخليک خپله واکمني (خپل‌اراديت self determination) ولري.

دا ويل به بېځايه نه دي چې ستر استاد عبدالرحيم مندوخېل په خپله يو بشپړ جدلياتي، فکري کائنات و. د هغه زموږ له منځه تلل د يو فکري پېر-عهد پای دی، خو داسې خلک په حقيقت کې نه مري؛ هغوی په خپلو افکارو، شاګردانو او مبارزو کې ژوندی پاتې کېږي.

اوس مسؤليت زموږ پر اوږو دی چې دا فکري ميراث يوازې تر يادونو محدود نه کړو، بلکې د څېړنې، ليکنې او عملي مبارزې له لارې يې پرمخ يوسو. د ستر استاد عبدالرحيم مندوخېل پر افکارو جدي علمي کار، د هغه د فکر تدوين، او د هغه د مبارزې انتقادي ارزونه دا ټول هغه مسؤليتونه دي چې راتلونکو نسلونو ته ورپه غاړه دي.

ځکه تاريخ همېشه هغه ګامونه ملتونو يادوي چې خپل فکري سرمايه-پانګه يې خوندي کړي او راتلونکو نسلونو ته يې ولېږدوي.

څښتن زمری chaxtan zamaray

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←