هوښیار بونیری
هوښيار بونېرے
ډاکتر عطالرحمان عطا
بونېر د پښتنو په تاريخ کښې د مزاحمت، پښتونولۍ او قامپرستۍ علامت دے.بونېر او بونېريان په ما ډېر ګران دي او زۀ ورسره د زړۀ نه مينه لرم خو ستونځه دا ده چې بونېر سره کم عقلتوب هم تړلے شوے دے.دغه کم عقلتوب که د سازش تحت د بونېر سره تړلے شوے دے او که په شا ئې بله کومه وجه ده خو رشتيا دا دي چې په دې کښې زما د بونېر د مثالي پښتنو وروڼو خپل کردار هم شته. که څۀ هم د دوي په نزد دوي اوس هوښيار شوي دي خو داسې څۀ نۀ څۀ قصې اوس هم کېږي چې په دې لړ کښې د دوي کردار واضحه کوي. زما ملګري عمر ناصر د جوړ او ډاکټر جلال د چغرزو په خپله د دې قصو ګواهان هم دي او راويان هم.په هرحال زۀ ستاسو نه پوښتنه کوم چې داسې بونېرے څوک کېدے شي چې ډېر زيات هوښيار وي؟اوس که هغه د بونېر نه منکرېږي نو منکرېدے هم شي ځکه چې د هغۀ سره جواز هم شته او که نۀ وي نو جواز پېدا کول د هغۀ د پاره هډو څۀ کار نۀ دے.په ناحقه ئې هم پيدا کولے شي او دا خو تر څۀ حده حقه خبره هم ده ځکه چې هغه خو په بونېر کښې نۀ دے پېدا شوے او په دې وجه که ورته تاسو هم بونېرے نۀ وايئ نو ګرم نۀ يئ.مشران ئې د بونېر دي خو دے کله هم په بونېر منکرېږي نۀ او فخر پرې کوي.خلق وائي چې ډېر هوښيار دے نو ځکه اوچ کړس او نرے پېرےدے اګرچې په دې لړ کښې د صاحب الرائې ملګريو اختلاف دے.بعضې وائي چې د ننګ وغيرت د وجې اوچ دے، د بعضو دا رائې ده چې د اوچېدو وجه ئې کم خوراک دے او ځينې ملګري په کښې د دې وجه غصه، نرګسيت او تجرد هم ښائي.چې څومر خلې دومره خبرې خو دا خو رشتيا دي چې بيخي اوچ کړس دے اګرچې اوس په غوښه لږ ښۀ شوے دے او زما خيال دے چې د هغۀ د اوچېدو چې ملګري کم وجوهات بيانوي نو ټول صحيح دي ځکه چې اوس که زۀ چا ته غلط وايم نو بله مسئله جوړېږي او هغه دا چې دوي به خفه کېږي او زۀ دا ګستاخي اګر چې کول خو غواړم خو کولے ئې نۀ شم.د اوچوالي نه علاوه بل اتفاق دا دے چې دنګ هم نۀ دے او چيت هم نۀ دے نو تاسو به وائې چې بيا څنګه دے؟.ما وې زۀ به پرې دا حکم صادر کړم چې مندرے دے خو مندرے هم نۀ دے او تاسو ئې په اسانه قد ته متوازن قد وئيلے شئ.
د دې سره ئې که تاسو پښو او لاسونو ته وګورئ نو هم واړۀ واړۀ دي.سترګې ئې هم وړې دي او پوزه ئې هم نۀ اوږده او نۀ غټه ده نو مطلب دا چې وړه ده کنه.غوږونه خو ئې ډېر واړۀ دي او اکثر ئې ورېرونه د غوږونو سره په دې وجه لوبې کوي چې نااشنا شے ورته ښکاري. وزن ئې هم د نورو اکثريتي خلقو نه کم دے. وس د دې تصوير نه چې ستاسو ذهن ته کوم تصور راځي نو تاسو به پرې زړۀ خوږوئ چې دا خو غريب ډېر وړوکے دے خو ځان له زړۀ مۀ خورئ ځکه چې په وجود خو وړوکے دے خو په ارادو،عمل او کردار ډېر لوے او مضبوط دے او داسې کارونه کوي او کولے شي چې ډېر درانۀ، دېو قامته او غټ خلق ئې نۀ شي کولے.مطلب دا چې روپۍ که وړه ده خو په تول پوره ده خو دلته دا خبره ياد اوساتئ چې دا روپۍ د پاکستان موجوده روپۍ بيخي نۀ ده.د کوېت، برطانيه، امريکه او اسټريليا وغېره روپۍ که ترې مراد واخلئ نو مناسبه به وي.د رنګ نه تور دے خو نورانيت په کښې شته خو په شرط د دې چې تاسو ورپسې د هغۀ خپل تنقيدي نظر اوکاروئ او هسې هم هغۀ د رنګ د سپين والي نه زيات اهميت د زړۀ سپين والي له ورکوي اوس که تاسو ته د هغۀ زړۀ نۀ ښکاري نو د خپل نظر علاج وکړئ.هسې ئې هم په رنګونو کښې تور رنګ زيات خوښ وي.که سپينې جامې د مجبورۍ تحت اچوي خو تور واسکټ پرې ضرور اچوي چې ترې د هغۀ د تور رنګ سره د تړون اندازه په اسانه لګي.ويښتۀ ئې ښۀ ګڼ او سخت دي خو ورسره ګنجلک دي او هر څومر شېمپو چې پرې استعمال کړي خو نېغېږي نۀ او هم دا وجه ده چې د اول نه واخله تر ننه ئې د وېښتو اړولو يو انداز دے ځکه چې زما خيال دے چې دا بل اړخ ته نۀ اوړي او ډېر په ګرانه ئې په دې طرف عادت کړې دي.ښۀ ډک برېت ګرځوي خو په برېتو کښې ئې سپين وېښتۀ يو هم نۀ ښکاري البته د سر يه وېښتو کښې ئې دېرش فېصده وېښتۀ سپين ښکاري داسې نور بلېک دے خو سر ئې بلېک اېنډ وائټ دے او چې ورسره د سپينو جامو او تور واسکټ امتزاج هم په نظر کښې اوساتئ نو په وړومبي نظر کښې ورته بلېک اېنډ وائټ هم وئيلے شئ.عمر ئې اووۀ ځلوېښت کاله دے خو ښکاري د دېرشو. بيخي زلمے، هلک هلک او چست و چالاک او وجه ئې د سوات د تکړه شاعر حنيف قېس صاحب په وېنا د کور د دشمن نشت والے دے اګر چې په دې قول کښې ما د کټ نه کور جوړ کړے دے خو زما دا خيال دے چې د دې وجه د هغۀ کم خوراک دے.خوارک بيخي کم کوي او کله کله خو سړے دا سوچ هم واخلي چې دے لا ژوندے څنګه دے؟ خو په هرحال خوارک د ژوندي پاتې کېدو د پاره کوي ژوند د خوراک کولو د پاره نۀ تېروي.که تاسو د هغۀ ښۀ صحت راز د خوب نشت والے وګڼئ نو هم به غلطه نۀ وي ځکه چې د ورځې او شپې دواړه ډېر کم اوده کېږي او عجيبه دا ده چې د خوب د کم والي يا نشت والي پرې څۀ اثر هم نۀ ښکاري.د دې بله وجه دا هم کېدے شي چې ډېر لرې لرې پېدل ګرځي دا بله خبره ده چې په دوه بسکټو ئې شوکت خزان د غرۀ سر ته خېژولے وۀ او هغه ورته تر ننه غصه دے او وائې چې د لوږې ئې وژلے يم.که څۀ هم خوراک ډېر کم کوي خو پېپسي، شوملې او چاے په مينه څښي او مېوؤ سره ئې هم ډېره مينه ده.د افغانستان هر ښۀ او بد شے ورته ډېر ښۀ ښکاري نو مېوې خو بيا د افغانستان مشهورې دي او ټولې ئې خوښې دي.خاص کر چې د افغانستان انګور خوري نو راشه که تودېږې،د افغانستان ډېر شے قصې به درته وکړي او د کاروان صاحب دا مصرعه به درته خوامخوا وائي چې:
لکه انګور د ميزان افغانستان خوږ دے
د دې نه علاوه امونه هم خوښوي او په انتخاب کښې ئې خاص مهارت هم لري. او که مونږ د هغه اپريدي په وېنا کباب مېوه اومنو نو دا فروټ ئې هم ډېر خوښ دي.وچې مېوې ئې هم ډېرې خوښې وي خو په چا ئې خوروي بيخي نۀ او د مونګ پهلو د خوراک په وخت د سيدو د هغه دکاندار دا قول ضرور وائي چې خپل پلار ته ئې وئيلي وو چې دادا دا شے ډېر تېز دے.سلاد ډېر ښکلي جوړوي خو چې چرته صحبت وي نو د شوکت خزان سره ئې مسکور ضرور وي ځکه چې هغه خو د پخلي استاذ دے او دے ورته هم لکه د ناکاره خواښې لګيا وي چې دا کار دې غلط وکړو، دا داسې کول پکار وو او دا هغسې.ښکلې ښکلې جرسيانې، واسکټونه او کوټونه ئې خوښ وي او ښۀ ډېر ئې جمع کړي دي او په دې کښې هم په ګټه کښې دے ځکه چې د دۀ مذکوره څيزونه په چا هم نۀ پوره کېږي نو ټول ورسره خوندي پراتۀ دي.په پېزارو کښې د ئې سوات پنجه دارې څپلۍ ډېرې خوښې وي او په ژمي کښې سواتے پکول هم په سروي.د ډېر کم عمر نه شعر ليکي او ډېر ښۀ ئې ليکي.عزل، نظم، هائيکو، سندره ټول ښۀ معياري ليکي او د سوشل ميډيا د دور نه اول په ډېرو رسالو کښې ئې کلامونه چاپ شوي دي البته د شاعرۍ کتاب ئې لا نۀ دے چاپ شوے او په دې کښې تر ټولو غټ روکاوټ د دۀ سستي ده.بس داسې عادت شوے دے چې کار ته ئې ډډې نۀ لګي حالانکې ښۀ کار کولے شي او هم دا وجه ده چې خپلې شاعرۍ چاپ کولو له وخت نۀ ورکوي.دا رنګې ښۀ معياري نثر هم ليکي او تنقيدي ليکونه، افسانې، مضامين هر څۀ ئې ليکلي دي خو دلته هم د دۀ د کاهلۍ په سوب دغه ليکونه هم خوارۀ وارۀ پراتۀ دي او چاپ ته په انتظار دي او په دې کښې صرف هغه ليکونه چاپ شوې دي چې په رسالو کښې دي او يا چا په خپلو کتابونو چاپ کړي دي کنه دغه به هم نۀ وو چاپ شوي.ډېر ښۀ شارح هم دے او د شرحې په حواله د نوي رنګ او انداز معرفي کوونکے هم خو دا د نوي انداز شرحې ئې هم چاپ ته سترګې په لار دي.دا رنګې په ترجمه کښې ئې هم معياري کار کړے دے چې په کتابي بڼه چاپ دے او د دې کتاب په چاپ کښې د احسان يوسفزي او ګران خپرندويه ټولنې د چستۍ کردار ډېر مهم دے کنه نو دا به ئې د سستۍ ښکار کړے وۀ.
د تنقيد او تنقيدي مقالو نه ئې شاعران په دې تنګ دي چې په دې معامله کښې د چا لحاظ نۀ کوي او اېغه نېغه خبره کوي چې ځينې خلق ورته د هغۀ مشروټي، سخت مزاجي او تعصب وائي حالانکې هغه اکثر خبرې د ثبوت او دليل سره کوي.
هن دا خبره ضرور ده چې په دې لړ کښې ئې معيار ډېر لوړ جوړ کړے دے او ډېر تخليقونه په دغه معيار نۀ وي پوره.په شاعرۍ کښې په کلاسيک کښې د خوشحال خان خټک او کاظم خان شېدا نۀ علاو ټول کلاسکي شاعران خوښوي او د کلاسکي شاعرۍ غرقه مطالعه هم لري خو د رحمان بابا نه علاو بل څوک شاعر بابا نۀ مني عن تر دې چې ستر خوشحال چې قلندر مومند ورته هم بابا وائي خو دے هغۀ ته هم د بابا وئيلو په حق کښې نۀ دے. په جديد دور کښې قلندر مومند ،حمزه، غني خان اجمل خټک ،اکرام الله ګران او شمس القمر اندېش مني او په دې دور کښې د رحمت شاه سائيل او دروېش دراني نه علاوه صرف ځان شاعر ګڼي خو که زړۀ ئې ښۀ وي نو عبدالرحيم روغانے او يو څو تنه نور هم په دې فهرست کښې شاملېدے شي.د پښتو ټپې د اسلوب، مضامينو، سلاست او حلاوت ډېر معترف دے او په دې حواله هم ژوره مطالعه لري خو د ټپه اېزې نه سخت خلاف دے او دا د ټيې خلاف سازش ګڼي.د موجوده دور د سوشل ميډيا د غېر معياري شاعرۍ خو سخت خلاف دے بلکې دشمن ئې دے او اکثر د دې په ضد خبره هم کوي.په کشرانو کښې هم د يو څو تنو د شاعرۍ معترف دے چې په کښې شوکت ساحل تر ټولو وړومبے دے.د يو څو کسانو نه علاوه د هغۀ په خيال دا نور ټول مشروټان او موقع پرست دي او شاعري ئې هم څۀ شاعري نۀ ده نو په کار ده چې د شاعر په توګه ورته اونۀ کتے شي او که څوک ورته ګوري نو هغه ئې بـيا هم بدې شي.ډېرې خبرې ئې صحيح دي خو په خلقو بدې لګي ځکه چې ډېر خلق ترې متاثره کېږي.اکثر چې د چا د کتاب په مخکتنه کښې مقاله اووائي نو هغۀ سړے ترې خفه شي.وس تاسو دې ته ئې قسمت وايئ او که همت خو قصه دغه ده.
اکثر خو په مشاعرو کښې خلقو ته اووائي چې مړه دا بې سرو او بې پښو شعرونه په کښې مۀ وائې.وس تاسو سوچ وکړئ چې داسې سړے به د شاعرانو او اديبانو څومره خوښ وي؟خو په هر حال دا پرواه ئې ډېره کوي هم نۀ که د چا خوښ وي جو هم ښه ده او که د چا خوښ نۀ وي نو هم ښه ده.ځکه چې د هغه شاعران هسې هم د زړۀ سرونه دي.ډېر زيات ئې خوښ دي.په مجموعي توګه د شاعرانو د مينې، انسان دوستۍ، خود دارۍ، اتفاق، يووالي او ورورلۍ د خوبيو ډېر زيات معترف دے او اکثر ئې د دوي په ستائينه ژبه خوځي اوس که تاسو د شاعرانو د تعريف د دغې جملو نه بيخي متضاد مطلب واخلئ نو دا ستاسو خپله خوښه ده. د دې نه علاوه دا خيال ئې هم دے چې په موسيقۍ هم پوهېږي او اکثر ئې د موسيقۍ انتخاب ډېر زبردست وي.په ارټ هم پوهه دے او په خپله ئې هم بلها انځورونه، د پنسل خاکې وغېره جوړې کړې دي خو لکه د ليکونو ئې دغه تخليقونه هم خوارۀ وارۀ دي او څۀ خاص ترتيب ئې ورته نۀ دے ورکړے.د شعر او هسې وېنا انداز ئې ښکلے دے خو که چرته مقاله او شعر وائي او چا خبرې کولې نو بيا خو ئې بيخي پاره وخېژي خپله وېنا په ځاے پرېږدي او په خلقو خلۀ راپرانځي او ورته وائي چې که څوک ئې نۀ اوري او چپ هم نۀ شي کښېناستے نو بهر ته دې اوځي مونږ څۀ د وزګار زامن نۀ يو.د شاعرۍ د کتابونو په حواله اکثر دا وائي چې مړه نو اوس دې کتاب چاپ کولو ته پکښې څۀ ضرورت وۀ.په عام ژوند کښې د انسانيت، پښتونولۍ او اوصول پرستۍ په اوصولو کلک ولاړ سړے دے.په پښتو خو دومره مئېن دے چې اکثر خلق د دغه مينې د وجې د هغۀ نه تنګ دي.لکه که تا ورته په هېره اووې چې "پچاس"نو دے به درته په غصه کښې وائي چې پچاس څۀ شے دے؟او که تۀ ورته بيا وضاحت کوې چې هېر مې وو نو درته مخامخ وائي چې مړه پنځوس وايه کنه نو اوس پچاس ته په کښې څۀ حاجت دے.په انګرېزي نما او اردو نما پښتو سخت خفه کېږي.يو ورځ ئې ما ته وئيل چې مړه تۀ وس دې پښتنو ته ګوره هغۀ ورځ يو وکيل داسې پښتو وئيله چې په خوراک کښې به يوه نواله بتيس بار چباوهې.دا اوس پښتو شوه؟دا رنګې ډوډۍ ته په روټۍ، ورېژو ته په چاولو ،اګۍ ته په انډې وئيلو او داسې نورو خبرو سخت غصه کېږي او په دې حواله بې سترګو او بې لحاظه دے.تاسو ته به اندازه شوي وي چې وکيل هم دے نو په وکالت کښې هم خپل اوصول لري.د پښتنو د قامي مبارزينو او مجبور خلقو اکثره مقدمې وېړيا کوي.د جمعې او اخترو مونځونه په پابندۍ کوي. روژه کښې هم مونځ کوي خو د دې نه علاوه مونځونه ډېر نۀ کوي البته روژه نيسي خو د روژې نه سخت فرياد کوي او ډېر په کښې خراب هم وي.په قران پوهېږي.ترجمه او تفسير ئې هم وئيلي دي خو تلاوت ئې ډېر نۀ کوي.په غم او ښادۍ کښې ډېر مړنے دے.ملګري چې ئې چرته هم وي نو ځان ورته رسوي.په يو غم کښې نزدې ملګريو له څو څو واره ځي خو که څوک ئې په غم شريک نۀ شول نو که هر څوک وي خو بيا ورله نۀ ځي او داسې بيخي د خداے د پاره هم غم ښادي نۀ کوي.په يارۍ دوستۍ کښې ډېر کلک پښتون دے او د دوستانو نه په سخته کښې د وروستو کېدو سوچ هم نۀ کوي خو د دوستۍ معيار ئې هم داسې دے چې هر څوک پرې نۀ شي پوره کېدے او په دوستۍ کښې هم ورسره د تورې په دار تلل دي.په عامو مجلسونو کښې د مکالمې او مباحثې قائل دے او دلته هم د محفل د ادابو په سختۍ سره پابندي په خپله هم کوي او په بل ئې هم کوي.د خبرې په دوران کښې که چا بل څۀ اووې يا ئې موبائيل راواخستو نو خېر ئې نشته.
هسې هم د تشدد قائل نۀ دے خو صرف د جسماني تشدد.د لفظونو تشدد کله کله کوي او ښۀ په خلاص مټ ئې کوي.د دې تر څنګ دا خيال هم لري چې په هره معامله کښې دې زما رائې حتمې اومنلے شي که څۀ هم رائې ئې منطقي وي او استدلال ئې هم قوي وي خو د دې سره زيات ملګري دا رائې جوړه کړي چې د ځان نه بې حده متاثره دے.په عمومي ډول ئې لکه زمونږ د ټولو د زۀ لفظ په خبرو کښې سېوا وي.نکته چيني، حاضر جوابي او بذله سنجي خو دې څوک د دۀ نه زده کړي.لطيفې خو ورته دومره يادې دي چې سړے حېران کړي خو ياده دې وي چې دغه لطيفې اخلاقي، سبق اموزې او ادبي وي. په مناسبو موقعو متعلقه لطيفې وائي او د ملګريو په مخونو خنداګانې خوروي.
د ښځو نه سخت ويرېږي او ځان ترې لري ساتي حالانکې پېشه ئې داسې ده چې واسطه ئې ورسره ډېره راځي او شايد چې دا وجه ده چې د اووۀ څلوېښتو کالو شو خو وادۀ ئې نۀ دے کړے.د وادۀ کولو په حواله که ملګري ورته ترغيب ورکړي نو په خندا شي چې مړه وادۀ هم لا څۀ شي دے؟ او يا خبره بدله کړي.زۀ نۀ يم پوهه چې وادۀ ولې نۀ کوي.د هغۀ د وادۀ نۀ کولو په حواله هم خلق ډېرې خبرې کوي او کله کله ترې خلق ډېر عجيبه عجيبه تپوسونه هم کوي.لکه تۀ وادۀ ولې نۀ کوې؟تۀ ګوزاره څنګه کوې؟ تا تۀ څۀ ناروغتيا خو نشته؟څوک وائي چې ښځې ئې بدې شي.څوک وائي چې مينه کښې ناکامه شوے دے.که وجه ئې هرڅۀ وي خو وادۀ ئې نۀ دے کړے او نۀ ئې څۀ اراده شته.اکثر د دې سوال په جواب کښې چې تۀ وادۀ ولې نۀ کوې دا خبره کوي چې د خداے مخلوق سره زياتے نۀ شم کولے د زياتي سر تاسو د خپل مزاج سره سمه سابقه هم لګولے شئ.اوس معامله دا ده چې زۀ په دې سوچ کښې يم چې دے به په جنت کښې بيا هم داسې لونډ وي؟زۀ اکثر دا سوچ هم کوم چې حورې ئې خو نۀ لګي نو چې دا به څۀ کېږي خو بيا ځان له په دې تسلي ورکړم چې چرته د جنت په غاړه به ځان له ميشته جوړه کړي او غلمانو ته به د شعر و ادب په موضوع لېکچرې ورکوي.ځکه چې د جنت د عمومي تصور سره ئې ډېره ذهني هم اهنګي نشته.د دې باوجود چې وادۀ ئې نۀ دے کړے خو د وادۀ نۀ کولو نه ئې هډو څۀ خوند وانۀ خستو.لکه څۀ قسمه لوفري نۀ کوي، نشې نۀ کوي او د کور نه بهر شپه کول خو ورته لوے کفر ښکاري.په سفر کښې سخت سا ډوبے دے او اکثر ورته احسان يوسفزے وائي چې نۀ نو تا خو څۀ وادۀ مادۀ هم نۀ دے کړے نو تۀ کور کښې څۀ کوې؟ګڼ شمېر کشران ئې ډېر عزت کوي او دے ورله هم ډېر عزت ورکوي.په دې کښې شاګردان، کشران شاعران، هنرمندان او د کلي محلت کشران هم شامل دي او د ټولو سره د شفقت او مينې سلوک کوي او هم دا وجه ده چې ځينې ملګري ئې دې عمل ته د شک په نظر ګوري او زۀ دا سوچ کوم چې دا ملګري هم ډېر ناکاره مخلوق دے سړے په يوه کښې نۀ پرېږدي.زما پرې په دې معامله کښې هم شک نشته ځکه چې د خپل کردار په حواله پوره حساس دے خو د خلقو د سوچ سره خو څۀ نۀ کېږي نو.علامه اقبال ته اقبال سيالکوټي وائي او ځينې خلق په دې هم خفه کېږي خو د دۀ دا موقف دے چې داسې زۀ د فارسي روايت په تتبع کښې کوم او د علامه اقبال د شاعرانه عظمت نه انکار نۀ کوم.
وسيع تعلق لري او ډېرو خلقو سره ئې زړه پېژندګلو ده.ما داسې خلق ډېر کم ليدلي دي چې مونږ ورسره چرته مېلاؤ شو او دے ئې نۀ پېژني او يا دے نۀ پېژني.د اکثرو خلقو په حواله دا وائي چې دوي سره زمونږ د پخوا نه د کور تعلق دے.دا رنګې د هر چا د قام، نسب، کارروزګار او خانداني پس منىظر معلومات هم لري او په دې حواله د ژوندي لغت درجه لري.د ډېرو خلقو دا خيال دے چې بې حسابه شوم دے او دا خيال زما هم وۀ او زۀ د دې جرم اعتراف هم کوم چې زما دا خيال صحيح هم وۀ خو د څو کلونو نه داسې وشوه چې سړے سخي شو او چې سخي شو نو اوس زما څۀ کار دے چې شوم ورته اووايم او خپله کونډۍ په لته اووهم.افغانستان ته څو څو ځله تلے دے او ورسره بې کچه مينه لري.په هر فورم د افغانستان او افغانانو جائزه او نا جائزه دفاع کوي او افغانستان ورته په دنيا جنت او افغانان ورته فرشتې ښکاري.د کرکټ په حواله هم ډېر معلومات لري او په هر ټورنامېنټ کښې د افغانستان د لوبډلې ملګرے او مرستيال وي. په پاکستان کښې ميشته افغانانو سره د دوستۍ تعلق لري، غم ښادي ورسره کوي او مرسته ئې هم کوي.د ځينې خلقو دا خيال هم دے چې د پاکستان خلاف دے او ملک دشمنه دے خو داسې نۀ ده.د پاکستان د وجود خلاف هم نۀ دے او دشمن ئې هم نۀ دے خو د مقتدرو حلقو د پاليسو سخت خلاف دے او په خصوصي توګه د پښتنو او افغانستان سره د پاکستان سلوک او روئې ته د شک په سترګه کوري.په پاکستان کښې د ائين د پاسدارۍ ملګرے دے او د جمهوريت او برداشت پلوي دے.د هر قسمه تشدد په ضد دے او د امن علمبردار دے.
په رياضۍ او پـښتو کښې ئې زما د کلي وال بخت کمال د خبرې نه شپاړسمونه پاس کړي دي او د قانون زده کړې ئې هم کړې دي.پېشه ئې وکالت دے خو کار پښتو او پښتنو له کوي او د دې د پاره ئې ځان هم په خطره کښې اچولے دے.د پي ټي اېم متحرک ، فعاله او زمه داره مشرانو کښې يو دے هم دے او په ټول هېواد کښې د هغوي په هلو ځلو کښې پېش پېش وي.زيات خلق ئې دې عمل ته هم د شک په نظر ګوري خو په خپله په دې حواله د هيڅ قسمه تذبذب او مغالطې نۀ دے ښکار. په ټول پښتون وطن کښې خپل مينه وال او پېژندګلويه لري.دا سړے چې عطاءالله جان اېډووکېټ نۀ وي نو بل به څوک وي؟
03.05.2024
