اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ډاکتر طارق رشاد

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب او فرهنګپه روڼ آسمان کې پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر، ژباړونکی او هڅاند څېړونکی دی، د نړېوال ادبي ښوونځی ناتورالیسم په تړاو ځانګړې مرکه.

مرکوال: انجنیر عبدالقادر مسعود

د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو!

دا ځل تاسو ته د پښتني- افغاني فرهنګ د ېوې پېژندل شوې، درنېاو نوموتې کورنۍ داسې نوښتګر لیکوال، تکړه شاعر، څېړونکی او ژباړونکی در پېژنو، چې د خپلو مسلکي کارونو تر څنګ له خپلوعلمي، ادبي او فرهنګي لیکنو او پنځونو سره یې د علم او ادب غوړېدلی ډګر تود ساتلی دی. زموږ دغه پیاوړی لیکوال، څېړونکی او هڅاند شاعر ګران او منلی ډاکټر طارق رشاد د دروند، نومیالي او رښتینې څېرې علامه اکادیمسین پوهاند عبدالشکور رشاد زوی دی.علامه استاد عبدالشکور رشاد د علم او ادب په تلځلاند ډګر کې هغه روڼ او روښانه ستوری دی، چې څېړنیز او تحقیقاتي نشیرونه(آثار)، علمي، ادبي ویناوې، مقالې او تاریخي پنځونې یېد علم، ادب، ټولنیز، پښتني، ملي، وطني او جغرافیایي ارزښتونو، انساني، بشري، سیاسي او تاریخي ژوند په بېلابېلو برخو کې د خورا ستاینې او درنښت وړ دي. د استاد علامه رشاد نوښتګر اندوفکر، خیال، انساني او اخلاقي پیغامونه د پوهې، علم او ادب په ډګر کې نوې لارې پرانیستې او د ده ژور لید د قلم خاوندانو ته د الهام نوې سرچینې وربښلې دي. د استاد رشاد صاحب نوم د علم او ادب په تاریخ کې د درناوي، نوښت او لوړ هنري مقام په زرینو تورو لیکل شوی دی. د ده پنځونې، څېړنې او شننې ځواک، فکري ژورتیا او ادبي چوپړ او خدمتونه به راتلونکو نسلونو لپاره د الهام روښانه مشال پاتې شي. د علم او ادب مینه وال علامه استاد رشاد د یوپوخ، مخکښ او پیاوړي لیکوال، علمي، ادبي او تاریخي سټې، نوښتګر پنځوونکي او څېړونکي په توګه په هېواد کې د ننه او بهرپېژني او ورته درناوی لري.

ما د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد د بشپړې پېژندې په موخه د یو لنډ ژوند لیک په ملتیا د څو نوموړو علمي او ادبي څېرو لیدتوګي همترلاسه کړې دي. هیله ده ورسره به د ده د علمي او ادبي سټې په تړاو معلومات د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې تاسو درنو مینه والو ته وړاندې شي.

ښاغلی ډاکټر طارق رشاد د علامه اکادیمسین پوهاند استادعبدالشکور رشاد زوی دی، چې په (۶) مه د می میاشتې پر (۱۹۵۶)زېږدیز کال کې په لوی کندهار کې زېږېدلی دی. په پښتو او دري ژبو یې لیکنې او نښیرونه (آثار) چاپ شوې دي. له انګلیسي او هالندي ژبو سره هم بلد دی. ګڼ شمېر خپلې لیکنې یې په دغو ژبو هم ژباړلې دي.

چاپ شوي نښیرونه(آثار) یې دا دي:

ـ د زړه سانده: ( پ‍ښتوګډه شعری ټولګه )

ـ شعری که خنجر است: ( مجموعه شعری دری مختلط )

ـ سپیدې: ( پښتو ګډه شعری ټولګه)

ـ در میلاد خورشید: ( مجموعه شعری دری مختلط )

( دشعرونو او لنډو کیسو ګډه ټولګه د هالندی ژباړې سره ) On the board of memories _

ـ افغانی شمله: ( د لوی استاد علامه پوهاند عبدالحی حبیبي په اړهد مقالو او شعرونو ټولګه)

- د افغانستان په اوسینو حساسو شیبو کې د ملي سیاسي او ټولنیز ـ کلتوري هڅی اړتیا

چاپ شوي کتابګوټی:

ـ پ‍ېښې او نندارې (تیاتر)

ـ د پ‍ښتو ادب لنډ تاریخ

ـ پ‍ښتو ولسي ادب (فولکور)

ـ دویښو زلمیانو د اثر سریزه او د نورو نښیرونو(آثار) سرېزې ‍

ـ بیلا بیلې ادبي ، روغتیاتي او سیاسي لیکلنې

چاپ شوې مجلې:

ـ روغتیا ( روغتیاي مجله ) مهتمم (۲۰۰۰) زېږدیز په هالند هیواد کې

ـ څ‍ان‍ګ‍ه (کلتوري او ادبي مجله ) مسوول مدیر په هالند هیواد کې

ـ شمله ( کلتوري او ادبي مجله ) مسوول مدیر په هالند هیواد کې

زده کړی:

ESOL_ LEVEL 2 : North West Kent College

English Language in UK

: 2007 _ 2009

Dutch Language   : Regional opleiding Centrum

      LEVEL 5      The Netherlands

1995-1997

Basic computer program Utrecht computer programmer

The Netherlands

1998

د کابل طبي انستیتوت:

کابل ـ افغانستان

MD Diploma (1976_1983 )

د ن‍ادری‍ې لیسه: بکلوریا

کابل – افغانستان

1969_1975

دندې:

له (۲۰۱۷) تر (2021) زېږدیز په اطلاعاتو او فرهن‍ګ وزارت د فرهنګي چارو سلاکار.

ـ کاریز مرستندویه تولنه (روغتیا او ښوونه): ولایتی مشر

کندهار ـ افغانستان : د رشاد کلینیک داکتر

2004_2007

ـ د لوی کندهار کلتوري مرکه: مشر

2005_2006

ـ د نیدرلند افغاني طبي ټولنه: دنړیوالو اړیکو مسوول مشر

2000_2002

ـ د نیدرلند افغاني کلتوري ټولنې: مشر

2000_2003

په اروپا کې د کلتوري ټولنو ګډې جرګګی: د مشرتابه غړی

د جمهوریت روغتون 1983_1988 د داخله ډيپارتمنت ډاکټر

د افغانستان راډیو (1987-1988 ) د هنر او ادبي پروګرام ویاند او چلونکی

په بیلابیلو نړیوالو او د کور دننه کنفرانسونو کې یې ګډون کړی د بیلګې په توګه هالند،جرمنی،بلجیم، اتریش،سویدن،بریتانیا،امریکا،کاناډا،جاپان او د هیواد په پلازمینه او ډیریولایتونو او داسی نورو سیمو کې...

ځانګړې لیوالتیاوې:

ـ طبي، ادبي ، کلتوري، سیاسي مطالعه او لیکوالي...

ډاکټر طارق رشاد هغه هڅاند او تاند لیکوال، څېړونکی، ژباړونکی،تکړه ویناوال او شاعر دی، چې په خپلو ادبي لیکنو او شعرونو کې یې د افغاني ټولنې رښتیني انځورونه له ټولو ورپېښو دردونو او کړاوونو سره په ډېره زړورتیا په شاعرانه احساس او هنرمندانه ژبهخپلو مینه والو ته داسې بیان کړې دي، چې د لوستونکو او اورېدونکو او هر با احساسه انسان په زړونو او ذهنونو کې د هېواد، بشر پالنې، ملي پیوستون، اتحاد او اتفاق انساني احساسات، جذبات او ولولې راپاروي.

ښاغلی ډاکټر زرین انځور د پښتو ادب د روڼ اسمان په لمن کې هغه نوموتی لیکوال او پیاوړی څېړونکی او کره کتونکی دی، چې په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي ډاکتر طارق رشاد د علمي او ادبي سټې په تړاو یې داسې کښلې دي:

((.... د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد په اړه خبرې موږ ته له دوو اړخونو د پام وړ دي. لومړی دا چې هغه د افغانستان د يوې داسېعلمي کورنۍ غړی دی چې د افغانستان د تاريخ ، ادبياتو او فرهنګپه څېړلو او راسپړلو کې يې ونډه ډېره درنه ده. ارواښاد استاد رشاد د هېواد يوه ستره علمي هستي وه او زامن يې ډاکټر خالد رشاد، ډاکټر طارق رشاد او استاد شېرشاه رشاد او نور، هر يو په خپل خپل ځای کې د علم او فرهنګ په کار کې د يادونې وړ ځای لري.

له بلې خوا خپله ډاکټر طارق رشاد که د خپل مشر ورور ډاکټر خالد رشاد په څېر د طب ډاکټر دی، خو يو ښه شاعر، ليکوال او څېړونکیهم دی. هغه لږ ليکل کړي ، خو هغه څه چې يې ليکلي دي ، پاخه يېليکلي دي او سړی پکې د استاد رشاد د درندو څېړنو نخښېنښانې ليدلی شي.

د دې په څنګ کې هغه يو صادق انسان، يو خواخوږی دوست او ملګری، يو پر وطن مین شخصیت دی. دا هغه څه دي چې د ارواښاد استاد رشاد په ټولو اولادونو کې يې موږ د هغه د شخصيت د وړانګو په توګه کتلای شو.))

(۲۹) می (۲۰۲۶)...

ډاکټر طارق رشاد له خپل هېواد او هېوادوالو، پښتو او پښتونولۍسره، له ولس، ژبې او فرهنګ سره ژوره، پاکه او سپېڅلې مینه لري. د ده په ذهن کې د ملي یووالي، اتحاد او اتفاق، ملي پیوستون،ورورۍ او برابرۍ موخه او مرام له ورایه راڅرګندېږي.

ډاکټر طارق رشاد زړه سواندی، مینه ناک، خواخوږی او متفکر انسان، رښتینی، دروند، د عالي او نیکو اوصافو او لوړو اخلاقو، انساني عواطفو او سپېڅلو احساساتو خاوند شخصیت دی. د علم، پوهې او ادب سره ځانګړې مینه لري. د خبرو او بیان ژبه یې پسته، اغېزناکه او سلیسه ده.

ښاغلی نظیف تکل هغه پیاوړی لیکوال، غزلبول او خوږ ژبی شاعر دی، چې د خپلو منظومو او منثور نښیرونو له لارې یې د پښتو ادب ګلبڼ ښېرازه او روښانه ساتلی دی. ده په خپله یوه لیکنه کې د ډاکټر طارق رشاد د علمي او ادبي شخصیت په اړه داسې کښلې دي.

((.... ډاکتر صاحب طارق رشاد په کسبي حساب د طب ډاکتر دیاو د انسان د اناتومۍ سره سر و کار لري په طبابت کې هم مجرب او وتلی ډاکتر دی، له بله اړخه شاعر، ليکوال او څېړونکی هم دیچې دا اړخ يې بيا د انسان د روح او روان سره سر و کار لري.

د همدې علمي او ادبي امتزاج له برکته يې په ليکنو او څېړنو کې د عقل او احساس منطق، تخيل، علم او هنر ښکلی توازن ليدل کېږي.

ډاکتر طارق رشاد په معاصر فکري او فرهنگي ډګر کې هم د يو فعال او اغېزناک قلموال په توگه پېژندل کېږي.

په شخصي ژوند کې هم د يو دروند ظريف شخصيت خاوند دی، په ملگرتيا کې ډېر ښه ملگری دی، يو ښه ښوونکی دی باریک بين دیزر يې په خبره سر خلاصېږي او بل هم زر پوهولی شي، زه يې په ملگرتيا وياړم، روغتيا او خوشاله ژوند ورته غواړم.))

ما د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد د پوره پېژندګلوي په تړاو له ده سره یوه ځانګړې مرکه جوړه کړې ده، چې ستاسو د علم او ادب درنو مینه والو پام ورته راګرځوم.

ګران ډاکټر طارق رشاد صاحب زما سلامونه او نیکې هیلې ومنئ، اجازه راکړئ چې خپلې پوښتنې پیل کړم.

ګران مسعود صاحب ډېره مننه. زه هم تاسو او ټولو مینه والو ته سلامونه وړاندې کوم او ستاسو په خدمت او چوپړ کې یم.

مسعود: تاسو په هېواد کې د ننه او بهر د لرغوني ادبیاتو تاریخي شالید، رېښې، آر، فکري بنسټونه او ارزښتونه، ځانګړتیاوې او منځپانګه څه ډول څېړئ؟

ډاکټر رشاد: ادبیات د انسان د فکر، احساس، تجربې او ټولنې هنري بیان دی. دا د ژبې هغه لوړه بڼه ده چې یوازې د معلوماتو د لیږد لپاره نه، بلکې د ښکلا، تخیل او معنوي تجربې د رامنځته کولو لپاره کارېږي. ادبیات د انسان د ژوند هینداره ده او د هرې دورې فکري، ټولنیز او کلتوري حالتونه منعکسوي.

لرغونی ادبیات د انسان د فکري تاریخ له پخوانیو ریښو سره تړاو لري. دا ادبیات د اساطیرو، حماسو، مذهبي متونو او شفاهي روایتونو له لارې رامنځته سوي دي. په دې متونو کې د هغه وخت د انسان نړۍ لید، باورونه، دیني تصورات او ټولنیز ارزښتونه نغښتي دي. لرغونی ادبیات یوازې تاریخي میراث نه دی، بلکې د انساني فکر د پرمختګ لومړني پړاوونه دي.

لرغونی ادب باید په دوو لارو وڅیړل سي: لومړی، د اسطورو ، وياړونو او ټبر پېژندنې له لار ې چې نکلي ، دیني او حماسي ریښې لري.

دوهم، د تاریخي ښکلاپوهنې لار ده چې د ادبي قالبونو بدلونونه د ټولنیزو بدلونونو په رڼا کې وړاندي کوي لکه د لرغوني یونان او روم ادبیات چې د کلاسیکیزم د مکتبونو بنسټګر دي، په داسې حال کېچې د پښتو لرغونی ادب پر دود، دستور ، حماسو، طبیعت، دین،تصوف او اسلامي کلتور ولاړ دی.

د همدې لرغوني ادب په څېړنه کې باید پوه سو چې د پښتو ژبېلرغونی او زوړ ادب پر دوو برخو ویشل کېږي: نالیکلی (شفاهي) او لیکلی (تحریري). تمرکز

خو پښتو ژبه د نالیکلي (شفاهي) ادب د ډېروالي او څرنګوالي له امله ډېره بډایه ده او د سیمې په ژبو کې ځانګړی مقام لري لکه لنډۍ (ټپې)، کاکړۍ، پاړکي (لنډکۍ، بندۍ، سورې، بچکي)، سروکي (نیمکۍ، پامونه)، نارې، چغیان (انګۍ، هوی سندرې)، د ښادۍ سندرې، د میندو سندرې، ساندي، نکلونه، متلونه...

په پښتو کې د نالیکلې ادب دغه بیلابیل ډولونه او د دغه ادب ډیروالیسړی په دې باور کوي چې زموږ خلکو سره څومره هنري ذوق او احساس وو او خپل ذوق و احساس یې د دغه ادب په بیلابیلو قالبونو کې ځایاوه .

اوس چې موږ د پښتو د نالیکلي ادب کومې ثبت سوي بیلګې لرو له کومو استثنايي مواردو پرته له تاریخي پلوه ډيري لرغوني نه دي خو مفکوره او د فکر طرز يې په ځينو کې لرغونی او د ځينو شکلي جوړښتونه هم له ډیرو لرغونو وختونو روایت کوي او له هغو آريايي سندرو سره ورته والی چې زرګونه کلونه وړاندي په دې خاوره کېويل سوي، پالل سوي او وده ورکړه سوې ده او ځانګړنه يې داده چې په غاړه(لحن) ويل کیږي.

د لرغونی پښتو ادب په لیکلي لومړي پړاو کې چې له دوهمې هجري پیړۍ پیل کېږي، ډېر یې په لېږد کې څڅېدلي او ضایع سوي، ښاييځينو تورو یې د وخت په تیریدو بدلون موندلی وي څو تر موږرارسيدلي دي چې په غور کې د امیر کروړ له ویاړنې، د کسۍ غره لمنو کې د بیټ نیکه له مناجاته او همدارنګه د شیخ اسماعیل او خرښبون د بیلتانه له سندرو، او په ملتان کې د شیخ رضی لودي د شعر په ځواب کې د نصر لودي له شعر څخه چې په لرغونو اوزانو کې ویل سوي دي، را پیل کېږي ، بیا د شیخ تیمن کاکړ او قطب الدین بختیار کاکي د مینې له سوزه ډک دبیلتانه له سندرو، د ښکارندوی د طبیعت د ښکلا او د پسرلني ښکلي انځورګر شعر او داسې نورو نیولې تر کلاسیکي دیواني شاعرۍ لکه د خوشال بابا، رحمان بابا، حمید بابا او داسې نورو تر شاعرۍ پوري غزیږي او د خپلو لرغونو شعري قالبونو د دود ترڅنګ د ختیځي شاعرۍ دود هم رامنځته کيږي او د هغه نوي شعري ژانرونه خپلوي، لکه قصیده،غزل، قطعه، رباعي، مثنوي، مخمس، مسدس، ترکیب بند، ترجیع بند او نور شعري ډولونه. خو په یو توپیر سره چې په ۱۳۴۸ لمريز کال کې علامه اکاډمیسن پوهاند عبدالشکور رشاد د "پښتو نظم عروضي سیسټم" اثر ولیکی چې په دې سره یې د عربي عروضي او سیلابیک سیسټم تطبیق پر پښتو رد کړ او سیلابوټونیک سیسټمیې د پښتو لپاره د عروضي سیسټم په توګه ثابت کړ چې په دغه بکر اثر یې په کال ۱۳۵۰ ل کال کې د "پوهنوال " علمي رتبه ترلاسه کړهځکه نو پښتو د ختیځي شاعرۍ ډولونه له خپل عروضي سیسټم سره د ځان کړل، نه د هغو د عروضي سیسټم سره. ورو ورو مسجّع نثر هم په روان نثر بدل سو.

خو د نالیکلي یا شفاهي ادب تاریخ چې ډېر پخوانی دی، ټول نه خو ځینې يې سینه په سینه ساتل سوي او خوله په خوله را انتقال سوي دي خو ولسي موسیقۍ هم د هغه په لېږد کې خپل رول ادا کړی دی،چې ځینو ډولونو یې لرغوني ترنمي جوړښتونه ساتلي دي چې د آریايي سندرو او د ریګویدا او اوستا سندرو او ګاڅونو ته ورته دي، ساتلي دی.

د دغه نالیکلي(شفاهي ) پښتو ادب د بیلګو په راټولونه کې زما د معلوماتو له مخي تر ټولو پخوانی کار د هندوستان د نواب محمد ارتضی خان دی، ده د ۱۲۲۵ سپوږمیز(ه ق) شاوخوا په خپل فرهنګ ارتضایی نومي کتاب کې ځیني پښتو لنډۍ ثبت کړي دي او د لويدیخوالو څخه د جمیز ډارمسټتر کار د یادولو وړ دی چې "د پښتونخوا د شعر هار و بهار "يې په ۱۸۸۸ زیږدیز(م) کال په پاریسکې چاپ سو او په افغاني پوهانو کې غلام محی الدینافغان(۱۳۰۰ ل مړ) دا کار تر هر چا دمخه کړی دی او په "سراج الاخبار افغانیه " کې د پښتو متلونو بیلګې چاپ کړي دي. تر ده وروسته په کندهار کې د پښتو ادبي انجمن سره او بیا په کابل کې د پښتو ټولنې له تاسیس سره سم زموږ خواخوږو اديبانو د پښتو شفاهي ادب د بیلابیلو ډولو نمونې ثبت او خوندي کړې ، په دېکسانو کې د سرلاري په توګه محمد ګل نوري(۱۳۵۲ ل مړ) د لویحق خاوند دی .

د ادبي اثارو په څېړنه کې باید د هغه د ایجاد او ودې شرایطو او د ادبي پدیدو شکلي او موضوعي ځانګړتیاوو ته پام وسي. مهمه دا ده چې دا متنونه د هغه وخت او ځای د خلکو د دود او دستور سره وڅيړل سي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←