اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

وزیرستان قامي امن جرګه

وزيرستان قامي امن جرګه : 10.06.2026 ، واڼۀ

د جرګې منټس لېکونکے : همایون احمدزے

نن په 10.06.2026 نېټه کوز سوېلي وزیرستان واڼه کښې د وزیرستان د بدامنۍ په لړ کښې دوېمه جرګه ترسره شوه چې پکښې لاندیني مشرانو څه په دا ډول نظرونه وړاندې کړل :

ملک ثنا الله جان (ځایي سیاسي مشر )

دا ټول پېنډال د امن په نوم راغونډ دے...که امن بد شے وي بيا دې يې ماته ثابته کړي، مشري په پګړۍ نۀ ده، رياست زما نه د امن خواست کوي، اوس زۀ په قبائلي نظام کښې نۀ يم، که ته امن نه شې راکولے بيا ماته هغه زوړ نطام پرېږده چې زه يې زمه وار شم، پوليس ، پوځ که خپل ځان غېر محفوظ وګڼي نو ما به څنګه وژغوري.

@په پولیس یې د نیوکې کولو سره سم د رغزي د پېښې یادونه وکړه چې د زیارت په ورځ یې نهه کاسه جرګه کولو خبره وکړه ۔

سياسي خلکو ته یې پېغام ورکړو چې ټول به د امن په نوم يو کېږئ،

د رياست نه پس یې د زلي خېل په بې غورۍ خبره وکړه چې د زلي خېل قامي مشرانو په جرګه کښې نه شتون به نور ډېر د زغملو نه وي۔

ملک فرمان االله توځۓ خېل (ځایی سیاسي مشر )

نن ورځ د ګيلې کولو ورځ نۀ ده، تېر هره ګيله به هېرول وي، ځکه چې نن هرڅه غېر محفوظ دي، قام مظلوم دے، د ګل په څېر ځوانان زمونږ مري، په جرګه مرکه نشي، په قام تاتاريان مسلط دي، رياست په ښکلي لفظونو نۀ پوهېږي، قرباني به ورکول وي، خپلواکي به په وينه ګټل وي، ، دوه سوه احمدزاۍ مشر د رياست دوه کسان هم چېلنج کولے شي، رياست ستاسو په امن کښې نۀ دے،

سياسي پارټۍ يا پي ټي اېم هيڅ حېثيت نۀ لري، علما او مشر هر څۀ کولے شي، مشران هم د رياست په څنګ کښې ملوث دي، اغا بله ورځ د رغزي په واقعه کښې هم ډېرو ملکانو خپل موبائلونه بند ساتلي وو،

د مرګ نه يرېدونکي خلق بدلون نه شي راوستے، زمونږ امن امريکې نه دے خراب کړے، يا بل کوم قوت، امن ما او ستا خراب کړے دے،

سياست د ګولۍ مخې ته نه چلېږي، ستا نن هيڅ محفوظ نه دي سياست به په څه کوے؟

ملک عبدالرحمان يارګل خېل (ځایی سیاسي مشر )

د اپرېل دوه زره څلورم د اپریشن خبره یې وکړه

دوه ویشت کاله وو وتل ، مونږ له هغسې په بد امنۍ کښې يو، اپريشن په مونږ وشۀ، ټول اولس د امن په حقله نعره وهي، خو امن نشته

رياست زمونږ اقتصاد خرابوي، په روډونو کښې چوکۍ په سيزن کښې اچوي، پرون يې د اعظم ورسک په اړه هم خپله فېصله واپس واخسته، که يو شوئ رياست مو هيڅ نشي کولې، قومي مشر به د قام سربراهي کوي، په راتلونکي کښې به يوه فېصله اوره وو، قام به يو کېږي.

ملک روشان کرے خېل (ځایی سیاسي مشر )

په واڼۀ باندې دوه قوتونه مسلط شوي دي

يو پاکستان ریاست ، ارمي پوځ او بل ټي ټي پي قوت په مونږ مسلط دي. پرون يې هم د يوې مور مخې ته دوه زامن مړۀ کړل

بیا یې د احمدزاۍ وزیر قام د دوو اتلانو الاګۍ او علي شاه خان د پیاوړتوب قیصې وکړے۔

دا رياست او دا پوځ په مونږ د هر طرف نه لارې بندې کړے د خداي نه شرم وکړئ، پوځ زمونږ جوماتونه په ډرون شهيدان کړل، څومره ځوانان يې شهيدان کړل، د بعضې خو لاشونه ورک شول، علماء هم په ممبر خبره ونۀ کړه۔ مشر ملک ته خواست دے چې راغونډ شي د امن د پاره بيا بيا خبره وکي،

طالبانو ته یې په وېنا کښې اووېل چې اوس تاسو سکولونه بند کړل، ماسټر ته به تنخوا په کور هم ملاوېږي، خو تاوان زما او ستا بچي ته دے۔ خلق بې تعليمه کول غواړي، او دا د رياست بنيادي مقصد دے.

ملک رسول خان خوجل خېل (ځایی سیاسي مشر )

احمدزاي به فېصله کوي ، د واڼۀ د معدنياتو فېصله رياست کړې ده، که اتفاق مو ونۀ که در بدر به وئ، ټول قام به يو کېدل وي رياست نن مونږ ډېر بې وسه کړو، یره به ورکول وي ځکه چې مرګ په خپله ورځ دے.

عجب ګل وزیر ( د اوسنۍ صوبایي اسمبلۍ ممبر )

نن مونږ په هغه سټېج يو چې د قربانۍ ورکولو موقع ده، خو دا خبره دومره ساده هم نه ده، افغانستان زمونږ ګاونډ دے، مونږ يې د ورورولي لکه همېشه پالو ، د ملک د غلطو پالسيو مونږ هيڅ کله حمايت نشو کولے، په پرادي واده کښې اتڼ نه شو کولې، د رياست غلطې پالېسۍ نن مونږ ټول بې ارامه کړي يو. دا خبرې به روانې وي، خو مونږ به دغه خپل ژوند بحاله وو، زمونږ خپل يو قامي حېثيت شتا، هر کس به د خپلې حصې کار کوي، مونږ که نور څه نه شو کولې خبرې خو کولې شو، زه به په جار د سټېج په صف اول کښې يم، که په عهده يم او که نۀ، په تېرو تجويزونو کښې زما دا يو تجويز وو مذاکراتي کمېټي به جوړول وي، عوام ته به خپل حال شريکه وو،

ملک انور اشرف خېل (ځایی سیاسي مشر )

نن که په مونږ کښې هر څه کېږي د خپلې بې اتفاقۍ نتيجه ده، په زرونو کورونو کښې مونږ تش څو کسان راغونډېږو ، مونږ رياست پېژندلي يو، پوځ ته یې په وېنا کښې څه داسې ووېل چې تاسو په انټرنېشنل سطح چېلنجونه لګوئ، خو دا درې کسه ترهګر تاسو نۀ شئ ورکولې، چې ټول حلق امن غوړاي نو امن ولې نه راځي؟ ریاست یې ولې نه راکوي ۔

صدر عرفان الله (د سیمې یو ځوان فټبالر )

نور هيڅ معاف نشول،،دا ځل زمونږ کهېل کود هم نه شۀ محفوظ، پرون هم زمونږ په دا سلسله کښې يو فټبالر ورک شۀ...مونږ د ټولو سپورټس ادارو نه د سبيل نور د بازيابۍ غوښتنه کوو، د واڼه امن سياسي پاسون نه غوښتنه زمونږ سره د ودرېدو غوښتنه کوو مونږ به تر هغې کهېل کود نه کوو ترڅو زمونږ ملګرے مونده نه کړل شي که مونده نۀ کړل شو مونږ به خپل لاٸحه عمل جاري کوو.

شهزاد وزير( د کوز سوېلي وزیرستان د غورځنګ مشر )

د روشان حاجي د زړۀ بړاس د يوې کورنۍ حال نه دے دا د ټولې سيمې د اولس د بدحالۍ حال دے.

په خاموشي نه کېږي، د رياست کردار واضح دے، د علاقې هره طبقه ورباندې پوهه ده۔ نورې ټوپکزنې ډلې هم د رياست په بهانه د اولس ځورونه کوي، بوشکه زما کور ته ږدي، د اولس نه قلنګ غواړي ، ..مونږ مظلوم يو، رياست زورور دے، دا نورې ډلې هم د موټر سايکل پسې د ټړلو دهمکيانې اوروي، مونږ خو خپل نور ګناه نه وينو..زمونږ واحد ګناه بې اتفاقي ده، بعضې خلکو مېدان پريښې دے، د دښمن په صف کښې ولاړ دي۔

افسوس د زلي خېل د کرکڼې، او ګورګورې مشران د خپلو لسو لمسيو سره چمتو دے خو نن زما قومي جرګه ته نه راځي

د رياستي دهشتګردۍ ميل ښکاره دے، په سيمه کښې يې په نوي نوي شکل کښې خپل پراډکټ لانچ کړے دے .

زما د وژنې په صورت کښې د هغۀ کاروبار ورباندې روان دے.

ټالب که شريعت راولي اول به احمدزاي تيا وي خو ...

که تا په نور ملک کښې شريعت راوست، نو زۀ به هم ستا په څېر لستوڼي وګنډم، ملک او مشر ماته د کنځلمار نه وائي، خو نن ځوان موجود دے او مشر ورک دے ۔

زۀ ځوان به په هر ډګر چمتو يم خو چې تاسو چمتو وﺉ، هغه خبره چې نن هغه څوانان چرې دي چې په روډونو به ګرزېدل ...نن هغه موجود دي، نن به پرېکړه کول وي، په متفقه به راغونډول وي، که حل يې نه راووتلو، مونږ به په شريکه هجرت کوو۔

ملک خيال محمد(ځایی سیاسي فعال او مشر )

د سياسي اعتماد له اړخه شکريه، دا دويمه جرګه ده، بله به کېږي بله به کېږي، خو اخري فېصله به احمدزاي قوم کوي، د دوه زره څلوور نه زمونږ وژنه کېږي، اې اېن اې ، اېم پې اې بې وسه دي، قام ته ناست دي، رياست ټولې لارې تړلې دي، رياست پخپله هم په ځان تارونه بدل دي، زۀ تنخوا ورکوم، خو امن نه شي راوستې۔

تجویزونه یې څه داسې وړاندې کړل چې کېمپ کالونۍ ته به څوک نه ځي که لاړ شي پنځوس زره روپۍ جرمانه کول به وي

د قام يو ګرېنډ فورم جوړاول پکار دي، درې سوه کسان،

زوبېر وزیر ( د قامي اسمبلۍ ممبر )

په ټوله فاټا کښې په کوز سوېلي وزيرستان کښې اولس پخپل مينځ کښې سره خپل يې،

اتفاق مونږ د وينې تويولو نه بچ کولې شي، تاسو ته د پروپېګنډې پته نه لګي، تاسو چې خبرېږئ نو تاوان به يې درته رسېدلے وي، دا سلسله چې څومره اوږدېږي دغومره به تاواني وي، مونږ انګرېز هم نۀ يو کډوال کړي،

په يو ځاے ناسته وکړئ سره کښېنئ پس به يو وړوکے تړون کول وي، مشران به فېصله راته اوروي.

زه د پرونۍ اغواکارۍ په اړه د قام نه معافي غواړم. سبيل نور ، چې چا وړے خوشی يې کئ ، دا مظلوم دے.

ملک عزيز الله (ځایی سیاسي او قامي مشر )

زۀ ټول قام ته سلام کوم، د مشر ملک نه مې ګيله ده، نن تر ما زيات څوک هم نه دے بيمار، ماته په دې څو ورځو کښې ډېرې دهمکيانې ملاؤ شوې دي، د مرګ ګواښونه، د جرګې د ناکامولو خبرې وشوې، امن به مونږ خپل راولو، رياست يې نه راولي، ټوپکزن دې زما نه لاس واخلي

سياسي او قامي مشر راغونډ شۀ......

مشترکه پرېکړه :

د عزیزالله په وېنا څه په دا رنګ وشوه چې د راروان اتوار په ورځ د جون میاشتې په څوارلسم تاریخ به بيا راغونډېدل وي

حکومت او پي ټي ټي دې ما وژني نه، که ملک، ملا ، سياسي وغېره څوک خفا وي، زه به په ننواتے ورشم ۔ د امن په اړه زۀ هر څه ته تيار يم ۔

سلېمان خېل او دوتاني به اتوار ورځ ته راغونډول وي

که د را روان اتوار په ورځ د جرګې په مهال په واڼه بازار کښې چا هم دکان خلاص کړو لس لکه به جرمانه کیږي

اجتماعي دعاګانې وشوے۔۔۔۔۔

___________

#وزیرستان_قامي_امن_جرګه : 30.05.2026

د جرګې منټس لېکونکے : همایون احمدزی

نن ورځ په کوز سوېلي وزیرستان واڼه کښې یوه جرګه اوشوه چې پکښې ګڼ شمېر سیاسي مشرانو ، ځوانانو ، علماؤ ، صحافیانو ، تاجرانو ، او د هرې پارټۍ مشرانو بشمول د پښتون ژغورنې غورځنګ او د هر مکتب فکر خلکو پکښې ګډون وکړو۔

جرګه په کوز سوېلي وزیرستان کښې د بد امنۍ د حل دپاره د تجویزونو او د احمدزي قام ، سلېمان خېل او دوتاڼي بشمول په شریکه راپاڅېدل او دوﺉ د اتفاق و لور ته هڅول دپاره دغه جرګه تابیا شوې وه ۔

په جرګه کښې مشرانو ، ځوانانو او علماؤ په لاندیني ډول وړاندیزونه مخې ته راوړل :

(1) امان الله وزیر (پاکستان پیپلز پارټي)

د امن دپاره د نورو سیمو نه د راتګ هیله به غورځول وي او احمدزۍ قام ، سلېمان خېل او دوتاڼي به د بد امنۍ په خلاف یو کېدل وي ۔

په راروانو کښې د ځایي سیمه ییز زراعت اندېښنې او د انګور اډې دروازه پرانستل باندې یې بحث وکړو ۔

د خپل مینځي اختلاف او په ټولنیزو رسنیو د نفرت خواراوونکي ته یې د ډډې کولو تجویز وړاندې کړو ۔

(2) ملک سمت الله خان (ځایي سیاسي فعال او مشر)

د حکومت او اولس تر مینځه د اعتماد د راوړلو تجویز یې وړاندې کړو ۔

(3) ملک ګل محمد (ځایي مشر )

د تېر شوي حالاتو جاج یې واخست او په هغې کښې یې په بې اعتمادي خبره وکړه ۔

خپه مراور او خاموش کړل شوي مشرانو دپاره یې د یو کمېټۍ جوړېدلو غوښتنه وکړه چې وروسته کمېټي هر یو مشر ته په ننواتے ورشي ترڅو دوﺉ د قام دپاره را ووځي او راتلونکو جرګو کښې د دوﺉ په مشرۍ کښې پرېکړې وشي تر څو امن دپاره اولس را چمتو کړي ۔

(4) تاج وزیر ( ځایي سیاسي مشر )

د سرکاري او غېر سرکاري جرګو ذګر یې وکړو کومې چې وخت په وخت د قباٸلي اضلاع د امن راواستلو دپاره را جوړې شوې وے۔

په اجتماعي توګه یې د یوې غوره پرېکړے تجویز وړاندې کړو ۔

مفتي جان امیر ( سیاسي فعال )

په قامي اتفاق یې خبره وکړه ۔

نهه قامه احمدزۍ وزیر ، سلېمان خېل او دوتاڼي دې راتلونکې جرګې ته راوستل شي ترڅو د وزیرستان د امن په خاطر یو لاٸحه عمل وړاندې کړل شي ۔

(5) حمیدالله وزیر ( ځوان سیاسي فعال او د غورځنګ غړے)

په جرګه کښې ځوانانو ته موقع ورکولو باندې یې د مشرانو د مننې نه پس د جرګې جاري ساتلو تجویز وړاندې کړ ۔

د یوې کمېټۍ د جوړېدو تجویز یې وړاندې کړو تر څو دغه کمېټي دې مشران د قام د یو والي دپاره راتلونکې جرګې ته را واستل شي تر څو د قام په خاطر ځوانان او مشران په شریکه یوه پرېکړه وکړي ۔

بل تجویز یې هم د بدامنۍ له امله وژل شوي او وژل کېدونکي عام اولس دپاره دې یو ځانله قبرستان جوړ کړل شي تر څو د راتلونکي نسل دپاره یو تاریخ پاتې شي چې ورته دښمن په تاریخي توګه هم ښکاره پاتې شي ۔

د قامي لښکرو نه منکر کېدل او د سرکار نه یو سوشل باٸيکاټ تجویز یې هم وړاندې کړو ۔

(6) ظفر خان وزیر ( خبریال )

د جرګې او روانې جرګې اهمیت یې په ګوته کړو او د قامي یووالي یې د قام د خېر او امن راوستلو دپاره د خلاصون یواځینۍ لاره وښودله ۔

اقتصادي ستونزې دپاره د حل لارې لټول یې تجویز وه ۔

(7) ذبیح الله ( ځوان او سیاسي فعال )

په قامي اتفاق کښې خنډونه ختمولو باندې یې خبرې وکړے۔ قامي سوالونو حل کولو دپاره یې د هر مشر کشر ځوان او د هرې طبقې خلک را وتل یې د قام په خېر وګڼل او ددې را ټولولو نه وروسته د کور کمانډر هاؤس مخې ته د کښېناستو پرېکړه دې یې تجویز وه ۔

(8) ملک ګلاب ( ځایي مشر )

خپل مینځي اختلاف ختمول او د قام د امن په خاطر مخ پر وړاندې تګ کول یې تجویز وه ۔

(9) شهزاد وزیر ( سیاسي فعال او د غورځنګ مشر )

د تېر شوي حازاتو جاج یې واخست او تېر شوي کړه وړه د ټول قام د سترګو حال یې ووېل ۔

په ترهګر یې نیوکې وکړے ۔ د ترهګرو په زور په کور ننوتل او د کورنۍ نه په مختلف شکلونو کښې مختلف Demands کول یې اولس ته په ګوته کړل او د مثال په توګه یې په وروستۍ کښې د پالے چوک د یوې کورنۍ سره شوې ظلم ورکړو ۔

د پوځ له اړخه د کورونو نیول یې د احمدزي قام د بې اتفاقۍ ، بې غورۍ او خاموشۍ یوه نقطه وړاندې کړه او د پوځ دغه ظالمانه رویه ته یې یو غېر ذمه دارانه حرکت ووېل تر څو اولس راتلونکو دپاره چمتو کړل شي ۔

د پوځ له اړخه د وساٸلو لوټلو باندې یې خبره وکړه ۔

په روانه بدامني کښې مختلف کردار لرونکي یې جاج واخست چې د قام په زیان دغه خلک څنګه دي ؟ او د دښمن پلوي یې وګڼل ۔

د ازبکو راتګ او د ازبکو له اړخه ۴۵ څلوېښت مشرانو او ځوانانو مرګونه یې یاد کړل چې په وروستۍ کښې ریاست پسې قامي لښکر را پورته کړو چې د ازبکو شړلو نه پس یې په نتیجه کښې امن کمېټي مخې ته راغله ۔

په کوز سوېلي وزیرستان کښې په مختلفو غټو او وړو لارو ناکې لګولو باندې یې تجزیه وکړه ۔

په روانه جرګه کښې د راتلونکو ورځو دپاره دې یوه پرېکړه وکړل شي تر څو یوه داسې کمېټي اعلان کړل شي چې په کور ناست مشران د راوتلو په اړه لاٸحه عمل جوړ کړل شي ۔

په مفتي نور ولي او ګل بادر يې ښه په جرأت او په ښکاره نیوکه وکړه ترڅو دوﺉ ښکاره کړي چې په عام اولس ظلم کول کوم موقف او نظام دے ؟

د قامي اتفاق دپاره د یوې با اعتماده کمېټۍ تجویز وړاندې کړو تر څو اولس راتلونکو دپاره را ټول کړي او د قامي ستونزې د حل لارې وغواړي ۔

(10) عبدالعلیم دوتاڼي ( ځوان او سیاسي فعال )

د توﺉ خله ستونزې یې بیان کړے تر څو احمدزے قام سره په شریکه یوه لاره وټاکي چې پرې ستونزې حل کړي ۔

په امن باندې compromise نه کولو یې پرزور وېنا وکړه تر څو اولس را بېدار کړل شي ۔

د امن په حواله احمدزي وزیر ، دوتاڼي او سلېمان خېل یې د یوې لارې یو وجود وبوله او د خپل مینځي اتفاق غوښتنه یې وکړه تر څو د اسلام اباد په لور لاریون وکړي ۔

(11) عاشق محسود ( ځوان سیاسي فعال او د غورځنګ غړے )

د حمیدالله د قبرستان واله د تجویز سره یې اتفاق او د کومک اظهار وکړو۔

(12) ملک محمد خان ( ځایي مشر )

تاریخي واقعات ته یې اشارې وکړے او د قام نفاق یې د قام لویه ستونزه وګڼله ۔

(13) ممتاز غازي ( ځوان او ځایي سیاسي فعال )

د مولانا مرزا جان ، طارق او عمران مخلص په حواله یې خبرې وکړے ۔

د پوځ او طالبانو په حواله یې خبره وکړه ۔

د بیا بیا جرګې را جوړولې تجویزونه یې وړاندې کړل تر څو د قام دپاره یوه د حل لاره پېدا شي ۔

(14) سیف الرحمان ( سیاسي فعال او کاروباري غړے)

بد اعتمادي او بې اتفاقي باندې یې خبره وکړه او د تېر شوي حالاتو جاج یې واخست ۔ جعرافیایي بحث یې هم وکړو ۔د مولانا مرزا جان د مرګ نه پس را جوړه کړل شوې جرګه ذکر یې هم وکړ ۔

د انګور اډې د بندېدو او دهغې نه را مخ ته شوې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې او ترهګري پېداوار بحث یې هم وکړ ۔

سرکاري رېټ قایم کولو باندې د سرکار په ذمه وارۍ یې نیوکه وکړه۔ او د بیا او بیا جرګې را جوړاولو او د جذباتو نه د ډډه کولو تجویزونه یې وړاندې کړل ۔

(15) ملک عزیزالله ( ځایي مشر )

په وزیرستان کښې د ازبکو د دور په اړه یې بحث وکړو ۔

د کمېټۍ د جوړولو تجویز یې وړاندې کړو او د احتجاج ، پرلت او Lock down عملي کولو تجویز یې وړاندې کړو ۔

د پالے چوک خبره یې وکړه ۔

د قامي او صوبایي اسمبلۍ په نمایندګانو یې نیوکه وکړه تر څو دوي د قام سره په هر غم او درد کښې شریک شي او د قام دپاره اواز پورته کړي ۔

د انګور اډه د دروازې د خلاصون په اړه یې هم خبره وکړه ۔

(16) عجب ګل وزیر ( د پاکستان د اوسني صوبایي اسمبلۍ غړے )

د جرګې د جاري ساتلو تجویز یې وړاندې کړو ۔ د قام سره یې په هر ډګر د تګ او مزل جرګې ته ډاډګېرنه ورکړه ۔

د صوبایي او قامي اسمبلۍ په نیمګړي اختیار یې جرګې ته وېنا وکړه تر څو قام پوه شي چې پارلمان بې اختیاره دے۔

په راتلونکي کښې د ښګاره پرېکړے دپاره لویه قامي جرګه را جوړاولو تجویز یې وړاندې کړو ۔

(17) زبېر وزیر ( د پاکستان د اوسنۍ قامي اسمبلۍ غړے )

د یرې خواراولو نه د ډډه کولو باندې یې خبره وکړه ۔ د جرګې د جاري ساتلو تجویز یې وړاندې کړو ۔

د خپل مینځي اختلاف په اړه یې خبرې وکړے۔

د ځوانانو په اړه یې خبرې وکړے تر څو خپلو ځوانانو ته په کورونو کښې مشران وخت ورکړي ۔

د مشرانو د پرېکړې سره د ودرېدلو یقین دهاني یې جرګې ته ورکړه ۔

نورې جرګې را جوړاولو تجویزونه یې وړاندې کړل ۔

د ډرون په حواله یې بحث وکړو ۔

د اعظم ورسک د لوي لارې بندېدو باندې یې خبرې وکړے۔

په اخره کښې اجتماعي دعاګانې وشوے او د راتلونکي جون په لسم تاریخ د یوې بلې غټې جرګې اعلان یې وکړو تر څو د پاتې ورځې ځوانان او مشران ته خبر ورسي چې راتلونکې جرګه کښې حصه واخلي او د امن او د قام په خاطر یو لایحه عمل جوړ کړل شي ۔۔۔۔۔۔۔

______________

Humayun Ahmadzai

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←