اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

بدر منیر

بدر منير: زيرو نه څنګه هيرو شو

د پښتو فلمونو د اداکارانو په فهرست کښې د ټولو لوې او اهم نوم د بدر منير دے چې د خپل وړومبي فلم "يوسف خان شېربانو" ١٩٧٠ء نه د خپل ژوند تر وروستي فلم "لېونۍ" ٢٠٠٧ء پورې د هيرو(اتل) په کردار کښې رامخې ته شوے دے. د فلم په نړۍ د اووه دېرشو کالو د هيرو په حېث بادشاهي شائد چې يواځې د بدر منير په برخه وي او په نړۍ کښې ئې بل سيال پېدا نۀ شي. د بدر منير په فلمي سفر د خبرو نه مخکښې فلمي نړۍ ته د راتلو او دومره لوې شخصيت جوړېدو دهغۀ ذاتي ژوند او سفر هم څرګندول ضروري ګڼم. د هغۀ د ژوند لنډ سفر پاکستان فلم مېګزين هم محفوظ کړے دے او په نورو ګڼو ذريعو کښې ئې هم حال بيان شوے دے چې دلته مونږ د دغو متفرقو ذريعو نه په استفاده د هغۀ د محنت، مسلسل جدوجهد او کلکې ارادې سره سره د هغۀ د فلمي سفر وضاحت هم کوو. بدر منير د سوات په شاګرام کلي کښې په کال ١٩٤٣ء کښې د يو سفزو په ميا خيل کورنۍ کښې زېږېدلے دے. د هغۀ پلار ميا ياقوت خان د خپل کلي د يو جومات امام ؤ چې بدر منير ته ئې هم ديني تعليم ورکول غوښتل او ورسره ئې د کلي په پرائمري سکول کښې هم داخل کړے ؤ خو د بدر تعليم سره شوق نۀ ؤ او په خپل کلاس کښې به فېل کېدلو. ځکه پلار ئې څۀ موده پس هغه چارسدې ته د روزګار د پاره ولېږلو. خو د وړوکوالي اوبيا زلميتوب په وخت کښې د بدر منير فلمونو کتلو سره شوق ؤ. هغۀ به د سدهير اردو او پنجابي فلمونه د ابتدا نه کتل. مور ته به ئې وئيل چې هغه کراچۍ ته ولېږي. هلته به خپل ماما سره وسيږي او څۀ کاروبار به هم کوي. دغه دوران کښې هغه کراچۍ ته لاړو لږه موده ئې په لس روپۍ ورځ د خرګاډي چلولو مزدوري وکړه خو بيا ئې په يو هوټل کښې د بېره مزدوري وموندله. دغه مزدورۍ کښې ئې هم زړۀ نۀ لګېدو. په څۀ طريقه ئې دوبۍ ته د مزدورۍ د پاره د تلو بندوبست وکړو. دوبۍ کښې ئې دوه کاله په هوټل کښې د بېره مزدوري وکړه او لږې ډېرې پېسې ئې هم پېدا کړې چې په دغه پېسو ئې انګلستان ته د تلو لاره پېدا کړه. يو کال ئې هلته مزدوري وکړه خو انګلستان ته په قانوني ويزه نۀ ؤ تلے ځکه هلته پوليس ونيولو او پاکستان ته ئې راولېږلو چې يو ځل ئې بيا د کراچۍ په هغه هوټل کښې مزدوري شروع کړه. دې دوران کښې د فلم ډائرېکټر شېخ محمود يو معاون سره ئې ملګرتيا جوړه شوه. هغه فلم سټوډيو ته بوتلو او دغسې ورته په سټوډيو کښې د لائټ مين د نوکرۍ موقع په لاس ورغله. دغه دوران کښې بدر منير فلمي حلقو او شخصياتو سره پېژندګلو هم پېدا کړه او وخت په وخت به ئې په فلم کښې د اداکارۍ کولو خواهش هم څرګندولو چې اخر هم د اردو فلمونو نوميالي اداکار وحيد مراد ورته په کال ١٩٦٦ء کښې په "ارمان" کښې د يو وړوکي شان کردار لوبولو موقع ورکړه. دې دوران کښې بدر منير فلمساز نذر حسين ته مشوره ورکړه چې يو فلم په پښتو کښې جوړ کړي. نذر حسين دغه مشوره سنجيده واخسته او علي حېدر جوشي سره ئې رابطه وکړه چې د يوسف خان شېربانو قيصه، مکالمې او سندرې ورته د فلم د پاره تياري کړې. او بيا هدايتکار عزيز تبسم ته ئې د پښتو د وړومبي فلم دغه منصوبه حواله کړه چې بدر منير د دغه فلم هيرو جوړ شو. دې دوران کښې بدر منير ياسيمن خان ته رسائي وکړه او هغه ئې دې ته تياره کړه چې دغه وړومبي فلم کښې د يوسف خان په مقابله کښې د شېربانو کردار ولوبوي. فلم جوړ شو. نندارې ته وړاندې شو او داسې کاميابي ئې تر لاسه کړه چې د بدرمنير کړېدلے ژوند ئې د هيرو او بيا د يو لوې هنرمند، فنکار او اداکار سره سره د يو نوموړي شخصيت تر مقامه راورسولو.

بدر منير داسې مصروف شو چې يوه لحظه ئې اوزګاره نۀ وه. په دغه مصروف ژوند کښې بدر منير دوه ودونه کړي وو. يو ئې په خپله کورنۍ او کلي شاګرام سوات کښې کړے ؤ او دوېم وادۀ ئې په لاهور کښې کړے ؤ. دواړه ښځو نه ئې څلور څلور بچي وو چې د وړومبۍ ښځې مشر زوې ئې سعيد منير دے چې د پښتو يو فلم کښې ئې اداکاري هم کړې وه خو د ناکامۍ سره مخ کېدلو نه پس ئې د دغه نړۍ مخه بيا ونۀ کړه. د دوئمې ښځې نه مشر زوې ئې دلبر منير دے چې هغه هم په څو فلمونو کښې کار کړے دے خو هغه هم د ناکامۍ سره مخ شو او د فلمي نړۍ نه په ډډه شو. په فلم "د قدرت شان" کښې دلبر منير د وړومبي هيرو په حېث راغلے ؤ خو بيا هم کامياب نۀ شو.

په کلي شاګرام کښې د بدر منير بچي او کورنۍ د ډېرو سختو ورځو او غربت سره مخ دي چې زۀ ئې پخپله هم شاهد يم. د آل پاکستان بدرمنيرمووي فيډريشن (APBMF) او کلچرل جرنلسټ فورم CJF په شريکه د بدر منير کليزې نمانځي چې دغه لړ کښې مونږ يوه دستوره د پېښور په پريس کلب کښې په کال ٢٠١٤ء کښې کړې وه چې صدارت ئې د هغه وخت د ثقافت صوبائي وزير ميا افتخار کړے ؤ او مشر مېلمه پکښې فلمسټار اصف خان ؤ. په دې موقع ما ته هم د بدر منير په فن د خبرو کولو وئيلے شوي وو او ځنې صحافيانو ته هم. په فلمي ستورو کښې جميل بابر، امان، عجب ګل او اصف خان هم د بدر منير په فلمي ژوند خبرې کړې وې خو په دې موقع چې کومه اهمه خبره زۀ کول غواړم هغه دا ده چې دغه تقريب ته د بدر منير بچي هم راغلي وو چې مشر زوې ئې په دغه موقع د خپل غربت او سختو ورځو کومه نقشه راښکلې وه او د صوبائي وزير نه ئې د نوکرۍ کوم خواستونه کول نو ورسره زړۀ دردېدلو چې د دومره لوې اداکار او فنکار او د نړېوال کچ لوې شخصيت بدر منير د بچو او کورنۍ دا حال په دې وطن کښې ولې دے، د چا د لاسه دے او ذمه وار ئې څوک دي. د هغۀ يوه ښځه او بچي په خپل کلي شاګرام سوات کښې او دوئمه کورنۍ ئې په لاهور کښې د خپلو بچو سره وسېږي. قبر ئې لاهور کښې دے.

د بدر منير د فلمونو شمېره په مختلفو ذريعو کښې مختلفه ښودلے شوې ده. مونږ دلته د پاکستان فلم مېګزين ښودلے شوې شمېره په نظر کښې ساتو ځکه چې دغه مېګزين د بدر منير د فلمونو نومونه سره د کالونو ښودلې دي. د دغه مېګزين ترمخه د هغه د فلمونو شمېره پنځه سوه يو پنځوس ښودلے شوې ده چې په دغو فلمونو کښې څلور سوه اتلس د پښتو اته اتيا داردو، درې دېرش دپنجابۍ، يوولس د سندهۍ، او يو فلم د هندکو شامل دے. په دغو فلمونو کښې يو فلم د ډائمنډ جوبلي، شپږ فلمونه دپلاټينم جوبلي، پنځلس د ګولډن جوبلي، شپږ ويشت د سلور جوبلي حقدار ګڼلے شوي دي. دغو فلمونو کښې درې سوه دوه کامياب يو سل دوه دېرش د منځنۍ درجې، او نور ناکام فلمونه ګڼلے شوي دي. دغو فلمونو کښې ټولو نه زيات فلمونه دهيروئن په حېث ياسمين خان سره جوړ شوي دي. ياسمين خان نه علاوه د پښتو فلمونو هره مرکزي اداکاره د بدرمنير هيروئن پاتې شوې ده. بدر منير په خپل فلمي سفر کښې اصف خان سره دوه سوه اتۀ، نعمت سرحدي سره درې سوه څوارلس فلمونو کښې کار کړے دے. دې نه علاوه ئې په ګڼ شمېر فلمونو کښې د پښتو نورو اداکارانو سره کار کړے دے چې په هر فلم کښې به بدر منير وړومبے هيرو (اتل) راتلو. البته په څو فلمونو کښې د مېلمه اداکار په حېث په مختصرو کردارونو کښې هم راغلے دے. د وړومبي باقاعده پښتو فلم يوسف خان شېر بانو نه وړاندې ئې په څو اردو فلمونو کښې هم واړۀ کردارونه لوبولي دي. د بدر منير د ژوند وړومبے فلم ارمان ؤچې په اردو کښې ؤ او دغه فلم کښې د يو وړوکي کردار لوبولو موقع ورته وحيد مراد ورکړې وه. په دغه ابتدائي فلمي سفر کښې بدر منير د اردو په نورو فلمونو کښې ہیرا اور پتھر، جاگ اُٹھا انسان، حاتم طائی، لاکھوں میں ایک او جہاں تم وہاں ہم فلمونه شامل دي. چې وروستو ئې په اردو فلمونو کښې دغه سفر جاري ؤ او تر اخره ئې دغه لړۍ دوامداره وه. د هغه په اردو فلمونو کښې د "ارمان" نه علاوه " جہاں تم وہاں ہم او جاگ اٹھا انسان" د يوسف خان او شېربانو نه مخکښې په کال ١٩٦٨ء کښې جوړ شوي وو او نور ابتدائي اردو فلمونه ئې د يوسف خان شېربانو ١٩٧٠ء نه پس جوړ شوي وو. دلته د بدر منير د فلمونو نومونه راوړل ځکه ضروري نۀ ګڼم چې يو خو د پنځه سوه فلمونو نومونه ليکل به د ډېر طوالت ښکار کېدل وي او بل خوا د هغۀ د فلمونو يادؤنه په اصل کښې د پوره پښتو فلمي تاريخ يادؤنه ده او دا هم جوته ده چې د دغه شمېر نه د بدر فلمونه ډېر زيات دي چې په رېکارډ محفوظ نۀ دي.

ځکه د نومونو يادولو ئې هډو ضرورت نۀ محسوسېږي. د پښتو فلمي تاريخ دغه لوې اتل په يوولسم اکتوبر ٢٠٠٨ء کښې د دې فاني دنيا نه سترګې پټې کړې او د پښتو فلمي صنعت ئې يتيم پرېښود.

Hanif Khalil

12.06.2026

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←