اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د ملي شهیدانو یاد

غرڅنۍ وطنیار:

د لوئ بښونکي او مهربانه څښتن په ستایلي او ویاړلي نامه!

په لومړي سر کې د ملي شهید ګیله من وزیر او مولانا خانزیب د تلین په لمانځ غونډه کې ټولو ګډونوالو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم.

او همدا راز د قام او وطن ټولو سپیڅلو شهیدانو ته لاسونه لپه کوم او د خدای پاک له درباره ورته د بهترو جنتونو غوښتنه کوم.

قدرمنو، زه نن غواړم په قامي تحریک کې د ښځو په ونډه او اغیزو باندې لنډ بحث وکړم. لکه څګه چې له ادمه تر دې دمه د انساني ژوند په هر پړوا کې، هره هیواد کې، هر کلتور او هر ټولنیز جورښت کې د ژوند بار ښځو او نارینه وو په ګډه وړی . او پرته د دواړو له ګډونه توازون نه برابریږي . دا صابت حقیقت دی چې د نړۍ ټولې چارې ښځه او نارینه دواړه په ګډه پر مخ بیایي خو البته موقیعتونه، اړتیاوې او وړتیاوې سره توپیر لري.

همدا شان چې مونږ په خپل قامي مبارزې نظر واچوو، دلته هم د ښځو او نارینوو رول پکې جوت څرګدیږي. که څه هم ژمونږ په ground د ښځو شمیر ډیر کم وي، دا په دې معنا نه ده چې ګوندې پښتنې ښځې زمونږ په مبارزې کې ونډه نه لري.

زمونږ د هر پښتون مبارز تر شا یو کورنۍ موجوده ده. په دې کورنۍ کې مور، خویندې، میرمن او لور ګانې شاملې دي. او که د نارینه سره د یادو میرمنو مادي او معنوي ملاتړ موجود نه وي، هغې هیڅ کله د مبارزې ډګر ته چمتو کیدی نه شي . د پلار، ورور، خاوند او زوئ په هر پرمختګ او یا کړاو کې ورسره دوئ هم برابرې شریکې دي.

نو که په ground کې د ښځنیوو شمیر کم دی، د هر مبارز په کور کې د ښځینوو مبازرینو کمی نه شته او همدا د ښځینوو ملاتړ دی چې د کور چارې، ماشومانو روزنه او بلها نورې چارې په غاړه اخلي او نارینه ته دا موقع برابریږي چې په ارام زړه بهر مبارزه وکړي.

مونږ یې په خپل قامي مبارزه کې بې شمیره ډیرې بیلګې لرو. که د ملي مشر منظور احمد پښتون له کوره یې پیل کړو، د هغې د کورنئ یوه ښځېنه غړی هم په ground کې نه شته. خو د مشر مور، خویندې، میرمن او لورګانې د مشر د نه موجودیت احساس او د مشر په اړه بلها اندیښنې لري. یوې مور، خپل زوئ د همدې مبارزې لپاره د خپلې تودې غیږي لرې ساتلی دی. د یو خور تر څنګ د ورور ځائ تش دی. یوه میرمن خپلو بچو ته د مور تر څنګ، د پلار مینه هم ورکوي او یوه لور د پلار لیدو ته سترګې په لار ده. خو له دې وجې هیڅ کله شکایت نه کوي او په دې ویاړي چې په قامي مبارزې کې په یو شکل د اشکالو ونډه لري. او هاذالقیاس د قامي مبارزې د هر مبارز د کور همدا کیسه ده.

او پاتې شوه په ground کې د ښځو د مبارزې خبره، دا هم ډیر اړخونه لري. زمونږه ټولنه یوه سنتي ټولنه ده، او په دې ټولنې کې لا تر اوسه ذهنیت دې ته نه دی تیار چې په مبارزه کې دې ښځه او نارینه نیم په نیمه د مبارزې بوج په اوږه واخلي. البته د یادونې وړ ده چې د مبارزې په ground کې د ښځو نه ګډون یوازې د سخت دریځۍ له امله هم نه ده. بلها ډیر پښتانه مبارزین د خپلو کورنیو د ښځینه وو غړو پر Ground د مبارزې مخالف نه دي خو له بده مرغه، بیا هم زمونږ د ټولنې د یو شمیر خیرنو ذهنونو سره د ټکر د ویرې خپلې ښځینه د مبارزې ډګر ته نه راباسي. که حقیقت ته وګورو، د قام په درد تر نارینوو، ښځې ډیرې دردمنې دي او تر نارینوو ډیرې زیانمنې شوي هم دي.

که یو نارینه په مبارزه کې شهید شي، لا درکه شي یا بندي شي، د کورنئ تر ټولو غړو یې میرمن او لورګانې ډیرې زیانمنې کیږي. د یو شهید په مرګ توله کورنۍ غمجنه وي خو صرف د میرمن او لورګانې کور یې ورانیږي او د بلها مصیبتونو او بد بختیو او نا هیلیو سره مخ کیږي.

یاده دې وي چې کومې ښځې د پښتون قامي مبارزې په ډګر کې برخه اخلي، د دوئ مخه هيڅ څوک نه شي نیولی. سمه ده ننګونې به یې تر مخ پرتې وي، خو که هره پښتنه د قامي مبارزې ډګر ته راځي او په خپل پښتني غرور عملي مبارزه کوي ، په قامي تحریک کې تر نارینوو لا درنې ګنلي ګیږي.

مننه، پښتون ته ژوندون غواړو.

غرڅنۍ وطنیار

18.07.2026 جرمني - کولن ، کوروایلر

د ملي شهیدانو یاد

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←