اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د افغانستان او جرمني اړېکې

د افغانستان او جرمني اړيکې

د جرمني د لومړي وزير بيسمارک (۱) په وخت کې د افغانستان او جرمني د ملګرتيا اړيکې پيل شوې.

دا اړيکې د امير حبيب الله خان (۱۹۱۶ع کال) په وخت کې وده وکړه او د افغانستان او جرمني تر منځ د دوستۍ تړون لاسليک شو.

د امير امان الله خان په وخت کې د افغانانو او انګريزانو د دريمې جګړې وروسته (۱۹۱۹ع کال) ـ چې انګريزانو (پيرنګيانو) د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژندله ـ د افغانستان او جرمني دوستي نوره هم وده وموندله. (۲)

په ۱۹۲۲ع کال کې د لومړي ځل لپاره ۴۰ تنه افغان زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره جرمني ته ولېږل شول.

په ۱۹۲۳ع کال کې په افغانستان کې د جرمني سفارت پرانيستل شو او په ۱۹۲۴ع کال کې په کابل کې د جرمني ژبې يوه ليسه (د نجات ليسه) جوړه شوه.

#امير_امان_الله_خان د لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته په ۱۹۲۷ع کال د اکتوبر په مياشت کې اروپا ته سفر وکړ او د ۱۹۲۸ع کال د فبرورۍ په مياشت کې جرمني ته ورسېد. برلين ته د امير امان الله خان دغه راتګ د افغانستان او جرمني اړيکې لا پسې غښتلې کړې.

له ۱۹۳۶ع څخه تر ۱۹۴۱ع کال پورې د جرمني په مرسته په پلخمري کې د برېښنا د توليد فابريکه او همدا راز په چک وردګ کې د برېښنا د توليد فابريکه جوړه شوه، او په ۱۹۳۷ع کال کې د ميخانيک يوه ليسه هم جوړه شوه.

د ۱۹۳۸ع کال د جون په مياشت کې نژدې ۸۰ تنه جرمني مسلکي کارپوهان هم په ۲۴ برخو کې په افغانستان کې په کار وګومارل شول.

په ۱۹۳۹ع کال کې يې افغانستان ته ۵۰ ميليونه مارکه د سيمينټو، بورې (شکرې) او اورلګيت د توليد د پروژو لپاره، د لسو کلونو لپاره په کريډيټ ورکړل.

د دويمې نړيوالې جګړې (۱۹۳۹ـ۱۹۴۵) وروسته د محمد ظاهر شاه پاچا په وخت کې د جرمني د #هوخست او #بايرين درمل جوړولو کمپنيو (شرکتونو) په کابل کې څانګې پرانيستلې.

په همدې وخت کې د #زيمنس کمپنۍ له خوا هم په سروبي کې د برېښنا د توليد فابريکه او د اوبو ډيم جوړ شو.

له ۱۹۵۰ع څخه تر ۱۹۷۸ع کلونو پورې ډېر افغان سوداګر او ګڼ شمېر نور زده کوونکي هم د لوړو زده کړو لپاره په سکالرشيپ جرمني ته راغلل، چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي يرغل (۱۹۷۹ع کال) وروسته ډېری يې په جرمني کې پاتې او مېشت شول.

دغه راز جرمني د ۱۹۷۹ع کال تر لومړيو پورې يې د افغانستان د پراختيا او ابادۍ لپاره ۷۰۰ ميليونه مارکه مرستې وکړې او په افغانستان باندې د روسي پوځونو د يرغل وروسته يې خپل چارند‌توب، کارونه او فعاليتونه ودرول.

د ۱۹۷۹ع کال راپدېخوا د اسلامي ډلو ټپلو غړو، او د ۱۹۹۲ع کال وروسته د پخواني روس‌پلوه رژيم غړو او لوړ پوړو چارواکو ځانونه جرمني ته رارسولي.

د طالبانو د نظام (۱۹۹۴ع کال) راپدېخوا تر ۲۰۰۰ع کال پورې په جرمني کې د افغانستان د وګړو شمېر ۸۰٬۰۰۰ (اتيا زره) ته ورسېد، چې نژدې د ټولو سياسي پناه منل شوې او ډېری يې (ډبل نېشنېلېټي) يانې د افغانستان تابعيت سره سره د جرمني تابعيت هم ترلاسه کړی دی.

د طالبانو د حکومت د نسکورېدو وروسته د ۲۰۰۱ع کال د ډسمبر په مياشت کې جرمني يو وار بيا په کابل کې خپل سفارت پرانيست.

د ۲۰۱۲ع کال د مۍ د مياشتې پر ۱۶مه نېټه د ښاغلي حامد کرزي په وخت کې د افغانستان او جرمني تر منځ د دوه‌اړخيزو مرستو (همکاريو) تړون لاسليک شو.

جرمني له افغانستان سره پر نورو مرستو سربېره په ۲۰۱۴ع کال کې پرېکړه وکړه، چې له افغانستان سره به تر ۲۰۱۶ع کال د پای پورې هر کال ۴۳۰ ميليونه يورو پراختيايي مرستې وکړي او دا لړۍ به نوره هم وغځوي.

د ۲۰۱۵ع کال د ډسمبر مياشتې تر پايه پورې په جرمني کې د افغانستان د وګړو شمېر نژدې يو سل او شپېته زرو (۱۶۰٬۰۰۰) ته ورسېد، چې پنځه څلوېښت زره (۴۵٬۰۰۰) يې د ۲۰۱۵ کال له لومړيو څخه تر سپټمبر پورې او نور پنځه دېرش زره (۳۵٬۰۰۰) يې له سپټمبر ۲۰۱۵ وروسته راغلي. وو(*)

د ۲۰۲۴ع کال تر پايه پورې شاوخوا ۴۶۱٬۰۰۰ افغانان په جرمني کې مېشت شوي دي.

له ۲۰۲۱ع کال راهيسې جرمني د افغانانو لپاره د منلو ځانګړي پروګرامونه (Bundesaufnahmeprogramm) پلي کړي، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې يې له ۳۴٬۸۰۰ څخه ډېر کسان جرمني ته راوستي دي.

افغانان تر ډېره په هامبورګ، کولن او فرانکفورت کې مېشت دي. د دوی اقتصادي فعاليتونه د سوداګرۍ، رستورانتونو، د خوښیو / ودونو تالارونو، خوراکي توکو، ساختماني کارونو، د موټرو سوداګرۍ او روغتيايي برخو کې متمرکز دي.

د لوړو زده کړو ترڅنګ د مسلکي زده‌کړو (Ausbildung) په برخه کې د افغانانو ګډون په دوامداره توګه مخ په ډېرېدو دی.

افغانان په جرمني کې نه يوازې اقتصادي فعاليت لري، بلکې په ټولنيزو، سياسي، کلتوري او مدني فعاليتونو کې هم فعال رول لوبوي.(**)

(نصیر ستوری)

سرچېنه:

(*)pashtoonkhwa.com

(**) (Migration and Home Affairs) Bundesaufnahmeprogramm Afghanistan

————-

۱ ـ لومړي ويلهلم (کايزر ويلهلم اول) په ۱۸۶۲ع کال کې اوتو فون بيسمارک (Otto von Bismarck) د لومړي وزير او د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکه.

۲ -له بده مرغه په ۱۹۱۹ع کال کې پيرنګيانو د پښتونخوا (د ستر احمد شاه بابا افغانستان) خپلواکي نه، بلکې د نيم افغانستان خپلواکي يې په رسميت وپېژندله.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←