اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

سیاسي شعور

سیاسي شعور له نیوکو، بحثونو، او د اند (فکر) تبادلې اوشریکولو سره وده کوي.

د رغنده نیوکې ( نقد) رغونې (اصلاح) او بحث ور (دړه/ دروازه) باید تل پرانستې وي، ځکه چې رغنده نیوکه (( د ادب په چوکاټ کې)) د هر ریښتیني پښتون حق دی، که هغه د هر قامي او یا سیاسي مشر په اړه وي.

مشر منظور پشتین، چې د پښتنو قامي ویښتیا او یووالي یو مهم سمبول ګڼل کېږي، د یوې سیاسي کورنۍ سره تړاو لري.

د منظور پشتین مورنی نیکه، ایډوکېټ علي خان محسود (مسېد) ، چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) مشر دی ، وايي چې منظور پشتین زموږ له ګوند (PSDP) څخه د پښتنو د خپلواکۍ ، یووالي، قامي وحدت، ولسواکۍ، او ملتپال فکر الهام اخیستی.

پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ (PSDP) د پښتنو دخپلواکۍ ، حقوقو، قامي وحدت ، یووالي ، نژدې والي او د قامي پېژند (ملي تشخص) پر محور ولاړ ګوند دی، چې نظریاتي بنسټ یې د باچا خان بابا د خدایي خدمتګار غورځنګ له فلسفې څخه سرچینه اخلي.

(نصیر ستوری)

-

سیاسي شعور

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←