اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د پښتو ژبې د ملي او رسمي..

بسم الله الرحمن الرحیم

د پښتو ژبې د ملي او رسمي مقام د عملي کېدو غوښتنه د افغانستان د ۱۳۴۳ لمریز کال، برابر له ۱۹۶۴ میلادي کال، اساسي قانون د پښتو ژبې لپاره یو ځانګړی او روښانه حقوقي مقام ټاکلی دی.

د دغه اساسي قانون د ۳مې مادې له مخې، پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې ټاکل شوې دي. همدارنګه، د ۳۵مې مادې له مخې، پښتو په صراحت سره ملي ژبه بلل شوې او دولت مکلف شوی چې د پښتو ژبې د انکشاف او پیاوړتیا لپاره مؤثر پروګرام وضع او عملي کړي.

له همدې امله، موږ وطنپال، سوله‌پال، اتفاق‌پال او فرهنګ‌پال افغانان په بشپړ ویاړ اعلان کوو چې پښتو د افغانستان ملي ژبه او له دري سره یوځای رسمي ژبه ده.

دا یوازې یوه فرهنګي غوښتنه نه ده، بلکې په ۱۳۴۳ اساسي قانون کې تثبیت شوی حقوقي، ملي او فرهنګي مقام دی.

زموږ د غوښتنې حقوقي بنسټ

زموږ غوښتنه ځکه روښانه حقوقي بنسټ لري چې د افغانستان د ۱۳۴۳ اساسي قانون ۳۵مه ماده دولت ته د پښتو ژبې د انکشاف او پیاوړتیا لپاره د مؤثر پروګرام د وضع او عملي کولو مکلفیت سپارلی و.

له بده مرغه، د پښتو ژبې د دې قانوني مقام د عملي کېدو په برخه کې تر اوسه لازم اقدامات نه دي شوي. که د چارواکو له لوري د دې حق د عملي کولو پر وړاندې دا اندېښنه مطرح کېږي چې ګواکې د پښتو ژبې پیاوړتیا به د نورو ژبو او قومونو د راپارېدو، د بې‌اتفاقۍ او یا د ملي یووالي د کمزوري کېدو سبب شي، دا باید د یوه روښانه قانوني حق د نه عملي کولو کافي دلیل ونه ګڼل شي.

د یوې قانوني او ملي ژبې د حق عملي کول د بلې ژبې، قوم یا فرهنګ پر وړاندې اقدام نه دی.

موږ د دري ژبې یا د افغانستان د نورو ژبو د حق د کمولو غوښتنه نه کوو؛ بلکې غوښتنه مو دا ده چې د قانون له مخې د پښتو د ملي او رسمي مقام عملي رعایت تضمین شي او د دري د رسمي ژبې مقام هم په عادلانه توګه خوندي پاتې شي.

د قانوني حق غوښتنه د بې‌اتفاقۍ غوښتنه نه ده؛ بلکې د قانون د حاکمیت، عدالت، متقابل درناوي او ملي یووالي غوښتنه ده.

موږ په دې باور یو چې د ټولو ژبو او فرهنګونو حقوق د عدالت او قانون پر بنسټ خوندي کول د ملي یووالي د پیاوړتیا وسیله ده. د یوه قانوني حق د عملي کېدو مخنیوی او د قانون له حکم څخه سترګې پټول باید د ملي یووالي په نوم توجیه نه شي.

زموږ څرګنده غوښتنه

اوس هغه وخت رارسېدلی چې د افغانستان ولس خپل اسلامي، مدني، ملي او فرهنګي حقوق په روښانه توګه وپېژني، خپل قانوني حق وغواړي او په سوله‌ییز، مدني او قانوني ډول له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.

له همدې امله، زموږ څرګنده غوښتنه دا ده چې د پښتو ژبې ملي او رسمي مقام باید یوازې په قانوني متن کې پاتې نه شي، بلکې په عملي توګه پلی شي.

پښتو ژبه باید پرته له خنډ او ځنډ څخه د افغانستان په ټولو دولتي ادارو، وزارتونو، رسمي مکتوبونو، ښوونځیو، پوهنتونونو، علمي او اداري بنسټونو کې د خپل قانوني مقام مطابق وکارول شي.

په پښتو کې یو متل دی چې هلک وه نه ژاړي ، مور يې تۍ نه ورکوي .

بلخوا حق اخیستل کیږي خو حق چا ته نه ورکول کیږي .

همدارنګه، د هغو دولتي او اداري چوکیو لپاره چې له خلکو سره مستقیمې اړیکې لري، باید د پښتو او دري دواړو رسمي ژبو د زده کړې او په عملي توګه د کارولو وړتیا د مقررۍ له مهمو معیارونو څخه وي، څو هر افغان وکولای شي له دولتي ادارو سره په خپله رسمي ژبه اړیکه ونیسي.

موږ له اړوندو مسئولینو غوښتنه کوو چې د افغانستان د ژبو د قانوني مقام د عملي کولو لپاره روښانه، عادلانه او د تطبیق وړ تګلاره جوړه او په ټولو دولتي ادارو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې یې عملي کړي.

د افغانستان د هر وګړي ژبنی حق باید وپېژندل شي، درناوی یې وشي او په عملي توګه تضمین شي.

موږ د هېڅ قوم او ژبې پر وړاندې نه یو؛ موږ د قانون، عدالت، ژبني حق، ملي یووالي او متقابل درناوي غوښتونکي یو.

په درنښت او خوځښت

( اټوم فزیکپوه پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ)

د افغانستان د اټومي انرژۍ عالي کميسيون پخوانی مسؤل مشر

د پښتو ژبې د ملي او رسمي..

Dr. Nazar Mohammad Sultanzai

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←