ارکیالوژي
ارکي او ارکيالوجي ---- ريښه او لنډ وضاحت
1-- لفظ ارکي په بنيادي توګه د يونانۍ (Greek) ژبې تورے دے چې په يونانۍ کښې ئې مطلب دے: شروع، ابتداء، پېل، بنياد، جرړه او د عملي قدم د پاره بنيادي ذريعه.
٢. آر کي ټېکچر (Architecture) : په انګرېزۍ کښې مستعمل دغه تورے په بنيادي توګه د جرمنۍ ژبې دے چې په جرمنۍ ژبه کښې ئې مطلب دے. (Art of Building) يعنې د عمارت جوړلو هنر. په انګرېزۍ کښې هم آرکي ټېکچر (Architecture) په هم دغو معنو کښې استعمالېږي.
٣. آرکي ټائپ(Architype) : د دغه توري ماده هم جرمنۍ ده او په انګرېزۍ کښې هم په دغو معنو کښې مستعمل ده کومه معنىٰ ئې چې جرمنۍ ژبه کښې ده. په جرمنۍ او انګرېزۍ دواړو کښې د آرکي ټائپ (Architype) مطلب دے. (Building Plan) يعنې د عمارت جوړولو منصوبه او تيارے يا پروګرام.
٤. آرکائيوز (Archives): په انګرېزۍ کښې مستعمل د دغه اصطلاح مطلب دے محفوظ کول يا د محفوظ کولو او خوندي کولے ځائے ځکه په دغه محفوظ کولو او خوندي کولو کښې د زوړ والي تصور په خپله پروت دے. يعنې خوندي کولے هغه څيزونه شي چې زاړۀ او لرغوني وي . مونږ په انګرېزۍ کښې وئيلے شو چې :
“Place or Institution of Presentation”
٥. آرټيفېکټس(Artifacts) : دغه اصطلاح هغه څيزونو د پاره پکارولے شي چې انساني لاسونو جوړ کړي وي يعنې چې په مختلفو وختونو کښې انسانانو د خپل تهذيبي پس منظر سره
متعلقه د سرو يا سپينو زرو نه جوړ کړي وي او يا داسې نور څيزونه چې د هنر او سنګار نخښې هم ولري او په زړو وختونو کښې جوړ شوي وي.
په دغو ټولو اصطلاحاتو کښې د آرکيالوجي د وضاحت نخښې پرتې دي چې مونږ ئې په ربط او تسلسل سره د آرکيالوجي په تفهيم کښې داسې بيانولے شو. د يونانۍ ژبې د آرکي (Arche) په حقله چې مونږ ووئيل چې د دې مطلب دے شروع، ابتدا، بنياد يا جرړه نو ګويا په آرکيالوجي کښې هم په مادي توګه د ابتدائي څيزونو اصل معلومولے شي او د دغه اصل، جرړې او بنياد په حواله د يوې ټولنې تهذيبي ژوند ته ځان رسولے شي. بيا چې مونږ د آرکي ټېکچر اصطلاح راوړې ده نو هم هغه اصل او بنياد کښې د مکاناتو او عمارتونو د قدامت او زوړوالي سره سره ئې په جوړښت کښې آرټ او هنر هم په دې غرض لټولے شي چې د يوې ټولنې د زړو عمارتونو د هغه دور هنري مهارت ولټولے شي او دغسې د زړو آثارو د مطالعې په مرسته ئې د تهذيبي شعور او هنري صلاحيتونو نخښې رامخې ته کړے شي. دې سره سره په آرکي ټائپ (Architype) کښې د هم دغو زړو عمارتونو د جوړښت د منصوبې لټون هم په دې غرض کولے شي چې د مادي آثارو په ذريعه د زړو قوميتونو شعور او قابليت رامخې ته شي. آرکائيوز چې د دغو زړو آثارو حفاظت کوي نو ګويا د يوې ټولنې د وګړو د قابليت، صلاحيت او هنر تحفظ د دغه ټولنې د وګړو د اجتماعي شعور او پوهې خوندي کولو په غرض کوي خو ذريعې ئې مادي آثار وي او بيا آرټي فېکټس هم د دغو مادي جوړو شويو څيزونو په لاره د يوې ټولنې اجتماعي او شعوري صلاحيت ته د ځان رسولو يوه هڅه وي. د هم دغو بنيادونو او بنيادي اصطلاحاتو په لاره مونږ د آرکيالوجي مفهوم ته په آسانه رسېدلے شو نو راځئ چې نېغ په نېغه د آرکيالوجي مفهوم ته د ځان رسولو هڅه وکړو.
آرکيالوجي (Archeology):
په انګرېزۍ کښې د آرکيالوجي سپېلنګ داسې هم کېږي. (Archaelogy)د دواړو بنيادي مفهوم يو دے چې ماده ئې آرکيالوجيا (Archaiologia) ده. آرکيالوجيا کښې "آرکيا" د زوړ والي مفهوم څرګندوي او "لوجيا" د علم او پوهې په معنىٰ دے. خو د "آرکيا" په زوړوالي کښې د مادي آثارو وجود ضروري دے. په دغه بنياد د آرکيالوجيا نه چې آرکيالوجي (Archeology)_ جوړ شوے دے نو مطلب ئې هم هغه د زړو آثارو يا قديمو مادي څيزونو مطالعه ده چې په انګرېزۍ کښې ئې لنډ او جامع تعريف داسې کېدے شي.
Study of ancient relics.
او دوېم تعريف ئې لږ نور وضاحت سره داسې کېدلے شي.
Study of human activity in past through the recovery and analysis of material culture and relics.
په دغو دواړو تعريفونو کشې چې کومې ځانګړې نکتې مخې ته راځي هغه په دې ډول دي.
١.آرکيالوجي چې د قديمو آثارو (Ancient relics) د مطالعې نوم دے نو يو خو د آثارو (Relics) نه مراد مادي څيزونه دي او دوېم تصور په کښې د زوړ والي (Ancient) دے. ګويا زوړوالے يا قدامت خو په نورو ذريعو هم مطالعه کېدے شي، د ليکونو او کتابونو په ذريعه يا نورو غېر مادي ذريعو په لاره خو په آرکيالوجي کښې د "آثارو" يا مادي آثارو (Relics) موجودګي ضروري ده. يعنې د يوې ټولنې اجتماعي دانش يا تهذيبي پوهه چې د زړې زمانې په تناظر کښې معلومولے شي او دغه مقصد د پاره بنيادي ذريعه زاړۀ مادي آثار (Ancient material relics) وي نو دا ګويا د آرکيالوجي د مضمون غوښتنه پوره کوي.
٢.د آرکيالوجي په دوېم تعريف کښې چې وئيلے شوي دي چې (Study of human activity in past) نو ګويا په دغه مطالعه کښې يو خو ماضي شرط دے او دوېم کښې انساني تحرک يا عمل (Human Activity) هم شرط دے يعنې انساني ټولنه ولاړه او جامده نۀ وي هر وخت په حرکت کښې وي اوهر وخت د ارتقاء سره مخ وي نو ګويا په آرکيالوجي کښې دغه حرکت، عمل او ارتقا کتلے شي او درېمه خبره دا ده چې دغه عمل، حرکت او ارتقاء د پاره بنيادي ذريعه هم هغه مادي کلتور (Meterial culture) او آثار (Relics) دي. ګويا په ماضي کښې د انساني ټولنې عمل، حرکت، ارتقا او جدوجهد چې د ماضي د مادي کلتور او مادي آثارو په ذريعه لټولے او درک کولے شي نو دا په اصل کښې آرکيالوجي ده. يا د آرکيالوجي د مضمون غوښتنه ده. د آرکيالوجي په مفهوم د لا زيات وضاحت سره پوهې د پاره مونږ بايد چې د تاريخ (History) سره هم د دې سماجي علم (Social Science) په نسبت غور وکړو ځکه چې په تاريخ اور آرکيالوجي
دواړو کښې د ماضي مطالعه کولے شي خو بس د دغه ماضي د مطالعې ذريعې جدا جدا دي.
