اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د ارانیانو کینه

د پښتنو سره د ایرانیانو کینه

په تاريخ کښې د ټولو نه زياته کينه د پښتنو سره ايرانيانو کړې ځکه چې د پارس او پښتنو د زمانو نه تربګني پاتي شوې ايرانيانو ډېر په هنر سره د پښتنو د نسلي تاريخ مسخ کولو هڅه هم کړې د پښتنو د ډېرو اتلانو ايراني النسل کولو لپاره ئې ډېر علمي لټرېچر هم خور کړې د ايرانيانو د برلاسی دا قيسه د محمود غزنوی نه شروع کيږي چې کله هغه پخپل دلبار کښې د پښتو په ځائې پارسی ته رسمي ځائې ورکړو د پښتنو شاعران او ادب شاته کړل شو او د پښتو ژبې ليک دود په عربي رسم الخط سره واړول شو ددغه علمي او تاريخي ضربې نه لا پښتانه اوس هم نه دي خلاص او دماغ ئې په چکر دي پارسي زبان شرين است هم د ژبې د لارې پوليټيکل انجنئرنګ ته زمينه برابر کول وو.

کله چې ميرويس بابا د ايران جرنيل ګورګين په کال 1709 کښې اوڅپوو مړ ئې کړو باچاهي تې واخيسته نو د ایرانیانو دغه کينه لا اوس هم نه ده ختمه او د پښتنو د لوئي کور افغانستان د ګريوان نه تر اوسه لاس نه اوباسي‌ خپل لاس پوڅي پکښې موجود ساتي ځکه ايراني النسل دماغ د پښتنو د جغرافيې د محکوم کولو او د کسری د وخت د سترې امپراتورۍ ارمان ژن دي دغه جګړه په لوئي کچ تر د عربيت او عجميت رقابت هم خپل کړې چې د پښتنو د لوئي وطن نه تر کرمې او تر سوريا دغه نیابتي جګړه ډېره اوږده کول شي.

دغه راز د پښتنو نسلي تاريخ هم ايراني نوشتو د تحريف ښکار کړې او هغه دروغ ئې پکښې راداخل کړي چې تر اوسه تې پښتانه نه خلاصیږي. دپښتنو سره د ايرانيانو سربيره مغلو پيرنګېانو او په آخره کښې پنجاپي استعمار ذهنيت هم ډيره کينه پاللې او لا پالي خو حقيقت کښې په تاريخي توګه دا جګړه او رقابت د کابل او ډيلي ترمېنځ وو اوسني استعمار هسې پردې ټوپک په اوږه کړې.

د پيرنګي دوخت د پښتونخوا يو ګورنر چې د پښتنو په تاريخ ئې ېو لوئي کتاب هم ليکلې اولف کيرو هغه وائي چې ما دا کتاب په کال ،1958 کښې د سکندر مرزا په وېنا ليکلې ځکه ئې د پښتنو د تاريخ مسخ کولو شعوري کوشش هم کړې او د خپل کتاب نوم ئې د پښتون د تاريخي قديم نوم په ځائې په پټهان منسوب کړې.

په هندوستان کښې د جهانګير په دلبار کښې ېو ورځ ېو ايراني سفير د پښتنو په نسل تور اولږوو د جهانګير په دلبار کښې ډېر پښتانه ،لودهيان، غلجيان، سورين، او ايسپزئي، ناست وو چې دې خبرې ډېر خفه کړه او د خپل نسلي تاريخ مالومولو لپاره ئې مولا نعمت الله هروي کابل ته روليږو چې د بني اسرائيلو قيسه هم ددغه وخت نه مېدان ته د سیاسي مجبوريت له کبله راوړل شوه ددې وړاندې د بني اسرائيليت هيڅ کم وجود نه ښکاري.

د بالول لودي په وخت کښې په ډلي کښې ېو مولا صېب په ممبر د بالول لودي په مخکښې په پښتنو پسې خندا اوکړه چې بهلول لودي پې ډېر خفه شو . څه وخت مخکښې تبليغي مشر طارق جمیل په ېو تقرير کښې په پښتنو پسې خندا اوکړه وائي ! یہ پٹھان بھی عجیب قوم ھے ساس کو ،خواخے، بولتا ھے۔ ھلکه! د ساس نه خو ښواښې تورې خوږ دې خو دا هغه پنجاپې ذهنيت دې چې که په هره څيره کښې سربالا دې نو په مزاج او خټه کښې ئې د پښتنو سره کرکه ده .دا کرکه د اوس نه نه ده بلکه چې کله هم پې د پښتنو وار راغلې نو هم خپل زور ئې تې ويستلې دې دا وار به ېو ځل بېا هم خدائې راولي په خوند به ئې پوهه شي.

ليکواله صفيه حليم وائي ! چې کله به د ستر احمد شاه بابا لښکرې د هندوستان په لور تللې نو احمد شاه بابا به لښکر ته پخپله وائل چې څاروي به د چا په پټو کښې نه څروې چې عام خلک ازار نه شي خو دا بنديز به تر مارګلې کنډو پورې وو د مارګلې نه اخوا بیا د څاروو څرولو د پنجاپ په خاوره به اجازه وه .

دغه راز په پښتنو پسې ملنډې د ډير وخت نه دپاکستان په ټيلي ويژني شبکو او په نورو رسانو هم د ډير وخت نه کول شي چې کله هم د يو مسخرې کردار وي د ناپوهه سړي کردار وي نو ده هغه سړي څيره ډېر په ارادي ډول د پښتون څېره او د خبرو په انداز ښکاره کول شي پوښتنه داده چې د ټول قام په اړه داسې څيره ولې جوړول شي ؟

بائد دې خبرې ته په حېث د قام ځواب اووئل شي.

مولانا خانزېب

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←