اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

په المان کې د ژوند يوه لحظه

د اوړي د رسختۍ ورځ‏ په يوه صافه هواکى د غرمې په وخت مى يوه چکر ته زړه وشو. دکور څخه ووتم. د زيگ خوړ په غاړه مي زړه وو چى وگرځم او د ځان سره چرت ووهم. پوهيږو چه که په اروپا کى د ډير وخت راپه ديخواهم اوسيږو مگر چکر مو ددوي د چکر سره فرق لري. دوي چى چکر ته ووځي نو يا د کار او د کار د موفقيت په فکر کى وي او يا د نورو پرابلمونو په هکله فکر کوي، چى دې تمدن ورسره مخامخ کړي، يا په تيره رسختۍ فکر کوي چى څنگه تيره شوه او يا د راتلونکى رسختۍ په هکله فکر کى وي چى ‏څنگه بايد تيره شي.
مطلب مي دادۍ چى ددوي فکر يا د سپورت په هدف وي او يو فکر کوي. دوي چرت نه وهي د خيال په دنيا کى نه غرقيږي، فقط په ريالستي جهان او ريالستي اينده کى فکر کوي. دا چى دريمه نړى ‏څنگه بد بخته ده ، ددې نړۍ خلک څنگه په راکټو او توپونو يو او بل سره وژني داد تلويزيون له لارې گوري.
دوي د خبرونو له لارې دې ته متوجه کيږي چې څنگه د يو اولس او يو ملت خلک يو او بل سره وژني او بى گوناه خلک په وينو کې لمبيږي. دوي طبعآ دې بد بختيو باندې ډير متا ثر کيږي، زړه سوی يى ډير دۍ مگر دا بدبختي د خپل اولس او ‏ځان څخه لرې گوري. دا درد چې موږ ئې حس کوو دوي يې نه شي حس کولى.
هغه څوک چې په راکټونواو توپونو مري، هغه ددوي ورونه وريرونه او خپلوان نه دي، هغه په لرې ځاي کې

جولاى ۱۹۹۳ ع کال
انسانان دي چې د بد بختيو سره لاس په گريوان دي، هغه کورونه چې کنډوالې کيږي هغه ددوي نه لرې په يو بل ځاي کې دڅه بدبخته خلکو دي. که ددې جهان ورانونکو خبرونو اوريدلو وروسته ددې بيچاره او بيگوناه خلکو لپاره بسپنه وغوښتل شي نو هغه دوي په پوره اخلاص کوي او په خالي وخت کى ددى دردونکو موضوعاتو سره تماس نه نيسي.
په اروپا او امريکا کې خلک په عصري امراضو مري، منځنی ژوند ۷۵ کالو ته رسيدلى او زموږ د خلکو ژوند دجنگ نه لا دمخه د څلويښت کالو زيات نه وو. دوي ژوند کوي او موږ مرگ ته منتظر يو. د نازو انا د شعر په اساس که ددوي ژوند د نرگس په ځير يوه خوله خنديده وي نوڅموږ ژوند يوازي د خولى جينگول دي او بس



ســـحرگــــه وه د نـــرگس لـــيـمـه لانــــده

څاڅکي څاڅکي ئى له سترگو څڅيده ماوې څه دي ښـکلـيه گـــله ولــې ژاړې

ده وې ژونـد مې دى يوه خوله خـنديده

دا اوس د خپل چرت څخه ووتلم. پرابلمونه مې سره ډير يوځاي کړل، ځما اصلي خبره په اروپا او اروپايانو کې نه بلکه په ‏ځان او خپل هيواد کې ده. د انو ځما د خيال په باب ځما وروستي فکر وو چې د سريزې په توگه مې وليکه او اوس د اخري فکر څخه و اولي خيال ته را‏ځم. ما دا چکر په داسې وخت کې پيل کړچې ‏ځوي مي په کمپيوتر لوبې کولي، لور مې هم ددرس سره مشغوله وه او ميرمن مې مړۍ پخوله چې د پخلنځي څخه د مسالو بوي خوت لکه د هر افغان په کور کى که د سوپي په پيسو هم ژوند کوي )دلته مى مطلب د سوال پيسى دي چى دولت يى راکوي( او که د خپل کار په پيسو، خو د پخلنځي څخه به د زنکيو اونورو مسالو بوي پورته کيږي. د زيگ د خوړ څلور خواو ته ډيرې په زړه پورې منظرې دې مگر موږ افغانان ددي منظرو کتلو ته د خيال او چرت څخه نه شو راوتلى او ټول چرت مو همغه د هيواد په جنگ اوبدبختيو کې وي. ځما هم د نورو افغانانو غوندې همغه چرت دۍ چې په هيواد کې مو په شدت راکټ وريږي، بيگوناه انسانان مرى، کورونه کنډوالي کيږي او نور افغانان هم بي وطنه کيږي. نو کله سړى د خپل هيواد دروغي په فکر کي شي او کله سړى داسې نااميده شي چې گوندې هيواد مو د هميشه لپاره د لاسه ورکړ. وطن ته د تگ جرآت هم نه شته او امکان هم يا په بل عبارت موږ دا دلته افغانان د مرگ څخه هم ډاريږو، ځکه چې موږ جنگيالي هم نه يو چې پخپله يا په بل چا ځانونه وساتلي شو. زه خو د وژلو جنگ څه کوې چې د هغه لږ غوندې جنگى خبرو طاقت هم نه لرم. دا خيال چې سړى ليکي نو کله کله فکر پکې کوي او غواړي چې د نااميدۍ جهان څخه راووځي او په فکر کې شي: که چيرې د ا د اروپا او امريکا افغانان د افغانستان گاونډيو افغانانو سره يوځاي شي نو کولاي شي چې دروغي لپاره څه وکړي. په هر صورت ، ځموږ د افغانانو چکراو په دې اساس چرت وهل نو سړى نور هم خپه کوي. د زيگ خوړ په غاړه چکر کى گورم چې يود اوبو خالي ځاى مې د اونو سره جوښت په سترگو شو.
گټې او شګې وچې او د کښيناستلو وې. ما د ځان سره دستي وپتيله چې دلته په دې گټو کښينه، دا د اوبو څپې به دې تر يوې لحضې د پرېشانۍ ‏څخه خلاص کړي او فکر به دې ارام شي. داسې ويل کيږي چې څوک د روانو اوبو په غاړه کښيني ، پښې په اوبو کى کيږدي، د اوبو شرار اوري او څپو ته يې گوري نو فکر) بهتره چرت ( يې د نوروپرابلمونو څخه اوړي. دا نو په واقعيت کې داسې ځاي وو چې يو ليکوال او يا بهتره يو شاعر به د يوې ادبي ټوټې لپاره الهام ترې اخستى وى. زه نه شاعر يم نه ليکوال چې د زيگ د اوبو دا نازک شرار د ليلي د گنگرو د شرنگارسره او د اوبو دانازکې څپى د ليلى د زلفو د ولونو سره تشبه کړم چې يو ښه عاشقانه شعر او يا په زړه پورې ادبي ټوټه ترې راوباسم.
ما ځان بيا دچرت څخه و يوست غواړم چې بيرته و خپل چرت ته راشم. د زيگ د خوړ په غا ړه په همدې اميد وم چې ارام وکړم او د ا د خيالي دنيا څخه چي فقط دبد بختي او پريشاني ده وتښتم. يوه لحضه نه وه وتلې ، بيرته مي دې ته رافکر شو چې خيال بيرته د وطن همغو راکټونو او توپونو پسې تللى چې بيگوناه او د خداى (ج) غريب انسانان ورباندې وژل کيږي چې نه يى دا د خداى (ج) په دا لوي جهان کى څوک په چرت کې دي او نه يى څوک غمخور شته او د قاتلانو د توپونو او راکټوخوراک ته بې د کومې دفاع څخه تسليم دي. موږ نو په داسې مرحله کى قرار لرو چې نه د اوبو دا شرار او نه دا نازکې د اوبو څپې موږ دې وطن په مينه ليونى شوى چرت څخه راگرڅولى شي. دا فکر دومره ليونى دۍ چى د زيگ د اوبو د رزار او د نازکو څپو دا زولنې ئې نه شي راگرځولى. ماته په همدې لحضه کې هغه د پښتو لنډۍ را په ياد شوه:

کــــــه فـــکـــر بــــند پــــه زولــــنو کـــــړم
چې رانه خلاص شي برابر اشنا ته ځينه. 


د نورومضمونود لوستلو لپاره دلته کليک وکړی

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←