اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

رویج ـ لومړی برخه

د سحر وخت دی، مجلس ګرم دی ا ود کلى ملکان په حجره کښې ناست دى او چاى وېشلا کېږى. دوو خانانو بالښتونو ته ډډې وهلى دى. نائى په حجره کښې ګرم ګرم ګرځى. يوځائ ته منډه کله بل ځائ ته هلکه! بېګاه ما څو بستونه سم کړى وو يوه تولائى خو پکښې نشته د نائى انځر سره خپل زوى کوثر هم دی.
انځر: کوثره بچيه! څومره بستونه دې بېګا سم کړى وو.؟
کوثر: دادا ما کله سم کړى وو. بستونو له خو ته راغلی وی.
انځر: او او راپه ياد شو، خو چې ما څو بستونه سم کړى وو هغه؟
کوثر: يره دادا چې که خدائى مې نه غلطوى نو تا پنځه بستونه سم کړى وو.
انځر: غل خوره! غل خورې، چې ما پېنځه سم کړى و نو هغه يو بالښت او يوه تولائى څه شول؟
کوثر: زه ترې څه خبر يم دادا کار ته وکړې او قارېږې ماته.
انځر: هلکه! وړوکی ئې بې ځايه ټرېږه مه. سحر دې لا چاى مې هم نه دى څکلى. هسې نه چې يو څو ډبونه درنه پورته کړم.
کوثر: سامان ستانه ورک شه او ډبونه ماله راکوې ما څه ګناه کړې ده.؟
انځر: زر کور ته ورشه، د مور نه دې تپوس وکړه.
کوثر: دادا زما مور څه خبر ده.
(اشرف خان چې د حجرې مشر خان دا او اصغر خان دده کشر ورور دا دویړه په تماشه د انځر او کوثر خبرو ته ناست دى)
اشرف: هلکه انځره! دا څه وختى راسې دې د کوثر سره هنړ دا څه چل دی؟
انځر: خانه! څه به وویيو ددې زمانې دا اولاد ورک شه او نوم ئې ورک شه. بېګاه تاسو څوکيدار راولېږه، چې مېلمانه دې حجرې ته راشه. زه په کټ کښې پروت وم، ما ده ته وویل چې لاړ شه مېلمانه دى چې بستونه سم کړا وه. هډو زما خبره اونه منله،نو.
اشرف: نه نه! دا مطلب مې نه دا دا ته چې ویئې.
انځر: پوهه شوم خانه پوهه شوم، شر په دې دا چې يو بست پکښې کم کوز دا، زه دده نه پوښتنه کوم چې بل بست څه شه؟.
اشرف: عجيبه خبره ده، بستونه تا سم کړى دى او ټولولو له ئې هم ته راغلی وی. بيا د هغه غريب څه قصور شو؟.
انځر: او جى! او جى! هېڅ قصور ئې نشته دا، بې ګناه دا.
اشرف: نو بيا ته ولې قاريږې، چې ګناه ستا ده.
انځر: يره خانه! ځانله خو کنځلو وهلو له ملګرى پيدا کوو کنه.
کوثر: دادا، دادا هغه شپږم بست خو هغه دا.
د صندوق په سر پروت دا سړيه! بوډا ئې مازغه دې کار هم نه کوى.
انځر: په رښتيا کوثره بچيه! د لوئې ډنډ نه بچ شو ګنې خان به څه ويل.
کوثر: دادا چې خبرې ته دې فکر نه وررسى، نو هسې مه ویيه، څومره شور دې بيا په دې لږ وخت کښې جوړ کړا وو؟
انځر: د غوی ځويه! خبر نه ئي لا ددنيا خویږْ تراخه دې نه دى خوړلى ګنې نو.
کوثر: نو خانانو به څه وئيل څه وژلو خو به ئې نه، خپل تاوین به ئې اخيستو.
انځر: دغه خو هم زه ویيم چې لا بچی ئې نه پوهېږی. دې ته دې فکر نه وررسى. ګوره تيار هاړ داگ او د دا نو وخت دا. نائيکانو له مو ثابت کال خدمت کړی دی او منډې ترړې مو وهلى دى، خو ددې بست ورکېدل او زمونږ کډه تړل يو شا وو. خدائې رحم وکړو خير شو ګنې راڅخه به هر څه تلى وو.
کوثر: عجيبه خبره ده، خو د خپل تاوین اخيستو حق ئې دا نور به راسره څه کوى؟.
انځر: چپ شه د خر زويه~ دلته حق څه ګورې نن سبا خو د پښتنو داسې رویجونه دى چې امان ترې غویړه چې د چا زوروى، نو د هغه کور وى او پاتې مونږ دا غريبان خلق شو، نو زمونږ خو هر وخت پښې په سر وى.
کوثر: چپ شه دادا خان راروین دا.
انځر: او هو! تا اول ولې نه ويل، زمونږ دا خبرې خو به دهْ ټولې اوريدلې وى. خدايه! خير، هاړ ډېر نزدې دا، خدايه خير، خدايه خير.
کوثر:خان صاحب! بست دا دا دلته پروت دا، خو د دادا نه هېر شوی وو.
اشرف: او کنه دا ئې څه کوى. پردىا مال دده پرې څه تلى دى.
انځر: يره خانه! مازغو مې بالکل کار نه کو، نن سبا عمر لاړ تېر شو.
اشرف: ډېر ښه کار به شروع کړى خو که يو څو ډبونه دې وخوړل.
انځر: (په خندا غوندې) يره خانه! ستاسو د دعا برکت دا کنه زمونږ دا لوږه تنده او خراب خوراک دومره عمر چرته ګوزاره کېږى.
اشرف: نورې خبري اغېږه مه خو چې ته نشې کولای، نو زوی دې راولېږه.
انځر: او جى! هم داسې به انشاء الله تعالى چې کوو. بله څه چاره نشته نو.
دوئى لا خبرې کولې، چې د خانانو يو بوډا او زوړ نوکر "یاری" چې په سپينه ږيره دا، راغی او خان ته ئې په غوږ کښې څه پټ غوندې وويل.
اشرف: دا څه د پټولو خبره خو نه ده. يار محمد خانه دا خو د خدائى قدرت دا چې هغه څه کوى په هغې به شکر اوباسو. زوى نه لور هم ډېره ښه ده.
یاری: لور هم ډېره ښه ده خانه! خو زوئى د خدائى ډېر لوئى نعمت دا، خو نه دا هم د خدائى ډېر لوئى رحم شوی دا.
اشرف خان: دا خو څه د پخوی غوندې د جهالت زمانه، نه ده چې په لور کېدو به خلقو ته ځانونه بد ښکارېدو، البته مور به مې ډېره خفه وى.
یاری: ولې به نه خفه کېږى، ځکه چې مور خو دې زوئى په اولاد ډېره خوشالېږى اوپه لور ډېره خفه کېږى.
خان: نو بيا خو به هغه ډېره خوشاله وى.
یاری: ډېره به خوشاله شوې وه خو که هلک وی ، نو تاسو به دلته کښې بيا يو ویر ګرمه ګورمه ليدلا وی.
یاری: يره خانه! په خدائى تعالى يقين اوکه چې ستاسو او د کشر خان ودونه شوى دى، نو بيا مو د ډمامې او د دوکړئ ټنګ نه دی اورېدلیا. بېګاه داسې مې غوږ وه چې د خان زوى اوشى نو انشاء الله تعالى چې يو ځل به بيا خوشالى په سترګو اووينو.
خان: دا څه دومره غټه خبره نه ده ماما! هلکان يو دا ځل نه بيا به چرته شى.
یاری: الحمدالله الحمدالله خدائى دې خير کړى زمونږ د خوشحالۍ هم تاسو ئي. نور مو څوک دى. پلار مو ستاسو دپلار سره مړ دا او زه دغه دا ستاسو په مخکښې روین يم. عمر مې خوړلا دا. بوډا يم او انشاء الله تعالى چې بچى به مي هم ستاسو سره مړه شى. غوښه به د هډوکى نه هېڅکله نه جدا کېږى. بچى به مې ټول عمر ستاسو خدمت کوى. مونږ ستاسو نمک خویره يو. ددې خاندان ځائى خپل يو. زمونږ دا حق دا چې ستاسو په خوشحالئ خوشحاله او په غم خفه شو.
خان: یاری ماما! ته زمونږ زوړ سړا ئې چې ته نه خفه کېږې او نه خوشحالېږې نو نور به څوک داسې وى چې ستا په شان به وى. نور خلق خو وخت سرکوى.
یاری: خانه! په لوئى ذات مې دې قسم وى که بېګاه مې سترګه پټه کړې وى. هر وخت به مې د تورګل د مور نه تپوس کولو چې د خانانو د کور مزدوره زېرى له رانغلله خدائى تعالى دې خير کړى د خان زوى مې ډېر ارمان دا.
خان: ډېره ډېره مننه يارو ماما! ستا اخلاص مونږ ته د پخوی نه معلوم دا. د خان مور هلته کور په ژړا ژړا سترګې سرې کړى چې يا خدايه! زما خو ستا نه ډېره طمعه وه چې ته به اشرف خان له زوى ورکړې. دا دې څه اوکړه د دښمنانو خوی دې راباندې يخه کړه.
نازو: مورابۍ! اوس په ژړا څه کېږى چې په قسمت څه وو، هغه راورسېدل دا طالعمنه جينۍ معلومېږى.
مورابۍ: ورکه شه جينۍ او د هغې طالع! جينۍ به څه وى او طالع به ئې څه وى لرې شه د مخ نه مې د سپېرې لورې.
نازو: مورابۍ! اوس وخت د ژړا نه دا، د بى بى مور او لور خپل خپلوین ناست دى، سړا بد ښکارى.
مورابۍ: مه اخله د بى بى د نحسو او بد قسمتې مور نوم زما په مخکښې! کنه داسې ګوزار به درکړم، چې لېونۍ به دې کړم.
نازو: په دې کښې د بى بى د مور څه قصور دا؟
مورابۍ: ما د اشرف پلار ته ويلى وو چې دا ښځه ډېره بدقسمته ده، دې چرته ښاده ورځ نه ده ليدلې. لېورزى ته ميراته شوې وه، زهْ دداسې ښځې لور خپل زوی له نه غویړم، خو وې نه منله او لګيا شو چې د اشرف مورې! ته نه پوهېږې دا څه خبره ده چې مور ئې ميراته ده نو لور به ئې هم ميراتېږى؟ کاوس خاخا زما د پلار ډېر خپل وو، زهْ د هغه دا خپلولى زمکې ته نه شم غورزولا. نور څه لاس مې نه رسى نو يوه لور خو به ئې په کور شګې کړم کنه او اخر خان خپله خبره وکړه او د کاوس ميراته لور ئې زما زوی له وغوښتله.
نازو: چپ شه مورابۍ! بى بى ناجوړه ده او په زړه ئې هسې هم د لور بوج او زخمونه پراته دى او ته پرې مالګه دوړوې. دا څه د هغې کار و؟
مورابۍ: لرې شه د ملا لورې! د ځان نه دي راته قاضى جوړ کړا دا مسئلې راته کوې. که اورى نو هم ښه او که نه اورى نو هم ښه. زه په دې څه کوم او دې ماله څه کړى دى؟ دا د کاوس لور زما مشره اينګور ماله څه خدمت کړا دا او زما زوی له ئې څه کړى دى، لا زما په سر مې زوی ته پټې پټې خبرې هم کوى.
نازو: مورابۍ! د مشرې بى بى په شان ښځې خو به اوس پيدا کېږي، دا د کور ټول کارونه لکه د مزدورانو په شان پخپله کوى او د ټولو نه ورستو اوده کېږى.
مور ابۍ: زما څه کار دا، تاسو د کور مالکان خپل جوړ کوى نو.
مور ابۍ: او کنه خویرې خو شکئ ستا ځکه د کاوس لور خوښه ده چې تاله پټ پټا څيزونه درکوى او په تا ئې خرڅوى. زما د خدائى تعالى په فضل سره داسې زوى دا چې مې ورنه اووئيلو نو اوس به ې ورله سر طماچه ګرځولې وى.
نازو: ما دې خدائا د غلاګانو نه اوساتى چرته بى بى غلا کړې ده او نه به اوکړى.
مور ابۍ: او کنه غل چې غلا کوى نو قران قسم ته ئې ځان جوړ کړا وى.
نازو: هئا توبه! خویښې انګور خپل کار زما خو يوه غټکئ ده اوس به ئې په ترخ کښې کړم او روینه به شم.
مور ابۍ: اوس به ولې نه ځې پوهه شوې په تا څوک د بى بى دائى توب نه کوى او تش لاس به اوس ګرځې.
نازو: هغه خو زما د مور په ځائا او زه ئې د پښو خاورې يم. زه د هغې مزدوره نه يم، نو د بل چا مزدورى به کوم.
مور ابۍ: هلئا دا شپنکئ خو زما سره داسې ويل کوى لکه چې مې يور وى او يا خویښې ورشه جينۍ اشرف يا اصغر راوله.
په کور کښې هنړ زوګ شه، نازو ئې راحصاره کړه او په جمع خلقو ئې اووهله صرف په دې چې د يوې نيکې مېرمن ملګرتيا ئې کړې ده. خانان هم راغلل او شور زوګ جوړ شو. وروستو پته اولګېده، چې شر په څه شوی دا. اشرف ورمنډه کړه او خپله ناجوړه ښځه ګلون ئې په کټ کښې راحصاره کړه. او لکه د خرئې اوډبه وله، د ګلون خپل خپلوین دوه خوېندې او يوه مور هم د بچى کېدو له راغلا وې او ناستې وى، خو د خدائى په چارو ئې لاس نه رسېده. جنګ خورشه، ګلون ستړې ستومانه او درمانده په کټ کښې پرته ده، د چا مجال دا چې ترېنه تپوس اوکړى، چې بى بى څنګه ئې؟
خانان په شر شدت باندې حجرې ته لاړل، نازو زر زر خپله غوټه اوتړله او په اخر کښې د خپلې نيکې او بدقسمتې مېرمن خویله راغله.
ګلون: څه کوې نازو چرته دې لام تړلا دا.
نازو: زه نوره دا د وهلو ټکولو مزدورى نه شم کولا بى بى.
ګلون: هائا بختورې څنګه ازاد ژوند دې دا، دلته خفه شوې نو بل خوی روینه شوې، ليکن زه، زه زه بدقسمته به چرته لاړه شم، چاته حال اوویيم، زما څوک دى، زما خدايه زه څه کوم. زه خو چاته په ښو سترګو کتا نه شم. زما څه حال دا لکه د سپى په کټ کښې ناجوړه پرته يم، نه مې د تپوس څوک شته او نه د خبرې. دا چا کړې ده چې د مور په وينا د څلويختۍ ښځه وهى او د مور او د خوېندو په مخکښې هېڅ چاته ګناه نشته. هر سړى ته خپل خپل قسمت په برخه ورسى، زما به دا قسمت و، زه چاته اوژاړمه، چاته فرياد اوکړمه، چې په ما څه تېرېږى. هائا پوښتۍ مې ماته شوه، دا سر مې اونيسه.
نازو: ډېر درد کوى که څه مات دا.
نازو غريب نيولې ده او د غريب نه ډکه د بي بي په سر رامنډه شوه او ،ئې نيوه، نازو د بى بى يوې خور ته ویئىء:
نازو: راشه بى بى دا ویړه جينئ ورسره راویخله داسې ژاړى.
بى بى: ژاړى به خود چې د مور په قسمت کښې ئې ژړا ده، نو دا به څنګه اوخاندى.
ګلون: نازو ته روینه شوې، مه ځه زه درته منت کوم.
نازو: ستا خبره خو ماته دومره ده بى بى لکه دا بره اسمان خو څه اوکړم، د مور ابى راته سترګې کوزى دى. په کور کښې به څنګه ګوزاره اوکړم.
ګلون: اا جينئ! باهر ته چې لاړه شې نو بيا به د چا مزدورى کوې کنه، نو دلته دې عمر شوی دا او شپې ورځې دې شوى دى، دلته دې دا د خپل قسمت سختې ورځې نه اوباسا، زما خو به درباندې سود کېږى کنه، چې ځه زما په شان يوبدقسمته ښځه بله هم شته.
نازو: خدائا دې نه کړى چې زه به دلته پاتې کېږم، د خداى پاک دا نوره دنيا چرته سوې ده څه؟.
ګلون: خير دا خير خفه کېږه مه، دا خو کور دا، هر څه پکښې راځى. جنګ جګړې، وهل کنځل نو ته به داسې خفه کېږې.
نازو: ماته هرڅه چې ویئى منم، خو تا پکښې بدنامه وى، ویئي چې مشره انګور مې شا پټ کړى او نازو ئې خرڅ کړى.
ګلون: دا خو خدائا پاک ته معلومه ده، چې ما څه پټ کړى دى او تا څه خرڅ کړى دى. که زما په سر ددې کور نه لرې کېږې، نو زه درته منت کوم، نازو ما يویځې دې سپورو ستغو ته مه پرېږدهز ماته داسې ښکارى لکه خپله خور. که ته رانه لاړې، نو چې راپورې به څه جوړه وى، دا خو لا ښه ده چې ته ئې.
نازو: نه بى بى زه نوره يوه شپه هم دلته نه کوم. په ما څه انداغ دا، چې ډېره مزدورى او ډېر وهل کنځل وړم.
ګلون: خویره شې! په خپل کور کښې داسې کېږى لېونئ کېږه مه.
ګلون او نازو دا خبرې کولې، د ګلون خوېندو او مور په زارو قطار ژاړى په خپل تقدير ورله افسوس ورځى. د ګلونو مور چې ډېره پاکه او دينداره او مسلمانه ښځه ده، د خاوند د هغې نيک کارونو په بدل ډېره خوگشه وه. ددې وجې نه ئې بل ویده اونه کړه، ځکه د ګلون مور روزون ميراته پاتې شوه او څلور لونړه ئې بې روره په دنيا کښې پيدا کړى. د خاوند ئ ډېر مال او بساط و، ټول د هغې ليورونو ته پاتې شه، د لېور ئې درې زامن او دوه لونړه وې، د مشر ليورزى نوم ئې قباد وو، قباد د خپل تره غوندې لويه دبدبه نيک خوئى او ښکلا قد و قامت لرلو. دا د تره لونړه ورته د خپلو خوېندو نه کمه نه ښکارېدا، بلکې د دوى به ئې د هغوى نه زيات عزت او دارومدار کول. د نازو او ګلون دا مذکور کېده او دهغې مور او خوېندو دا هرڅه اورېدل هرڅه ئې ليدل، ليکن د چا کله مجال و، چې څه ئې وئيلا وی.
روزون: پرېده جينئ چې تاله به هم غاو درځى او نازو هم تنګه ده، نو پرېده چې ځى.
ګلون: هئی هئی خوږې ابۍ ته څه خبر ئې چې زما څنګ قسمت دا او څه راباندې تېرېږى.
روزون: ستا قسمت خو ستا سره دا، نو دا غريبه ولې په دې تنور کښې حصاره وې.
ګلون: ته نه پوهېږې مور چې زه څه ویيم، نن سبا خو دېویلونه حالونه ویئى، يرېږم که چا راڅخه مور ابۍ خبر کړه، نو ژبه به رانه پرې کړى. د نازو ددې کور نه وتل او زما شرمول يوځائا دى، اوس به ویئى چې دغه ده وينئ د کور ښځه ئې راڅخه اووېستله، ګورا چې د خپل پلار کره ئې اولېږله او که چرته د خوېندو کره نو بيا به زه څه ویيم، دا ساعت لا ښه دا چې تاسو خو کله ناکله سترګې مخامخ کړئ، څه لاړې مې تېرې شى او که نازو اووته، نو بيا خو مې عمر ګران دا، نو نه به تاسو په دې طرف څوک راپرېږدى او نه به زه چرته درشم.
روزون: ته ښه وی هر سړا د خپل کور په جوړ ښه پوهېږى.
ګلون: کور خو کور وى، هر څنګه چې وى، ليکن زما کور نه دا په ژوندونى ګور دا. زوى ستا نه دا شوی او بدقسمته زه ګڼړلا کېږم. دا خو د الله پاک کار دا، زما او ستا څه قصور دا.
روزون: چپ شه بچئا! څه چې په قسمت وو، هغه راورسېدل. اوس خو مړه او ژوندئ د دې کور ئې او خویښې دې هم ډېره ښه ښځه ده. په ترخو کښې خویږه وى، ناکام کوه چې ګوزاره دې ښه کېږى.
ګلون: ناکام خو مې هډوکى وراسته کړل، څلور کاله مې ددې کور کښې تېر شو او د چا د خولې نه مې ښه لفظ ځان ته نه دا اوريدلا. مور ابۍ هر وخت دا ویئى چې کشره انګور مې د ډېر لوئى کور ښځه ده او ډېره ښه ښځه ده او ماته هغه ویئى چې په خوله ئې راځى او دا شوى کارونه خو اوس تا په خپلو سترګو اوليدل ورک شه پښتانه او د دوى مالدار کورونه او غلط رویجونه. زه خو ویيم چې په يو غريب کور کښې مې نصيب شوی وی، خو چې ددې هنړ زوګ او وهلو ټکولو نه دمه وی، د جویرو نوړئ به مې وچه خوړه خو زړه به مې په ارام و. زه خپل پلار او تاته ښېرې نه کوم، مور دا ستا غلطى نه ده، دا زما خپل قسمت و ګنې دا نورې زما خوېندې نه دى څه. بيا هم د دوى خو ګوزاره کېږى کنه خو زما دا قسمت داسې او لړلا تک تکور دا، په داسې کور کښې خو په تخت که څوک ناست وى خو هم به د خاورو ايرو نه ناکاره او لاندې وى.
روزون: زمونږ هېڅ قصور نه دا بچئ چرته چې مونږ ته په زړه کښې ازار رانه ولې، د تقدير ليک هېڅوک نه شى ورانولا ، دا به قسمت ته منظوره وه.
ګلون: زه به ولې تاسو ته ښېرې او ازار کوم، مور دا خو به تاسو زما دپاره ښه جوړوله خو قدرت ته به منظوره نه وه. بابا خو مې نشته خو شکر دا د تره زوی قباد خو شته دا کنه ماته خو د خپل رور په شان ښکارېږى او کله چې دلته راشى، نو داسې خوږې خوږې خبرې راته اوکړى چې بالکل د پلار غوندې سود مې پرې اوشى.
روزون: خدائا پاک دې شته کړى. په رشتيا ډېر ښه سړا دا ګنې په اوسنئ زمانه کښې د تره د لونړو سره د چا څه کار وى او بيا مونږ غوندې بدنصيبه او زه خو ورته د مور نه هم کمه نه ښکارېږم او اوس به هم انشاء الله تعالى ستا د لور د کېدو نه خبر شوی وى او غريب به چرته اولېږى پاڅى راروین به وى.
ګلون: خدائا پاک دې نه کړى هغه زما رور د خدائا دى کونجاړى کور ته نه راولى ګنې. مور ابۍ خو به ئې اوس لکه د منزرى د حلقه تېر کړى. ډېره يرېږم چرته رشتيا رانه شى. ولې نه خداا پاک دې راولى چې ما خو په دې حال کښې اووينى چې زما په خور څه تېرېږى او ددې څه ژوند دا ولې هغه به زما دپاره څه اوکړى؟، چاته به څه اوویئى؟.
دوى لا دا خبرې کولې چې ناڅاپى اویز شه، چې قباد خان راغی. قباد خان د کورنو خانانو سره ډېر راشه درشه اوکړل، ډېر په ادب سره د اشرف خان په خوی کښې کېناسته د خپلې خور دپاره ئې ډېر سامانونه راوړى وو، ورسره خپل دوه درې نوکران هم موجود وو.
قباد: اشرف خانه خفه کېږه مه دا به قسمت ته منظوره وه.
اشرف خان: خان په دې کښې د خفه کېدو څه سویل دا.
قباد: ویقعى ستا دپاره دا د خفګان خبره نه ده، ته خو لا اوس ځوین بچا ئې، او دا دې لا اول بچا پيدا شه، که خداا پاک رحم اوکړى، نو زوی به دې بيا اوشى.
اشرف: د زوى خو مې د سره اميد ورک شوی دا.
قباد: اشرفه! خان ئې خو بې خدايه خبرې مه کوه.
اشرف: عجيبه خبره ده، چې د يوې ښځې مور دې مېراته وى، د هغې بله لور دې ميراته وى او ددې هم لور اوشوه، دا څنګ زوى راوړا شى.
اصغرخان: لاله جى دا خو تاسو بالکل د جاهليت غوندې خبرې کوئ، توبه اوکې، دا څه د ورندار بى بى کار خو نه دا.
اشرف:او کنه ته به داسې ولې نه ویئى روغ زړه دې دا.
زوى به راوړې او د ټول مال ویکدار به شى.
اصغر: لاله جى! زما زوی ستاسو زوی دا او ستاسو بچى زما بچى دى.
اشرف: ګوړه ګوړه کوه خوله به دې خوږېږى. دا ارمان به دې هېڅکله پوره نه شى، زه به اوس ځانله اوس بل ویده اوکړم.
قباد: خان ویده خو د خپلې مرضئ شا دا، خو که چرې ستا د بلې ښځې هم زوی اونه شى نو بيا؟.
اشرف: بيا اوکڼړه چې زه بدقسمته يم.
اصغر: لاله جى! په ورندار بى بى دويمه ښځه کول ګويا فرشته تنګول دى، د هغې غريبې څه قصور دا او که چرې زمونږ د کور دا حالت وى، نو دويمه ښځه ساتل هم ګران دى.
قباد: پرېږدئ دا خبرې اوس، ځانونه مو شرمولى دى، د کلى محلت خلق ولاړ دى او تاسو يو بل ته بدې ردې ویيئ. راشه څوکيداره دا ټوکې چرګ، غوړى ا دا نور نرا نرا سامان چې د ګلون دپاره مې راوړا دا، کور ته ئې ورکړه او ورته اوویيه، چې تادى مې ده ویپس کور ته ځم.
(خدمتګارې سامان راوړه، قباد خان يو نيک خويه انسان و، د خپلو خوېندو په نسبت په دې خوېندو ډېر مهربان او مئين و، څه ډېر سامان ئې ورله کړى و).
(خدمتګاره راننوته).
مور ابۍ: خویرې خوشکئ ته لا هغسې په دې کور کښې ئې، دا ته دا دومره وخت کوم ځاا وې او ځه دا مخ دې ورک شه چې بيا رانه شې.
نازو: مور ابۍ زه به چرته لاړه شم، زما خو هم دا کور دا نو.
مورابۍ: د سپى لور چه ګذران دې نه کېږى نو د ځان نه اوچت ټوپ مه وهه.
نازو: مور ابۍ په خپل کور کښې داسې کېږى نو.
مور ابۍ: دا په سر او ترخ کښې دې څه نيولى دى.
نازو: دا خو قباد خان راغلا دا او بى بى له ئې سامان راوړا دا.
مور ابۍ: ته راوړه څه دى.
(نازو ورله سامان راوړه، نازو ډېره خوشحالېده، چې ځه که خير وى مور ابۍ به ډېر سامان اووينى، نو بى بى ته به ئې سترګې ښې شى. کله به ئې يو څيز خودلو، کله بل، مور ابۍ هرڅه شمار کړل او د نظر نه ئې اوويستل).
مور ابۍ: دا سامان په المارۍ کښې کېږده او چرګان دې د چرګو کوټکئ ته پرېږده، پاتې شو اورنړا او سيزنۍ دا هم خوندى کړه که خدائا رحم اوکړه او د نګهـت زوی اوشه، نو ورله به ئې راویخلم.
نازو: ولې مور ابۍ د نګهت بى بى مور او ورور نشته څه؟
مور ابۍ: زه ئې مور يم کنه.
نازو: نو ته به ورله دا سامان پيدا نه کړې څه؟
مور ابۍ: د خوشکئ لور په سر مې مه دړکوه دا سامان څه د ګلون د پلار کور خو نه دا.
نازو: قسم په خداا دا مور ابۍ چې دا قبادخان راوړا دا.
مور ابۍ: پوهه يم پرې خو د قباد خور چې دا څلور کاله دلته ډکه شوه او تشه شوه نو د هغې په بدله دا سامان څه شا دا.
(دوى لا په دې مذکور کښې وی چې د کلى يوه زړه ښځه عذرخاني له راغله)
مور ابۍ: راځه راځه قمرو جان ښه ده چې راغلې.
قمروجان: غم ښادى او عذر مبارک دى کنه نو نه به وی راغلا.
مور ابۍ: ولې ولې به نه راتلې.
قمروجان: د بى بى په لور داسې خفه يم لاس مې نه رسى نو څه چل اوکړم، خو دا به الله پاک ته منظوره وه.
مور ابۍ: ورکه شه خوله دې بنده کړه، هر سړا به راځى او ویئى به په لور خفه يم او په لور خفه يم، زما دې په غولو لړلى قسمت ته نه ګورې چې داسې انګور ئې راله راکړې ده. د اشرف د ټولو ملګرو زامن شوى دى او ددې پکښې لور اوشوه.
قمروجان: چپ شه بى بى دا څه ویئى دا څه د هغې کار نه دا خو الله پاک ته به منظوره وه او اوشوه.
مور ابۍ: ورکه شه دا او لور ئې اوس دې شرم ته اوګوره چې دوه خوېندې او يوه مور ئې لکه دقلعه د نوکرانو ناستې دى او هډو د تلو نوم په خوله ناخلى يو شرمېدلا، د خوند رنګ نه پاک د تره زوی ئې دا، هغه لا پسې هم نن راغی او راوړى يې څه دى، داسې کورونو ته څوک دا د شرم ډک لږ څيز راوړى، لکه قباد چې اوکړو.
قمروجان: قباد خان خو ډېر ښه سړا دا او بيا ددې خوېندو په حق کښې خو ډېر زيات ښه دا.
مور ابۍ: او او ډېر زيات ښه دا. داسې به څوک اوکړى چې د خپلې خور پرتوګ به چنار ته اوخېژه وى. ته اوګوره.
قمرو جان: دا لس سيرگره غوړى، شل چرګان او پېنځلس ګزه ټوکا، هغه نور مې نه دى ليدلى چې څه ئې راوړى دى. نو لنګا خور له څوک دا لږ سامان راوړى.
قمروجان: بس که مور ابۍ ما وی چې رشتيا ئې څه نه دى راوړى.
مور ابۍ: خدائا يو د کلى خلقه په نخاس ميرات که، هر سړا لکه د مئيو په يوه ډډه رغړئ، زه څه ویيم او تاسو څه ویئي. زما دا خپله انګور خوښه نه ده، زه به خپل زوى له خامخا بل ویده کوم.
قمروجان: داسې انګور خو دې خداا پاک هر چاله ورکړى لکه چې تاله ئې درکړې ده.
مورابۍ: ورک شه ددې ښه ویلا او ددې قسمت.
قمروجان: قسمت خو د هغې کار نه دا نو.
مورابۍ: څوک چې ازلى سپېره وى هغه غوړېږى نه او نه ښه کېږى، خو هم دغه شان وى لکه څنګه چې دى.
(نازو راغله او د مور ابۍ په خوی کښې غلې غوندې اودرېده)
مور ابۍ: نازو بيا دې د مېرمن دپاره څه راوړو که.
نازوک بس مور ابۍ ستا خو هم صرف په خيال کښې دغه يوه بى بى ده.
مور ابۍ: ډېرې تېرې بېرې مه ویيه د خوشکئ لور.
نازو: ښه ښه ما څه وئيلى دى، خو تا تپوس اوکړ او ما جویب درکړ.
مور ابۍ: ته څوک ئې چې ما له جویب راکوې. هله جينکو ورشئ او زوى ته مې اویز اوکړئ او دا دجال لور زما د جویب شوه.
نازو: ډېر وهل کنځل مې وړى دى مور ابۍ او وړم هم نور د خدائا دپاره څه مه ویيه. باهر قباد خان په درویزه کښې ولاړ دا، هغه به ویئى چې دا مور ابۍ څه کوى.
مور ابۍ: يره خو ویقعى د سپى لور ئې، نو تا ماته اول ولې نه وی چې قباد مې باهر ولاړ دا څه ویئى.
نازو: ویئى چې خپله خور وينم.
مور ابۍ: دده دا خپله خور په خپل کور هم خوښه وى که يویځې زمونږ په کور ئې خوښه ده، ویيه چې راځى.... خو
هنه دا ویوره هغې بلې انګور ته مې اویيه چې پټه شى او ورشه وړې جينئ ته ئې د خور په کمره کښې کينه چې خور او رور څه ویئى.
(نازو ولاړه او خان ئې کور ته راوست)
قباد خان خپله خور د پلار په کور ساتلې وه، چې په پياړمه کټ کښې ئې اوليدله سترګې ئې د اوښکو ډکې شوې او حلق ئې لوند شه، خو د خدائا په چارو ئې لاس نه رسېدلو.
قباد: السلام عليکم خور مبارک دې شه مبارک!
ګلون: زما سلام دې روره پاڅېدې نه شم چې دا لاس دې ښکل کړم، رائې کړه چې په پرتو ئې ښکل کړم، ستا نه زار شم.
قباد: ولې څه ناجوړه ئگي څه؟.
ګلون: ډېره ناجوړه يم، روره ډېر تليف دا راته.
قباد خان: نو چې طبيب مبيب راولم کنه.
ګلون: نه نه دا د طبيب نه دا روره.
قباد: اخر څه مرض دا، د بچى سره خو مور دومره نه کمزورې کېږى.
ګلون: ځينې ښځې ډېرې کمزورې کېږى روره (ژړغونې شى).
قباد: ولې خور ته خو څه ژړه غونې غوندې معلومېږې.
(د قباد خان هم د سترګو نه اوښکې روینې شوې او خپلې بلې خور ته ئې اوکتل چې هغه هم مېلمنه راغلې وه. ته ویيه خور څه چل دا)
خور: هېڅ چل نشته روره هر سړى ته خپل نصيب رسى.
قباد: زه حېران يم چې زما تره دا خپله لور په ډېر غرور او فخر سره ورکړې وه او دا...
خور: داسې تنګ عمر ئې دا چې څه ویيه مه.
ګلون: دروغ روره زه خو ډېره خوشحاله يم. خدائا دې نه کړى چې زه به په داې کور کښې خفه شم، هرڅه ډېر دى او بيا ستا دا دوه سترګې مې اوليدې نو لکه چې بلکل جنتى شوم.
قباد: اخر څه نه څه خو شته هسې خو نه ده، اوویيه کنه.
ګلون: هېڅ نشته خپله روره هرڅه ډېر دى.
خور: ډېر خو هرڅه دى خو ددې دپاره نشته دا.
ګلون: چپ شه نامردې! مېلمه رور مې راغلا دا او ته ورته تنګې تروشې خبرې بيانوې. کېنه روره چې يو بل خو وينو کنه. ډېر شکر دا چې ته راغلې، ستا د زوى نه خبر شوم خو ناجوړه وم، هډو تپوس ته جوړه نه شوم، ښاېسته دا کنه. خدائا دې لوى کړى. مور به ئې ډېره خوشحاله وى. ډېره ښه ښځه ده، خانه چرته چې ورره جنګ او نه کړې. زمونږ داسې ورندار ده چې مونږ په سترګو پورې کوى ډېر ښه راته ګورى، خدائا دې اخر او دنيا دویړه ښه کړى او الله پاک دې ورله ډېر شتمند اولاد ورکړى، دا مې ارمان دا چې يو ځل مې خپله ورندار بيا اوليدا، وراره به مې زما دپاره ښکل کړې او زه، زه خو د ګور مړا يم او يا يو قيدى بنديوینه پاتې يم. زما هېڅوک نشته روره هېڅوک د خدايا دپاره کړه چې زما نه ځان ناخبره نه کړې.
د قباد خان ګرېوین لوند شه، غريو اونيولو او په رومال ئې سترګې اوچې کړې، رو غوندې په وينا شه:
قباد: چې په تا دومره تکليف تېرېږى، نو تا زه ولې نه يم خبر کړا.
ګلون: اوس زما د عمر کور دا روره! دا به زما خپل قسمت وه ماته راورسېده. نو زه د خپل قسمت دپاره تا په لړزان کړم تاته تکليف دراورسوم؟ ماته هېڅ تکليف نشته، ښه خوشحاله يم، خدائا دې غټ لره اباد اوسې، چې هسې راته غږ کوې نو دا زما دپاره لويه خبره ده.
قباد: اخر تا ګناه څه کړې ده؟
ګلون: صرف دا چې د يوې مېراتې مور لور يم، خویښې مې ویئي چې ته به هم د خپلې مور په شان مېراته ئې او زما زوى به ميرات شى.
قبا: دا څه خبره ده خور تا دې خدائا نه ميراته وى او که چرې زوى دې اونه شو، نو اشرف خان به ځان له بل ویده اوکړى کنه.
ګلون: خانه هره سخته به تېره وم، خو چې بن راباندې اونه شى.
قباد څه اوکړو خور دا د پښتنو رویج دا نو.
ګلون: چپ شه روره! مور ابۍ راته هسگي هم توره بريخ ده، په اور مې سيزى او چې لا بله ښځه دې کور ته راشى لا به مې سخت عمر شى.
قباد: د خدائا کارونه اکثر د خير وى، خور کېداا شى چې د بلې ښځې سره ستا عمر ښه شى.
ګلون: ډېر ودونه به خان اوکړى خو زه به د مور ابۍ په سترګو کښې ښه رانه شم.
قباد: پرېږده خور ځان مه خفه کوه ، ستا به دا قسمت وى، خو چرې په زړه کښې دا خيال رانه ولې چې ستا پلار مړ دا، زه ستا پلار مړ يم، هن دا ویخله پنځوس روپۍ خپل ضرورت پرې د سره کړه او بيا که دې ضرورت شو، نو جویب وکړه.
ګلون: هله ستا نه قربان شم وروره! روپۍ د ځان سره يوسه، اوس به مور ابۍ خبر شى بيا به څه ویيم؟.
قباد: اخر مور ابۍ تاته زما په پيسو ولې قارېږى، دا خو زما مال دا.
نازو: بى بى ښه ویئي خانه روپۍ بېرته ویخله.
قباد: نازو ته ولاړه ئې ته خو ددې خيال ساته کنه.
ګلون: ځکه خو هره ورځ دا غريبه د مور ابۍ پنځه شپږ لوړه سره د بدو ردو خورى، چې زما ملګرتيا کوى.
نازو: پرېږده مړې دا خبرې خوبيا ویپس که.
قباد: څه چل دا نازو روپۍ ولې ویپس ویخلم.
نازو: خانه ته خبر نه ئې اوس به بله غوېمه جوړه شى، خو دا روپۍ ليدل او د مور ابۍ نينې کېدل يوځائا وى اوس به ویئى چې ګلون مې تونړئ او کندوین تش کړل، هرڅه ئې خرڅ کړل او بيا دې دروغو ته ئې ګوره چې ویئى چې روپۍ راله رور راکړى.
قباد: ځه ښه ده نو چې روپۍ نه اخلې نو بيا چې څه ضرورت کېده، نو ماته ویيه. ابۍ او خور تاسو ځان تيار کړئ چې ځو، ټانګه مې درپسې راوستې ده.
مور: که خفه کېږې نه خانه نو مونږ به يو دوه ورځې دلته پاتې شو.
ګلون: په ډکو سترګو سره خان ښه ویئى ابۍ ځئ د مور ابۍ د سترګو نه به پيروى لاړ شى کنه. ما خو به نه تنګوى کنه لږه خو به په ارام شم.
قباد: ښه ویئى ابۍ ځئ چې ځو، چې دې ته تکلف نه وى. ته اوښايه ګلون لور دې څنګه ده؟.
ګلون: دا هم زما په شان بدقسمته ده.
قباد: او هو دا خو بالکل د مور په شان ده. خدائا دې لويه کړى، څه نوم دې ورله ايښودا دا؟
ګلون: نوم دې غريبې له؟.
قباد: عجيبه خبره ده خپل بچا ورته دومره بد ښکارېږى؟ ددې نوم تسنيم شو. انشاء الله تعالى دا به ډېره طالعمنه لور وى. دا زما ډېره زياته خوښه شوه، خور که خوښه دې وى نو زه ئې خپل زوى له غویړم.

Shabnam Khan

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←