اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

رویج ـ دوهمه برخه

ګلون: هله خانه دا خو ستا د زوى د پښو خاورې ده، دا خو د هغه نه قربان ده، ته به ویئې او زه به انکار کوم، خو...
قباد: نو خو پکښې څه ضرورت دا؟ ابۍ هم ناسته ده او نورې دوه خوېندې مې هم موجودې دى. امين دعا د خير وکړئ.
ګلون: خانه دا د يو بدقسمتې مور لور ده، چرې دا بدقسمته نه وى.
قباد: خپل بچا پخپله ساتل پکار دى، ګلون دا د نن نه زما انګور ده.
ګلون: ليکن مور ابۍ به څه ویئي.
قباد: زه به د هغې نه تپوس اوکړم، ورشه نازو ته د مورابۍ نه تپوس اوکړه.
(نازو راغله او د مورابۍ په خوی کښې اودرېدله او رو غوندې ئې ورته د قباد خان خبره وکړه).
مور ابۍ: يا خدايه شکر دا شکر! چې خپله بدقسمته خورزه ئې خپل زوى له اوغوښتله. مونږ ئې د عذاب نه خلاص کړو، کنه ددې سپېرې سره به مو څه کول، ورته ویيه چې ډېره خوشحاله شوه.
قباد خان: ډېر شکر دا، دا خدائا مهربانى اوکړه، تسنيم زما لور ده او زما اينګور شوه، ښه ده ابۍ ځان تياره وئ چې ځو، زه حجرې ته ورځم چې د اشرف خان نه رخصت ویخلم.
(قباد خان حجرې ته راغی او ټوله خبره ئې اشرف خان ته اوکړه هغه هم ډېر خوشحاله شو.)
قباد خان: اشرف خانه! مونږه ځو رخصتېږو.
اشرف خان: (په کوزو سترګو) شپې ته نه پاتې کېږئ څه.
قباد خان: ځم تادى مې ده، مور او خوېندې مې هم ځى.
اشرف خان: ښه ده ډېره ښه ده رخصتېږئ نو ځئ.
د غرمې د ډوډۍ وخت و دوى د اشرف د کور نه وږى تږى په ټانګه کښې کېناستل او رخصت شول.
ګلون د خپلې وړې بدقسمتې لور سره په سرو سترګو بيا يویزې په قيد کښې پاتې شوه

زخم
ښه سره غرمه ده، ویله د اوبو ډکه بهېږى، نازو خوشحاله خوشحاله په نظر راځى. د جمعې مبارکه ورځ ده، خلق اودس کوى، نګهت بى بى ښکلې ريښمينې جامې اچولى دى. د نرونوکو پنړهې ئې په پښو دى. په سر کښې ئې قطار قطار ګلونه ښکارى. کله يوځائا ته منډه کړى او کله بل ځائا ته. مور ابۍ تري پوښتنه وکړه نګهت بى بى اودس کوه ناوخته دا بيا به دې نمونځ قضا شى.
د مور ابۍ نګهت بى بى ځکه خوښه وه چې دا ورسره سم وهل کنځل کوى. د دنيا قانون دا، بې وقوف سړى ته زوره ور ویئي او شريف ته کمزورا او کمزورا سړا هر سړى ته بد او ناکاره په نظر راځى. ګلون غريبه د څلوېښتئ اودس ته انتظار کښې غلې د يو ونې لاندې په زمکه ناسته سوچ کوى.
مور ابۍ: ګوره نګهت اودس زر کوه بيا به خانان چائا زر غویړى.
نګهت: دا زه څه د چا مزدوره نه يم.
مور ابۍ: خدائا دې تا مزدوره نه کړى، خو دکور مېرمن خو ئې کنه! کار خو به کول غویړى.
نګهـت:خلق به څلوېښت څلوېښت ورځې په کټونو کښې په قلاره پراته وى او زه به د درست کور مزدوريانې کوم لکه چې انډيویله يم يا چرته ډمه شاخېله درته ښکارم څه. زوى دې راباندې نکاح کړې ده او په ډېرو منتونو درله پلار درکړې يم، په خپله ورځ به کار کوم، د بل چا په ورځ مې د کار حق نشته.
مورابۍ: اخر خو مسلمانه ئې کنه هغه ښځه ناجوړه ده او ته کار نه کوې، نو دا به څوک کوى؟
نګهت: ناجوړه ده نو زه څه اوکړم، دا مزدورانې ئې صرف زما په برخه ليکلې ده چې ناجوړه او کار نه شى کولا، نو زوى ته دې اوویيه چې ځان له بل ویده اوکړى.
ګلون: خور قارېږه مه د کار به خدائا ډېر ښه ثویب اوکړى.
نګهت: د غولې جارو کونکې مېرمن ته څوک ئې چې زما سره خبرې کوې، ته زما د خبرو شوې، په څلوېښتئ کښې لکه د سپى په کټ کښې پرته وې چا درله ډوډۍ هم نه درکوله، اوس روغه څه شوې چې په ما پوري لکه د مچئ ونښتلې، اوس به مې خاوند راشى او ورته به ټول حال اوویيم.
ګلون: قربان شم درنه خور! ما غريبې ته ګوره او په تا پورې نښتلو ته، خو دا پښتئ مې لږ درد کوى، نو سوچ کوم چې اودس اوکړم او که نه، هسې نه چرته قوسر شم او چې جوړه شم که خير وى نو بيا به ته لکه د مېرمنې ناسته ئې او زه به درله مزدورى کوم، خو اوس کار اوکړه چې مورابۍ درنه خفه نه شى.
نګهت: دا مور ابۍ دې د کله راسې خوښه شوه، چې کار اوکړه چې مور ابۍ خفه نه شى. ما دې خدائا په کټ کښې کېنه نه وى، په خپله ورځ به کار کوم په خپله ورځ به کوې، زه درته سویلى ښکارېږم څه؟ په ما به زر ورچلوې اوس تاته ګوره خویرې غريبې! ته څوک ئې چې ماته دا خبرې کوې؟
ګلون: که زه خویره غرېبه نه وی، نو دې کور ته به ولې راتلم خور!
نګهت: يعنې زه درته هم غريبْ ښکارېږم؟.
ګلون: زما څه مجال دا چې تاته غريبه اوویيم، خو زه غريبه يم. په خپل قسمت خویره يم.
نګهت: چې ته دا ژبه لرې نو خویره به ئې.
مورابۍ: بس که ګلون څه شور دې جوړ کړا دا، بيا دې غوڅون نه کېږى.
نګهت: دا سپۍ غاپى ته ورته هډو څه ویئى نه؟.
ګلون: غاپه سپۍ غاپه! هډو ستړې کېږې نه
نګهت: سپئ به ته ئې او سپئ به دې مور وى.
مورابۍ: بس که ګلون کنه درته ویيم غلې شه!
ګلون: عجيبه خبره ده ګناه چاته ده او ته قارېږې چاته؟
مورابۍ: دا ټول قصور خو ستا دا غلې غلې لګيا ئې هډو د ادب کولو په چل پوهېږې نه.هغې غريبې درته څه وئيلى دى او که څه ئې اووئ خو چرته يو دوه خبرې به ئې کړى وى، پرېږده.
ګلون: بل سړا شل شل ویئى، خو چې زه يوه خبره اوکړم هغه په دې ټول کور کښې نه ځائېږى.
مور ابۍ: اوس روغه موټه ئې، د څلوېښتئ دا مطلب نه دا چې ته په کور کښې په قلاره ناسته ئې، خپل خاوند له کار کوه کنه!
ګلون: اصغرخان هم زما رور دا ماته د هغه نه ښه ښکارېږى. مورابۍ زه به هغه له هم مزدورى کوم.
نګهت: خدايه توبه مې دې وى، خپل وړوکى لېور ته څوک داسې ویئى چې هغه مې هم خوښ دا.
ګلون: ډېرې سپکې مه ویيه نګهت: هغه زما کشر ورور دا.
نګهت: او کنه چې پلار ئې نه کړې او ورور ئې نه کړې، نو خپل به ئې په څه کړې؟.
ګلون: که زړه دې چوى او که پاتې کېږى خو هغه زما ورور دا او زه به ورته ورور ویيم.
نګهت: چې هغه ستا خوښ دا نو زه به څادر په سر کړم اوس په د پلار کره لاړه شم، دا تا څه شرمول راخيستى دى.
مورابۍ: ګلون سړه شه، ستا د پردى خاوند سره څه کار دا.
نګهت: او کنه داسې رونړه ستا ډېر پيدا کېږى. هغه درله ځکه دا دومره خدمتونه کوى، دا چل دا. زه څه خبر وم چې تا پټ غوندې اووئيل چې هغه زما ورور دا.
مورابۍ: چپ شه نګهت! ته په خپل خاوند دروغ ویئې.
نګهت: ته خبر نه ئې دا څو ورځې اوشوې چې د کور په طرف نه راښکاره کېږى او نه راته ښه ګورى ما وئيل چې دا سړا څه بدل شوی دا، خو چې څه چل دا. څه خبر وم چې د هغه بله خور پيدا شوې ده.
ګلون: بس که خور هغه خو فرښته ده، ته په ملائيکې پورې دروغ ویئې.
نګهت: (په چغه) ګلون! ښځه هرڅه وړى خو د خاوند بله ښځه نه وړى او نه منى.
ګلون: نو تا خو اوس مورابۍ ته وی چې زوى ته دې اوویيه چې بله ښځه اوکړى دا زه درته بده ښکارېږم.
نګهت: ته ئې خوښه نه ئې ځکه مې ورته وئيل.
ګلون: شکر دا چې ته د خپل خاوند خوښه ئې نو...
نګهت: او کنه زما د خاوند زه ډېره خوښه يمه، زه ستا په شان سخا پسخا او بېکاره يم څه!
ګلون: نو تا خو اوس وئيل چې هډو ښه راته نه ګورى.
نګهت: خویرې خوشکئ تا دا دومره خبرې د چا نه زده کړى دى، اودرېږه چې دا سنړې درنه اوباسم، روغه موټه به شې.
نازو: مکوه بى بى! دا څه کوې؟ ناجوړه ښځه ده؟ او په غېږ کښې ئې ورره وړه لور ده، هډو ترس دې نه راځى؟.
نګهت: مړېزا دا خو ستا کارونه دى اودرېږه چې تا مخکښې نيمه کړم نو.
نازو: زه خو مزدوره يم، هرڅه چې کوې ليکن هغه خو د کور مېرمن ده!
نګهت: هن! د کور مېرمن! د څه شى مېرمن؟
نازو: د خپل خاوند ښځه او بيا ستا مشره يور ده. دومره رحم درپکښې نشته؟
نګهت: اودرېږه ته، رحم به درته اوس اوښايم.
(نګهت د يو بلا په شان په ګلون رامنډه کړه، مور ابۍ ولاړه ده او ښه ورته پته ده، چې ګناه چاته ده، خو د هغې هم قدرت په زړهْ جرندې وهلى دى او داسې سنګين زړه ئې ورله ورکړا دا، چې د بل هېچا هم نشته. خدائا خبر چې فرشته صفت ګلون ئې ولې د سر دشمنه ده او بدخويه نګهت ئې د زړه ارام او خوشحالى ده. دې ګلون د څنړو نه اونيوله، خوی ته ئې ویله بهېږى، دویړه يورانا په جنګ شوې او وړوکې تسينم ولې ته ارتاو شوه. هډو د چا خيال ورته اونه شو، خویښې، انګور په دوه تنه ناجوړه بې ګناه ګلون داسې اووهله، چې بې ځانه په زمکه پرېوته. جنګ خور شو، نګهت څادر په سر د کور نه اووتله او د پلار د کور مخه ئې اونيوه.
نازو: هلئ هغه تسنيم بى بى څه شوه، هغه خو نشته.
ګلون: (د غريو ډکه ویئي) نازو پريږده چې چرته مړه شى، که ددې زما په شان قسمت وى، خو مرګ ورله پکار دا.
نازو: خدائا دې نه کړى بى بى. ستا خو دا يوه لور په سترګو کښې نه غړېږى نور څه دى؟
ګلون: ښه ده چې زوى مې نه دا شوی.
نازو: کنه خلقو به وژلې وې.
ګلون: ته ورشه جوړ تسنيم ولې ته پرېوتلې وه.
نازو: د کور نه غرقه ویله په مخه رویخيسته او د کلى نه لرې بهر يو جاخ ته رااورسېده. څه ګورى چې وړوکې تسنيم د خندا ډکه خوله جاخ ته انښتى ده او خپل دویړه ویړه لاسونه ئې په دعاء د خپلې مور په حق کښې اوچت کړى دى. نازو په منډه تسنيم راویخيسته او ویئى:
نازو: هله بى بى اوخانده! څنګه ښکلې بى بى ده! مور دې جوړه ده سر ئې نه دا مات شوی. ليکن نه ئې مور جوړه وه او نه تسنيم اوخندل. ولې چې په ډکه ویله کښې دومره اوږده بهېدلې وړه جينئ څنګه ژوندئ پاتې کېدا شى؟ نازو مړه لور په وينو کښې پرتې مور ته په خوی کښې اوغورځوله او په ژړا شوه.
ګلون: خير دا نازو څه چل دا؟
نازو: هېڅ چل نشته بى بى خو، بى بى خو...
ګلون: هن! تسنيم مړه ده؟
نازو: او بى بى تسنيم په ویله کښې مړه ده.
ګلون: شکر دا خدايه دا دې راباندې ډېر لوئى رحم اوکه، ددې افت نه خو دې دمه کړم، ما غريبې په دنيا کښې څه خوشحالى ليدلې وه چې لا دا دې هم پيدا کړې وه، خدايه ډېر ښه دې اوکړل، ډېر ښه دې اوکړل.
نازو: بى بى دا ته څه ویئې؟ په خپل اولاد خوشحالېږې؟
ګلون: د اولاد سخته ليدل نازو دېر ګران کار دا، مرګ ئې پرده ښه ده، د خلقو د نظر نه خو به اوځم کنه.
ناڅاپه د ګلونو د سترګو نه غبرګې اوښکې روینې شوې، په سپين مرمرى او ښکلى مخ ئې دا اوښکې داسې ځلېدې لکه چې د شيشې په ګلاس بهر طرف ته اوبه روینې وى. مجال ئې څه و چې په زوره ئې ژړلى وی. تر ډېره وخته پورې غريو نيولې وه، مرۍ به ئې لمده شوه، زړه به ئې ډک شو، چې چغه اوباسى، او په زوره اوژاړى، خو څوک به ئې فرياد ویورى او څوک به ورسره اوژاړى. ټول خلق د مور ابۍ د وېرې چپ ولاړ دى. يوه شېبه اوشوه، يو بدقسمتې مور، يو بدنصيبې اينګور په خپل حال پټ پټ د ځان سره ډېر اوژړل، چې يا خدايه دا څه افت دې په ما نازل کړا دا. د سرنه مې وينې بهېږى، سترګې مې ژاړى، د سر ويښته رانه ولې يوړل، پښتئ مې ماتې دى او پنډئ مې دردونه کوى، چاته اوژاړم، چاته فرياد اوکړم.؟ هېڅوک مې په غم شريک نشته ناڅاپى مور ابۍ راغله.
مورابۍ: د مېراتې لورې زما اينګور دې د کور نه اوشړله؟
ګلون: ابۍ تسنيم مړه شوه!
مورابۍ: ډېر ښهْ اوشو چې ته ورسره مړه وی نو!
ګلون: ډېر ښه به شوى وو که مړه وی نو.
مورابۍ: زما سره خوله مه ګډوه سپئ! خو اوس به مې زامنو له جویب څوک ورکوى؟ چې ښځه څه شوه.
ګلون: مورابۍ زما څه خطاء ده، وهلا ئې زه يم، لور هم زما مړه ده، ناجوړه هم زه يم او د کوره هغه وتلې ده، ددې به زهْ څه جویب ورکړم، خو قدرت ستاسو مجرمه کړې يم، چې څه کوئ ستاسو اختيار دا.
مورابۍ: په دې خبرو نه خلاصېږې، دا د خاندان بې عزتى دې زما په خيال ډېره خوښه ده.
ګلون: مورابۍ! زه خو ستا لور يم، زه به څنګ د خاندان بې عزتى برداشت کړم، خو هغه په خپله...
مورابۍ: چپ شه د مټيزې لورې! زما د حيا ډکه اينګور دې بې حيا کړه، نه پوهېږم چې څه چل دې پرې کړا دا، خاوند ورته نه ګورى هر وخت ورپورې اينښتا وى، خو ویوره ته به اوس هم په دې ساعت د خپل سپى قباد کره ځې، چې زما کشره اېنګور په کور نه وى، نو ته به هم نه ئې. قباد خو ستا ډېر عزت کوى، خو د بل په کور ګورم کنه چې تاته ګورى او کنه! اوس دې دا تا اوساتى، شابه پاڅه څادر پسر کړه او دکوره رخصتېږه.
ګلون: مورابۍ ته زما مور ئې، زه به په دې حال څنګه د هغه کره لاړه شم؟
مورابۍ: هرڅنګه چې وى خو ځې به پرېږدم دې نه!
ګلون: زمونږ په خاندان کښې تراوسه څوک د کور نه وتلى نه دى، نو زه به څنګه اوځمه؟ هرڅه چې راسره کوې، دلته بْ کوې او زه د کوره اوځم نه. مړه مې کړه مورابۍ! چې ددې ژوند نه خلاصه شم، خو د خپل خاندان بې عزتى نه شم کولا.
مورابۍ: هن! خون زه په غاړه کړم؟ زه دې مړه کړم؟ زه درته ویيم چې زوی مې خبر نه شى کنه رشتيا به دې په ټوپک اوولى.
ګلون: ټوپک نه په توپ کښې به ویولوزم خو د کور دا عزت به انشاء الله تعالى په خپلو وينو ټينګ کړم او د خپل پلار او ورور عزت به هېڅکله خراب نه کړم.
مورابۍ: ښه دا اوس ته ماته قبادا او کاوسا څنډې؟ زهْ د قبادى او کاوسى څه پرویه ساتم،زما خو داسې زامن دى چې زمرى دى زمرى. د قباد څه مجال دا چې ستا ګگټه به اوکړى او ددې خبرې سره بيا مورابۍ لوړ په لاس اودرېدله او يو څو ګذاره ئې په مړه سپئ لکه ډېران په سر اوکړل، نه د هغې طرفه ګذار و. نه خبره، ستړې شوه قلاره شوه، نازو غريبه چې تراوسه غلې ناسته ځانله ئې اوښکې تويولې د بى بى خویله راغله.
نازو: بى بى! مورابۍ نن ډېره قار ده، که دې خوښه وى نو چې د قباد خان کره ځو.
ګلون: نازو! څنګه به لاړه شم، دا کور څنګه سرتور پرېږدم.
نازو: دا څه کور خو نه دا ګور دا، ته په دې کښې هم عمر تېروې، هرڅه چې کېږى، خو ځه چې ځو.
ګلون: ته ناپوهه ئې نازو! زما د کوره وتل دى او اوس به مورابۍ خپل زامن خبر کړى چې دا د کوره اووتله، غلې خو په دې ده چې کشره اينګور ئې خوښه ده او هغه د کوره وتلې ده، زما راز به هېڅکله پټ نه ساتى.
نازو: نه دې ساتى خانان به پخپله يوه ورځ خبر شى.
ګلون: که خبر شى نو څه به اوکړى، زما د خاوند غوږونه خو مور داسې ډک کړى دى چې لېونا کړا ئې دا. پاتې اصغرخان شو، که اوس هغه سره خبرې کوم، نو هم راباندې نګهت او هم مور ئې اعتراض کوى او بدنامى راباندې تړى. خدايه زما توبه ده، خدايه چې دا څنګه مور ده ددې خو زړه په سينه کښې نشته، ګټه ده، زمونږ دا قسمت و، څوک مزې کوى او څوک په وينو کښې رغړى رارغړى.
نازو: هلئا بى بى! ستا خو د سر نه داسې وينې بهېږى، سر دې مات شوی دا.
ګلون: ماتېږى به نازو څه پرې اوکړم.
نازو: که دې خوښه وى چې د تسنيم په اورنړى ئې درله اوتړم.
ګلون: ښه ده کنه سر خو به راله اوتړې خو دا نور زخمونه به څه کوې؟
نازو: دا وينه به بنده کړو نور به خدائا ته حویله کړو.
ګلون: (ډېره ښه ده نازو! وئې تړه) نازو يوه خبره درته کوم، زما په دې دنيا کښي گستا نه سېوی هېڅوک په غم شريک نشته دا. هسې نه چې زما په سر درته غاو جوړ شى، ځه! د کمرې نه اوځه! اوس به مورابۍ راشى او دا کمڅئ به درنه اوباسى!
نازو: زه خو ئې هغه بله ورځ رخصت کړې وم، خو ستا دپاره پاتې شوم، په دې نوکونو بْ مې مېخونه ټک وهى، وبه نه وځم، که ته ځې، نو ستا سره به که خېر وى لاړه شم.
د ماښام وخت دا، توره تياره شروع کېدونکې ده، د ګلون کټ کښې يو سخا پوزا پروت داو يخه يخه هوی الوځى، ددې زخمونو نه نرئ نرئ وينه څاڅ، خو خاموشه ده بالکل غږ نه کوى. هسې نه چې شر ترېنه جوړ شى، نو غريبې هسې په زړه او په خولې جرندې وهلى دى. څه چې ددې په قسمت وى هغه به وررسى. اشرف خان د ښکار نه راغی، ټوپک ئې په لاس دا او غټ بوټان ئې په پښو دى، مورابۍ سره څمڅئ په لاس ده په زوره زوره خبرې کوى او د کنځلو ختم ئې شروع کړا دا.
اشرف خان: څه چل دا ابۍ ولې قار ئې، ته خو پخپله کار کوې.
مورابۍ: ولې به قار نه يم، چې...
اشرف خان: نګهت څه شوه؟
مورابۍ: دلته به چرته ناسته وى نو...
اشرف خان: نو ته پخپله بيا څنګ کار کوې، ورشه نګهت ته اویز اوکړه.
مورابۍ: نه شم! اوس مې پخپله شروع کړې ده په خپله به ئې کوم.
اشرف خان په زوره زوره داسې اویز اوکړ:
نګهت، نګهت اا نګهت ليکن چا بدلې اویز ورنه كړهْ. هلته غريبه زخمى ګلون د يرې د کټ لاندې وتله چې يا لويه خدايه څه چل به کېږى.
مورابۍ: اوس نعرې مه وهه وتلا ښکار بيا په لاس نه راځى.
اشرف: مور ته په ډاګه خبرې ولې نه کوي؟
مور: زهْ به څه ویيم بچيه! ستا به دا قسمت وو، زما خو ستا ښځې ته ډېره طمعه وه خو...
اشرف: اخر چل څه دا؟ رښتيا حال اوویيه، چې زهْ خو خبر شم، چا جنګ کړا دا څه؟
مورابۍ: دا مې ارمان دا چې ځان له دې بل ویده اوکړې نو...
اشرف: (په زوره) ګلون يا ګلون. څه شوه دا د خر لور چرته پټه شوې ده دا نوره نه قلارېږى، ودرېږه چې سينه ئې په ټوپک سورۍ کړم، چې سړه شى، څه شوه ګلون!
مورابۍ: اوس سوړ شه دا هرڅه په وخت کېږى، وخت د سره چې سړا څوک په لارې نه کړى، نو وروستو نه په لار کېږى.
اشرف خان ناخبره د غصې نه ډک و، راغی او ګلون غريبه ئې د کټ د لاندې نه رااوښکله. يو څو کونداغونه ئې ورله په ملا رارتاو کړه او يو څو لتې ئې اووهله": د بې باکه لور چې په دې خاندان کښې دې ګذاره نه کېږى، نو ځه کنه د خپل بې غېرته قباد کره ولې نه ځې؟ ګورې چې د ډوډۍ ځائا دې پکښې نشته که؟ شابه تيارېږه نور دې په دې کور کښې ځائا نشته، او که چرې بيا دې ددې کور نوم په خوله ویخيست، نو په مرګ به دې سړه کړم".
اشرف خان د ډېرو کنځلو وهلو نه پس باهر راووت، حجرې ته د قهره ډک راغلا و، "هلکه یاری ماما شته کنه؟"
یاری: او جى او جى زه ناست يم.
اشرف: ځه ورځه دغه د سپى لور د قباد خنزير کره بوځه او ورته ویيه چې دا خور دې سمبال کړه، که بيا په دې طرف ستاسو د کور څوک ښکاره شو، نو غار غار به ئې کړم.
یاری ماما درویزې له راغی او مورابۍ ګلون د پرهرونو ډکه وږې تږې د کوره په تورماښام پيدل رخصت کړه.
ګلون: ماما ته ولاړ ئې ځه چې ځو.
یاری: څه دى بچى ستا خو اویز څه ناجوړه غوندې معلومېږى.
ګلون: ماما ته ماته د خپل پلار غوندې ښکارې، هېڅ چل نشته دا، دا خو کور دا نو داسې ویقعات پکښې راځى، نن خان قار دا انشاء الله تعالى سبا به بيا خوشحاله شى.
یاری: ماته هرڅه معلوم دى بى بى، زهْ د ټولو نه خبر يم.
ګلون: نه ماما تاته به چا دروغ وئيلى وى. قصور زما وه، ما غلطه خبره کړې وه، خدائا دې زما دا ژبه چاړې کړى، داسې بې ویکه ده وئ په سر کښې مې سړيکه شوه، وئ پښه مې ماته شوه، ماما دا ټول زما خپل عمل دا، چې ماته رارسېږى. کنه مور ابۍ هم ډېره ښهْ ښځه ده او د نګهت سره هم ګوزاره کېږى، خو که زما دا ژبه مېراته بنده وی، نو هرڅه به روغ رمټ وو.
یاری: افسوس په دې خبره دا چې هرڅه په تا تېرېږى او ستا ژبه بنده ده هېڅ نه ویئى.
ګلون: ماما ژبه کله بگده ده قسمت بند دا، وئ راياد شو هغه وړه جينئ خو رانه پاتې شوه، خو ځه وى به نو.
یاری: نه بى بى چې ورشم او رائې وړم تهْ دا ځائا کښې لږه ټيکاو شه.
ګلون: څه به راوړې ماما د مړو او د ژوندو ګذاره نه کېږى، هغه خو مړه ده تراوسه پورې چا دا غږ نه و کړا چې تسنيم اوسپارى، ښه ده دا به د خدائا خوښه وى.
یاری: ولې بى بى وړه تسنيم په حق رسگيدلې ده؟
ګلون: او ماما سحر زمونږ په جنګ کښې زما د لاس نه ولې ته اوخوېدله او بيا زهْ هډو خبر شوی نه يم. نازو راله مړه تسنيم راوړه.
یاری: د غټو خلقو غټ زړونه وى بى بى تا د خاندان د عزت دپاره څومره غټه قربانى ورکړه.
ګلون: ماما! ما هېڅ قربانى نه ده کړې زما خپل تقدير داسې دا،وئ خدايه مړه شومه دا پښې مې هډو ځى نه، دا ملا مې ډېره درد کوى.
یاری: ګلون ته زما لور ئې او زه دې پلار يم کنه؟
ګلون: ماما زهْ هېچا ته پلار او مور نه شم وئيلا.
یاری: ولې بى بى.
ګلون: زما داسې نصيب دا که چاته مې خپل اووی نو هغه به تالا او ورک شى.
یاری: پرېږده دا خبرې خو زما دا څادر ویخله او خپل ځان ټول اوتړه.
ګلون: څه يوځاا نه دا ماما چې زهْ ئې وتړم.
یاری: څادر به درله زه ريښې ريښې کړم او چې څومره دې پکارېږى په هغې تړل کوه.
دوى پوره لار وهلې وه، ستورى ښکارېدل بى بى خپل ښکاره ښکاره زخمونه د خپل نوکر چې پلار ئې ورته ويلى وو، په څادر اوتړل او بيا روین شول. د چرګو د بانګ وخت و، دوى د قباد خان کلى ته اورسېدل. یاری ماما مخکښې او ګلون بى بى پرې ورپسې ده، په حجره کښې يارى ماما تپوس اوکړ، هلکه څوکيدار څوک شته کنه؟ څوک ئې تورګل ئې که؟
یاری: تورګله ياره پاڅه کنه بى بى راغلې ده؟
تورګل: هلکه ياريه! ته په دا وخت څه کوې؟ ښه ده چې راغلې ډېره موده پس مې اوليدې، دا په تا څه شوى دى، څادر دررسه نشته او ته خو پوره بوډا شوی ئې. اوس زوړ شوې ښه! د ځوینئ هغه مزه دې ورکه شوه.
یاری: پرېږده تورګله! دا د خبرو وخت نه دا، درویزه اوډبوه چې څوک بهر راشى.
تورګل: خير دا څوک مړه خو نه دى؟
یاری: نه نه بالکل خير دا، خو زه او ګلون بى بى راغلى يو.
تورګل: شکر دا شکر دا بى بى راغله، ډېره ښه ښځه ده ياريه زمونږ په مخکښې وړه لويه شوې ده، اوس اوس مې د هغې هغه نيک او ښه کارونه په سر کښې پراته دى، خوشحاله به وى کنه اورېدلى مې دى چې لور ئې هم شوې ده زهْ اوس به ئې لور قلاره ووکنه!
یاری: خامخا وخت ضائع کوې کنه، ورشه تادى اوکړه.
تورګل ور اوډبه وه مزدوره رابهر شوه، د بى بى سره ئې سترګې اولګېدلې او په منډه کور ته لاړه.
مزدوره: کاله کوره پاڅئ ګلون بى بى راغلې ده. هله تادى کوئ، ګلون د زخمونو نه چور چور ده، خپل کور ته لاړه، چې تياره خوره شوه او رڼا شوه، نو ټول خلق راغونډ شول او مور ئې په کټ کښې پرته په سوچ شوه،" خدايه خير څه چل اوشو چې په دې وخت ناڅاپى مې لور راغله. هلئا زما د خویرې خدايه دا څه وشو؟.
خویښې بلا به ورسره بيا جنګ کړا وى، يو ئې زوى يو افت دا، د سيلاب لور ده چې کوم طرف ته ئې فکر شى نو هغه لکه د هړګلئ تاله ترغم کړى، خدايه خير چې ګلون په دې وخت څله راغله" نازړه غوندې د دکټ نه راپورته شوه، غږ ئې اوکړ.
روزون: ګلون يا ګلون! ستا نه زار شم خير دا؟
ګلون: او ابۍ خير دا راغلم نو...
روزون: په دې وخت او ناڅاپى ستا د راتلو څه وجه ده. ورور خو دې درپسې هم څوک نه دى درلېږلى.
ګلون: خو بس زړهْ مې رامات شو نو راغلم.
روزون: بد دې اوکړه بچئ معلومېږى داسې چې د خویښې نه بې رضا راغلې ئې.
ګلون: نه ابۍ مور ابۍ خو ډېر په خوشحالۍ اجازت راکړ.
روزون: نو بيا به د خاوند نه پټه راغلې ئې؟
ګلون: نه هغه هم رخصت راکړ، او یاری ماما ئې راسره رااولېږلو.
روزون: تسنيم کوم ځائا ده اوده ده که؟
د نسميم د نوم اورېدو سره ګلون غريو اونيوله او مور ته ورترغاړه وتله، مور ئې جوخته په خوی پورې اونيوه او سلګۍ ئې اووهلې "زما د غريبۍ خدايه زما قسمت دې ولې داسې کړا دا، اخر په دومره خلقو کښې دا کور يویزې زماپه قسمت کښې ليک وه".
روزون: بچئ دا خو ټوله تړلې تړلې ئې څه چل دا.
ګلون خپل ټول حالات وربيان کړل، ورندار او مور ئې په رټو رټو اوژړل، قباد خان ئې څنګ له راغی او په ښائيسته مخ ئې يو څو اوښکې توئې شوې.
قباد: خور خفه کېږه مه دا به ستا نصيب و کنه. زما تره خو ډېر زيات ستا په ورکولو خوشحاله و.
ګلون: نه وروره د چا قصور نه دا نو د چانه به خفه شم، د خپل خدائا نه ګگېله نه شم کولا او بل څوک د ګېلې نشته.
قباد: هغه کور او دا ستا يو شان کورونه دى، چې مونږ له خدائا پاک خوراک له څه راکوى، هغه به ته خورې او زهْ څه دومره کمزورا نه يم لکه چې اشرف خان ته ښکاره شوی يم، تاته ئې څادر په سر کړا دا او رارخصت کړې ئې، په سترګو به درپسې ړوند شى او ویپس به دې بونه ځى.
ګلون: ته زما ورور نه ئې خو ماته د پلار په شان ښکارېږې، زهْ خپل ورور د خپل سر په ډنډه کښې نه منډم، چې کله هغوى څوک رااولېږى، ورسره به ځم.
قباد: ګلون دا غلطه خبره ده، دویړه طرف ته ناکام پکار وى، د يو لاس نه پړق نه خېژى.
ګلون: د سترګو توره وروره هرڅه چې کېږى، خو د قسمت سره جنګ نه کېږى، زهْ به انشاء الله تعالى چې ډېر زر خپل کور ته ویپس شم.
قباد: ته هم پاګله غوندې ئې، هلته درته څوک د سپى په سترګه نه ګورى او ته هر وخت ویئې زما کور دا او زما کور دا دا خو ګور دا، هلته به څوک لاړ شى.
ګلون: هم دغه کور زما په نصيب دا او زهْ به ورله ځم.
"بيا ګلون د تسنيم قصه او د نګهت د وتلو ویقعه خپل ورور ته هم بيان کړه. قباد خان د تسنيم په مرګ ډېر زيات خفه شو او اخر ئې خپلې خور له تسلى ورکړه، چې خفه کېږه مه بچئ، څاروى د هغه خلق مرى چې د چا وى، چې نه وى نو څه به مړه شى.
ګلون: ماله ژړا په دې راځى چې ډېره په بې ارزئ کښې مړه شوه او لا ګوره چې سپارلا به ئې وى او که نه؟
قباد خان: ولې مور ابۍ نه وه څه؟
ګلون: هرڅه ډېر وو او هرڅه وو، خو زما د لور دپاره پکښې هېڅ هم نه وو، قيامت و، قيامت. زما د راتلو پورې زما په خوی کښې پرته وه، بيا ترې نه يم خبره شوې، چې څه چل به شوى وى.
قباد: ته خفه کېږه مه، چې څه وو هغه رااوشو اوس ځه! په زخمونو دې دارو اوتړه او ځان ګرم کړه چې ښه شې، سبا به انشاءالله تعالى هرڅه ټيک ټاک کړو.
"سحر وختى خلق راپاڅېدل، ګلون د سفر ستړې ستومانه او د وهلو کنځلو زپلې لا د کټ نه پاڅېدلې نه وه، خلقو پرې هم ځان نانګاره کړ، پرېږده چې پرته وى. غريبه ده. همزولې ورله پخېر له راغلې، ليکن اوسه پورې ورسره هېڅوک نه وو ملاو شوى. د کور خلقو چائا اوڅکله، مېلمنو ته ئې هم ورکړه، نمر ښهْ اوچت راغی او ګلون بى بى راپاڅېده، سترګې ئې اوغړولې، ګنړ خلق ئې د ځان نه چاپېره اوليدل، د خپل خدائا شکر ئې اوويست، چې خدايه د څه زندان نه دې راخلاصه کړم. دا خو جت دا جنت، بختورو تاسو داسې په خوشحالو او ارام کښې يئ او زهْ مو دغې تنور ته غورځولې يم، زهْ به تاسو چرته هم اونه بښم. ناڅاپه نازو رامخامخ شوه".
ګلون: راځه نازوراځه څنګه راغلې؟
نازو: سحر مې خلقو ته چائا ورکړ او راپټه شوم.
ګلون: مور ابۍ ښه وه؟
نازو: ورکه که مور ابۍ ته لا د هغې تپوس کوې.گ
ګلون: نامردې! داسې قار شوې دا ولې؟
نازو: قارېږم به نه ځان ته نه ګورې ستا سره ئې څه چل کړا دا، ته لا په دې کښې هم د هغې تپوس کوې، چې مور ابۍ څنګه ده؟. الله پاک دې اصغر خان له ډېر شته د حلالو ورکړى، چې په نيمه شپه کور ته راغی، تپوس ئې رانه اوکړ، ورندار څه شوه او تسنيم څنګه ده؟ ما ورته قصه بيان کړه. په غټو غټو ئې اوژړل او خپلې مور ته ئې بدې ردې هم ډېرې اووئيلې، چې دا دې څه چل اوکړ، خو مورابۍ هغه شان توره بريخ کېده او ورته ئې اووې: مشر ورور دې غېرتى دى، په تا کښې هډو غېرت نشته. دغه دا ستا د ښځې سره ئې جنګ وکړ او هغه ئې د پلار کره اوزغلوله، که په تا کښې غېرت وی، نو هډو د هغې نوم به دې په خولې نه وی اخيستلا. اصغر خان ورته نور هم ډېر بد رد وويل چې ته هم عجيبه مور ئې د خپلو زامنو شرم د خپله لاسه کوې دا د څه چل اوکړه، زما ښځه دې هم د کوره ووېستله او ورندار هم لاړه. د کلى خلق به څه ویئى. د مور او د زوى جنګ تر ډېره وخته پورې و، بيا ئې خلق رااووېستل، قبر ئې اوکنسته او ډېر په عزت ئې تسنيم بى بى اوسپارله. مور ابۍ ته ئې وی داسې ډنډه دې اولړله چې ستومانه به شې، چې څه وخت تېر شو، نو د کوره دلګيره اووتلو.
ګلون: بيا ئې نور څه ونه وی؟ زما ورور ډېر ښهْ سړا دا، الله پاک دې ورله برکت ورکړى.
نازو: نور ئې هېڅ اونه وی، زما ورور ډېر ښهْ سړا دا، الله پاک دې ورله برکت ورکړى.
نازو: نور يې هېڅ اونه وی، خو پټ غوندې د ځان سره لګيا و، چې زما ورور هم څه ته ګورى نه، خو د مور هره يوه خبره منى. که دهْ ددې دومره نه اورېدلا، نو اوس به دا ډنډه ولې جوړېده او زما ښځه به هم چرې وتلې نه وی. زهْ اوس ورسره ګورم.
ګلون: خدائا دې خير کړى، خان په رشتيا قار نه شى او د نګهت خوئى هم ناکاره دا څه شر جوړ نه شى!
نازو: زما هم دا خيال دا، چې هغه ډېر په بدو سترګو وتلې وهْ خداا دې خير کړى.
دوئ دویړه بيا په څه خبرو مشغولي گشوې او پټې پټې لګيا وې.
ګلون: ډېر به قار و کنه اصغر خان نازو؟
نازو: داسې قار و، لکه د وريجو کټوئ، چې خوټ کېږى.
ګلون: او مورابۍ ورته د نګهت هېڅ هم اونه وئيل؟.
نازو: بغير د بې غېرته نه ئې ورته هېڅ نه دى وئيلى.
ګلون: زما دې توبه شى داسې ښځه بْ اوس چرته پيدا کېږى، مونږ څه کړى په خپل اولاد ئې هم ترس او رحم نه راځى.
نازو: که په خپل اولاد ئې ترس وی، نو تسنيم بى بى به دې يوې ورځې نه بلې ورځې ته ولې په کټ کښې مړه پاتې کېده.
ګلون: ورکه کړه تسنيم خو زما ورور اصغر ئې په جنګ ویړولو.
نازو: څه په جنګ، بى بى دا ته څه ویئې؟.
ګلون: ته نه پوهېږې نازو، د پښتو څومره غلط او ناکاره رویجونه دى او هغه ته پته لګېدلې ده، چې زما ښځه په خپله زما د کوره وتلې ده، خدائا دې ورته خير کړى، وړوکا هلک دا، چرته د کم عقلئ نه کار وینخلى.
راځه نازو، ناوخته دا چې ډوډۍ اوخورو بيا به خبرې کوو، چې څه کېږى، هغه د قسمت کار دا.

Shabnam Khan

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←