اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

سپين غر

د سپين غره لړۍ د افغانستان ختيځ لوري ته پرتې دي. (۱۵۰) کيلو متره له ختيځ څخه لويديځ لوري ته د زمکې پر مخ اوږد غځېدلى پروت دى، لوړه څوکه يې سيکارام نومېږي او ځايي خلک ورته “بزرګه څوکه” وايي چې د سمندر له سطحې څخه (۴۷۵۵) متره لوړوالى لري او د تل لپاره په واورو پټه وي. سپين غر د لمنځو، نښترو، څېړيو، کاجو، جڼغوزي او ... په ځنګلونو پوښل شوى دى، مشهور کوتل يې د پکتيا او لوګر تر مينځ پروت دى چې “شترګردن” نومېږي او د سمندر له سطحې څخه (۳۷۲۰) متره لوړوالى لري.
سپين غر ته ځکه سپين غر وايي چې د اوړي د موسم پرمهال د هغه پر ځينو څوکو او لمنو باندې واورې پرتې وي او سپينې پوښل شوې وي. د علامه اکاډميسن پوهاند عبدالشکور رشاد د وينا پر بنسټ د “پاڼي ڼي” په “اشټيټ ادهياى” کې سپين غر د “سپيته ورنه” په شکل ليکل شوى دى. البته “سپيته” د سپين او “ورنه” يې د بڼې مانا ورکوي چې اوس په پښتو کې يې هغه “ر” لوېدلې ده او “و” يې په “ب” بدل شوى دى.
همدارنګه په نورو کتابونو کې سپيتاګوناګر (ګير) راغلى دى چې “سپيتا” د سپين، “ګونا= ګونه” د رنګ او “ګر= ګير” د غر په مانا راغلى دى. د “ګونه” په مانا کې زيات تاويلات شوي دي، زياتره د ډول، راز، خېل، بڼې، شکل، غوندې، رنګ او ... په مانا راغلى دى. څرنګه چې د “ګر” د ويي (لغت) “ګ” په “غ” اوړي، نو کېدى شي د ګونه “ګ” په “غ” واوړي او د غوندې او غوني ماناوې افاده کړي او همدارنګه د “ګوني” په شکل هم راتلى شي. اوس هم په پښتو کې داسې وييونه (لغات) شته چې د “غوني” او “ګوني” وييونه په تړنګيز (ترکيبي) او وروستاړي په بڼه راغلي وي، لکه لرغونى، بدغونى، ژړغونى، مرګونى، غبرګونى.... يا لکه بدغونى Badgunay: بدمخى، بدرنګ، سپېره، سپېره مخى او .....
هغه دم په يوه دم اورلګوونى = د عزيز تر پلاره لاړ هغه بدغونى
حميدبابا، نيرنګ عشق/ ۷۹ مخ
همدارنګه کولى شو چې د لرغونو شاعرانو په شعرونو کې هم د “ګونه” ويى بيامومو، د بېلګې په توګه:
وچ ګوګل، اوبلنې سترګې، ګونه زېړه = ګوښى، ګوښى کا، زما په اشنا عرض
حميدبابا
چې په زړه کې لري پټه د ستا مينه = د هغو عالمو تل زېړه ګونه وي
مطيع الله
ډېر داغونه نغړدي، ګونه زېړه په هجران کې = ګل د پېغمبر په مېږتون ولاړ تنها يم
عليخان
په پاړسي ليکنو او شعرونو کې کولى شو چې “ګونا” او “ګونه” ته ورته وييونه بيامومو، لکه: گوناگون /Gunagun/ چې د بېلابېل، (ډول، ډول) او مختلف مانا ورکوي. همدارنګه گونى /Guni/ د غوندې په مانا او د گونه /Gune/ ويى په دوو ماناوو، يوه د بغون يا غومبوري په مانا او دويمه د بڼې، شکل، نوع او ... په مانا راغلى دى.
همدارنګه سپين غر زموږ په ادب کې ډېر ځاى راغلى دى او زموږ ادب ته يې لا زياته ښکلا وربښلې ده. زياترو شاعرانو په خپلو شعرونو کې د خپل شعر د ښکلا لپاره راوړى دى، لکه يو شاعر چې خپل ژوند له سپين غره سره تشبېه کړى دى.
چې چا يې ونې، چا يې کاڼي، چا مرغان ولوټل
زموږه ژوند هم د تالا والا “سپين غر” په څېر دى.

Speen Ghar
Najibullah Nael

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←