سوز د مينې مې قلم راپاروي
(یادونه: دا مضمون په 1382 لمریز کال په عقرب میاشتی په دویمه دجمعی په ورځ لیکل شوی)
ديارلس څوارلس کاله د مخه، زه د افغانستان د ليکوالو د ټولنې د رياست مرستيال او منشي وم. يوه ورځ
ښاغلى نصرالله حافظ، خوږ ژبى شاعر، راغى. چرت يې وران و. راته يې وويل: هغه د ډاکټر... مقاله دې لوستې ده؟ نور خو نور دا زه، ته او بينا صاحب يې په اولسي شاعرانو کې راوستې يو.
ماوې: خير دى. ډېر فرق نه کوي. بلکه دا خو لاښه خبره ده. که اولس يا ملت ما د خپل شاعر په توګه وګڼي او ومني، زه به د وياړنې خولئ آسمان ته وغورزوم. دا خو د يو شاعر لپاره لوى برياليتوب او لوړ مقام دى چې هغه ملي شاعر يا اولسي شاعر وي يا شي.
هغه وويل: نه! هغه خو ليکلي دي چې شاعران په درې ډوله دي:
(1)- د کتاب او ديوان خاوند کلاسيک شاعران. (2)- اولسي شاعران چې زياتره بې سواده دي او اميان دي. او (3)- د "نوي شعر" ويونکي شاعران.
ما وې: دې خبرو پسې ډېر مه ګرځه!. هر څوک هر څه وايي اوليکي. ته خپل کار کوه! بس ښه شعرونه ليکه او وړاندې يې کړه! "شعر" څومره چې "شعر" وي او "ښه شعر" وي، هغومره يې مقام لوړ دى. په هر شکل او فورم چې وي.
ما په غه وخت کې د حافظ د تسل او قناعت لپاره هڅه کوله، وروسته مې هم په دې موضوع باندې فکر کړى دى. او اوس هم وايم:
دا تله او دا تيږه سمه او پوره نه ده چې څوک ووايي شاعران درې ډلې يا درې ډوله دي، کلاسيک، اولسي او نوي. بلکه کېداى شي چې شعرونه په ډولونو وويشو، نه شاعران.
پښتو شعر، د فارسى او عربي په شان په عروضي وزنونو او بحرونو برابر شعرونه هم لري او پرته له هغه په اولسي آهنګونو برابر شعرونه هم چې ځينو شاعرانو په دواړو ډولونو او ځينو په يو ډول شعرونه ويلي دي. د "نوي شعر" خبره بېله او نوې ده.
بله خبره داده چې هغه شعرونه چې دوى يې کلاسيک يا عروضي يا تحريري او ديواني شعر بولي هم په خپله ساحه کې مقيد نه پاته کيږي او اولسي ميدان ته راځي. هغه داسې کله چې د هغو شعرونو شاعر خپل کوم شعر راواخلي سندره ترې جوړه کړي، لگه موسيقئ سره يې ووايي، او خلکو ته يې واوروي، بيا نو هغه سندره "د اولس سندره" شي. او خپل هغه پخوانى هويت هم ساتي. لکه څرنګه چې يو "وزير" د خپل مقام په ساتلو د علومو د اکادمئ "غړى" يا بالعکس شي، هغه شعر په ديوان کې ديواني او په اولس کې اولسي شعر وي. فرانسوى ختيځ پوه جيم ډارمستر څه دپاسه يوه پيړۍ د مخه د خپلو فتخباتو (دپښتونخوا د شعر هاروبهار) ډير شعرونه له سندرغاړو څخه اوريدلى دي چې په هغو کې د خوشحال خان خټک او رحمان بابا شعرونه هم شامل دي. همدا اوس زمونږ سندرغاړي د خوشحال خان، رحمان بابا، حميد او نورو شعرونه هم وايي او د توکل، سيدکمال او ميرا هم يا د ملنګ جان، محمد نور، ګلستان، بهايى جان او عبدالخالق کندهاري شعرونه هم وايي او د نصرالله حافظ، سيد طاهر بينا، اميرحمزه شينواري اجمل خټک او غني خان هم. زمونږ د فارسي ژبې سندرغاړي هم اولسي څلوريزې او غزليزې سندرې وايي او هم د حافظ، جامي او بيدل غزل، د استاد سرآهنګ د زياترو سندرو غزل د ابوالمعاني ميرزا عبدالقادر بيدل دي. ما د تاجيکستان د علومو اکادمئ د فولکلور څيړنې په علمي مرکز کې کتلي دي چې هغوى د حافظ، جامي، بيدل، خيام، کمال او نورو کلاسيکو استادانو د شعرونو سندرې، چې د هغې سيمې سندرغاړو (د هغوى په اصطلاح: حافظان خلق) اورولي او د هغو په ذريعه په اولسي محافلو کې مروج شوي دي، د خلکو د هنر په نامه د شفاهي ادبياتو په برخه کې ثبت کړي دي. د هغه مرکز دانشمندانو به ويل: دا فرق نه کوي چې دغسې شعرونه، د لوى شاعر په ديوان کې د کلاسيک ادب په ذخيره کې ځاى لري. د هغوى په نظر داسې شعرونه د اشاعت دوه زمينې بيا مومي:
(1)- کتاب، مطبوعات، ښوونځي، پوهنځي او کتابخونې. (2)- د خلکو حافظې، خولې، غوږونه، محفلونه او راډيو او تلويزيون.
زموږ د دې زمانې د پښتو شاعرئ د استادانو: قيام الدين خادم، ګل پاچا الفت، او عبدالرووف بينوا غوندې شاعرانو زياتره شعرونه په پخوانيو فورمونو دي او يو څه شعرونه يې په اولسي آهنګونو هم ويلي دي. دغه استادان به په دې خوښيدل چې شعرونه يې کوم سندرغاړي ووايي او د دوى غږ د اولس غوږ ته ورسوي. ما په همدې مقصد د دوى شعرونه د بيسودو استاد محمد اسلم ته ورکړي دي. د سليمان لايق ډېر شعرونه د استاد ناشناس او ښاغلي شاه ولى په آواز کې به د افغانستان راډيو تلويزيون څخه ډيرو خلکو اوريدلي وي.
غلام رحمان جرار، عبدالله غمخور، نصرالله حافظ، سيد طاهر بينا، سيد محمد سلام بيدار، امان الله سيلاب، بهايي جان، برکت الله کمين، غني ګل، امان الله عندليب، رحيم جان جوهر، سيد مراد، عبدالرووف قتيل، ځينې نور ښاغلي او ستاسو خدمتګار، هم په پخوانيو فورمونو شعرونه ليکلي او هم په اولسي آهنګونو، او دا ټول لوستي او با سواده کسان هم دي.
څو ورځې د مخه، ښاغلى الله نور سيلاب د خپل پلار، مرحوم امان الله سيلاب يو څو شعرونه ماته راکړل او ويې ويل: زه غواړم چې د خپل پلار د شعرونو يوه مجموعه چاپ کړم. ما دغه لاس ته راغلي شعرونه، د مضمون له مخې، په دوو برخو ويشل: (1) د ملي وطني او ټولنيزې محتوا لرونکي شعرونه يې، د نظريې ليکلو لپاره رشاد صاحب ته سپارلي دي او عشقي شعرونه يې دغه دي تاته يې سپارم او د څه ليکلو هيله لرم، ماته، د هغه دغه کار، څه نوى او عجيبه شانته ښکاره شو. ورته مې وويل: که څوک څه ليکي بايد په ټول کتاب يې وليکي. که دا يو تن وي، يا دوه تنه او يا زيات کسان. خو زه وپوهيدم چې ځوان دغسې پتيلې ده، او دا هم نوې خبره ده او ده به يو څه پکې ليدلي وي، نو ما ورسره ومنله. پاڼې مې ترې واخيستلې او بيا مې ولوستلې. په هغو کې داسې شعرونه هم وو چې ما له سندرغاړو څخه اوريدلي وو، داسې هم وو چې ما په خپرونو کې لوستي وو او داسې هم وو چې ماته نوي وو. او په دې پاڼو کې هم په اولسي آهنګونو شعرونه وو او هم په کلاسيکو فورمونو، د ښاغلي سيلاب د شاعرئ، په برخه کې، زه ايله اوس، نيمه پيړئ وروسته وپوهېدم چې نوموړى په دواړو برخو کې ښه شاعر دى.
له ښه مرغه، هغه، د هر شعر په پاى کې د هغه د ليکلو ځاى او نېټه ليکلې ده. دا ښه کار دى. ځکه چې شاعر، د نورو په شان، د زمان او مکان په غېږ کې ژوند تيروي شعر وايي او په شعر کې د خپل چاپيريال ارزښتونه منعکس کوي او که په خپله ونه غواړي هم د وخت جلوې يې په وينا کې ځليږي. ځکه چې شاعر هم د هر بل انسان په شان هغه څه وايي يا ليکي چې مخکې يې ليدلي يا اوريدلي وي.
د ښاغلي سيلاب دغه شعرونه د (1331-1338 هـ ش) د هغه د شاعرانه قريحې د اتو کلونو زيږنده دي او تر هغه وروسته، نژدې د نورو شلو کلونو شعرونه يې پاته دي. چې بايد د ښاغلي الله نور سيلاب په جدي توجه را ټول او چاپ ته وړاندې شي.
زه پخپله په (1331- 1334 هـ ش) کلونو په پښتو ټولنه کې د "زېرى" د جريدې چلوونکى وم او په کابل کې اوسېدم. ښاغلى سيلاب د 1331 د کب په مياشت کې د زده کړې لپاره په دارالقضات (د قاضيانو مدرسه) کې او درې کاله وروسته بيا د کابل په عربي دارالعلوم کې شامل شو اوپه کابل کې يې ژوند تيراوه. په همدې کلونو کې، ملي شاعر، ملنګ جان هم، له ننګرهار څخه کابل ته بلل شوى و، د سندرمارو شاګردانو ډله هم ورسره وه او په کابل راډيو کې يې د پښتو موسيقى د منتظم په توګه کار کاوه. د ښاغلي سيلاب د هغه وخت، يو لړ شعرونه، د ملنګ جان د شاګرد، محمد دين زاخيل کامه وال په ذريعه، د کابل راډيو څپو ته لار وموندله. د هغه شعرونه د کابل په چاپيدونکو خپرونو کې هم خپاره شول او ما به په زيرى کې هم خپرول.
مونږ د زيري په جريده کې د "څومره او څنګه شعر؟" پوښتنه د اقتراح په توګه طرح کړې وه. لويو دانشمندانو ليکوالو: محمد ايوب خان اڅکزى، قيام الدين خادم، ګل پاچا الفت، صديق الله رښتين، سيداجان سيال، محمد ګلاب ننګرهارى، عبدالوکيل صداقت، محمد دين ژواک، غلام حضرت کوشان او نورو پکې برخه اخستې ده. په همدغه مهال ښاغلى سيلاب هم چې لا ځوان طالب العلم و، خپله يوه لنډه ليکنه راته راوړلگه. ما هغه ولوستله او په جريده کې مې د هغه له فوتو سره چاپ کړه. څرنګه چې په دې ليکنه کې، د شعر او شاعرئ په باب د ښاغلي سيلاب د ځوانئ د شاعري، يا د شاعري، د ځواني، په مهال، عقيده او نظريه څرګنده شوې وه، زه دا غوره ګڼم چې اوس يې يو ځل بيا د ښاغلي سيلاب د شعرونو درنو لوستونکو ته وړاندې کړم. د هغه د ليکنې عنوان و:
(شعر او شاعري يا رنګين ګلشن)
چې په ګډه به د هغه رنګينې پاڼې ننداره کړو:
"د انسان د روح د تازه ګئ او خوشحالئ، بلکه د وجود د راحت او مسرت لپاره، شعر او شاعري ډېره د قدر او قيمت وړ ده. د شعر خوندوره زونګه او مزه داره نغمه، د هر ذيروح په حواسو او حرکاتو کې يو بل کيف پيدا کوي، بلکه ولاړ او بې قدرته اعصاب او اندامونه يې په حرکت راولي او په ويجاړو افکار کې د تفريحي رڼا پلوشې خپروي. او د عشق د سخت رنځور لپاره د ساعت تيرئ او غم غلطئ يو مهم عامل ګڼل کيږي او د عاشقئ او مينې او محبت په ښکلي ګلشن کې پوره او غوره اغېزه لري او د سخت او دروند عشق لپاره ښه ملګرى او معاون بلل کيږي.
د شعر خوند، مزه، لذت او تاثير په هر څه زيات او ښه دى، په تيره بيا هغه اشعار چې په وزن، سجع، قافيه، تعميم، ترکيب... ترتيب، تعريف، تنکير، توصيف، تکرير او تزئين، زيب او زينت کې سره موافق او برابر وي او په بديعي محاسنو ښايسته شوي وي. او د بلاغت او فصاحت او بحر مراعات او لحاظ پکې شوى وي. تنافر او غرابت د کلمو ونه لري او تنسيق وصفى او لفظي صنايع لکه ترصيع او تجنيس ولري، نو ډير خوږ، مزه ناک، تاثيرناک څرګنديږي او رنګين، مزين، خوندور ثابتيږي، په پښتو کې د اشعارو اقسام او ډولونه ډير دي لکه غزل، چهاربيته، رباعي، داستان، لوبه، بګتئ، نيمکئ، لنډئ، قصې او نور. له دغونه هر شعر ځانته ټيم، پرده، زونګه، آهنګ او بيله مزه لري. حتى هغه اشعار چې په خپله موقع او خپله پرده کې د خوږ ساز او آواز او شوق او ذوق سره ووايه شي، نو مړاوى او ويده زړونه تازه او بيداروي او دريدلې او ولاړه وينه په جوش او خروش راولي.
د پښتو ملي اشعار د ادب لپاره مهم رکس ګڼل کيږي. عربانو د خپل شعر د کره کولو لپاره يو بيل علم ټاکلى چې عروض ورته وايي. همدا رنګه هنديانو هم د خپلو اشعارو آهنګونو ته پردې ټاکلي چې په دې سره يې خپل شعرونه برابر کړي دي. نو ځکه دا بيل فن او ځانته علم دى.
د شعر او شاعرى، قدر او قيمت د ادب په رنګينه فضا او ښکلي ګلشن کې ډېر ښه او له هر څه زيات دى.
د زېرى، جريده � دوهمه دوره � دوهم کال � د 1332 د ميزان لسمه � 60 مه ګڼه) ښاغلى سېلاب د پاسنۍ ليکنې په مهال شل کلن مست ځوان او د قاضيانو د مدرسې د لومړني کال طالب العلم و.
يو کال د مخه يې په شعر ويلو لاس پورې کړى و. هغه په دې ليکنه کې د "شعر" او "عشق" په ارتباط غږېدلى، د شعر بديعي اړخونه ته د لوستونکو توجه اړولې، د پښتو شعر اقسام او ډولونه يې ياد کړي او لگه موسيقئ سره يې د هغه تعلق څرګند کړى دى. ګواکې په دې برخه کې يې د پښتو اولسي آهنګونه تر نظر لاندې وو... او همدارنګه ښاغلي سيلاب تل هڅه کړې ده چې د خپل پاسني نظر سره سم شعر ووايي او هم په عروضي او هم په اولسي آهنګونو کې د شعر بديعي ښيګڼو ته پام ولري. هغه خپلې دې خبرې ته چې شعر "د عشق د سخت رنځور لپاره د ساعت تېرئ او غم غلطئ يو مهم عامل کيږي او د عاشقئ او مينې او محبت په ښکلي ګلشن کې پوره اغيزه لري او د سخت او دروند عشق لپاره ښه ملګرى او معاون بلل کيږي، د خپلې شاعرئ لگه پيل نه تر پايه پورې باورمند پاته شوى دى. تر دې چې د الله پاک له درباره يې هم غوښتي دي:
چې د مينې تخم وشيندم جهان کې
توان قدرت د محبت په کشت و کر را
د ښاغلي سيلاب د غزلو، سروکو، چهاربيتو او هر راز شعر له هر بند څخه دا آواز خېژى چې "سوز د مينې مې قلم راپاروي" او لوستونکى ته دا انتباه ورکوي چې د مينې په سوز د هغه پارېدلى قلم د عشق او محبت د سوز او ګذار قلم دى. د دې په خوا کې د هغه په ځينو غزلو کې د مهال او چاپيريال غږ او پيغام هم اوريدلى شو. په هغه غزل کې چې (ساقي ته) يې ويلي دې، هم وايي:
څو به خوږمن په زړه دردمن او لوغړن ګرځمه
مطربه! راشه د خوښئ نوى الهام راکه
بل ځاى وايي:
ستا دنګو ماڼيونه جفا جفا نارې اورم
نور به د وفا په اميد شاړې ويرانې ته ځم
او شاړو ويرانو ته يې د ورتګ او پناه وړلو په تکل ويلي دي:
د غره په سر کيږدۍ وهمه لگه جانانه سره
پريږدۍ چې ګرځم لېونى په غرونو
او په هغه وخت کې چې د هر روښانفکر په خوله کې "د ټولنې د تکامل د پوړيو" خبرې اوړيدې را اوړېدې، د غرو د سرونو د کيږديو لېوني شاعر به په خپل شعر کې "د عشق د تکامل د پوړئ" خبره کوله:
پوړۍ د تکامل ته چې شو عشق په لوړېدو
د نور ژوندون لانجه راته آسانه غوندې شوه
او کله چې يې د زمانې د تکاملي لارې د دغسې مشهورو خبرو ځينې شعارونه يې د خپل مليت سره په ټکر کې تصور کاوه، نو دغسې د زړه خواله يې کوله:
تهذيب د نوي ژوند مې مليت کړو په سلګو
دا نوې معما خو لږه ګرانه غوندې شوه
ښاغلي سيلاب په داسې عصر کې سرپورته کړى او په شاعرئ يې خوله پرانيستې ده چې د ويښ زلميانو ډله کښېناستلې ده، ليکوال غړى يې زياتره علمي، څيړنيزو يا خپرنيزو چارو ته مخ اړولى دى، مګر د هغو د سياسي، ادبي ټولنيز مکتب ادبي ارثيه پر افغاني ادب خپلې وړانګې ښندلې دي په تيره بيا د شعر محتوا يې ځلانده کړې ده. د دې ډلې پوهو ليکوالو د پښتو شعر او ادب د تاريخ، تيورئ او نقدو برخې پرابلمونو غوټئ پرانيستلى. په دې مهال د اولسي شاعرئ په ډګر کې د کامې ملا مهتدين حق ته رسيدلى، د لغمان محمد نور سپين ږيرى شوى، د چپرهاربينا او بيدار د بينائۍ او بيدارئ نارې سورې وهلي او د بيسودو ملنګ جان د خپل کار، فعاليت او شهرت په اوج او موج کې و. ښاغلي سيلاب په کلاسيکو فورمونو کې د معاصر او تيرو استادانو په لار روانيږي او په اولسي فورم کې زياتره ملنګ جان تر نظر لاندې لري.
مثلاً: په غزل کې د پښتو او پښتونولئ د روحيې د منعکس کولو خبره خوشحال خان پيل کړې، د عبدالقادر خان خټک، رحمان بابا، حميد او نورو په وينا کې يې دوام موندلى او د حمزه شينواري په غزل کې لوړې پوړئ ته رسيدلې ده، د ښاغلي سيلاب ځينې غزل چې د ښاغلي حمزه په لار دي، دغه مضمون لري. يو غزل يې هم د (پښتنې آرزوګانې) نوميږي او په هغه کې وايي:
حسن چې اعلان د استغنا وکړه
نن مې آرزوګانې پښتنې شولې
يعنې:
حسنه! ته خودبين يې زه پښتون يمه
مانه ده ښودلې ګدا سترګوته
يا دا چې د ملنګ جان د يو غزل سر داسې دى:
اې عشقه نامراده تا څه په بلا سرکړم؟
عالم زيست وروزګار کړې زه ناست دلبر دلبر کړم
او د ښاغلي سيلاب د يو غزل سر داسې دى:
عشقه نامراه جګرخون دې کړمه زه
سوى لوغړن سر په زنګون دې کړمه زه
د مينې لگه ډيوو څخه په چورليدو کې ډېر پتنګان سوي ستي او لولپه شوي دي. په پښتو، فارسي، اردو او نورو ژبو کې ډيرو شاعرانو د دې منظر په زړه پورې تصويرونه ايستلي دي. او دا سمبوليک تصوير يې دومره کارولى دى چې هغه يې بيخي له کاره ايستلى او زوړ کړى دى. ملنګ جان اولسي شاعر د دې تصوير فضا ته يو څه پراختيا ورکړې ده او د سوي پتنګ ايرې يې باد ته سپارلې دي:
باد مګر ايره د پتنګ يوسي شمعې خواځنې
په ژوند ترې نه جارووځي
دغه د عاشقانو لگه پخوا نه دى تړون
دا دى د عشق قانون
او د يو بل غزل په سر کې يې د دې تصوير فضا دومره رنګينه کړې ده چې که ورته نوښت يا ابتکار ووايو بې ځايه به نه وي:
مينې دى ستى کړم
راغلې په ايرو
اوس مې په ايرو کې لاس وهه چې باد يې وړينه
ستا د مخ پتنګ وم
ښاغلي سيلاب بيا همدې تصوير ته لږ څه بل ښکلى رنګ ورکړى، خوند يې يو په دوه کړى او غوړي يې لا غوړ کړي دي:
پتنګ وسوزي، ايره شي، باد يې يوسي
ډيوه خاندي، وايي: ماله ګناه نشته
يعنې ښاغلى سيلاب د پتنګ او د هغه د ايرې د سر نوشت د تصوير د يو مخ سره، د ډيوې موقف او دريځ د تصوير د بل مخ په توګه ښودلى دى. او ضمناً يې د سمبوليکې تشبيه او استعارې په کارولو د زمانې د ډيوو بې پروايي او بې تفاوتي څرګنده کړې ده.
د ښاغلي سيف الرحمان سليم د يو رنګين غزل کسر داسې دي:
سليمه! سم دې کړه غزل شرعې ته
پکښې لږ ذکر د خپل قام وکړه!
او ښاغلي سيلاب خپل يو ښکلى غزل داسې پاى ته رسولى دى:
سيلابه! بس کړه نورې نورې پريږده!
کوه د قام د ودانئ خبرې
دلته د ښاغلو سليم او سيلاب په دې بيتونو کې (قام) د (ملت) معنا لري. د ملتپال شاعر ښاغلي سيلاب په شاعرئ د قام، ملت او وطن د آزادئ آبادئ او سرلوړئ مضمون په څرګند ډول او په استعارى توګه لولو. د هغه په دې برخې شاعرئ باندې به د اکادميسين رشاد تبصره ولولئ. زه همدې يادونو سره خپلې دې ليکنې ته د پاى ټکى ږدم او د لوى الله له درباره د ښاغلي امان الله سيلاب روح په ښکلو او ښايسته جنتونو کې غواړم.
والسلام
-Amanullah Sailab Sapi-
Sooz de meni me qalam raparawi
By: sarmahaqiq Abdullah Bakhtani Khedmatgar
