ستر مبارز: کبير ستورى

align=left]
د افغانستان په تاريخ کې ستورى داسې ليکوال، شاعر او سياست وال وه چې خپل ټول عمر ئې د پښتون ملت د يوالي لپاره قربان کړه او تل ئې د پښتو ولس د يوالي، ورورى او سعادت هيله کوله.
نو د پښتون هر بچي ته پکار ده چې د ستوري لاره باندې پل کيږدي او د هغه ستر مبارز او سياستوال آرمانونه پوره کړي، نن نور قومونه ته بايد يو ځل نظر وکړو چې د يو کلي د اتل څخه ملي اتل جوړ کړه، مونږ داسې ستر مبارزين لکه ستوري خوندې لرو چې د قلم په ډګرکې نړۍ وښوره وله او نړۍ ته ښکاره کړه چې پښتون ولس نه يوازې په جنګ کې اتل دى بلکې د قلم په ډګرکې هم اتلان لري چې د هغو اتلانو څخه زمونږ ستر مشر او ستر سياستوال کبير ستورى دى .
راځى ګران ورورنو چې د خپل ملي شخصيتونو لارې باندې پل کيږدو او خپل ولس سره يو کړو، د پښتون ولس د سوکالى لپاره کار وکړو او خپل قوم راويښ کړو چې د ستوري هم دا هيله وه . او په پاى کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر څخه غواړم چې د کبير ستوري په نوم دې يو پوهنتون په هيواد کې جوړ کړي .
په درناوي
ويس سلطاني وردګ
ويس سلطاني وردګ
شاعر، لیکوال
Wais Sultani Wardak
Writer, Poet
