اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

زيار

دا يو انسانى فطرت دی، چې کله د سکون ساه اخلى د ژوند په ښائستونو کښې له ځانه ورک وى، نو بيا د هر غمه بي پروا وى. په خپله ځوانۍ، خپل حال او خپل اولاد نازېږى او دا ګڼى چې دغه هر څه د هغه دى. په داسې حال کښې بيا انسان د الله تعالى د عظمتونو اعتراف هېر کړى. هغه باغى شى، ولې چې کله پرې سختى راشى، نو د بغاوت ملا ئې ماته وى، د ژوند د مستۍ رنګونه ئې پيکه پيکه شى، د ځان نه ئې زړه تور شى، هر وخت اسمان ته ګورى او لاس ئې پورته دعا ته نيولې وي، چې "يا خدايه! ته زما مشکل اسان کړې" الله تعالى ته د انسان ددغه فطرت علم دی، ځکه ئې ورته په قران پاک کښي بيا بيا سرکشه او باغى وئيلى دى. دا د خاورې نه پيدا انسان کله کله خپل غرور او تکبر دې حد ته رسولی دی، چې د خدايۍ دعوې ئې کړى دى، الله تعالى په هر دور او هره زمانه کښې د انسانيت د اصلاح دپاره خپل نبيان رالېږلى دى. دغه ټولو نبيانو انسانيت ته د مينې درس ورکړی دی. دوى ئې د تکبر او غرور نه منع کړى دى او په خپلو ذاتى عملونو ئې ورته دا خبره سپينه کړې ده، چې اصل عظمت په فقيرۍ کښې دی، اصل لوئي په مال دولت نه، بلکې په تقوى ده. د الله تعالى په يادولو ده، دغه ياد چې څومره څومره د يو انسان په زړه کښې ځائآ مومى نو بيا ئې د زړه سترګې بينا کېږى. هغه د زړه په سترګو هاغه څه وينى چې بل کوم کس ئې تصور نشى کولی. دا هرڅه په مسلسل رياضت کېږى او ددغه رياضت تعليم، ددغه رياضت ښودنه هر نبى کړې ده، خو بيا هم د هر نبى په هر دور کښې مخالفت شوی دی. د حق لارې ته چا په رضا غاړه نه ده ايښودې او چې کله بيا د الله تعالى جلال په "جلال" کښې راغلآ دآ، نو د داسې نامنونکو انجام ئې ډېر عبرتناک ګرځولی دی . قراّن پاک د داسې قامونو ذکر ښه په تفصيل سره کړی دی او ورسره ئې دا يادونه کړې ده، چې دا هرڅه ستاسو دپاره عبرت دی، که چرې پوهه ولرئ.
الله تعالى چې کله د ادم عليه السلام نه د نبوت سلسله پيل کړه، نو بيا دغه سلسلې دوام وموندو، نبيان راغلل، د حق وينا ئې وکړه او بيا ئې د دنيا نه تشريف يوړو او چې کله الله تعالى دا فيصله وکړه، چې اوس وخت راغلی دی، چې د نبوت دا سلسله تمامه کړى او يو داسې جامع پيغام انسانيت ته ورکړى، چې تر قيامته پورې د هر دور او هرې زمانې نمائنده پېغام وى، نو د هاغه نُور جلوې ئې په مکه کښې راخورې کړې د کوم نُور ځلا چې اّدم عليه السلام ليدلې وه. دا داسې حالت وو، چې په مکه او مدينه کښې په هر لور د الحاد لړۍ خورې وې، نفرتونه سېوا شوى وو. د سردارانو تکبر او غرور د حدونو نه ډېر بره تلی وو، د خوارانو په مخ اوښکې قطار قطار کېدلې او د ظالمانو په مخونو مستۍ او خنداګانو چورلکونه خوړل. هره بدعملى په زور کښې وه، د انسانيت مفهوم بدل وو، عن تر دې چې سرونه به بتانو ته ښکته کېدل او بيا د مزې خبره دا وه، چې ددغه بتانو نه به مرادونه غوښتآ شو، ددغه بتانو سره به جرګې مرکې کېدې. الله تعالى دا هرڅه ليدل او چې کله بيا د ابراهيم خليل الله په کورنۍ کښې د "نُور" جلوو سترګې غړولې، نو د عبدالله په کور کښې د فرشتو سندرې سېوا کېدې. دغه نغمې دغه زمزمې د احساس غوږونو اورېدلې او بيا د امنې ابۍ په غېږه کښې د دواړو کونو سردار حضرت محمد مصطفآ صل عليه واله وسلم سترګې وغړولې، چې کله د نبوت دغه ستورآ او ځلېدونو د الحاد په ماڼو لړزان راغآ، ډېرو خلقو په دې موقع داسې ډېرې نښې نښانې وليدلې، چې هغوى ئې حق دق پاتې کړل، خو چا لا دا تعين نشو کولآ، چې اخر د مکې په دې ښار کښې کوم انقلاب راغلی دی.؟
روايت دی، چې بى بى امنې خوږ نبى(ص) په زانګو کښې واچولو، نو زانګو په خپله په زنګېدو شوه. دا د حضورص د عظمت لومړآ نښې وې، چې وليدلی شوې. د هغه پلار محترم عبدالله د هغه د پيدا کېدو نه وړاندې وفات شوی و، ځکه خو ورته بيا قراّن پاک وويل، چې ته يتيم پيدا وې ما درته سهاره درکړه.
د نبى کريم صل الله واله وسلم په پيدا کېدو د هر چانه زيات د هغه نيکه مبارک حضرت عبدالمطلب خوشحاله وو. دا ځکه چې خوږ نبى(ص) د هغه د ځوانى مرګ زوى عبدالله نښه وه. هغه خپل لمسآ مبارک راواخيستو په سينه پورې ئې کلک ونيو بيا بيا ئې ښکل کړو او د تبرک په خاطر ې خانه کعبې ته يوړو. هاغه خانه کعبه چې د خوږ نبى(ص) نيکه ابراهيم خليل الله ئې په خپل لاس بنيادونه ايښودى وو. هاغه خانه کعبه د کومې د جوړښت دپاره چې هغه د خپل زوى مبارک حضرت اسماعيل(ع) قربانۍ ته غاړه ايښودې وه او بيا چې کله د خوږ نبى د ماشوم والى ورځى سېوا کېدې، نو دا سعادت الله تعالى بى بى حليمې ته ورکړو، چې د دواړو کونو د سردار صل عليه واله وسلم پالنه وکړى. په عربو کښې دا رواج وو، چې د کليو نه به زنانه ښار ته راتلې د ښار نه به ئې ماشومان د پالنې دلپاره کليو ته وړل، چې ځان ته څو پيسې وګټى او د ماشومانو په کلى وال ماحول کښې روزنه وکړى.
د نبى کريم صلى الله عليه واله وسلم د پيدا کېدو نه دغه زنانه خبر شوې وی، خو ځکه ې غاړه نه کېښوده، چې امام الانبياص يتيم وو او ښځو دا ګمان کولو، چې دده په پالنه به دوى ته کومې زياتې پيسې ملاو نشى. بى بى حليمه هم د ماشومانو په لټون ستړې ستړې د عبدالله کور ته راغله. هغې چې کله حضرت محمد مصطفآص د مور د غېږې نه واخيستو او په سينه پورې ئې کلک ونيوو، نو داسې ئې محسوسه کړه، لکه چې سينه ئې ټکور شوې وى. هغې په خپل زړه کښې يوه داسې خوشحالى محسوسه کړه، چې د اظهار په چل ئې نه پوهېده او چې کله خپل کلى ته ورسېده، نو په خپل کور کښې ئې د يو اسمانى نور ځلا محسوسه کړه. څو ورځې تېرې نه وې، چې د احمد نبى مختارص د رحمتونو سلسله شروع شوه. د حليمې ابۍ د ګډو _ بزو پۍ زيات شول، د هغې په ژوند کښې برکتونه راغلل، خلق ټول دغه بدلون ته حېران وو او حليمه ابۍ پوهېده، چې دا هرڅه ددې ماشومص دمخه دى، ځکه نو د محمدص سره ئې د خپلو بچو نه زياته مينه شروع کړه.
د څلورو کالو تېرېدو نه پس چې کله حليمې ابۍ د دواړو کونو سردارص خپلې مور امنې ابۍ ته بېرته ورکولو، نو زړه ئې ورپسې نری نری خوږېدو. د حليمې ابۍ ددغه مينې اظهار به خوږ نبىص په هر موقع کولو. حضورص لا د ژوند په وړو پاټکو قدمونه ايښودل، چې مور ئې وفات شوه. دغه غم ئې لا نه وو زغملی چې دوه کاله پس ئې نيکه وفات شو او بيا د هغه تره محترم حضرت ابو طالب د خپل وراره پالنه شروع کړه. هغه څو څو ځله د خپل نيازبين وراره عظمتونه په خپلو سترګو وليدل.
وختونه تېرېدل او پاک نبىص د مکې په مقدسه خاوره د ژوند قدمونه وړاندې اخيستل. د هغه د صداقت او امانت دارۍ اعتراف هر چا وکړو، خو چې کله د څلوېښتو کالو په عمر کښې الله تعالى هغه ته د نبوت ذمه وارى وسپارله، نو هر چا ئې مخه ونيوله د څو مئينانو نه علاوه د خپل وخت ټولو سردارانو د حضورص مخالفت شروع کړو. دا ځکه چې نبىص د وحدانيت خبره کوله، هغوى د مساواتو، اخوت او مينې درس ورکولو، د مکې سرداران دې اورېدو ته کله تيار وو، خو د حق شمع بله شوې وه، ډلې ډلې پتنګان دغه شمع ته راغونډېدل او بيا په مکه کښې د وحدانيت د تبليغ نه پس چې کله حضورص د مدينې په لور هجرت کولو، نو دنيا بدله شوې وه. د اسلام رڼا د مکې نه علاوه مدينې او نورو ښارونو ته هم رسگيدلي وه.
د مدينې د هجرت نه پس که هر څو د مکې کفارو د دوى په ضد ټول قوتونه استعمال کړل، خو الله تعالى د خپل نبىص په خپله حفاظت کولو. د ټول ټال درويشتو کالو په موده کښې په ټوله دنيا کښې يو انقلاب راغی، د اسلام رڼا د ايران او فارس محلونو ته هم ورسېده. د مکې مقدسه او پاکه غېږه د الحاد او کفر د تيارو نه پاکه شوه او چې کله د حضورص د ژوند مقصد ترسره شو، نو بيا هغه خالق ځان ته راوبللو.
د هغه وخت نه تر دې دمه د اسلام شمع بله ده، دا هرڅه مونږ ته د خوږ نبىص انعام دی. دا نن چگ مونږ خپل خالق پېژنو په فرشتو، اخرت، جنت، دوزخ هرڅه عقيده لرو، نو دا هم د نبىص ښودنه ده. د دومره لوئآ هستۍ صفت کول ډېر ګران کار دآ. هاغه هستى چې الله تعالى او فرشتې پرې پخپله درود وائى هغه هستى چې د چا د مخه ددې کائيناتو تخليق شوی دی، دومره لوئی عظمت لرى، چې انسانى ذهن ئې ادراک نشى کولی. د حضورص په زمانه کښې هم مئينانو د حق شمع وستايله او خپلې لمنې يې د ثوابونو نه ډکې کړې او نن هم دغه هڅې دغه کوشش په وړاندې روان دی.
زه چې کله سترګې پټې کړم د نبىص د عظمت خيال مې ذهن ته راشى، وارخطا شم او وبوږنېږم. دغه فکر مې په لفظونو کښې داسې الول شى:


زه بــــــــــه څه يم څه به نه يم دا زما ليکل به څه وى
څه چې وايم څه چې ليکم دا د چا د نُور کمال دی.

ما ددې نه وړاندې هم د ګران نبىص د صفت د حق ادا کولو کوشش کړی دی او پدې ځان بختور ګڼم، چې زما دغه ادنى او معمولى زيار ته په قامى سطح ډېر درانه وکتل شول. دغه عزت او دغه احترام په ما د خوږ نبىص پېرزوئينه ده. ګنې زه کله د شعر په رموزو پوهه يم، زه کله د نعت ليکلو حق ادا کولی شم، زه خو په دې خيال په دې سوچ د نبى کريمص د تعريف کولو هڅه کوم، چې د خپلې بښنې اميد ولرم. زما د خوار مسکين نوم چرته د اقاص په مئينانو کښې شمار شى.
ما په دې مجموعه کښې د روايتى نعت ليکلو نه يو اړخ ته په غير روايتى انداز کښې د ګران نبىص د تعريف کولو کوشش کړی دی. طمع ده چې زما د قلم قبيلى ملګرى به دې کوشش ته درنښت وبښى. دعا کوم چې الله تعالى دې مونږ ټولو ته د خپل نبىص په ښودنو د مکمل عمل کولو توفيق راکړى، ځکه چې همدغه لار د بښنې لار ده، هم دغه لار د کاميابۍ او کامرانۍ لار ده.
له *جلوی*کتاب څخه
*************************

"لويه خدايه"


لويه خدايا لويه خدايا
نه مې زور شته په قلم کښې
نه مې عقل شته نه پوهه
د "حدونو" په ول ول کښې
له ازله ګرفتار يم
يو بې وسه بې اختياره
ستا مسکين عاجز بنده يم
دا ممکنه نه ده ربه
چې زه حق د صفتونو
ستا د پاک نبيص ادا کړم
بس په دغه ارمان ليکم
کله ورځ چې د محشر وى
چې زما نامه هم شمار شى
د هغو خلقو ټولګي کې
مدحه خوان چې د نبىص دى
مئينان چه د نبىص دى

.

"احسان"


ځه به کوم کوم يادومه ذوالجلاله
ئې بادشاه د رحمتونو شمار دې نشته

چې پيدا دې امتى د محمدص کړم
په رښتيا د احسانونو شمار دې نشته.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←