اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

اسلم خان

ځائ لرې و او نګهت پيدل په لاره يواځې د پلار کره روانه وه، سترګې ئې وچې کلکې وې، نه ورله ژړا ورتله او نه خفه وه. البته په سوچ کي ضرور وه چې غلطى مې اوکړه، يور خو مې هډو څه ويلى نه وو او داسې په معمولى خبره د کوره رااووتلم، چوړ د شرم وخت مې راغی. الله دې زمونږ دا خواښې مېراته کړى، که زهْ دی نازبينه نه وی عادت کړی، نو اوس به راته دا مشکلات نه وو. ګورم چې ورور اسلم خان به مې ملګرتيا اوکړى او که نه؟ هسي نه چې هغه مې هم د کوره اوباسى او راته اووائى چې دا د پښتو قول او وعده ده ځه ورځه د خاوند کره، اوس به څنګ د خاوند کره ورشم. زهْ هم د پښتون پلار لور يم، څه جولهه خو نه يم چې کله به رااوځم او کله به بيا ورځم. خو که ورور مې راله ډاډ رانه کړ، نو بل خوا به ترې نه اوځم، ليکن د اصغرى کره خو به په قراّن پښه هم واپس نکړم. اّخر زما لوظ او اراده خو څه معنى لرى، چې داسې ځان پخپله سپک کړم، نو يوور به مې راباندې هر وخت خېژى کوزېږى او د خواښې په نظر به هم سپکه او ورکه شم. هرڅه چې مې په قسمت وو، اوشول، ليکن بېرته به چرته هم د اصغر خان کره لاړه نه شم او ښځوالى به ئې اونه کړم. په ما د چا زور دی څه؟. زهْ به په ډاګه اووايم چې زما دا خاوند زما نه دی خوښ نه ئې اخلم، دا خو زما مرضى ده، دوى خوار و خوشکو ته اوګوره او د اسلم خان خور غوښتلو ته ګوره".
اسلم خان هم د خپل خور په شان بد دماغه او ګنده ذهن سړی و، ځوان و، د پلار ورته ډېر جائېداد پاتې شوی و، د خانئ په نشه کي مست و، د مازيګر د چکر په وخت به پسې نولس شل غوګين روان و،د سپوئ ډکې پټې په غاړه وې او د نوکرانو لباس ئې بلکل بدل و، د دنيا نور خلق ورته بالکل لکه د ماشى ښکاره کېدل او خپل تره ئې ژوندی و، خو دهْ به ورته هډو کتل هم نه، چې دا څوک دی او څوک نه دی. بدمغزه دومره و، چې چا به ورته مخکي خبره اوړه، نو بيا هډو د تپوس ماده پکي نه وه. ماښام نزدې و نګهت ستړې ستومانه يک يواځې په تياره کي کلى ته راننوتله، خلق حېران شو چې بغير د جواب نه نګهت بى بى څنګه دلته راغله. د کور په دروازه رادننه شوه او چغې ئې کړې په زوره زوره ئې ژړل چې تباه شوم، خلقو مې شرم اوکړه، خواښې او يور راپسې کت يو كړهْ او د کوره ئې رااووېستلم. لږ وخت پس اسلم خان کور ته راغی، د خپلې مېلمنې خور نه خبر شوی و، کور ته راغی چې تپوس اوکړى چې نګهت څنګه راغله.
اسلم: پخېر خور بخير څنګه دلته راغلې، ما خو درپسې څوک نه دى درلېږلى.
نګهت: خوږه وروره ستا نه قربان شم خلق رشتيا وايى که چرګې ګرځى ګرځى خو ځائآ دې کنډول دی، اّخر چې ردى شوم، او خلقو ته بده ښکاره شوم، نو دا مې د راتلو ځائی و.
اسلم خان: پوه نه شوم ستا څه مطلب دآ؟
نګهت: اصغرى د کوره رااووېستم.
اسلم: د اصغر څه مجال دی چې تا به د کوره راووباسى، دی نه دی خبر چې ته د اسلم خان خور ئې.
نګهت: ښه مې ورته بار بار ووئيل چې خلقه ما د کوره مه اوباسئ، زهْ د خپل خاندان بې عزتى نه شم زغملی، ستاسو کوړمه د وتلو عادت ده، خو زمونږ په خاندان کي تراوسه څوک نه دى وتلى. اسلم خان چې ددې دا خبره واورېدله، نو سترګې ئې ښکته شوې، ځکه چې دهْ ته هغه زمانه راياده شوه، کله چې ددهْ مور هم داسې په خپله مرضئ د کوره وتلې وه او بيا د شرم ډکه کور ته راغله. يو سوړ اسويلی اسلم خان اوکړ، مرۍ ئې وچه شوه او د قاره سور شو.
اسلم: ګوره نګهت د هغوى هم ښهْ خاندانى حيثيت دی، که اوس چرې ګناه تاته وى نو بيا؟
نګهت: عجيبه خبره ده، زما پښې پولۍ شوى دى او ځان مې تاته په منډه او ستا لمنې ته راغورځولی دی، اوس ستا اختيار دی، د خاندان دا پې عزتى به ته په عزت کي بدله وی. اصغر څوک د ی . چې دې ستا خور د کوره اوباسی او که ته وائې نو زهْ به اوس په دې ساعت بيا ورروانه شم او د اصغرى او اشرفى په کور کې به کوزې سترګې کېنم، بيا د هغو اختيار دی چې څه راسره کوى.
اسلم خان: زه حېران په دې يم چې اصغرخان ډېر ښه سړی دی.
نګهت: يواځې هغه نه مشر ورور ئې راباندې د لتو غوبل اوکړ او مور ئې راباندې د سوباړو يو څو ګذارونه وکړل. يور مې راڅخه سنړې په لختې کي پاتې کړې او تاته دروغ ښکارى.
اسلم خان: اخر تا قصور څه کړآ و؟.
نګهت: څه قصور مې کړى و، خو يور مې ناجوړه پرته وه او مېلمانه ګنړ شول، يواځې وم کار مې سر ته اونه رسولآ شو، نو په ما ئې راباندې کړل.
اسلم خان: ليکن د مېلمنو کار د کور د خلقو حق دی.
نګهت: دا زهْ ترته د چا د کور مزدوره ښکارم څه؟
اسلم: چې پردى کور ته ښځه لاړه شى بيا هم هلته د غسې مزدورى کوى.
نګهت: پوهه شوم که راباندې تنګ ئې، نو اوس په دې ساعت به بل چا کره لاړه شم، خو داصغرى ښځوالى نه کوم او تا به کوزې سترګې نيولى وى، ولې خلق به وائى چې د اسلم خان خور د بل کاله کره ناسته ده، ستا څنګ خوښه ده کېنم کنه. صلاح راکړه او فيصله اوکړه څه چل اوکړم؟.
خور اسلم خان په خبرو خبرو کي دوکه کړ او داسې ئې په جذباتو کي راوسته، چې د قاره ئې سترګې تکې سرې شوې، په خوله ئې لکه د ستړى اّس زګ اودرېدو، پښې ئې په رپېدو شوې او لګيا شو.
اسلم خان: زما دې په هغه خدائآ قسم وى چې دا کل جهان ئې پيدا کړی دی، اصغرخان ته نه ئې راويستلې، خو زما بې عزتى ئې کړې ده. که په ما کي غېرت وى او د عزتمند مور و پلار زوی يم، نو ستا دا بدل به واخلم او ته به دلته کي اوسېږې. شل استازى به ئې راشى، خو پرې به دې ورسره نږدم.
د نګهت په مرۍ کي لاړې راغلې او لکه د ګل غوندې تازه شوه او اّخر د خونړى مار په شان ئې دوه خاندانونه په جګړه تيار اوليدل، نګهت خو په اّرام د خپلې ورنداې سره کېناسته.
ورندار ئې ډېره هوښياره او ښه ښځه وه، د ډوډۍ ئې ورله ښهْ انتظام اوکړو او چاپى ئې کړه.
اسلم خان د قاره ډک د کوره اووتلو، ورندار او نګهت ناست دى، په خپل مېنځ کي خبرې کوى.
نورئ: خور ډېر بد دې اوكړهْ خپل کور څوک د خپل لاسه نه ورانوى.
نګهت: عجيبه خبرې کوې نورئ! په داسې کور تندر اولېږه.
نورئ: اّخر که تا ته څه کم وآ، نو ورور ته به دې جواب کړی وی او بيا زهْ هم دلته وم، هم دې ورندار يم او هم دې د تره لور سره خپلې خوېندې يو، نو ما به درته هرڅه درلېږلى وی، دا ستا خپل کور دی.
نګهت: تهْ نه پوهېږې خور يو ځل چې سړی چاته اوږه ښکته کړى، نو بيا پرې دا ټول خلق سورېږى.
نورئ: د پلار په کور چې سړی هرڅه کوى نو خوند کوى، ليکن د خاوند په کور خو د سړى اختيار وى چې هغه څه وائى نو ښځه هغه منى.
نګهت: دا ولې دا ښځې په څه ګنهګارې وى چې سړى به هرڅه وائى او دوى به هرڅه منى.
نورئ: بختورې داسې خبي کوې که ټولې دا ښځې ستا په شان شى نو بيا.
نګهت: زهْ به داسې ښځو له مبارکى ورکړم او پوهه به شم چې اوس د پښتنو ښځې د کار کولو او بدل اخيستلو قابلې شوې د دې پښتنو رواج خو هسې زمونږ نه قيديانې جوړې کړى دى.
نورئ: خو هر سړی دې په ځان راولى نو؟
نګهت: زهْ څهْ يواځې د ځان دپاره نه وايم، خو د ټولو دپاره داسې کار پکار دی.
نورئ: نو ښه خور خفه کېږه مه، درڅخه يو سوال کوم اوبه منې؟
نګهت : شل خو اوکړه.
نورئ: چې رشتيا راباندې وائى، نو ستاسو په دې کور کي خو به سپآ هم مېشته اونه کړى او ستا خو ډېر ښهْ کور دی، داسې مړه يور دې ده چې ته څه وائې هغه منې.
نګهت: ښه ښه ورندار اوس ته هم په داسې خبرو رااونښتې، ستا به څه مجال وى چې زما د ورور بې عزتى به اوکړې او د کوره به اوځې.
نورئ: ولې خور زهْ درته د پښتون لور نه ښکارم څه؟
نګهت: ځان ته سړې اوبه واچوه، که ته د بادشاه لور ئې خو زما د ورور ښځه ئې.
نورئ: هئ توبه شه! خو زهْ تاته ستا د ګټې خبره کوم، چې خپل کور دې په خپل لاس کي واخله، ستا په کور کي به د بل سړى بره او ستا لره وى.
نګهت: د چا مجال څه دآ، چې زما په کور کي به واک اولرى.
نورئ: يه خور زهْ خو د هغه کور وايم دا خو هډو څه سوال نه پيدا کېږى. دا خو ستا د خپل پلار او د ورور کور دی، ليکن ښځه چې واده شى نو د هغې دپاره بيا د خاوند کور خپل کور وى، نه چې د پلار کور.
نګهت: بس که ورندار په پرهرونو راته مالګه مه دوړه وه، ځه چرته اوده کېږم! ستړی ستومانه يم، ته راته سورنی غږوې. زهْ څه د جولا لور نه يم پښتنه يم پښتنه، دا خپل بدل به خامخا اخلم، که د ورور نه مې اونه شوه، نو په خزانو به دا خپل بدل واخلم.
"نورئ ترېنه لاړه او نګهت ښهْ په اّرام په خپل سم کړى کټ کي څملاسته، ښه خوب ئې اوكړهْ، سحر شو ورندار ورله د ناشتې ډېر ښهْ انتظام کړی و، ځکه چې مېلمنه وه، دې چای څکله، چا ور وډبولو، د خانانو نائى له چائ رااوباسئ.
د نګهت په مرئ کي چای ونښتله او مرئ ئې وچه شوه، جينئ څوک دی او کوم نائى دی".
مزدوره: بى بى ستاسو نائى دی انځر ماما!
نګهت: ورشه! انځر ماما ته اووايه چې ډيوډئ له دې راشى، دلته به چای اوڅکى او زما ورسره کار دی.
(مزدوره لاړه او انځر ماما ئې مانړئ ته راوستلو. څه ګورى چې يو دوه پلى کټکى پراته دى، په يو تولائى خوره ده او بل هسې دی. مزدوره لاړه او بى بى ته ئې ووې چې انځر ماما راغی. نګهت بى بى په منډه منډه په پردى سړى پسې رااووتله، انځر ماما وارخطاء سپک تک زېړ په مانړئ کي ولاړ دی.)
نګهت: ماما پخير پخير ډېر وختى نه دی، دې کټکى ته کېنه.
انځر: څه مې کړی وی، موراّبۍ راته اووې چې وختى به ځي.
نګهت: ښه تهْ موراّبۍ رالېږلی ئې څه وائى.
انځر: دعاء سلام ئې کولو او وی ئې چې مشر خان ګلون ډېره وهلې ده او پلار کره ئې لېږلي ده اوس اصغرخان هم ډېر قار دی او که دا خفه کېږى نهْ نو ستا سره دې راروانه شى او راځى دې، چې نور څه شر جوړ نه شى.
نګهت: پرېږده ماما چې جوړ شى، دوى چې څه کوى، هغه دې اوکړى، سړى چې د بل سپېړه نه وى ليدلې، نو خپله ورته ګرز ښکارى.
انځر: ګوره بى بى دا خاندان د پښتنو په دور کي ښه باعزته خاندان پاتې شوی دی. اوسه پورې دا هېڅکله نه دى شوى چې څوک مېرمن څادر په سر کړى او د کوره اوځى.
نګهت: دا سخا مخ دې ورک شه، ته هم لا دا خبرې کوې دا په ټولو کي ناکاره درته زه ښکارم؟
انځر: نه بى بى که ته ناکاره وې نو د اصغرخان ښځه به ولې وآ، دا خو وختونه دى ځى راځى. کله ناکله د سړى نه غلطى هم کېږى، خو سړى له پکار وى چې زر په خپله غلطى ستومانه شى.
نګهت: دا به ستاسو رواج وى، زمونږ نه دآ، څوک چې د کوره اوځى هغه بيا نه راځى. زهْ يو وار وتلې يم او په ژوندانه څه، چې په مرګ به هم لاړه نه شم.
(انځر ماما تش لاس د نګهت نه ناامېده راروان شو، ناڅاپه حجرې ته په دغه وخت اسلم خان راغآ.)
اسلم خان: انځره څه دى، چرته راغلې وې، څه وخت راغلآ وې.
انځر: خان صيب سلام عليکم دلته کي راغلی وم، اوس سحر راورسېدم، ستاسو سره مې کار و.
اسلم: ښه ښه! پوه شوم زما په خور پسگې راغلآ ئې.
انځر: او جى مور اّبۍ رااولېږلم، چې راځى دې اوس په کور کي هېڅ شر شدت نشته اشرف خان ګلون بى بى د پلار کره اولېږله.
اسلم خان: انځره! نګهت زما خور ده، دا د قباد خور نه ده چې کله د دوى رضا وى نو د کوره به ئې شړى او چې کله د دوى مرضى وى نو بېرته به ئې راولى، دا اوس نه شى تلآ.
انځر: ستاسو خوښه ده خان! زمونږ خو سوال جواب رسول دى.
اسلم: ما درته اووې ځه اشرفى او اصغرى ته اووايه چې څه کولی شى نو کوى دې دوى ته اجازت دی.
(انځر ماما را رخصت شو، قضا ماسپښين کلى ته رااورسېده، اشرف خان په خجره کي نه و او اصغرخان وچې شونډې خفه درمانده په کټ کي ناست و، څه سوچ کوى چې څه اوشو او څه به کېږى.)
اصغرخان: ماما راځه تلی وې کنه؟
انځر: او جى تلی وم.
اصغر خان: اوس په دې ساعت راغلې.
انځر: بس اوس رااورسېدم.
اصغرخان: اسلم خان څه وی، نګهت رانغله.
انځر: اسلم خان هم بد بد و، او نګهت هم خفه وه، خو خير دی دا لا جنګ اول ځل دی، ښه به شى خانه. صبر پکار دی. هرڅه په صبر کېږى، تادى ښهْ شی نه دی.
اصغرخان: او ماما غير د صبر نه کار نه کېږى. اّخر صبر مو لار ده، خو مور مې ښه نه دى کړى، ځه ماما ته ځه کور ته ځه ستړآ به ئې.
(انځر ماما ستړی و، کور ته لاړ او اصغرخان په کټ کي لکه د ټى بى مريض غوندې وارخطاء څملاستو. کله به کېناسته، کله به ولاړ شو، اّخر سوچ ئې ختم شو او ټوپک ئې راواخيست چې ځان اوولم ليکن دا ورته بده خبره ښکاره شوه چې ولې ځان مړ کړى اول هغه څوک وژل پکار دى چې څوک بد کارى کو. زړهْ مې غواړى چې دا خپله مور هم يو دوه ډزه اوولم، ليکن دا ورته هم بيا بده خبره ښکاره شوه چې د دنيا خلق به څه وائي خلق به راباندې الزام لګوى چې د ښځې دپاره ئې خپله مور اووېشتله، اّخر د اسلم خان د کلى طرف ته روان شو، ډېر تېز او ګړندی راغى. ماسخوتن و، چې اصغرخان رااورسېده، اسلم خان ناست و، اصغرخان سلام واچولو.)
اسلم: خير دی اصغرخانه چرته راغلې؟
اصغرخان: د خپلې بې عزتۍ مرګ له پرېږده چې مړ شم.
اسلم: اّخر تاته ولې بل سړی دومره سپک ښکارى.
اصغرخان: چه څوک سپک وى هغه نه درنېږى. اسلمه! دا څه سړيتوب خو نه دآ، چې ته د خپلې خور خبره منې او د پښتونوالى نه ځان اوباسې، پکار دا وه چې خور دې د اينځر ماما سره راغلی وی.
اسلم: دا څهْ د قباد خور نه ده چې ستاسو په رضا به ځى راځى، دا زما خور ده.
اصغر: افسوس که ستا خور د قباد د خور په شان وی او ته د قباد په شان وی نو ارمان به د څه و.
اسلم: خبردار ته زما بې عزتى کوې ما د هغه د سپى د زوى سره برابروې.
اصغرخان: ستا غوندې خلق د سپى زامن دى. دا هم څه غېرت دآ چې سړآ د ښځې خبره اورى.
اسلم: که زما په حجره کي نه وی نو اوس به مې خپله خور کونډه کړې وه.
اصغرخان: رامخکي شه کنه تاته ولي ځان دومره غېرتى ښکارېږى. زهْ د پښتون پلار زوى يم، يا به خپله ښځه بوځم او يا به دلته سر پرېکړم، تش لاس به چرته هم نه ځم.
(د دوى مذکور ګرم شو، اسلم خان د خلقو په ګنړه کي ناست و او په تېزه تېزه ئې خبرې کولې، ناڅاپه خپل يو نوکر ته ئگ اووې د سپى زويه ته راته ولاړ ئې دا د مور خاوند دې دومره خبرې کوى او ته ورته څه نه وائې. وله ئې په ټوپک باندې. اصغرخان هم قار و، پوه شو چې بيا وروسته لانجې نه شم کولى، خپل بدل په وخت اخيستل په کار دى، ټوپک يې راواړولو، اسلم خان ئې رسا د زړه په سر اووېشتو. دوه درې نوکران ئې ورسره هم ملګرى کړل او په اّخر کي د شاه د طرف نه يو ډز شو چې اصغرخان يک يواځې د زمکې لور ته ارتاو شو، دا ګولۍ ئې رسا په سر لګېدلې وه. درې څلور منټه وروستو جګړه خوره شوه، پته اولګېده، اسلم خان سره د څلورو نوکرانو او اصغرخان ددې دنيا نه رخصت شول. په کلى کي شور شو، چې دنيا ورانه شوله، نګهت ښهْ په اّرام او په سړه سينه د ورور د کټ خواله راغله او په ژړا شوله.)
نګهت: عزتمنده وروره! ستا د غېرت نه قربان شم، تا د خپلې خور دپاره خپل سر ورکړ، د وروڼو نوم دې ژوندآ کړ، زما په شان خوېندې به په تا فخر کوى.
نورئ: بس که نور مخامخ مه اودرېږه، هسې زړهْ مې خرابېږى، څومره بې باکه او ناترسه ئې چې ورور دې په خپل جنګ کي قربان کړ او خپل خاوند دې هم د تورو خاورو لاندې کړ.
نګهت: ته لا څوک ئې چې دا خبرې کوې؟
نورئ: زهْ څوک يم، تهْ ما نه پېژنې. اوس دا وخت د خبرو نه دآ غلې شه اوس به درته پته اولږى، چې زهْ څوک يم.
نګهت: ستا غوندي شل ښځې زهْ خاورو ته کوزولآ شم.
نورئ: زه د ګلون په شان صابره نه يم زهْ به درسره هغه چل اوکړم، چې چا کړآ نه وى.
نګهت: دا زما د پلار کور دآ، ستا نه دآ خوارې.
نورئ: زما د پلار کور هم شته، خو دا زما د خاوند کور دآ، مټيزې ځه د خپل کور تلاش کوه.
نګهت: د ورور سرته ولاړه يمه کنه نو...
نورئ: او کنه دا ستا هغه ورور دآ چې تا مړ کړ.
نګهت: دې عزت مړ کړ، مانه دآ او زهْ دده د عزت د وجې اوچته پاتې شوم.
نورئ: ورکه شه داسې سنګدله خور چې د خپل ورور په مرګ فخر کوى او د خپل خاوند په مرګ شکر اوباسى.
نګهت: ما درته يو وار ويلى دى چې دا زما د پلار کور دآ.
نورئ: ستا د پلار کور هله و، چې مور و پلار او ورور دې ژوندى و، اوس کور زما دآ، زما سره زما بچى اوسى.
نګهت: ستا بچى څوک دى چې ماته به جواب راکړى؟ زه به ترېنه سترګې اونه باسم.
نورئ: ناپوهه زوره ورې نګهت نه پوهېږې د خپل زور مټې او لاس خو تا په خپله مات کړل.
( دوى لا په دې مذکور کي وې چې د نورئ پلار رادننه شو او ډېر بد رد ئې نکهت ته اووئيل، چې هېڅ يوه لور او خور به داسې کار اونه کړى. لکه چې تا د خپل ورور او خاوند کور شمشور کړ. د پلار کور دې تالا کړ، خپل ورور او خاوند دې مړه کړل، په دې خاندان کي هډو ستا ځائآ نشته، ځه ورکه شه، چې په کومه لار راغلې ئې په هغه ځه.)
نورئ: بابا قارېږه مه، دا هرڅه به قسمت ته منظور و، اّخر د خان خور ده اوس په دې وخت به چرته لاړه شى کنه. زړه خو زما هم نه غواړى چې دا اوس زما په سترګو لږى.
هاشم خان: تهْ نه پوهېږې نورئ دا که چرې دلته يوه شپه بله پاتې شوه، نو څه نور نقصان به جوړ شى.
نورئ: هرڅه چې کېږى خو نن شپه به دلته وى.
هاشم خان: ښه ده خو په حفاظت ئې ساته، چرته بله ډنډه اونه لړى.
نګهت: دا تاسو له ئې چې خوند درکړ پلار وايى چې اوځه او لور وائى شپه به يم، چې تاسو څه وائى نو هغه بْ کېږى. داسې څوک دى چې ما به د کوره اوباسى. زهْ به پکي تورې غوړې نه کړم تورې هن.
هاشم خان: خوږې نګهت دا ستا خپل کور دآ، خو زهْ حېران يم چې ستا په سينه کي څومره سخت زړهْ پروت دآ، که ستا په ځائآ بله ښځه وآ نو اوس به يې د ورور په مخکي ځان وژلآ و، خو حېران يم تاته ښه روغه جوړه ولاړه ئې او چغې اوباسې چې دا زما د پلار کور دی. اخر تا د پلار سره څه ښه اوکړل او د ورور سره دې څه اوکړل، د دوه و خاندانو فتنه دې ونښلوله اوس به دا څوک غوسوى.
نګهت: فتنه ونښته! زهْ د خپل بدل اخيستلو په خپله ذمه واره يم، نور څوک دى چې زما د ورور بدل به اخلى ، تاسو خلق خو به ئې په مال بساط مزې کوئ او خورئ څکئ به، تاسو له خو خدائی جوړه کړه، څنکه ښهْ چا وئيلى دى، خدايه د چا وران کړې او زما ودان کړې.
هاشم خان: څومره بختوره ښځه ئې هډو غم دې نشته، ډنډه هم تا جوړه کړه او خوشحاله هم ته ئې.
(لږ ساعت وروسته خلقو د ناخبره اصغرخان جنازه اوچته کړه او نيمه شپه ئې کلى ته قريب کېښودله. څوک ئې ورولېږه او اشرف خان ئې خبر کړ، هغه د اوښکو ډکې سترګې رابهر شو قار شو خو هېڅ ئې ونه وئيل، ولې چې دا وخت د څه ويلو نه و، د معصوم ورور جنازه ئې کور ته راوړه په کلى کي شور او غوغا شوه، ټول خلق د نيک اصغرخان په مرګ چور چور او ډېر خفه وو، خلقو په زار او قطار وژړل خو څه کېدل، نه اصغرخان ژوندآ کېدآ شو او نه ئې د بدل اخيستلو وخت و. د کلى محلت ټولو خلقو په موراّبۍ تهمتونه وئيل. بدرد ورته وئيل کېدآ شو او په ژړا ژړا کي د ګلون بى بى سره شوى ظلونه يادېدل، چا به وآ چې هغه غريبې به ښېرې کړى وى، نو يا خدايه چې دا ښېرې خپل ځائآ ته رسېدلى نو ډېره ښه به وه، چې د اصغرخان په ځی ئی اشرف يا دا مور اّبۍ مړه وی، نو څنګه ښه به وه. د کلى محلت ټولې ښځې د کټ خوا ته راغونډې وې، شپه اوږده وه، د ښخولو وخت نه و، ځائآ په ځائآ نايان او نوکران خواره شول او د اصغرخان د مرګ غږ خور شو. سحر نزدې و، انځر ماما د قباد خان کره اواز وکړ، قباد خان لا د کټ نه، نه و پاڅېدلی او د شپې په جامو کي و وارخطا رابهر شو، طماچه ئې په کونډه کړې راغی) انځر ماما خير دی؟
انځر ماما غريو نيولی و، په سلګو ونښتلو.
قباد خان: څه چل دی ماما څوک مړهْ خو نه دى؟
انځر: اصغرخان مړ شوی دی!
قباد: څنګه؟ په څه؟ د هغه د ناجوړتيا خو چا هډو څه ويلى نه دى، هغه بله ورځ مې ليدلی و روغ رمټ و.
انځر: اسلم خان او هغه جنګ وکړ.
قباد: يواځې اصغر مړ شو، که خپل بدل ئې واخيستو.
انځر: اسلم خان هم سره د څلورو کسانو مړ دآ.
قباد: اّفرين شه په داسې خور لکه اسلم له ئې چې ورکړې ده، اخر هم دغه به کېده. اصغرخان ډېر ښهْ او نيک سړی و، ښه خلق په دنيا کي ډېرې ورځې نه پاتې کېږي. هغه به اخر مړ کېده، دورور او مور په سترګو کي نه ځائېده، ښه ده ماما ته ورځه او مونږ دراغلو.
قباد خان سرې سترګې کور ته واپس شو، خپلې تندارې او ګلون ته ئې اوويل، پاڅئ چې روانېږو، ناوخته به شى.
ګلون: (په نرى اواز باندې) خير دی وروره چرته ځو، څه چل اوشو.
قباد خان : (په ژړغونى اّواز) اصغر خان مړ دی
ګلون: هائی الله اصغر خان ورور مې مړ شو اوس خو مې بالکل د هغې کوره طمع خوره شوه.
قباد: دا د خبرو وخت نه دی ځئ چې ځو.
روزون: ليکن قباد خانه! دا خور خو دې ناجوړه ده، دا به څنګه ځى.
ګلون: زما هغې کور ته د تلو څه حق دی زه
څنګ لاړه شم، په مورابۍ خو د زوى هم غم دی و بل به پرې زما د ورتلو غم شى د هغې په پرهرونو مالګه نه شم دوړولې.
قباد: که هغه مرى او که چوى، ته به د خپل لېور په مرګ ضرور ځې، که هغه خفه وو، نو بيا به زمونږ سره راځې، ځه چې ځو.
ګلون: تاله څنګه فتنه جوړه کړم، خوږه وروره! د خاوند مې هم سترګې راته ښکته دى، نو زه څنګه لاړه شم.
قباد: زهْ اسلم نه يم خور! چې د ښځو خبرې منم او خپل خپلوان د خپل ځان نه پردى کړم، هغه دې کور دی اّخر به ورله ځې دا خوښه ده چې اشرف خان تاته څادر په سر کړآ و، که ته د ځان نه راوتلې وې، نو قسم مې دې په خدائگآ وى چې په هغه ورځ به مې په ټوپک وېشتلی وی، خو ښه راته پته ده چې ته بې ګناه او بې قصوره ئې.
ګلون: ځئ چې روانېږو، ناوخته به شى.
روزون: يا جينۍ! ته خو ناجوړه ئې څنګه به ځې.
ګلون: د پښتو په ځائی به په سترګو د خپل ورور دا غم اوچت کړم. زما د خوارې او بدقسمتې خدايه! دا دې راباندې بل تندر راخلاص کړ، اصغر چې کله به راغآ نو راته به ئې اواز کړ ورندار څنګه ئې؟. اوس به راته څوک غږ کوى، زهْ خو په رښتيا مېراته شومه، زهْ به څه کومه؟
(دوى ټوله کوړمه پيدل راروان شو، د ګلون ټول وجود په زخمونو چور چور و، په منډه منډه راتله، کله غورزېږه کله پاڅېږه، چې څاخت وخت شو، نو دوى په کور راننوتل. د اصغرخان جنازه پرته وه، ښکلې خنده روئى او ښائسته زلمآ بې ګناه قتل شوی د خندا شين پروت و. د ګلون چې پرې سترګې ولګېدې، لکه مور غوندې پرې راارتاوه شوه او په چغو شوه.)
ګلون: وروره! څه دې اوکړل، دا چرته لاړې، زهْ خواره خور دې چاته پرېښودم، زما به اوس څوک تپوس کوى؟
(د کلى محلت ټولو خلقو د ګلون سره په غم کي چغې کړې، او په زوره زوره ئې اوژړل، نو موراّبۍ راغله چې دا څوک راغله چې داسې په ژړا شوه، چې وئې کتل، نو په ګلون ئې سترګې ولګېدې.)
موراّبۍ: ته څله راغلې د مټيزې لورې، زوى خو مې مړ شو.
ګلون: موراّبۍ! ما معاف کړه، که زما نه څه غلطى شوى وى، نو ما اوبښه!
موراّبۍ: اوځه د کوره چې مې درباندې سترګې اونه لږى.
ګلون: نن خو په ما د اسمان تندر راپرېوتی دی، مور چرته لاړه شم، که ستا زوی مړ دی، خو زما هم ورور مړ دی.
موراّبۍ: اوس دې ورور شو، تراوسه پورې د لېور و، دا چا مړ که خو ستا د لاسه مړ شو کنه.
ګلون: موراّبۍ په داسې دروند غم کي څوک داسې خبرې نه کوى.
موراّبۍ: چې لفظ راسره بدل نه کړې، سترګې دې فنا کړه، اينګور دې راله د کوره اوشړله او زوى دې راله مړ که.
ګلون: که ته خفه کېږې، نو زه به خير دی لرې کېنم.
موراّبۍ: لرې لرې، د کوره اوځه.
(دوى دا شر کاوه او خلق راغلل جنازه ئې اوچته کړه، د اصغرخان خور هم په زوره زوره ژړل او خپل مخ ئې وهلو زما د خوارې وروره! زه دې يوازې داسې پاتې کړم.)
د جنازې يو سر اشرف او بل سر قباد نيولی و، موراّبى رامنډه کړه او په قباد ئې ګذار وکړ او لګيا شوه.
مور اّبۍ: داسې دې رابّندې خوا يخه شوه بختوره! د زړه مدعا يو دې سره شوه ستا خور هم دا غوښته، چې يو زوى مې مړ شى او هغه مړ شو، نو اوس ته څه ګورې.
قباد: د قباد خان سترګې د اوښکو نه ډکې شوې، مور دا زما ورور مړ دی، ته هم عجيبه مور ئې په خپل زوى دې هډو پرواه نشته، خپل پردى ناست دى دا څه کوې.
مور اّبۍ: که دنيا ورانېږى، خو ته به زما دا زوى نه وړې.
د اشرف خان خور بختۍ راپاڅېده او مور ئې ونيوه.
بختۍ: مور اّبۍ بس که! دا څه چل کوې. دا هرڅه دنيا ته معلوم دى نور ځان مه شرموه!
موراّبۍ: ته لا څوک ئې چې زما د خبرو شوې ځه ورکه شه.
بختۍ: ماته هرڅه معلوم دى، زهْ هم ددې کور لور يم، که دا ښځه دا وار د دې کوره اووتله، نو زهْ به د خپل خاوند د کوره راشم او دلته به کېنم.
موراّبۍ: ته څه د مټزې د لور پشان خو نه ئې.
بختۍ: ته خو خپل پردی او ښه بد نه پېژنې.
(بختۍ راغله او د خپلې ورندارې سره ئې د خپل ورو غم وژړلو او يو بل ته ئې ډېر وژړلو، بختۍ به هغې له تسلى ورکوله او ګلون به بختۍ له.)
بختۍ: ورندار بى بى اوس په ژړا څه کار نه کېږى.
ګلون: خوږې خور مونږ خو تالا شو!
بختۍ: خدائی د بنديانو ثواب کوى.
ګلون: زهْ خو تباه شومه، زما خو هسې هم ډېر ښهْ عمر و، اوس خو به بالکل لکه دسپى عمر تېرومه. يه خور نګهت نه ده راغلې؟
بختۍ: نګهت خو خپله مدعا دسره کړه، زما ورور ئې خوښ نه و او مړ ئې کړ، خو زهْ حېرانه يم چې موراّبۍ پرې ولې مهربانه ده.
ګلون: خير دآ څه کېږى، خو ډېر بد ئې اوکړه، د جنازې سره ورله راتله پکار و، دومره لوئى سړآ مړ شو او رانغله.
بختۍ: هغه پردۍ ده په پردو خلقو ئې څه کار دی.
ګلون: د خوئى نه ډېره زوره وره وه، خواره شوې.
بختۍ: اوس به خپله زوره ورتيا ځان له کوى، مونږ ترېنه خلاص شو.
ګلون: څه خبر يو چې څه کېږى چاته معلومه ده.
بختۍ: دا ته څه وائې ورندار! د هغې دوباره راتله په دې کور نشته، يا به زهْ چرته نه راځم.
ګلون: ستا خو دا دپلار کور دی، خور تهْ به ولې نه راځي، د هغې هم خپل کور دی، چې کله دمه شوه، راځى به.
بختۍ: ولې به راځى، زما د ورور دجنازې سره نه ده راغلې او بيا به راځى.
ګلون: ستا نه زار شم خور، ځان مه ستړی کوه، هډو غم غرض پرې مه لره، ځان ولې تنګوې او ستړآ کوې.
(اصغرخان ښخ کړی شو، ډېرې ورځې په کلى کي ماتم و، هېچا کي دم نه و، چې څه خوشحالى ئې کړی وی، بختۍ هم د ورور د مرګ په پېنځمه ورځ د مور د لاسه د خاوند کور ته لاړه او ګلون کوزې سترګې او خفه درمانده، د خاوند په کور کي ناسته وه. نه ورسره د خبرو څوک و، نه ئې طاقت و چې د چا سره ئې خبرې کړی وی. د ورور سره راغلې وه، نو د هغې کله مجال و، چې خواله ئې راغلی وی. د ماتم خلق ټول خواره شول، قباد خان يو ځل بيا د خور ليدو له راغآ او په سرو سترګو وهلی ټکولی د موراّبۍ دلاسه ددې کوره رخصت شو. د ګلون اوس په زړهْ کي پرهرونه اوشو، د اشرف خان ورته سترګې کوزې وې، ځکه چې موراّبۍ ورته اوس هم هر وخت د ګلون غېبت او د نګهت صفت کولو.)

خواښی انګور ناول
لیکوال: محمد ابراهیم خان شبنم
بره درشخیله، سوات / پختونخوا
Khwakhi Engor, Nawal - Writer: Mr. Mohammad Ebrahim Khan Shabnam, drushkhela - Swat / Pakhtoonkhwa

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←