يو ځلانده ستورى
لنډه سريزه:

align=left]
لاندينۍ کرښې چې کاږم دا د هغه لوى پښتون، د ساه پوهنې د علم ستر پوه، ښه سياست کوونکي خداى بښلي دوکتور کبير ستوري په اړوند دي. هيله کوم، چې يو څه وکړاى شم. دده فکري، علمي او سياسي انځور د قلم په نوکه تصوير کړم.
لومړنۍ خبرې:
خداى بښلى دوکتور کبير ستورى په 1942ع کال کې خاص کونړ د تنر په کلي کې په يوې بډاى او روڼ انده، د خداى بښلي لعل محمد خان په کورنۍ کې زېږېدلى دى. له پلار څخه په هډ ميردادخېل "د يوسفزي پښه ده" او د مور له خوا د غازي لوى خان مير زمان خان له پښه دى.
دى لا د کوچنيوالي په نړۍ کېي د خاص کونړ په ښکلې اّب و هوا کې په غټېدو و، چې خداى بښلى پلار ترې له فاني دنيا څخه ابديت ته لاړ.
د خداى بښلي دوکتور ستوري لومړۍ زده کړې د دوى د بختورې خداى بښلې مور او مشر ورور الحاج وکيل عبدالجليل ملنګ د نظارت لاندېي د تنر د کلي په لومړني ښوونځي کې شروع شوې.
د تنر له ښوونځي څخه چې د خاص کونړ د ښوونځي په نامه يادېده، په لومړۍ درجه بريالى شو او بيا په کابل کې د رحمان بابا لېسې ته داخل کړاى شو. د همدغه وخته راهيسې زما او دده مخامخ ليدنه کتنه کېدله. زه په دغه وخت کې له ده څخه د پېنځو کالونو په فرق د کابل دارالمعلمين په يوولسم ټولګي کې وم. د همدغو ورځو راپدې خوا دده د وفات د نېټې پورې له يو بل سره په اړوند کې پاتې شوي يو. که څه هم دى د رحمان بابا د فراغت وروسته جرمني ته د تحصيل لپاره ولاړ او زه د کابل پوهنتون په علمي کدري چوکاټ کې استاد پاتې شوم، خو د يو بل له حال احوال څخه به خبرېدلو. دا ځکه چې زه او دى د مېندو له طرفه د ترور زامن يو او موږ دواړو د تحصيل او تعليم لياره خپله کړې وه، نو له يو بل سره په خبرو پوهېدلو او زموږ په خپلوانو کې لا تردغه وخته په ګوتو شمېر کسان زموږ سره د علم په لاره کې مل وو.
دا پورتنۍ خبرې ددې لپاره ليکم، چې ګران لوستونکي په دې پوه شي، چې زه دغه خداى بښلى څرنګه او د کومه ځايه پېژنم؟ پټه دې پاتې نه وي، چې د خداى بښلي دوکتور کبير ستوري د ژوند تاريخ يوې ځانګړې څېړنې ته ضرورت لري او هيله مند يم، چگي د قلم خاوندان به هغه حتماً ليکي او وبه يې څېړي. زه يوازې په عامه توګه دده د ژوند او فکري نړۍ يو څو بېلګې په ګوته کوم.
1_ سړيتوب:
هغه روڼ ستورى، چې د کونړ د ښکلې درې له يوه غره څخه په پښتونخوا کې د کونړ څپانده سيند ته په سترګو وهلو دې نړۍ ته راوخوت، نو ورو ورو يې خپل مزل په شپو او ورځو کې د ژوند په اسمان کې شروع کړ. ورو ورو راپورته کېدلو، خپل چاپېريال او پښتونخوا ته يې په رڼا کولو لاس پورې کړ. دى چې کله د نورو ستورو په ملتيا يو څو نيزې راپورته شو، نو فکري او سياسي ځلانده وړانګې يې د انساني ژوندي چاپېريال له غوښتنو سره سم د ټولنيز عدالت په ماڼۍ ولګېدې. خداى بښلي دوکتور کبير ستوري، د خپل ولس د بې وسۍ او بې کارۍ ستونزو ډېر زورولى دى. دده سړيتوب د داسې يوې فکري ټولنې د جوړېدو په درشل کې وده ومونده، چې انګرېزي ښکېلاک خپله کمپله د اّزادۍ د قربانيو په زور له نړۍ څخه ټولوله. دا چې د خداى بښلي کبير ستوري د پښتو او پښتونولۍ جونګړه د باچا خان له سياسي چينې څخه خړوبېده، نو د پښتون سوسيال ډيموکراټ ګوند د سرخط لاندې يې د مسافرۍ په نړۍ کې يو سياسي ګوند او غورځنګ جوړ کړ، چې د پښتونخوا په خېټه راښکل شوې استعماري کرښه ورانه کړي، ترڅو د ټولنيز عدالت په تاميندو سره د نړۍ ددغه برخې سوله او امن تامين شي.
ډاکتر کبير ستورى يو ډېر صادق، په خبرو ولاړ شخصيت و، چې هرڅه يې د مسلمانۍ او پښتونولۍ په تله تلل. دى په ظاهره لکه يو ژور سيند ډېر چوپ ښکارېده، خو په خپل نظر او فکر کې ډېر ژور و.
خداى بښلى دوکتور کبير ستورى په دوستۍ، خپلوۍ او وطندارۍ کې کلک او په انساني ښېګڼو کې لوبېدلى او پوخ شوى سړيتوب و. په لنډه توګه دى د يو متفکر انساني شخصيت درلودونکى مسلمان او ديندار انسان و.
2_ د کبير ستوري فکري انګړ:
دده د ټولنيز عدالت فلسفه دومره پخه او ژوره ده، چې د نړۍ په نظري او عملي سياست کې يې برخه اخيسته او اغېز يې ژور او جوت دى. ستورى ددغه فلسفې په عملي بنسټ ولاړ ټولو اړخونو کې ځغلېدلى، ددغه فلسفې ډېرې نوې غوټۍ يې سپړلي او بوى کړي دي او له هغې څخه په الهام اخيستلو يې د خپل وطن او قام د راتلونکي ژوند لپاره انځورونه کښلي او په دغه لاره کې يې عملي ګامونه اوچت کړي دي. د ټولنيز عدالت فلسفه په ځانګړې توګه د پښتون قام د ژوندانه د سمبالېدو او له ښکېلاک څخه د خلاصېدو په اړوند په عملي توګه کارولې ده. ده لا ډېر پخوا دا ارزوْنه د فکر په تله کې کړې وه، چې د ډيورنډ لاېن په نامه کرښه د سيمې سولې او ثبات ته يو ګواښ دى. په دې اړوند يې په جرمني کې د افغانانو/پښتنو او بهرنيانو څو غونډې راوبللې او خپل غبرګون يې په دې باب څرګند کړ.
ډاکتر کبير ستورى په 1993ع کال کې کله چې د ډيورنډ تش په نامه کرښه سل کلنه شوه، يوه پراخه غونډه راوبلله او د ډيورنډ د کرښې تش په نامه نوم يې ورټه او هغه ته يې د پاى ټکې کېښود. که چېرې سړى په تاريخي لحاظ ډاکتر ستورى د پښتون سوسيال ډيموکراټ ګوند، اعلاميې او دريځ څرګندونې وڅېړي، نو هله به پوه شي چې دى پخپل فکري سياسي سوچ کې څومره کره او پوخ دى. دده يوازينى مشکل لکه چې ټول پښتانه مشران ورسره لاس و ګرېوان وو او دي، دده سره په چل ول روان ځينې ګوندي ملګري وو. ده يو ځل د کابل د وخت د حکومت د سولې له غورځنګ سره د فکر شريکولو په مقصد کابل ته سفر وکړ، خو دى لا راغلى نه و، چې دلته په جرمني کې ورته راز راز ستونزې پيدا شوې، خو دده د صادقانه سياسي کړنو له امله دى بريالى راووت او يو ځل بيا يې په خپل عمل او نظر کې نوې جوړونه وکړه. خپل نهايي هدف ته د رسېدو په لړ کې ډاکتر کبير ستوري ډېرې مادي قربانۍ هم ورکړي دي. دده ټول عاېد چې په هغه وخت کې ډېرې زياتې پيسې وې، په همدغه لاره کې مصرف شوى دى. دده د هستوګنې کور تل له يارانو او مېلمنو څخه ډک و، ده پوه او عالم شخصيتونه تل پالل او ارزول، ولو که دده د فکري لارې ملګري به نه و. ډاکتر کبير ستوري پخپل فکري ښوونځي کې داسگې پوخ روزل شوى و، چې د شعر هر بيت او مانا يې دده د نظر ښکارندوى ده.
3_ د کبير ستوري وطني احساس:
په کبير ستوري کې وطني احساس او دود د انساني ښېګڼو پر بنياد ولاړ و. دې خپل پښتون قام او ددغه قام د ژوند بنسټيز ګوډونه، عرف او عادت په يو ټولنيز نظم او انساني او ګړنيز هوډ کې راسپړي. ده ته د پښتون شمله هغه سمبول و، چې پښتون قام په اّزادۍ او عدالت کې له نورو سره سيالوي. ده ته پښتو، پښتونولۍ او پښتون توب هغه څه دي، چې په هغه کې انساني ښکلا ځلا کوي او خپل قامي هويت د نړېوال انسانيت سره نښلوي.
د کبير ستوري د شعري تصوير ښکلا او معشوقه، پښتونخوا او د هغې د غرو سرونه او سيندونه او دښتې دي. که څه هم جسماً په جرمني کې دى، خو ناسته ولاړه او فکري سوچ يې له وطن سره هغه څوک، چې دى پېژني او دده شعري انځورونه لولي، نو کټ مټ ورته دي. د وطن دوستۍ يو تصوير او مثال برېښي. هغه کډوال، چې په وروستيو دوه لسيزو کې المان ته راغلي، د کبير ستوري له خاصو مرستو او پوهاوي څخه برخمند وو. ده خپل ځان د دوى په خدمت کې ورکړى و او هره مرسته ېي چې دلاسه شوې، سپمولې يې نه ده. په مساپرۍ کې د هر وطندار ښېګڼې، خوشحالۍ او خپګان کې يې برخه اخيستې.
دا څو لنډ ټکي دده د وطني احساس په اړوند کافي نه ګڼم، خو هيله او وړانديز مې دا دى، چې په دغه څو بعدي شخصيت باندې له هره حيثه څېړنې وشي.
4_ د کبير ستوري علمي شخصيت:
ډاکتر ستورى د پوهنتونونو زده کړو لوړې پوړۍ ته د ساپوهنې په څانګه کې ځان رسولى دى او د دپلوم ساپوه او دوکتور لقبونه يې ګټلي دي. دى پخپل علمي قوت کې دومره پوخ او د قوت خاوند او لاس برى دى، چې په مورنۍ ژبه پښتو، انګرېزي او جرمني ژبو يې څو کتابونه ليکلي دي. داسې علمي کتابونه د د لومړي ځل لپاره اسان کار نه دى، د داسې اّثارو د ليکلو لپاره د علمي ژبې کارول دده يو بل لوى ابتکار دى، چې په کومه کچه پوهان هغه کولى شي. دده د "وېرې" تر عنوان لاندې اثر د ساپوهنې، هغه غوټۍ راسپړي چگي علمي ارزښت يې په نړېواله کچه او ژبنيز اړخ يې په فرهنګي لحاظ دقت او د پاملرنې وړ دى.
کبير ستوري په پښتو ژبه يو بل بې مثاله اثر د "هوښيارتيا تله" تر سرخط لاندې ليکلى دى، چې هم يې کره توب او هم يې پښتو ژبه د چاپ د لومړيتوب حق په برخه شوى دى. دغه اثر په عملي علمي ژوند کې د ښوونکيو او طبيبانو لپاره د پام وړ دى.
همدارنګه دده دا لاندې اّثار د علمي پلوه د پام وړ دي:
_ ژبساپوهنه
_ د هوښيارتيا کلتوري بې پلوه تله (چې يو فکر او نوى ايجاد شوى اثر دى).
_ د هوښيارتيا د پېداېښتي بڼو تله
_ خوب مانا (چې د ساپوهنې له نظره کښل شوى، ډېرې هغه نوې پديدې پکې څېړل شوي او ځواب ورته ورکړ شوى، چې تر ننه يې ډېر اړخونه يې تياره وو.
زما په اند د خداى بښلي دوکتور کبير ستوري د مسلکي پوهنيز ژوروالي اندازه ډېره زياته ده او هغه ته رسېدل معاصر څېړنيز قوت غواړي.
د کبير ستوري سياسي ژوند له داسې ژورې پوهنيزې پوهې سره اړخ لګولى دى، چې د هغه د ژوند شعري تخيل کې د خپلې ليلى د لټولو او موندلو په هڅه کې په ځمکه بسيا نه کوي او اسمان ته د ستوري په بڼه ختلى، ترڅو وويني چې دده ليلى د ورايه څومره ښکلې او د ستاېلو وړ ده. دده د ليلى (پښتونخوا) د ښکلي توب نښې، دده پښتو، پښتونولۍ او رسا ښکلي طبيعت دى، چې دى ترې هېڅکله څنګ نه کوي او نېغ په نېغه يې خپل مېن توب ورته وقف کړى دى.
5_ د خداى بښلي دوکتور ستوري کورنى ژوند:
کبير ستوري له دغه باوري پوهې څخه په الهام اخيستلو د ژوند د ښېګڼو اساسي راز په مينه، اّزادۍ او محبت کې ګوري. دى د خپلې کورنۍ له ښوونې او روزنې څخه بې غمه نه دى، سره له دې ټولو مصروفيتونو، د ورځني ژوند ډېره برخه يې له خپلې کورنۍ سره تېروله. دده درنه مېرمن چې د کونړ د يو لوى او نومولي شخصيت پير محمد خان لور ده، د ژوند په ډېرو برياوو کې يې ورته اوږه ورکړې وه. له مېلمه پالنې څخه نيولې د بچيانو او لمسيانو د روزلو پورې د کبير ستوري مرستندوى او د لارې ملګرې ده. کبير ستوري به د ماښام په وخت هرومرو له خپلې کورنۍ سره ماښامى خوړلو. دده پېنځه واړه زامن او دوه لوڼې، د دوى د ژوند هغه راتلونکي ستوري دي، چې دده ايډيالوژۍ ته به وده ورکړي.
دده مشر زوى عبدالبصير، چې د بېدار تخلص کوي، اوس لا په فرهنګي فعاليتونو کې ځلېدلى دى.
حاجي عبدالنصير ستورى، نسيم خان ستورى، امير کروړ ستورى او ايمل خان ستورى هغه راتلونکي سړيتوبونه دي، چې د کبير ستوري له فکري درياب څخه خړوب شوي دي او دده په لار روان دي.
زه پوره باور لرم، چې د کبير ستوري ملګري او دوستان به ددې په لاس د لګول شوې شمعې رڼا بله وساتي او دده د ژوند ټول اړخونه به وڅېړي او ليکنې به پرې وکړي. که د دوکتور ستوري شعري ټولګې وڅېړل شي، نو هله به سړى پوه شي، چې ده د خپلو اولادونو او لمسيانو په روزنه کې څومره خوبونه ليدل او عملي کول يې؟
زه له رب تعالى څخه ده ته مغفرت او کورنۍ ته يې جميل صبر غواړم.
الحاج پوهاند دوکتور محمد قاسم "جمدر"
د کابل پوهنتون استاد
Alhaaj Professor Dr. Mahammad Qasam Jamdar
Professor at the University of Kabul Afghanistan
