اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

همايون خان سره مرکه

په دې تېرو څو کلونو کې، چې پښتو موسيقۍ څنګه څنګه نوي اړخونه بدل کړل، نو په پښتون قام يې داسې ډېر آوازونه وپېژندل_ کوم، چې د وختونو په ګردونو کې ورک ورک وو_ دى نوو اوازونو پښتو موسيقۍ ته نوى ژوند ورکړو_ او هاغه هلې ځلې کول، چې موسيقي ترې هېره ده يو ځل بيا د خپلو اهنګونو سره اشنا شو_ زمونږ د نن هنرمند همايون خان هم په هاغه نامتو او قد آورو فن کارانو کې شامل دى د چا سټايل او انداز، چې_ د هر چانه منفرد او جدا دى_ مونږ د ستوري مجلې په تړون د همايون خان د ژوند قيصه د لفظونو په چوکاټ کې تاسو لوستونکو ته مخکې ږدو.

لايق: همايون خان_ ستاسو د نغمو سره ټوله پښتونخوا اشنا شوې ده که لږه مهرباني وکړې او ځان ورسره هم معرفي کړې، نو مننه به وي.
همايون: ولې نه، اول خو زه د ټول پښتون قام د هاغه بې کچې مينې څخه مننه کوم، کومه يې چې ماته رابښلې ده، او بيا زما ژوند د دوى دپاره پرانستى کتاب دى، زما تعلق د دير ضلعې د منجئ (Manjai) کلي سره دى په قام شينوارى پښتون يم او موسيقي مې شوق دى.
لايق: او ستاسو والد صيب؟
همايون: زما د بابا نوم يعقوب خان دى هغه د پېشې په لحاظ اليکټريکل انجنير دى هغه په واپډا کې ايکسين وو، د سر کاري نوکري نه پس نن سبا په سعودي عرب کې د يو لوى پراجيکټ منيجر دى.
لايق: ډېر ښه، دا راته ووايه، چې د يو انجنير ځوى څنګه فنکار شو؟
همايون: (په خندا کې) لايق صيب تاسو ته پته ده، چې په هر انسان کې دننه يو پټ فنکار موجود وي، زما هم دغه حال وو، چې د پښتو موسيقۍ د هنر مندانو نغمې به مې اورېدلې او چې کله به يوازې ووم د ځان سره به مې دغه نغمې زمزمه کولې.
لايق: بيا؟
همايون: زما بابا ته زما د جذبو احساس وو هغه ما ته يو کې بورډ يعنې د بجلۍ باجه راوړه ما به د خپلې پوهې په اندازه ددغې باجې د سرونو سره لوبې کولې.
لايق: او زده کړه؟
همايون: هو، ما د خپل دغه شوق سره خپل تعليم هم جاري وساتلو ما د خپل ابتدايي تعليم نه پس ايم، بي، اې وکړه.
لايق: ستاسو د موسيقۍ شوق او د تعليم د شعبې انتخاب دواړه د يو بل نه لرې لرې دي؟
همايون: نه داسې نه ده، زه فکر کوم، چې د فن خپل دى او د ژوند خپلې تقاضې او غوښتنې ما، چې د فن سره کوم تعلق او تړون لرلى وو، هغه زما د شوق تر حده پورې و زما کله هم دا خيال نه و، چې زه دې يو پروفيشنل فنکار شم، ځکه نو د تعليم نه پس ما په يوه ملټي نيشنل کمپنۍ کې کار شروع کړو.
لايق: چې کله مو د علمي ژوند ابتداء د نوکرۍ نه وکړه، نو بيا فن ته څنګه واپس راغلې؟
همايون: هو، دې ته زه راځم، ما که هر څو نوکري شروع کړې وه، خو زما دننه فنکار به زه چېړلم، چې چېرته به د موسيقۍ سرونه چېړلى شو، زه به هلته ور تلم، چې کله سر دار علي ټکر خپله سټوډيو جوړه کړه، نو زه به اکثر د هغې د ريکاډسټ ښاغلي بابر سره ناست وم، په هر څه به مې نظر وو، خو تر دغه وخته زيات کار هماغه روايتي وو، زه د يو بدلون په لټون ووم، او زه ځان په دې معتبر ګڼم چې، په وړمبي ځل ما پښتو موسيقۍ ته دا اوسنى رنګ ورکړى دى.
لايق: هغه څنګه؟
همايون: د پښتو مقبوله سندره بي بي شيرينې، چې کله زيک افريدي ريکارډ کوله، نو د شفيق ائيون سره هم زما خواري شامله وه، ددې نه وړاندې زما سندره "سترګې ظالمانې دي" ائيون (Avon) ريکارډ کړى وه.
لايق: تاسو پخپله څومره سندرې وئيلي دي؟
همايون: اصلي خبره داده، چې د سندرو په انتخاب کې ډېر د سوچ او فکر نه کار اخلم، زه د تعداد په ځاى د معيار سوچ کوم، ځکه نو به مې تر اوسه پورې با قاعده څلويښت سندرې ويلي دي. هسې د عمومي سندرو شمېره ډېره ده.
لايق: کله ډېر خوشحال يې؟
همايون: (خندا) يره، زما باران ډېر خوښييږي، چې کله باران ورېږي نو زه خوشحاله يم، دا د مودو داسې زما مزاج دى.
لايق: همايون خان: ستا خو هر انداز روماني، روماني دى، نو چېرته عشق مينه…؟
همايون: هو، زه مينه کوم، له خپلو مشرانو او بيا د خپلې خاورې سره.
لايق: همايون خان، فنکاران خو ډېر حساس وي، تاسو د پښتنې سيمې د موجوده حالاتونه څه اثر اخلۍ؟
همايون: هو، دا حالات کړکېجن دي، خو زه مايوسه نه يم زه په دې باور ولرم، چې هر قام د داسې حالاتو سره مخ کېږي، ددې تورو تيارونه پس زه يو رونډ سحر وينم، او دامې يقين دى چې د امن سحر به خامخا را خېژي.
لايق: بيا ستاسو فن ته راځم، تاسو دا خبره وکړه، چې تاسو په پښتو موسيقۍ کې د يوه بدلون بنياد ايښى دى، نو دا راته ووايئ، چې تاسو په خپله طرزونه هم جوړ دي؟
همايون: چي بلکل، زما په ذهن کې په زرګونو طرزونه دي، په پښتو فلم "صبر شه زړګيه" کې هم ستاسو سندرې "مونږ محبت کړى دى"، "ولې باور نه کوې"، "رازه رازه جانانه" واضحه بدلون وو، ځکه خو د فلمونو موسيقي نن هم په دغه ډګر روانه ده، کوم قدم چې ما ايښى دى، هغه لا چا بدل کړى نه دى.
لايق: څه خيال کوې دا غربي موسيقي به زمونږ کلتوري موسيقي له منيځه يونه سي؟
همايون: زه ددې سره اتفاق نه کوم، زما خيال دا دى چې په هر دور کې بدلون راځي د هغې لاره څوک نشي نيولى، پښتو موسيقي به نوره هم ماډرن (عصري) کېږي، خو زمونږ بنياد هماغه دى کوم، چې استاذانو ايښى دى، هغه بدلېدى نشي.
لايق: ښه دا راته ووايه چې ته څومره مئينان لرې؟
همايون: بې شمېره، بلکه په لکونو، په ملک کې دننه او د ملک نه بهر هم.
لايق: چې دا دومره مئينان (اورېدونکي)لرې، نو څه محسوسه وې؟
همايون: بس خپلې ژبې او خپل قام ته دعا کوم.
لايق: چې کله مئينان سېوا شي نو بيا ژوند يواځې تېرول ګران شي، نو تاسو تر اوسه يواځې يواځې يئ که کومه ملګرې مو پيدا کړې ده؟
همايون: (په خندا) تر اوسه خداى پاک خير کړى دى لامې واده نه دى کړى.
لايق: تاسو اې، وي، ټي، خيبر کې د يو فنکار په انداز کې خپل اولس اوليدلئ، اورېدلي مې دي، چه اوس پکې باقاعده نوکري کوې؟
همايون: ټيک مو اوريدلي دي، خيبر ټيلې وېژن د پښتون فکر په خورولو د پښتون مزاج په بدلون کې ډېر بنيادي کردار لرلى دى، او چه کله ددې ادارې مشرانو په ما اعتماد وکړو نو ظاهره ده ما دا د ځان دپاره فخر وګڼه نن سبا زه د پښتو موسيقۍ د څانګې مشرۍ کوم.
لايق: ستاسو خبرې خوند کوي، خو په اخره کې په د ستوري مجلې لوستونکو ته يو پيغام راکړې، چې دا هرڅه پکې يوې نقطې ته راشي؟
همايون: زما پيغام د امن پيغام دى، زه غواړم، چې د ژوند دا دښمنئ، تر بگنې له منځه لاړې شي، مونږ د يو بل په کار راشو، د بې وسه خلقو د مجبوره خلقو خدمت وکړو، هم دغه زما سوچ دى، دغه زما د ژوند مرام دى هم دغه زما پيغام دى.
لايق: همايون خان، ستاسو دغه پيغام د نن وخت د ټولونه لوى ضرورت دى ستاسو يو جهان مننه زمونږ له خوا دغه دعا ده، چې ستاسو فن دى دغه رنګ خپل خوند ولري چې پښتانه پرې وياړ کوي، ستاسو يوځل بيا مننه.
همايون: ستاسو هم مننه.

په دې سلسله (برخه) کې به د پښتو ژبې د نومياليو او مشهورو هنرمندانو سره مرکې د ستوري په هره ګڼه کې خپرېږي او د هغوى د ژوند او فن سره به درانه لوستونکي اشنايي مومي.
ـ د ستوری مجلی ځلورمی ګڼی څخه ـ
Interview with Pashtoon Singer Mr. Hamayoun Khan
Interviewer: Mr. Layaqzada Layaq

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←