د خواښی اینګور له ناول څخه « راز»
وحيد خان ډېر زيات نازبين عادت شو. مور اّبۍ او خپل مور و پلار ورته هډو څه ښکارى نه. ولې چې هغه د څه شى فرماېش وکړى، نو هېڅوک ترې انکار نه شى کولآ، ځکه چې د وړوکوالى نه ئې خراب عادت کړآ دآ. اوس ترېنه مور و پلار او د کلى ټول خلق تنګ دى، نوآ زلمآ شوآ دآ او د خپل کلى په سکول کښې سبق وائى. ليکن حد درجه ناقابل او کند ذهن، ځکه چې سبق ته هډو ګورى نه. د کلى ټولې لوفرۍ ئې په سر اخيستى دىء. بل طر ته سعيد خپل سبق ته ښهْ فکر کوى، مور د وخت نه په ښهْ خوئى عادت کړآ دآ، او لنډه تنګه ګذاره ئې ورته ښودلې ده. اکثر خلق ترېنه خوشحاله دى، خو د چا مجال دآ چې نزدې ورته ورشى، استاذان ئگي هم ټول تعريف کوى او هر کال په امتحان کښې اول نمبر پاس کېږى. ليکن دهْ ته د خپل پلار دا فرق کول ډېر زيات محسوس کېږى. ولې څه وکړى لاس ئې نه رسى. نن د خپل يو ملګرى اسد سره په لاره راروان دآ او څه خفه غوندې دآ:
اسد: ولې ياره سعيد خانه! نن څه خفه غوندې ئې؟
سعيد: مونږ به په څه خوشحاله يا خفه شو دا خو د غټانو کار دآ.
اسد: ته هم غټ ئې د غټ سړآ زوآ ئې، تاته ولې احساس کمترى ده؟
سعيد: ماته بالکل احساس کمترى نشته خو زهْ د خپل تقدير نه ګېله کوم، چې زهْ او زما مور ولې د ټکرو وهلو دپاره پيدا يو.
اسد: زه خانه! ستاسو په ګاونډ کښې اوسم، دا هرڅه راته معلوم دى، چې ستاسو سره څه کېږى، ليکن د خدائآ په چارو مې لاس نه رسى.
سعيد: الله تعالى دې تا وبښى، په دنيا کښې مې اول ستا د خولې نه د ځان دپاره د همدردئ الفاظ واورېدل.
اسد: د کلى محلت ټول خلق ستاسو ملګرى دى، خو څه نه شى کولآ.
سعيد: زما کار بغاوت نه دآ، زهْ نه باغى کېږم، ماته زما مور ډېر غريب خوئى ښودلآ دآ. خدائآ دې داسې مېندې هرچاله ورکړى اسده!
اسد: اّخر خو سړآ خو دومره نه کوى کنه!
سعيد: زهْ هم په دې حېران يم، چې اّخر څه وجه ده.
اسد: دا ټول د موراّبۍ کارونه دى.
سعيد: هغه خو هم ظالمه ده، ولې څه نه څه ترس ئې په زړهْ کښې شته، خو د مېرې مور نه مې وېره کېږى. مېره مور مې ډېره ناکاره ده، زما مور ډېر کار کوى، ډېر ښه خوئى ئې دآ، بيا هم ددې خلقو بدې شى.
اسد: بدې د هېچا نه شى، خو شريف خلق خلقو ته ناکامى ښکارى او د ښه خوئى طمع ئې ترې کېږى.
سعيد: زهْ خو کله ناکله سوچ کوم، چې خدائآ دې نه کړى زما د مور نه چرته غلطى نه وى شوې.
اسد: غلط خيالات زړهْ ته مه راوله. سعيده! ستا مور ډېره پاکه او نېکه ښځه ده.
سعيد: نو ياره بيا ولې د دوى بدې شى؟.
اسد: وروره تا ترې چرې تپوس کړآ دآ ، چې په دې ولې دا دومره ظگلم کېږى.؟
سعيد: هېڅ پته ئې نه لږى، خو هر وار راته دا وائى، خبردار بچيه زما په شان په خپل زړهْ ګټې واړوه. که اورې مه اوره، که وينې مه وينه.
اسد: پوه شوم دا راز دآ چې زما مور ترېنه خبر ده او زما پلار او مور يوه ورځ پټ پټ لګيا وو او ما ترېنه اورېدلى دى.
سعيد: اّخر ماته هم واوروه کنه چې څه دى؟
اسد: خانه ته به چرته حال ووائې، زهْ وېرېږم.
سعيد: زهْ ستا دوست يم اسده! زهْ به دا هېڅکله اونه وايم او په خپل زړه کښې به ئې راز وساتم.
اسد: اّخر به تنګ شې او وبه چوې.
سعيد: زما دې قسم وى که سېوا د خپلې مور نه مې دا راز بل چاته ښکاره که!
اسد: او ستا مور ترېنه خبر ده زما په خيال خو حال نه وايى.
سعيد: شابه شابه زر حال ووايه خوار شې، تادى کوه.
اسد: ډېر ګران کار دآ، خو چې ته وائې نو زهْ به څه وکړم.
سعيد: اّخر د يار دپاره قربانى کوې کنه.
اسد: او ستا غوندې يار د پاره خو بالکل قربانى کوم.
سعيد: ښه ده، نو شروع کوه.
اسد: يره خانه! لږ يرېږم.
سعيد: زهْ درته قسم کوم کنه مسلمانه.
اسد رپېدونکآ او يرېدونکآ غوندې په راز ښکاره کولو باندې لګيا شو. وروستو مخکښې ئې وکتل چې څوک شته کنه، په مرئ کښې ئې لاړې غوټه غوندې شوې، خو اوس چرته دسعيد نه خلاصېدآ شو، نو مجبوراً يې شروع وکړه:
اسد: سعيده وروره! ته لا نه وې پېدا شوآ او زهْ به شاېد هم نه وم، د ډېرو ورځو خبره ده، ستا د پلار واده وشو. دا نګهت بى بى چې اوس ستا مېره مور ده، دا ستا د مړهْ تره اصغرخان ښځه وه.
سعيد: وئ الله زما تره هم و؟
اسد: اوس نورې خبرې مه کوه سعيده، چې پوره پوره دې خبر کړم. ستا پلار او اصغر خان د يو پلار او مور نه وو او د دوى کشر د تره زوآ کريم خان د بل پلار مور وو. زما مور داسې قصه کوى، چې کريم خان دې خدائآ وبښى که ژوندآ وآ، نو دا دواړه رونړه به ئې په مخکښې لکه نوکران روان وو.
سعيد: شاباش يعنې نر وْ هن.
اسد: او ډېر نر او مخکښې تلونکآ هلک و، د قدرت کار و، دآ د مور و پلار نه يک يواځې د پېنځه وو کالو پاتې شو. نور ئې هېڅوک نه و. ستاسو د جائداد د نيم غوڅ حقدار و، کله چې دآ د لسو يوولسو کالو شو، نو ستا د مور سره به ئې لکه د خپل ورو محبت کولو دا وجه وه چې موراّبۍ ستا مور ته ډېره قار قار په نظر راځى.
سعيد: دا خو هډو څه خبره نه ده په دې کښې د قارېدو څه وجه کېدآ شى.
اسد: مړه، ته خبرې ته غوږ نه ږدې نو.
سعيد: ښه ښه يعنې نور هم مخکښې څه شته؟
اسد: موراّبۍ به ستا مور ته وآ چې په دې هلک هډو کار مه لره، ليکن ستا مور خو يوه نېکه ښځه ده، د هغې به پرې زړه سوزېدلو او دآ بْ ورته يو يتيم اسير ښکارېدلو. نو ډېر محبت ئگې ورسره کولو. موراّبۍ ستا نيا يوه ډېره بدنيته او خرابه ښځه ده، خانه اوس ددې خيال شو، چې که چرې کريم خان لوئى شى، نو دآ به خامخا زما د زامنو نه مخکشې شى ولې چې د هغه د اخلاقو نه په ډاګه دا پته لګېده او بله غلا پکښې دا وه چې زما زامن به د ټول جائداد مالګان شى، نو دا ولګېده او خپله کشره اينګور ئې مصلحتى کړه، ستا مور ته ئې خوئې ځکه نه وآ چې دې ته پته وه، چې دا مې په دې کار کښې ملګرتيا نه کوى. نو دې اينګور دا اوس چې ستا مېره مور ده، زما د مور په لاس د سر د سپږو لرې کولو په بهانه زهر راوړل، خواښې اينګور په دغه شپه چوکانړ تيار که او په هغې کښې ئې کريم خان له زهر ورکړل.
سعيد: نو بيا څه چل وشو.؟
اسد: بس نو هغه غريب دوى په کټ کښې واچولو او پروت و، تر مرګه پورې ئې ستا مور ډېر خدمت کړآ دآ او ورته ښهْ پته ده، خو اصل ذات و، چاته ئې څه حال نه دآ وئيلآ.
سعيد: او زما پلار ددې نه خبر دآ؟
اسد: نه نه ستا پلار ترې څه خبر دآ، هغه خو هسې د موراّبۍ د لاس دآ، چې هغه پرې څه کوى، هغه منى.
سعيد: دا خو واقعى زما نيا غټ ظلم کړآ دآ، دا خو به جولا هم اونه کړى.
اسد: ياره د خدائآ دپاره چاته حال ونه وائې.
سعيد: زما دې قسم وى، که ما بغير د څه موقعې نه دا راز ښکاره کړ، او يا مې پکښې ستا نوم ذکر کړ.
اسد: ماته خو ته د پردې ښکارېدې، کنه دا به څوک چاته ووائي؟.
سعيد: ستا مور او پلار ترې نه څنګ خبر شول؟.
اسد: چې کريم خان ناجوړه شو، نو زما مور ئې تپوس له راغله، زهر خو هسې هم هغې راوړى و، چې هغې وکتل، نو د هغه حالات د زهرو معلومېدل او هغه پرې پوهه شوه.
سعيد: زما نيا په دې خبر ده کنه، چې ستا مور و پلار ترېنه خبر دى.
اسد: نه نه هغه څه خبره ده، چې زما مور پرې لا هم پوهه شوې ده، د هغې خو دا خيال دآ چې يوه زهْ خبر يم او يوه مې کشره اينګور.
سعيد: تاته څه پته ده چې زما مور ترېنه هم خبره ده، دا څنګ کېدآ شى.
اسد: زما مور دا قصه کوى چې زهْ وراغلم نو دا ئگي سر ته ناسته وه، زما هم د سترګو نه اوښکې توئې شوې او دې هم ژړل. دې ماته ورو غوندې وکتل او پيا يې کريم خان ته وکتل، نو کريم خان ووې: ورندار او به راکړه، ډېر تاو دآ راباندې، د کريم خان سترګې پټې شوگي، هډو دا خيال ئې ونه کړ، چې دلته بل څوک هم ناست دى، نو پټ غوندې ئې ستا مور ته ووې، ورندار موراّبۍ ډېر بد وکړه، صرف د دولت دپاره ئې ماله زهر راکړل. ددې خبري سره ستا مور په ژړا شوه او بيا ئې زما د مور نه تپوس وکړ:
ګلون: ترور کريم خان رشتيا چا زهر ورکړى دى؟
ترور: او او په دې کښې څه شک دآ. خدايه چې...
ګلون: ترور ووايه په زړه زنګ مه پرېږده.
ترور: زهْ وايم چې خدائآ مې دې دا لاس مات کړى.
ګلون: اّخر ته خپل لاس ولې ماتوې، ترور!
ترور: ته نه ئې خبر دا زهر ما راوړى دى؟
ګلون: (په زوره) هنه! تا راوړى دى؟
ترور: په زوره کېږه مه اوس خپل عمر به خراب کړې. زهْ څه خبر وم کنه ما به زهر هرګز نه وو راوړى، خو نګهت راته دا بهانه وکړه، چې په سر کښې ئې غورځوم.
ګلون: توبه مې دې وى خدايه، نګهت په خزنو داسې کار وکړه او د غره هومره سړآ ئې مړ کړ.
ترور: دا يواځې نګهت نه دى کړى، موراّبۍ ورسره ملګرې ده. بلکې کار موراّبۍ کړآ دآ او نګهت ئگي د خپل ځان د فاېدې دپاره ملګرتيا کړې ده.
اسد: ته اوس پوهه شوې کنه سعيده!
سعيد: او، زهْ اوس ښه پوهه شوم، دا خو واقعى، ستا مور ډېر کمال کړآ دآ، چې دا راز ئې پټ ساتلآ دآ، اّخر دا خو ووايه کنه، چې ته ترې نه څنګه خبر شوې؟.
اسد: زهْ يوه ورځ ناجوړه وم، په کټ کښې پروت وم، د دوى دا خيال شو، چې دآ اوده دآ، نو ځان له ئې دا خبې شروع کړې.
پلار: يره جينئ دې موراّبۍ ډېر بد وکړ.
مور: د اسد پلاره څه به ئې وآ داسې ظلم ئگ کړآ دآ، ګوره ته! څوک به خپل لېورزآ د دولت دپاره په زهرو مړ کړى؟
پلار: چې اّخر دا ملګرتيا ئې چا کړې ده؟
مور: مشره اينګور ئگي ترېنه هډو خبره نه ده. د موراّبۍ خو مشره اينګور د کريم خان په سر داسې بدې شوې ده، لکه د سپئ، خو دا ټول کارونه ورله کشرې اينګور کړى دى.
پلار: ښه ښه، نو نګهت بى بى خو به ئې اوس ډېره خوښه وى.
مور: او کنه، چې اوس ئې خوښه نه وى نو څه به کوى، يرېږى ترېنه. که چرې حال ووائي. د اسد پلاره بس که اوس دا خبرې مه کوه، زړه مې خرابېږى، ډېر ظلم شوآ دآ. داسې زياتآ څوک نه کوى.
سعيده وروره! ما دا ټولې خبرې واورېدلې، او ځان مې ښهْ قصداً اوده که، چې دوى راباندې پوهه نه شى اوس مې دا حال تاته ووايه، خو چرې ته ئې چاته ونه وائې.
سعيد: نه نه يره مه يرېږه، دومره ماشوم خو نه يم کنه.
اسد: د کور لار هم نزدې شوه.
سعيد: اوس به جدائى راځى.
اسد: څه جدائى ده، خو مازيګر به بيا يوځاآ شو.
سعيد: انشاءالله تعالى که ما موقعه بيامونده، نو دربه شم.
اسد: مړه راښکاره کېږه، دومره د کتاب چينجآ هم د ځان نه جوړول نه دى پکار.
سعيد:اسده وروره په دنيا کښې اول خپل مقصد حاصلول پکار دى بيا نور کارونه هسې هم ډېر دى کېږى به.
(دوى يو بل رخصت کړل او خپلو خپلو کورونو ته روان شول. سعيد په لارې لږ غوندې حصار شوآ و، ځکه چې اسد ورته ټوله قصه بيانوله چې کور ته راغآ نو مور ورپاڅېدله او ښکل ئې کړ، کتابونه ئې ترېنه واخيستل.)
ګلون: سعيده بچيه! نن ولې حصار شوې؟
سعيد: لږ په دمه دمه راغلم ځکه.
ګلون: بې ځايه څوک نه حصارېږى بچيه ګوره په ټهيک وخت باندې ځان رارسول پکار دى.
سعيد: اّبۍ ډوډۍ راکوې که نه.
ګلون: دا زهْ درته بيا بيا ولې وايم چې وختى راځه.
سعيد: ولې نو ډوډي نشته څه، وحيد خو هم لا نه ده خوړلې اوس هغه دآ خورى.
ګلون: وحيد دپاره وخت نشته بچيه ستا د هغه غوندې قسمت چرته دآ؟.
سعيد: ته خو ورشه کنه تپوس دې نه دآ کړآ او وآ ډوډئ نشته.
ګلون: ته وړوکآ ئې نه پوهېږې زهْ د دې خلقو په سترګو پوهېږم بچيه! خلق متل کوى، د ويلو نه، نه وييل ښه دى. که اوس مې تپوس د ډوډۍ وکړ نو تيار جنګ دآ او وهل کنځل به وى.
سعيد: دا اوس هغه وخت نه دآ مورې چې څوک به خپل تپوس نه شى کولآ.
ګلون: چپ شه ګورآ که داسې خبرې دې شروع کړې، نو زهْ به درته دا کور پرېږدم او پلار کره به لاړه شم.
سعيد: عجيبه غوندې زړه دې دآ په معمولى خبره خفه کېږى.
ګلون: تا چې څوک بدو ته لمسوى نو خدائآ دې په سترګو ړوند کړى، زهْ به نور څه ووايم.
سعيد:اّبۍ ته هسې ژاړې ما نه څوک لمسولآ شى او نه مې څوک غولولآ شى، زهْ اوس د خبره لوئې سړآ يم، په ښه او بد ښه پوهېږم.
ګلون: ستا لا دا ورځې په ښه او بدو د پوهېدو نه دى بچيه ته لا وړوکآ ئې لوبې کوه.
سعيد: د لوبو ورځې تلى دى مورې! زهْ اوس خپل حق غواړم، چې اّخر زما او ستا سره ولې دومره زياتآ کېږى؟.
ګلون: چپ شه بچيه! چې ددې خبرې نوم په خوله وانخلې کنه ځائآ به يو ورک شى.
سعيد: اّخر ځائآ به يو ولې ورک شى؟.
ګلون: ستا دا خوښه ده، چې ستا په سپين سرې مور له څوک طلاق ورکړى او د کوره ې اوباسى ووايه سعيده! که ستا دا خوښه وى، نو هرڅه کولآ شې ته زما زوآ ئې، زما درباندې حق دآ، زما خبره به منې او که زما د مرضئ نه دې يو کار خلاف وکړ، نو اوبه دې نه بښم.
سعيد: ګوره مور! بيا د وړو په شان په ژړا شوې کنه! اّخر دا ظلم نه دآ چې د يو پلار دوه زامن يو، يو ښهْ په مړه ګېډه هرڅه خورى او بل له په نهره ګېډه د جوارو ټوک څوک نه ورکوى. اّخر ته هم د پښتون پلار لور ئې، ماله څه وشو مور! په تا کښې خو هم غېرت نشته دآ، ته څنګه دومره بې عزتى برداشت کوې.
ګلون: دا په تا نن څه شوى دى، خدائآ دې خير کړى، څه پاګل غوندې ښکارې.
سعيد: مور نه پاګل يم او نه لېونآ يم. روغ رمټ يم، ليکن په حيثيت د يو زلمى زوى زما دا فرض دى چې ستا خدمت وکړم اّخر څنګه تا په دومره سخته کښې ووينم؟ ما مه نيسه مور چې زهْ هرڅه په ډاګه کړم.
ګلون: دا تهْ څه د لېونو په شان ګډې وډې وائې، څه به په ډاګه کړې، که چا درته څه ويلى وى نو ټول دروغ دى. بچيه اوس خلق دوه تنه په کور کښې په قلاره نه پرېږدى، خدائآ دې دوى ميرات کړى! د هغوى خبرې منې؟ زهْ درته وايم. زما نه بغير چې درته څوک څه وائى نو ټول به دروغ وى ګورې.
سعيد: نه پوهېږم مور! چې ته ولې خپل زړهْ خورې او په ځان دا دومره درنې درنې ګټې ږدې، اّخر تاته په دې کښې څه فاېده معلومه ده بغير د نقصان او تکليف نه.
سعيد: اّخر فاېده هغې خلقو ته رسول پکار وى، چې هغه د چا څه احسان منى کنه.
ګلون: دا دې بيا غلطه خبره وکړه بچيه! په چا د احسان اړولو دپاره خدمت کول خو غير انسانى خبره ده، څوک چې د چا په رشتيا خدمت کوى، هغه خلق د چا د احسان په طمع نه وى.
سعيد: څه نه څه سړيتوپ خو پکښې وى کنه؟
ګلون: سړيتوب سړى ته بل زده کوى. خوږه! پخپله چې سړى کښې سړيتوب وى، نو نور خلق ترېنه خامخا سړى کېږى او چل ترېنه زده کوى.
سعيد: مور څه نا اّشنا غوندې خبره ده، دا سړيتوب يواځې په ما او په تا نه کېږى. خلق متل کوى د يو لاس نه پړق نه خېژى، دواړه طرف ته خلق ښه کوى، نو هله ګذاره کېږى. په دې کښې زمونږ سره څه سلوک کېږى ته نه ګورې؟
ګلون: دا څه دمره د خفګان خبره نه ده. بچيه! ناکام ډېر ښه څيز دآ.
سعيد: اّخر خو د ناکام هم څه حد وى کنه.
ګلون: ستا په شان ځوانانو له د ناکام هډو څه حد نه وى.
سعيد: اّخر مونږ څه کړى دى؟.
ګلون: صرف د تقدير سوال دآ.
سعيد: تقدير خو زمونږ پخپل لاس کښې دآ مور!
ګلون: بې وخته څوک خپل تقدير په خپل لاس کښې نه شى اخيستلآ.
سعيد: اوس دا وخت دآ چې زهْ خپل او ستا تقدير بدلولآ شم. که ته اجازت کوې.
ګلون: دا نن په تا څه چل شوآ دآ؟ چا درته څه وئيلى دى؟
سعيد: مور زهْ د هر څه نه خبر يم، اوس زما نه خبره مه پټوه.
ګلون: اّخر د څه نه خبر ئې؟
سعيد خپلې مور ته ټوله قصه بيان کړه. مور ئې حېرانه شوه، چې اّسد خو ډېر بد کړى دى، ګلون يوه ډېره نيکه ښځه وه، دا ئې نه غوښتل چې ددې د زوى د لاسه دې د خاندان شرم وشى.
ګلون: سعيده! ته زما زوآ ئې زما سره وعده وکړه، چې ته به هم زما په شان په زړهْ او ژبه جرندې ووهې کنه، زهْ به اوس زهر وخورم او ځان به مړم کړم.
سعيد ته خپله مور ډېره ګرانه وه، چرته يې د هغې غريبې مرګ ته غاړه کېښودى شوه او وعده قسم ئگي وکړه.
سعيد: مور زما دې قسم وى چې بي موقع به زهْ دا خبره هېڅکله د خولې نه اونه باسم او که چرې ښهْ غوندې موقعه په لاس راغله نو بيا به نه خفه کېږې، زهْ به هرڅه وايم بس اوس خو به زهر نه خورې کنه. ډېره دې دا کوړمه خوښه ده، ځکه چې ډېر ښه درسره کوى. زمونږ د پښتنو هغه څوک خوښ دى چې بد راسره ډېر کوى، د ښو دشمنان يو. ښه ده چې ته خوشحاله ئې، نو ماته هېڅ اعتراض نشته زهْ به تر ډېر وخته غلآ پاتې شم.
مور: ګلون خپل زوآ په سترګو ښکل کړ، بچيه! ژوندآ اوسې، دا به دې په ما ټول عمر لحاظ وى. اّباد اوسې، خپله مور درنه قربان شه، ستا د سترګو نه زار شم.
