اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د باغ جوړولولارې چارې

دا چې مېوه جات په وچ او تازه شکل د افغانستان د مهمو صادراتو له جملې څخه دي، خو له بده مرغه د
افغانستان د زياتو سيمو د مېوه جاتو باغونه د انقلاب په دوران کې له مېنځه تللي دي.
ددې لپاره چې زموږ هېواد بيا د صادراتو په درشل کې ودرېږي، د باغدارانو علاقمندي او فني مشورو ته ضرورت دى، چې په لنډه توګه په لاندې ډول د باغ جوړولو طريقې ذکر کوو، هيله ده چې د لوستونکيو د پام وړ وګرځي.
1_ د باغ جوړولو لپاره د ځاى ټاکل:
تېږې ونه لري، نم ناک ځاى نه وي او هوار وي.
2_ د باغ جوړولو لپاره د ځمکې تيارول:
ځمکه بايد ښه قلبه شي او لوټې يې ميده شي، هر زه ګياه ترې راټوله شي او وسوځول شي او ډېراني سره ورکړل شي.
3_د کتارونو جوړول:
د بوټو ترمېنځ بايد فاصله موجوده وي، ترڅو د بوټو څانګې له يو بل د ودې او نمو خنډ ونه ګرځي او بوټي له يو بل سره د غذايي موادو په سر رقابت ونه کړي او د لمر وړانګې په اسانۍ سره واخلي او د القاع عمل په ښه ډول ترسره شي، نو له دې امله نيالګي موږ په دې ډول کېنوو:
الف : د مربع په شکل، ب: د مستطيل په شکل، ج: د مثلث په شکل.
کله چې وغواړو چې بوټي 3په3، 4په 4 او يا 5په 5 کې نهال شاني کړو، له مربع شکل نه استفاده کوو. او که چېرې وغواړو چې 3په 5 کې او يا 4په 6 کې بوټي نهال کړو، د مستطيل له شکل نه استفاده کوو او که چېرته ځمکه زموږ غېر منظم شل ولري او يا د پارکونو او کورنو مخې ته نهال کرو، نو بيا له مثلث شکل څخه استفاده کوو.
4_ د بوټي لپاره د قوتي وېستل:
د نيالګي لپاره بايد قوتى څو ورځې مخکې ووېستلى شي، ځکه چې د يوې خوا نه زهرجن ګېسونه د ځمکې نه ووځي او بل خوا نه د حشراتو هګۍ د لمر په واسطه تعقيم شي.
د قوتي د پراخوالي اندازه: ددې لپاره چې قوتى څومره پراخ وي، په همغه اندازه د يوې خوا رېشه په اسانۍ سره نمو کوي او له بل خوا نه په اسانۍ سره اوبه جذبوي. د قوتي ژوروالى بايد له 50cm څخه کم نه وي او سور يې د 60cm پورې وي او د قوتي خاورې بايد د شمال طرف ته وغورځول شي، چې ترڅو د لمر وړانګې پرې ولګېږي.
5_ د نيالګي يا د بوټي انتخاب:
ښه خبره دا ده، چې په خپل هېواد کې د روزل شويو قوريو د نيالګيو نه استفاده وکړي، ځکه چې هغه د اعتبار وړ وي او که د نورو ځايونو نه يې راوړي، نو نيالګي بايد ځوان وي او دوه کلن وي، پيوند ولري او جرړې يې ډېرې قطع شوې نه وي، مستقيم وي او پېړوالى يې د لاس د غټې ګوتې په اندازه وي. دغه نيالګى د هغو ونو دى کوم چې په ژمي کې پاڼې غورځوي او د هغه نيالګي چې تل شنه وي لکه لوکاټ، نارنج او داسې نور بايد جرړې يې د خپلې خاورې په واسطه پټې وي او يا ورسره د ارې بور يوځاى کېږي او لږه اندازه رطوبت ورکوي.
6_د بوټو يا نيالګو ابياري:
کوم وخت کې چې نيالګى وکرل شي يا به سمدستي اوبه کړى شي. اوبه بايد د نيالګي د پيوند او تنې له برخې سره په تماس کې نه شي، ځکه چې د ابيارۍ په اوبو کې د حشراتو هګۍ او نور ميکروبونه او د هغوى تخمونه شته دى، چې هغه د بوټي د تنې د برخې او يا د پيوند برخه کې نښلي او مرض پيدا کوي، نو په دې خاطر د بوټو تنې ته بايد خاوره راجمع شي، چې له اوبو سره په تماس کې نه شي او لکه د خاورې پرځاى شګه ورته راجمع شي او يا ډېرې شي. دا به د ټولو نه ښه وي، ځکه چې په شګو کې مرض کم وي.
7_د نيالګو يا بوټو نهالول:
په لومړي ګام کې بايد د قوتي لوټې مېده شي او بل دا چې د پيوند برخه مخ په لمر نه وي او د خاورو نه جګه وي او يوه بېلچه زړه ډېرانى سره له خاورې سره ګډه شي او قوتي کې واچول شي او بوټي پکې نهال شي او تر نهالولو وروسته بوټي بايد د ځمکې نه 50_65cm پورې پورته قطع شي، چې په دې کار سره له يو طرف نه د بوټي د څوکې او ريشې ترمنځ توازن ساتل کېږي او د بل طرف نه بوټي ټيټ قدي تربيه کېږي، چې زراعتي عمليات پکې په اسانۍ سره ترسره کېږي.
يادونه کېږي، چې د مېوه لرونکيو ونو ترمنځ د فاصلې ټاکل په مختلف ډول سره دى، چې په لاندې جدول کې ذکر کېږي:
ګلرنګ کوچوان د خاص کونړ د کرنې مدير

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←