د کونړ سیند وایی

هئ هئ ته پر ما هسې په قهر يې پوهېږم، چې زما څخه خفه شوى يې ملامت نه يې ډېر کلونه وشول زما نه لرې اوسې. هغه وخت، چې ته کوچنۍ وې زما خواته به راتلې ما به کوښښ کوو، چې تا په خپله غېږه کې را ونيسم، ځکه ګران وې راته زما درسره مينه وه تا به هم راسره خپله کليوالي کوله، خو اوس، چې ځوان شوې زلمى شوې دنيا دې وليده نور سيندونه دې وليدل د هغوى په منځ کې دې توده مينه وليده نو ارمان درغى پوه شوې، چې رښتيا هم خلک څه کوي او مونږ څه کوو، نو پر مادې سترګې راووېستې ټوله ګناه دې پر ما راواچوله، خو پوه شه زه په ځان کې ګناه نه وينم راځه، چې سپيناوى سره وکړو او رښتيا ووايو، نو واوره! ته پوهېږې، چې زه ظالم نه يم او هم ته خبر يې، چې زه هم ستا غوندې زخمي زخمي يم د دغه دېرش (۳۰) کلن ناورين هر شېبه پرما ډېره ترخه تېره شوې زما په زړه سينه او تشو کې هم د ټانګونو، ميزايلو، هوان او جهازونو ګولۍ (مرمۍ) او چرې ښخې شوې زه يې هم ژوبل کړى يم زورولى يم او ژړولى يم ته خبر يې، چې ما هم ستاسې سره يو شان ژړلي دي هره لحظه نا ارامه شوى يم. زما دواړو خواوو ته پراته هغه مشران ځوانان او کمکيان زما ډېر خوښېدل ډېر مې يادېږي ته ووايه هغوى څه شول، چېرته لاړل، چا ووژل ايا تاسو پخپله مړه نه کړل؟
هغه ميندې، چې د خپلو زامنو نه يې امېدونه درلودل چا بورې کړې؟ پېغلې چا کونډې کړې؟ دغه کوچنيان، چې اوس بېچاره ګان په بازارونو کې د يو پولي دپاره نوروته لاسونه غزوي تعليم ترې پاتې دى چا يتيمان کړل؟ دا هرڅه تاسې پخپله ونکړل؟هئ هئ بيا هم ګناه پرما را اچوې لار روان يم خو او ګوره خپلو دوستانو انډيوالانو او هېوادوالو ته پټي او کورونه راوړي زما خوله کې يې راکوي زما لار بندوي ډېر صبر وکړم، خو اخر قهر شم او له ځانه سره يې واخلم ته بيا هم ما ګناهګار بولې او هغه چاته اوګوره، چې پر ما ملنډې وهي زما سره بر ناحقه ټوکې مسخرې کوي زه، خو چاته څه نه وايم، خو چې تنګ شم، نو په جنګ شم. دا دې نه دي اورېدلي، چې ماته په سپک نظر مه ګوره، چې زه درته هم نه ګورم.
زه بخيل نه يم شوم هم نه يم، چې د چا څخه اوبه منعه کړم که د منګي وي که د پټي، خو تاسې يې په چل نه پوهېږئ خپله ګناه ماله راکوۍ ستا هېر شول، چې زه مو يواځې پرېښودلى وم ما درپسې ډېرې نارې وکړې، خو ستا کليوالو او هېوادوالو نه اورېدې بيا هم زه ملامته يم نه، نه زه ملامت نه يم ماکې ګناه نشته تاسې پخپله ګناهګار ياست خپله ګناه وپېژنۍ.
ته وايې زه غريب يم بې وسه يم ناچاره يم مسافر يم، خو خبر يې؟ ستا ورونه، چې اوس دلته اوسېږي بنګلې يې جوړې کړيدي په ډول ډول موټرونو کې ګرځي زه يې په پام کې هم نه يم، ځکه هغوى د ډالرو او کلدارو په خوند کې دي نه ورسره د هغو خلک خيال شته، چې زه يې لاهو کوم او نه ورسره دا فکر شته، چې زما دواړو خواوو ته دېوالونه جوړ شي دا د دوى په نفع نه ده دوى، خو هسې هم په کروزين او سرف موټرو کې ګرځي که زما يو طرف ته پټلئ او بل طرف ته پوخ سرک جوړ شي بيا به سېلانيان راځي دلته به پيسې مصرفوي بازارونه به جوړ شي هوټلې به وي د کونړ غريب او بې زوله خلک به په کار شي دولت ته به عايد کېږي ملي شتمنۍ او پانګه به پياوړې شي، خو دوى يې نه غواړي، ځکه بيا خو دوى ته فايده نه رسېږي. دوى، خو شته ملي شتمني يانې ځنګلي پر نورو خرڅې کړې هغه لوټ کړل او د نورو په خوله يې خپل ملي افتخارات نابود کړل، ځکه د دوى پکې خپلې گټې دي خپل جېبونه ډکوي.
وه ساده داسې نه ده، چې دوى پرې نه پوهېږي ښه پوهېږي، چې برېښنا کوټونه جوړ شي چاپېره کلي ښارونه او بانډې روښانه شي فابريکې پرې چالان شي خواران غريبان پرکار شي او هغه څوک، چې د لاټين د تېلو روپۍ نه لري شونټۍ بلوي د بېچاره ګانو پوزې تر سهاره لوګو تورې کړې وي دا خلک د هغو په کوډلو کې د ګروپ او راډ رڼا بلېدل نه غواړي، ځکه دوى وس لري جنراتورونه اخيستى شي په برېښنا څه کوي.ته وايې، چې تاته سزا درکوم او په سينه دې پلونه ږدم ستا څخه ډېر دې کارته زه خوشحالېږم، ځکه هغه جالې، چې زما په خېټه کې همېش زما کولمې شاربي زه به ايله د هغې نه خلاص شم ستا ګيلو نه به مې غوږونه ساړه شي خو خداى جل جلاله خبر، چې دا کار وشي، ځکه ځينې خلک دا غواړي، چې زما دواړو لورو ته پراته دا کونړيان، چې ډېر تورزن پتمن او نوميالي قومونه دي د پلونو په اېښودو سره دوى يو بل ته نږدې کيږي تګ راتګ کوي صلاح مشوره کوي يوکېږي صلحه راولي ددغه اتفاق او اتحاد څخه ځينې ځان خوښي خلک ډارېږي، چې په غه کار د دوى واکمني له منځه ځي.
زما مسافره زما څخه لرې کونړيه ياره! اوس ته وايې، چې زه ګناهګار يم او که تاسې که چېرې تاسې ياست، نو خپله اصلاح وکړئ ما نور مه زوروۍ ما مه خفه کوئ چېرته يو وخت به درته د خپلې غاړې د کوم چينار د يخ سوري د لاندې يو ګوټ اوبه در کړم، تنده به مو ماته شي. دا، چې تا فيصله کړېده ماته سزا راکوې زما قبوله ده زه پرې راضي يم تاسې رندان شۍ زه به درته دغه دعا وکړم، چې خداى مو خپل هېواد ښکلى افغانستان ودان او اباد کړه.
(امين)
