د پاکستان شتون به تر ۲۰۲۵ ز کاله دوام ولري
د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنۍ څارگرۍ د ملي شورا په هغه رپوټ کې ، چې د نوامبر د مياشتې په ۲۱ (( د ۲۰۲۵ ز کال سترې مفکورې او نيتونه )) په نامه چاپ شوى ، ويل کيږي چې د پاکستان راتلونکې په سيده ډول په افغانستان کې د هغو پېښو له ودې سره تړلې ده چې څوک يې وړاندوينه نشي کولاى .
دغه رپوټ په (( نيويارک ټايمز )) ورځپاڼه کې له څه موده مخکينۍ هغې چاپ شوې ليکنې سره نږدېوالى لري ، چې د (( اصلاح شوى نږدې ختيځ به څه ډول ښکاري ؟ )) تر سرليک لاندې خپره شوې او ليکونکى يې د امريکا د متحده ايالاتو د هوايي پوځي ځواکونو پخوانى ډگروال (( رالف پېترس )) دى .
د رپوټ د چمتو کوونکي (( توماس فينگر )) او ډگروال (( پيترس )) په نظر ، د نوي نږدې ختيځ نقشه کښنه به ، چې افغانستان او پاکستان هم پکې شامل دي ، يوه د پاموړ او په زړه پورې موضوع وي . (( پېترس )) داسې گڼي چې پاکستان يو ناطبيعي دولتي جوړښت دى او (( طبيعي )) پاکستان بايد په اصل کې په بشپړ ډول د اباسين سيند ختيځ لورته پروت وي ، له دې نه هغه کوشنۍ لوېديزه ژبه ، چې د کراچۍ په سيمه کې ده ، مستثنا ده .
(( فينگر )) له خپل پلوه دا وايي چې (( پاکستان به دا توان ونه لري چې خپله بشپړتيا تر ۲۰۲۵ ز کاله پورې وساتي او پښتانه به وکولاى شي چې د ډيورنډ کرښه ( د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله ) د زمکې له مخ نه لري او له منځه يوسي . د پښتنو د ژوند ساحه به په پاکستان کې د پنجاب ايالت او د افغانستان په تاجکي زمکو سره پراخه شي )) .
(( پېترس )) داسې وړاندوايي ( پېشگويي کوي ) چې دوه نور نوي دولتونه به هم رامنځته شي چې له هغوى نه به يې يو د تورکيې ، ايران او عراق له خاورو نه جوړ شي چې موخه يې له (( ازاد کوردستان )) نه ده . بل دولت به د بلوڅو په سيمه کې د پاکستان او ايران د خاورو له يوې يوې برخې نه جوړ شي چې موخه يې بلوڅستان دى .
د ژباړن يادښت : دغه ليکنه له روسي ژبې نه راژباړل شوې چې ليکوال يې نامالوم دى ، خو داسې ترې رامالوميږي چې چمتو کوونکي او ليکونکي پکې د خپلې روسۍ سياسي موخې په گټه څرگندونې کړې دي . د متن ځينې برخې يې چې بايد په اصلي بڼه تشرېح کړې واى ، نه دي تشرېح کړې . د ساري په توگه ټولې نړۍ ته ، له هغه شمېر نه روسيې ته هم ، پوره څرگنده ده چې پر افغانستان باندې د ډيورنډ توره تپل شوې کرښه د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د افغانستان او پاکستان ترمنځ قانوني پوله نه ، بلکې د برتانوي هند د ښکېلاکگرو چارواکو او امير عبدالرحمان خان ترمنځ د يوې لاسليک شوې لوظنامې پر بنسټ ، چې د افغان ولس د ارادې پرضد يوه کړنه وه ، رامنځته شوې کرښه ده چې ان پخپله په انگليسي لاسوندونو کې هم د قانوني پولې په نامه نه ، بلکې د مقدماتي کرښې په نامه ياديږي . دغه کرښه چې تر اوسه پورې هېڅ افغان دولت د رسمي پولې په توگه نه ده منلې او بايد ويي هم نه مني ، روسان يې ان په دغسې مواردو کې هم (( د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله )) په نامه يادوي .
د متن د همدغه پاراگراف په دويمه برخه کې ددې پر ځاى چې په نياومن ډول وليکي : (( د پښتنو هېواد خپله ټاکلې تاريخي پراختيا لري او له پښتونخوا ايالت سره د دوى يوځاى کېدنه ددغه ولس مدني ، قانوني او تاريخي حق دى )) ليکي چې (( د پښتنو د ژوند ساحه به په پاکستان کې د پنجاب ايالت او د افغانستان په تاجکي زمکو سره پراخه شي )) . مانا دا چې پښتانه خو خپل هېواد نه لري خو بس د پردي پنجاب او تاجکي زمکو له برکته به د هېواد خاوندان شي . دا د روسيې د هغه پښتني او افغاني ضد سياست د کرغېړنې څېرې يوه بله ښکارندوى ده چې لوستونکو ته د لمر په شان روښانه او زما په اند سپړنې ( تشرېح ) ته به اړيزه ونه لري .
د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د نږدې او منځني ختيځ د ځينو هېوادو نوې طرحه شوې نقشه د روسانو په زړه برابره نه ده ، په ډېرو سپورو او غندونکوکليمو سره يې يادونه کوي .
de Pakistan shtoon ba ter 2025 pory dawam walari
Translated By: Mr.Mohammad Tahir Kanay
