اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

دليلى دښته دسترګو ليدلى حال (ناول)

بسم الله الرحمن الرحيم

کتاب پېژندنه:
د کتاب نوم :: ليلى دښته، سترګو ليدلى حال
ليکوال :: محمداجان يار
خپروونکى :: د پښتونخوا د پوهنې دېره _ پېښور
چاپ وار :: لومړى
چاپ نېټه :: 1383ل/2004م
چاپ شمېر :: 1000 ټوکه
کمپوزر :: شفق

ګرانو لوستونکيو!
زموږ د ګران هېواد تېرې ناخوالې او ځينې ژوندۍ کيسگې راته رډ رډ ګوري. باور وکړئ، چېرې د ليکوالۍ پخوا نه وم ورغلى. يوازې به مې شعرونه کله ناکله ليکل، خو د کله نه چې دا پېنځه ويشت کلنه غميزه پيل شوې ده، زه ېي دې ته اړ ايستى يم، چې د خپل هېواد او ولس د پېښو خام انځور په کاغذ اوباسم.
د ليکوالۍ لوړ هنري انداز نه لري، خو صرف يوازې ستاسې نظر د ليلى دښتې ته اړوم. کومې زياتې خبرې پکې نشته دى، د شمس الدين اکا د سترګو ليدلى حال دى.
ستاسې د وطن د ليلى په دښته کې.

محمداجان يار
کولن، جرمني

ژوندۍ پېښه

ادب په هره ټولنه کې د اصلاح او سمونې لپاره ډېر مهم رول لوبولى دى، په هره ټولنه کې څه ناڅه نيمګړتياوې او ناانصافۍ موجودې وي، چې د اصلاح او رغونې لپاره يې شاعران، ليکوالان او اديبان د خپل قلم په ذريعه ډېر کار کوي.
وايي چې ښه قيصه، ناول، افسانه يا ډرامه هغه وي، چې لوستونکي پل په پل د ځان سره بيايي، تر هغې چې د قيصې د پاى ټکي ته نه وي رسېدلي.
د افغانستان تېر پېنځه ويشت کلن ناورين او غميزې هم ډېرې بدمرغه او دردونکې قيصې په خپله سينه کې ځاى کړي دي، په دغه غمېزه کې په بې وزله افغانانو او بيا په خاصه توګه په پښتنو ډېر ناوړه او بې درېغه ظلمونه شوي دي. د ډله ايزو وژنو قرباني هم اکثر پښتانه دي، چې ښه مثالونه يې د کونړ د کرهالي او د ليلى د دښتې ډله ايزې ټول وژنې دي، پښتانه تل کله د ملا او طالب په نوم، کله د مجاهد او اشرار په نوم، کله د کمونست (خلقي او پرچمي) په نوم زورېدلى دي او د ظلم د وخت د هر دور چارواکو او ټوپک سالارانو په مختلفو پلمو (چلونو) په دغه بې ګناه او بې وزله خلکو خپله خواه يخه کړې ده.
ددغه ظلمونو او ډله ايزو وژنو يوه بدمرغه پېښه د "ليلى د دښتې" ده، چې د هېواد د شمال ددغه ناوړه پېښې انځور محمداجان يار په دې کتاب (د ليلى دښته، د سترګو ليدلى حال) قيصه کې په ډېر ساده او روانه لهجه په مختلفو کردارونو کې رانغښتې او په داسې انداز کې يې تمثيل کړې، چې لوستونکي به د کتاب د لوستلو په وخت حتماً دا فکر او سوچ کوي، چې محمداجان يار ددغه پېښې د خپلو سترګو شاهد دى.
د پښتونخوا د پوهنې دېره د تېرو څو کلونو راهيسې هڅه او زيار کوي، چې د پښتنو ليکوالانو سره د کتابونو په چاپ او سمبالښت کې مرسته وکړي، ترڅو د پښتو د ادب زار لمن د هر راز ادبي رنګينيو څخه ډکه شي، چې په دې سلسله کې يې په زيات شمېر کې کتابونه د مينه والو لاسونو ته رسولي دي.
د ښاغلي محمداجان يار دا دوهم کتاب دى، چې د پښتونخوا د پوهنې دېرې په زيار خورېږي، له دېنه وړاندې د يار صيب د يو ښکلي ناول "څانګه" د خپرېدو وياړ هم د پوهنې د دېرې په برخه شوى، چې هغه ناول "څانګه" هم د يوې ژوندۍ پېښې او يوې پښتنې پېغلې د ژوند داستان و، چې د لوستونکو دپام وړ ګرځېدلى دى.
(د ليلى دښته د سترګو ليدلى حال) هم د افغانستان د غميزې يو تاريخي او حقيقي قيصه ده، چې محمداجان يار په ښکلې او ښه توګه انځور کړې ده. په دې قيصه کې داسې کردارونو ته ځاى ورکړل شوى، چې د پېښې د تل (بېخ) عکاسي کوي، د مظلومانو ژړا او فرياد د انساني حقونو د علمبردارانو غوږونو ته رسوي او د ټوپک سالارانو او ظالمانو د تورو مخونو څخه پرده پورته کوي، کوم چې د ژبې، قوم او نسل په نوم يې په پښتنو هر راز وحشيانه او نه بخښونکي ظلمونه کړي دي.
د ليلى دښتې د ډله ايزو وژنې خبرونه او راپورونه خو موږ د ورځپاڼو، مجلو، خبري رسنيو او راډيوګانو په وسيله اورېدلي و، مګر ددغه بې رحمانه ټول وژنې اصلي منظر زما په خيال تراوسه په کتابي شکل نه دى راغلى. دا د محمداجان يار کمال دى، چې ددغسې دردونکو پېښو څخه يې په ډېر هنر پرده پورته کړې ده.
تېر کال زما ديار صيب سره په جرمني کې ليدل کتل وشو، ما د هغه ځينې شعري ټولګې هم لوستې وې، هغه زما څخه ددغه نورو کتابونو د چاپ په هکله د مرستې غوښتنه وکړه، نو هماغه و چې د "څانګه" ناول څخه وروسته دا دوهم کتاب هم چاپ شو. زما په اّند(فكر) يار صيب په شعر، ناول او څېړنيزو ليکنو پوره پوره ازمېښت کړى دى. د هغې ټولې ليکنې د قدر وړ دي، خو ددې وروستيو کتابونو د چاپ څخه دا په ډاګه کېږي، چې په قيصه او ناول ليکلو کې يار صيب پوره تجربه او لاس برى لري او دا ځکه چې هغه د ولس په ژبه په ساده او روانه لهجه د قيصې شروع او انجام په ډېر ښه توګه تمثيلوي. دا به په دې مانا نه وي، چې نورې ليکنې يې په زړه پورې نه دي، خو کوم خوند او مزه چې د هغې په نثري ليکنو خصوصاً په قيصه او ناول کې دى د يادونې وړ بولم، ځکه دغه ټولې قيصې او پېښې د افغانستان د اوږدې غميزې سره جوخت تړون لري او باالکل حقيقي او يا حقيقت ته نژدې دي. که څه هم د محمداجان يار په دې کتاب کې به ځينې تېروتنې او نيمګړتياوې هم وي او په ځينو ځايونو کې به د مبالغې څخه هم کار اخيستل شوى وي، خو په حقيقت کې قيصې ته د رنګ او ښکلا ورکولو لپاره دا هرڅه ضروري وي. زه د پښتو ژبې د خدمت په دغه سفر کې محمداجان يار ته لا ډېر برياليتوبونه غواړم.

عبدالبصير بېدار
د پښتونخوا د پوهنې د دېرې مرستيال
پېښور، پښتونخوا

دليلى دښته دسترګو ليدلى حال
حاجي ګل تازه له وطن نه راغلى و. ستړي مشي مې ورسره وکړه، د کلي نور خلک هم د هغه ستړي مشي ته راغلي وو. ماته يې په غوږ کې وويل: دا خلک چې ولاړل، بيا به درسره خبرې وکړم. وړاندې د کټ لنګې ته مې تکيه وکړه، ناستو کسانو خپلو کې ډېر څه سره ويل. ماته تمه پيدا شوه، زړه کې مې له ځان سره ويل: لکه چې حاجي ګل نوې کيسې له ځان سره راوړي دي. چا راته د چاى پياله ونيوه او يو غړپ مې ترې وکړو. مخکې راغلي کسان وار په وار پسې وتل، ترڅو چې ټول ولاړل. هغه له دروازې نه په منډه راستون شو، په دوه ګامه زما خواته راورسېد، لومړى مې ترې پوښتنې د هغه د کورنۍ د غړو وکړه. خوله يې ونيوه، د روغ ناروغ سم ځواب يې رانه کړ.
ما وې: څنګه غړه کنده شوې خبره کوه، هو رښتيا تا ويلې دا خلک ولاړ شي بيا به درته يو څه خبرې وکړم. هغه څه خبرې دي؟
هغه لومړى سوړ اسوېلى ويوست، لږ غلى شو بيا يې داسې وويل:
د ويلو کيسې نه دي. زه خوا ته ورنزدې شوم، ما وې اوس به بيا څوک راشي، هله ماته کيسه کوه. ويلې قسم دې ماته چې چا دغه کيسه کوله، د سر ويښتان مې نېغ ودرېدل ده وى. جلال اباد کې دا يوه اوونۍ مخکې زموږ د يوه خپلوان دوکان مخې ته د سپينې ږيرې يو سړى چوپ ناست و. زه په ډېر ادب سره د هغه خواته ورنزدې شوم، ما وې کاکا جانه د کوم ځاى يې؟.
هغه يو لاس په امسا ايښى و، ويلې بچيه زه د مومندرې يم، خو په مزارشريف کې مې مځکه او کور شته دى. د سپين ږيرې زړه ډک و، سم راته راګويا نه شو. زه ورنزدې شوم، ورته ومې ويل: کاکا جانه که تکليف درته نه وي، ټوله کيسه راته وکړه. ده ويلې وړوکى وم، مور مې پخوا له ځان سره بيولى وم، پلار مې څو کاله پخوا ترکستان ته تللى و، زه او مور مې پسې وروسته ولاړه.
وزير محمد ګل خان مومند دې خداى وبښي، ډېر پښتانه يې قطغن زمين، مزار شريف، کندز، بغلان او پلخمري ته انتقال کړي وو. شېرخان ناشر، نازکمير دوى کندز اباد کړى و، هغوى هم پښتانه ورانتقال کړي وو. شاړې مځکې ابادې شوې وې، پلار مې دې الله په جنت کړي، ويل به يې لومړى دا ټول کندز شاړ او ځنګل زار و. د وخت په تېرېدو سره ورته خلک راتلل او شاړې مځکې يې ابادولې. تاجکو، ازبکو او لږه کيو ترکمنو هم پکې ځاى پرځاى کلي ودان کړل. لارې او سړکونه ويستلشول، د خلکو تګ راتګ زيات شو.
بچى مور مې راته ويلې ايله د دري کالو به وې، چې د (لته بند) په لاره په يوه زوړ واګون ګاډي کې پلخمري ته په دوه شپو او دوه ورځو کې ورسېدو او دا يې هم ويل، چې په زياته لاره باندې مې په خره وړى وې. د هغې وخت سړکونه خو د نن په شان نه وو، دلته بند او د واب ميخ زرين لارې خو په غرونو کې په کړپو او ګړنګونو کې تللې وې. په زياتو ځايونو کې به خلک له موټر نه کوزېدل او پخپلو پښو به تلل. په څو شپو ورځو کې به قطغن ته واوښتل. په دغو مځکو کې تګ راتګ ځکه سخت و، چې شرمخانو او لېوانو به خلک داړل. د خلکو تګ راتګ ډله ييز و، څو تنه به سره يوځاى کېدل بيا به له يوې سيمې نه بلې سيمگې ته تلل. وروسته بيا يو نيم ګاډى (موټر) پيدا شو. سړکونه ووهل شول، د خلکو لېږدېدنه لږه اسانه شوه. بچى زما لږ لږ يادېږي، چې لومړى موږه په پلخمري کې اوسېدلو. زه چې کله رابوټکى شوم، په ښو بدو وپوهېدم، پلار مې په حق ورسېد. هغه مې مومند درې ته راوړ، څه موده پس مې مور مړه شوه، هغه مې هم خپلې هديرې ته راوړه. څه پيسې مې چې درلودې، د مور و پلار په مړينه کې ولګېدې. زه له يوه ورور او دوه خوېندو سره پاتې شوم. له بغلان نه مو کندز ته د تلو نيت وکړ. پخپلو پښو تر کندوزه ولاړو. په دوه ورځو کې تر کندوزه ورسېدو. موږ په کندوز کې پوره يو کال تېر کړ. د خلکو سره به مې د شاړو مځکو په ابادولو کې کار کاوه. هغوى به غله دانه راکوله، يو کال وروسته بيا مزارشريف ته کډه شوو. د مني شپې ورځې وې، هوا مخ په يخېدو وه، هلته مو يوځاى او بل ځاى شپې ورځې تېرولې، ترڅو چې يوه وطندار له ځان سره شولګرې ته بوتلو او هلته مو واړول. په دغه وخت کې مې ورور زلموټى شوى و، خوېندې مې لا وړې وې.
څو کاله مې له يوه ارباب سره کار کاوه. ورور مې هم راسره په کار کې بوخت و. هلته د ناقلينو لوى کلى اباد شوى و. شاوخوا نور د پښتنو کلي اباد شوي وو. هر چا ځانته مځکه اخيستې وه، باغونه جوړ شوي وو، هره خوا ښه شنه ښکارېده. په درې کالو کې مې يو څه پيسې پيدا کړې، مځکه مې واخيستله، ما هم ځانته کلا جوړه کړه. د کلا مخې ته مې باغ او باغچه جوړه کړه. ځانته مې واده وکړ. ورور ته مې هم کوژده وکړه. لږه موده پس مې څو استحقاقه ځمکه نوره واخيستله پوره غله دانه به کېدله. مالداري مې ډېره وه.
په دې وخت کې يې رانه اوبه وغوښتې ويلې: بچيه که تکليف کېږي نه، يو کټورى اوبه خو راکړه.
ما ورته يو جام اوبه راوړې، هغه په يوه ساه اوبه وڅښلې. جام مې ترې ونيوه، ما وې کاکا جانه ستا نوم څه دى؟
ده ويل خاورې شمس الدين.
ښه کاکا کيسه کوه.
ويلې: خداى ښه مالداري او زمينداري راکړه. ورور ته مې داسې واده وکړ، چې دوه شپې او ورځې مجلسونه کېدل، خوېندې مې هم واده شوې، الله راباندې ښې شپې ورځې راوستې. هغه لږ غلى شو، بيا يې وويل خو اوس..! زر زر يې سترګې ورپولې، په ږيره يې لاس تېر کړ، په دغه حالت يې زما شک پيدا شو، ما وې کاکاجانه ولې؟ اوس څنګه؟ هغه بيا خپل سر واړاوه راواړاوه، وې ويل بچيه ورک يې کړه، په اوس خبرو کې څه خوند نشته دى.
په دې وخت کې دوکاندار يوه پياله چاى ورته راوړ، ما ورته د چايو پياله ورکړه، هن کاکا جانه دا چاى وڅښه، خو اصلي کيسه به راته خامخا کوې.
هغه دوه درې ګوټه له پيالې نه وکړل، خپل څادر يې د کوناټي نه لاندې کړو، وې ويل:
په اوسنيو کيسو کې ټولې بدبختيګانې دي، ښه څه پکې نشته، په غېر له بدو پېښو نه. غوږ ونيسه اوس به درته يوازې خپله کيسه او دسترګو ليدلى حال ووايم.
زما درته غوږ دى کاکاجانه، کيسه کوه.
بچيه بلا دې واخلم رښتيا ده، چې د ظاهر شاه باچاهي ډېره ښه وه، ارامه ارامي وه، هر چا ښه هوسا ژوند درلود، دا خبرې نه وې، له داودخانۍ نه نيولې ان ترننه پورې يوه ورځ له بلې نه بدتره ده، جګړې دي، مرګونه دي، د کليو او ښارونو ورانول دي، دا څه بدحال دى. موږ خو له پلار نيکه نه مسلمانان يوو، په همغه پخواني اسلام باندې مو ښه ټينګه عقيده ده. اوس خو هرڅه بدل شول، د طالبانو په وخت کې خو بيخي بل ډول کارونه وشول، ږيره لنډه ده، ږيره اوږده کړه. د اسلام دين يې په ږيره پورې غوټه کړو. اخر ېي داسې کانې وکړې، چې د افغانانو تاريخ او فرهنګ يې په سين لاهو کړو د ټولې دنيا پام يې ځانته راواړااوه، نتيجه يې دا شوه، چې امريکا او انګرېزان يې راوخوځول او زموږ ملک يې پرې ونيو. په دې وخت کې يې شاوخوا پام وکړ، وې ويل: له ډاره څه نشو ويلى، زړونه مو له سړو وينو نه ډک دي. اصلي خبرې ته راځم.
درې مياشتې مخکې موږ د بلخ په شولګره کې وو، حالات ورځ په ورځ راباندې خرابېدل. جګړه له يوې ورځې بلې ته ښه تودېدله. امريکايان او انګرېزان چې کله مزارشريف ته راورسېدل، په طالبانو يې سور اور راښکته کړ. شمالي ټولواله د دوستم ملېشې د امريکايي قواوو سره يوځاى په طالبانو لاس پورې کړ، ښار يې لوټې لوټې کړو، ويل کېدل چې امريکايان بې پنجاه و دو د طالبانو په مرکزونو راغورزوي. دغه ظالم شى چې يې استعمال کړو، د طالبانو پيړمې وشلېدې. يره ته باور وکړه که دغه شى يې نه واى استعمال کړى، د طالبانو ماتې ګرانه وه. مرګونه او جنګونه کليو ته راوغزېدل، د ګليم جم او رباني ټوپک والا په کليو راوختل، د پښتنو هر کلى به يې امريکايي فوځونو ته په ګوته کاوه، ورته ويلې به يې چې دا ټول طالبان دي. هغوى به هوايي بمونه پرې راغورزول، د کليو بې ګناه خلک، ښځې، ماشومان او بوډاګان به يې قتل کړل. د پښتنو په کليو کې څوک ژوندي نه دي پاتې.
يوه ورځ مې خپل اّس زين کړو، د يوه خپلوان پوښتنې ته تلم. خپلوان څوک و، خو هغه زما زوم و. ډېر سخت ټپي شوى و، ما وى چې پوښتنه يې وکړم. په سره ډزه کې له کوره ووتلم، د هغه کور په بالاحصار کې و. کله چې زه هلته ورورسېدم، د بالاحصار په کلا سخته جګړه روانه وه. زه په چالاکۍ سره د زوم کور ته ورسېدم. د هغوى له کلا نه تور سرې راووتې، پام مې ورته کاوه ټولو ژړل. زه له اّس نه کوز شوم، زر زر ورغلم. په دروازه کې مې لور مخې ته راغله، وارخطا له ژړا نه يې سترګې سرې اّړولې وې، هغې سمدستي زما خواته رامنډه کړه او چيغې يې جوړې کړې، په غېږ کې مې ونيوله، ما وى څه خبره ده؟
ويل خبره له خبرې نه وتلې ده، بهادر خان يې نن ښخ کړ، بچي مې حېران پاتې شول. ما وې دا څه واى. په وارخطايي سره دننه کلا ته ننوتلو، کتل مې چې کلا کې څو تنه سړي او ښځې سره ناستې دي، يو ملا هم په هوجره کې ناست دى، څوک چې نوي راځي، هغه يو د قران مجيد سورت وايي او دوعا کوي.
په هوجره کې کښېناستم، څوک تلل او څوک به راتلل. په کلا کې ګڼه ګوڼه زياته وه. يوه سپين ږيري په جګ اواز وويل: وروڼو راځئ، چې اوس نورو شهيدانو ته ورشو. ټول خلک پاڅېدل، له يوه سړي نه مې پوښتنه وکړه، ما وې وروره نور هم څوک مړه دي؟ هغه ووې چې په بالاحصار کې او نورو کليو کې بې شمگره خلک ېي وژلي دي. دننه په بالاحصار کې مړي پراته دي، لا جګړه روانه ده، امريکايي او انګليسي قواوو د طالبانو بېخ ويستلى دى. طالبان خو څه کوې، د کليو بې ګناه پښتانه يې ټول قتل کړل. دا خلک د کلي نورو مړو ته ورځي. ما وې وروره زه به هم درسره ولاړ شم. هغه وې ولې نه راځه، چې ځو. هغه رانه زر پوښتنه وکړه، ويلې: وروره ته د کوم ځاى يې؟ زه د شولګرې د لوى کلي يم. د اختر محمد د زوى بهادر خان پوښتنې ته راغلى وم، له بده مرغه چې په مړي يې راواوښتم. مونږ لا په خبرو کې وو، چې مخامخ په يوه کوڅه ور روان وو.
تلو تلو وړاندې يو جومات مخې ته راغى. ډېر خلک پکې راټول شوي وو، چا اودسونه کول، څوک په لمانځه ولاړ وو. موږ هم زر زر اودسونه تازه کړل، جومات ته ورننوتلو. د ماسپښين جمعه ودرېده، په پاى کې ملا صاحب دوعا وکړه. ملا دا هم وويل: لاس پورته کړئ، چې الله تعالى له موږه دا شر پورته کړي. شهيدان دې خداى وبښي، هر څوک چې زموږه خاورې ته، زموږ خلکو ته په بدو سترګو ګوري، خداى دې پخپله خدايي سره واخلي. په اخر د دوعا کې ملا امام وويل: وروڼو د شهيدانو ليدو ته به ټول ورشو، وخت کم دى، چې د ښخېدو وخت يې رارسېدلى دى. ملا مخکې شو او نورخلک ورپسې شول، د جومات ترڅنګه يوه کور کې درې تنه شهيدان شوي وو. لومړى د هغوى ليدو ته ورغلو، دوعا مو ورته وکړه. د بيا د کلي په يوه وړاندې کوڅه کې شپږ تنه شهيدان شوي وو. د يو تن صورت روغ و، مګر نور پېنځه تنه بيخي چڼېدلي وو. له پېژندګلوۍ نه وتلي وو. خلکو خپلو کې سره غلي غلي ويل: هغه نور مړي لا د دېنه هم زيات خراب شوي دي. ما له يوه نه پوښتنه وکړه: انډيواله نور مړي هم شوي دي؟
هغه راته په ډډه وکاته، ته لا نه يې خبر؟ ما وى نه نه وروره زه د بل ځاى نه راغلى يم. سړي راته د کلي کوز سر کوڅې ته ګوته ونيوه، ويل : هغه لوړ چنار وينې؟ ما وې هو. د هغې چينار څنګ ته يوه ژوره سيمه کې يو کلى دى درويشت تنه پکې قتل شوي دي. ددغومره مړو ښخېدل څومره ګران کار دى. بيا مې بله پوښتنه ونه کړه، پوه شومه چې پښتانه يې تباه کړل.
د کليو ټول مړي ان تر ماښامه د تورتم لګېدو پورې ښخ شول. زه ناوخته د لور کور ته وخوزېدم، تورتم لګېدلى و، چې د هغوى کلا ته ورسېدم. په دروازه کې څو تنه هلکان ولاړ وو، چې يو تن پکې زما لمسى و. هغه دننه ننوېستم. هوجره کې خبرې اورېدل کېدې. سر مې وردننه کړ، چې کتل مې خپلوان څو تنه سره ناست وو. ټول پخپل ځاى ودرېدل، ما ورته د مړو د ښخېدو کيسه تېره کړه. هغوى وويل: موږ هم دا دى اوس ترې راغلو. ښه شو ټول مړي خاورو ته وسپارل شول. اختر محمد چې د 65 کالو سړى و. هغه هم لږه شېبه پس راننوت. يو بل خپلوان ورته ډوډۍ راوړه. په هوجره کې ناست کسان ډوډۍ ته کښېناستل. له چاى او ډوډۍ نه وروسته ځينې کسان کورونو ته ولاړل، يوازې اختر محمد او واړه يې پاتې شول. تر نيمې شپې پورې مې هغوى ته تسلي او ډاډ ورکاوه. شپه مې ورسره سبا کړه، سهار وختي مې اّس زين کړو او له هغوى نه مې رخصت راواخيست او د کور په لور مې اّس قمچين کړ.
ماښام تېر خپل کلي ته ورسېدم. څنګه چې د لوى لارې نه د کلي په لومړۍ کوڅه کې مې اّس ورو کړ او په کوڅه باندې مخامخ روان شوم. لا يوه ټوټه مزل مې نه و کړى، چې وړاندې د کوڅې په منځ کې د خلکو ګڼه ګوڼه وه، تورتم و د ځينو کسانو سره لاټينونه و. د کوڅې بل اړخ ته روان و. په يوه سړي مې غږ وکړ: وروره ودرېږه، يوه پوښتنه درنه کوم.
هغه پښه نيولى شو، ودرېد. زه خواته ورنزدې شوم. وروره څه خبره ده، په دغه کوڅه کې ډېر خلک روان دي؟.
ولې ته خبر نه يې؟
نه نه زه خبر نه يم، خير خو دى؟ خير چېرته دى، د ملک کاکا دوه زامن يې يې د شولګرې په دوکانونو کې وژلي دي.
له اّسه کوز شوم، سمدستي مې زړه درزا پيل کړه.
وروره د کوم ملک، ددې کلي خو يو ملک دى نو!
ملک افسر خان نه پېژنې؟
دا څنګه؟ دا کله؟ په مغزو کې مې کړنګ وشو. هغه زما تره يادوې؟
راځه نورې خبرې پرېږده، خو سيداجان او ميراجان يې نن ماسپښين دواړه وژلي دي، سبا ته يې ښخوي.
نور نو په ځان پوه نه شوم، سمدستي مې ځان ور ورساوه. اّس مې په دېره کې وتاړه او زه د کلا دروازې ته ور روان شوم. دومره وارخطا وم، چې دوه ځلې د کلي دروازه کې راخطا شوم. پښې مې اړ و پړ شوې، نزدې رالوېيدلى وم. په دروازه کې ورننوتلم، د ښځو ژړا او ويرونه مې مې غوږ ته راورسېدل. د کلا په دالان کې خلک راجمع وو. پام چې مې وکړ، وړاندې برنډه کې دوه جنازې پرتې وې. ښځې ترې شاوخوا ناستې وې. ټولو زه وليدم، چې ورروان وم. زما په ليدو د ژړا غږونه يو انګور جوړ شو. وارخطا وارخطا مې ځان ورورساوه.
د دواړو جنازو د شهيدانو د کټونو په بازوګانو مې لاسونه کېښودل او ورپرېوتم. بيا مې ځان ونه پېژانده، تر ډېره وخته پوره په کلا کې د ساندو او ويرونو چيغې پورته کېدلې. کاکا مې راغاړې وت، سلګو نيولى و. هر چا په زوره زوره ژړل. لږ لږ په ځان پوه شومه، د کټ بازو ته چا کښېنولم، زړه مې راټينګ کړو، اوښکې مې پاکې کړې، ايله دومره مې له خولي ووتل: دا څنګه چل شوى دى؟
کاکا مې په ژړغوني غږ وويل: بچيه دا يې ماسپښين د شولګرې په دوکانونو کې وژلي دي. د کلي نور کسان يې هم وژلي دي. په دې وخت کې له بيرون څخه يو تن راغى، داسې يې وويل: هديرې ته يې مړي راوړي دي، خلک په هديره کې راټول شوي دي، ناوخته دى دا مړي رااخلئ. خلک له دواړو جنازو نه تاو شول، ښځو او نرو د کور لوى وړو وير جوړ کړو. جنازې پورته شوې، د کلا تر دروازې پورې ترڅو چې جنازې وتلې، ويرونو کلا لړزوله. په بيړه سره جنازې له کلا نه ووتلې. د کلا په دروازه کې ښځي او ماشومان ودرېدل. د سيداجان او ميراجان مېرمنو خپل ويښتان شکول او چيغې يې وهلې، ترڅو چې دواړه جنازې يې له سترګو پناه شوې. جنازې په منډه منډه خلکو هديرې ته ورسولې. د هديرې په څنګ کې لوى ميدان و، نورې جنازې هم پکې ايښې وې.
د خداى مخلوق راغونډ شوى و، سپين ږيري، تور ږيري، واړه ځوانان ټول د شاوخوا کليو نه راغلي وو. د هديرې په وړاندې ګوټ کې ځاى پر ځاى تور سرې هم ښکارېدې. عمومي جنازه وشوه، يوه د سپينو جامو ملا د خلکو مخې ته ولاړ و، وعظ يې کاوه. د وعظ په پاى کې يې داسې وويل: وروڼو لاس پورته کړئ، الله ته سوال زارۍ وکړئ، ترڅو زموږ په وطن کې جګړه بنده شي. هر چا زموږه وطن وران کړو، اخر امريکا راپسې راغله. زموږ په خوار اولس يې خپلې وسلې ازمېښت کړې. اوس پرې وار د امريکايانو او انګريزانو دى. کلي او ښارونه يې چې څه پاتې وو، دوى په بمونو او راکټونو وويشتل. په دې لوټ شوي او تالا شوي ملک کې نور څه پاتې دي، چې دوى له موږه څه غواړي. خدايه څوک چې په موږه ظلم او ناروا کوي، له مخه يې تباه کړې. په دې وخت کې يوه تور ږيري سړي د ملا صاحب په غوږ کې يو څه وويل، ملا نورې خبرې د امريکا په باب ونه کړې، خوله يې ونيوله. يو حديث يې تېر کړ، نورې خبرې يې په نيولي غږ وکړې. د شهيدانو جنازه وشوه، خلکو مړي پورته کړل او هديرې ته يې هر مړى خپل خپل قبر ته يووړ. مړي ښخېدل او د قبرونو په سر ملايانو په جګ اواز د خداى کلام اّوراوه. هر ملا د زړه له اخلاصه مسئلې کولې. چا خاورې ده مولې او په قبر يې شيندلې. ځينو له ځانه سره پټ پټ د شونډو په سر کليمې ويلې. چا د مړو د قبرونو له پاسه څادرې نيولې وې. د قبرونو ترڅنګه وړاندې د شهيدانو خپلوانې، تور سرې ښځې يو تر بله نزدې ناستې وې. د هرې ښځې پرمخ اوښکې روانې وې. د يوه قبر څنګ ته د ښځو د ډلې په منځ کې يوه ښځه نورو ښځو له لاسه نيولې وه، خو هغې ښځې چيغې او نارې وهلې. همدا يې ويل: خدايه په دوستم او امريکا تندر راوارتوې! زما بچي يتميان شول، الله کور مې وران شو، خدايه ته خو د ظالمانو کور وران کړې. همدا يې ويل او ستونى يې بند شو، اواز يې په ټپه ناست و، بې خودي پرې راغله. نورو ښځو په غېږ کې ونيوله او پرې راټولې شوې، هديره کې بده ورځ جوړه وه، ژړا او چيغې وې.
په هديره کې د ټولو خلکو شونډې وچې وې، له خلو نه يې اسويلي بادېدل.
مړي ښخ شول، دوعا وشوه. وروسته بيا د هديرې په سپين ميدان کې خلک ودرېدل او اخري دوعا او فاتحه وشوه. خلک له هديرې نه هرې خواته روان شول. په ټولو کليو کې يو شان خپګان و، د شپې له خوا د بالاحصار په کلا توده جګړه روانه وه. ډېر طالبان دننه په کلا کې بند پاتې وو او مقابله يې کوله. تسلمېدو ته يې غاړه نه ايښوده. له شمالي ټلوالې او امريکايانو سره په سخته جګړه اخته وو. له دواړو خواو نه مړي زخميان کېدل. ځينې مړي زخميان به کليو ته راچلېدل، په بالاحصار څو ورځې جګړه کېدله. امريکايي عسکر له بالاحصار نه راتاو شوي وو، د ټانکونو او هوايي الوتکو غړمبا ټول مزارشريف لړزاوه. سبا ته وختي په کليو کې احوال ولګېد، وويل شول چې بالاحصار يې ونيو، طالبان يې تسليم کړل او ويې وژل.
او دا هم ويل کېدل، چې د طالبانو سره پاکستاني جنګيالي هم وو. مازديګر لمر په غړغړه و، يو زخمي يې په اّس اچولى کلي ته راوړ. د زخمي په خوله کې ايله بېله ساه وه، نور ختم و. يو زلمى چې ددغې کلي دا زخمي چې ېي راوړ، خلک ترې راتاو شول او پوښتنه ېي ترې کوله. لومړى هغه هېڅ نه ويل، خو چې د کلي خلکو ډېر ټينګ کړ، پخپلو وچو شونډو يې ژبه وګرځوله. سترګې يې راووېستلې، داسې يې وويل:
وروره د ځانونو غم کوئ، والله که مو ژوندي پرېږدي. د امريکايانو سره يوځاى دوستميان او ټلواله يوځاى په طالبانو پسې ګرځي، چې نوم پښتون مخې ته ورځي، ژوندى يې نه پرېږدي.
زموږ خوا ته ښه رانزدې شو، په کراره يې موږ ته داسې وويل:
فکر مو اوسه په دې وخت کې يوځاى ډله ډله مه درېږئ، همدا نن غرمه زه خبر شوم، چې له کليو نه پښتانه په يوه بهانه او بله بهانه بيايي، پام کوئ فکر مو اوسه. ښه به دا وي، چې پخپلو کورونو کې ونه اوسېږئ، ځانونه غېب کړئ.
د سړي په خبره مونږ د جومات چنې ته ولاړ کسان حېران پاتې شوو. خپلو کې مو سره وويل: درځئ چې اوس کورونو ته لاړ شو. سبا ته به په حالاتو ځانونه پوهوو.
شپه د کليو خلکو باندې په وېره او ډار تېره شوه. سهار شو، ما ځان لږ وختي د جومات مخې ته ورساوه. کتل مې چې په وستل کې درې څلور تنه کليوال ناست دي سره غږېږي. زه د هغوى خوا ته نزدې ورغلم، سلام مې واچاوه ورسره کښېناستم. هغوى د حالاتو په باب سره خبرې اترې کولې. وړاندې په کڅ کې په نرۍ لاره يو سړى په اّس سور راروان دى. موږ ټول د هغه په تماشه شوو. موږ پوهېدو چې دغه سړى خامخا د کلي دى، کوم نوى احوال به يې راوړى وي. موږ لا په دې سوچ کې وو چې هغه زموږ نه وړاندې د کلي په لويه دروازه راننوت. د وستل ترمخه په لاره راروان و. کله چې موږ ته راورسېد، له اّس نه کوز شو. موږ ټولو هغه وپېژانده چې هغه د کلي يو سړى و، زوى يې په بالاحصار کې له طالبانو سره عسکر و. هغه خپل اّس ودراوه او زموږ خوا ته راغى. سلام يې واچاوه، موږ ورته ستړي مشي وويلې. زموږ له ډلې نه يو تن ډېر بې واره و. دستي يې ترې د هغه د زوى پوښتنه وکړه. ويلې لومړى دا ووايه چې زوى دې ژوندى دى که نه؟
هغه چې رنګ يې زېړ اّلوتى و، شونډې يې وچې وې، خپله ژبه ې په وچو شونډو وګرځوله، ويلې نه؟ ډېرې پوښتنې مې له يو بل نه وکړې، مګر هېچا راته څه معلومات رانکړ. بېګا مازديګر ټول بالاحصار تسليم شوى دى، کومو کسانو چې مقاومت کاوه، هغوى يې نيولي دي، زيات پکې مړه دي.
ما وى وروره ته خو پوره کيسه وکړه، څنګه چل شوى دى؟
هغه د بالاحصار پلو مخ واړاوه، ويې ويل: وروره د محشر ورځ تېره شوې ده. پرون په بالاحصار الوتکو بمبارۍ کولې او لاندې توپونو او ټانکونو په بالاحصار اور بل کړى و. د ماسپښين نه وروسته جګړه ودرېده. په بالاحصار د دوستم او رباني دوى عسکر وروختل. خارجي قواوې هم د بالاحصار په شاوخوا کې وې. دومره مخلوق مړ شوي دي، چې په زرګونو طالبان وژل شوي دي. حېران دې ته يم چې په مړو به څه کوي، ځکه چې هغه خو د ښخولو نه دي او نه څوک شته دى، چې دومره قبرونه اوباسي، خو خلکو سره خپلو کې ويلې چې مړي په بيلدوزرو ښخوي. کندې ورته اوباسي او مړي ورته ورګوزاروي. ډله ييزو قبروو کې يې وراچوي، ژوندي چې څوک پاتې دي، هغوى زندان ته بيايي.
په ټولو کليو کې پښتانه رانيسي او له کوره يې باسي، له ځان سره يې بيايي. دومره خلک ې نيولي دي، چې د پېنځه شپږ زرو نه خامخا زيات دي. دا خو ټول طالبان نه دي، خو چېرته چې يې پښتانه پيدا کړي دي، نيولې يې دي. زه په همدې خاطر نن دلته راغلى يم، چې دا پاتې پښتانه خبر کړم، چې د ځان غم وخوري، که نه نو خبره خرابه ده، هو خرابه ده!.
دوعا وشوه، له جومات نه خلک خواره شول او خپلو کورونو ته لاړل. زه هم خپل کور ته راغلم. د ماښام له ډوډۍ نه وروسته په دې شپه تر ډېره کښېناستم. ماشومان او مېرمن مې ويده شول، زه هم پخپل کټ کې پرېوتم. ما لا ډډه نه وه لګولې چې د کلي سپو غپا جوړه کړه. غوږ مې چې ونيوه، د کلي په هره کوڅه کې د سپو غپا زياتېده. زه له کټه راجګ شوم او د کور برنډې ته راووتم. د کلي شاوخوا ته مې پام وکړ، سپو همغه شان غپلې. د کلي د کڅ سرته په سرک کې موټرې د کلي په لور راروانې وې. سړک زموږ د کلي ترڅنګه تېر شوى و، ما ښه ورته ځان ځير کړ. ما وى چې دا به د دوستم دوى عسکر وي، چېرته به ځي. د موټرو څراغونه به کله ګل شول او کله به ولګېدل. سړک خو بې له هغې کندې کندې و، ما فکر کاوه، چې دا موټرې په لوړو ژورو کې خېږي او کوزېږي، ځکه يې سترګې نه معلومېږي. خو هغه د دوى خپل مانور و. ما هېڅ فکر نه کاوه، چې ګنې دوى به کلي ته راځي او خلک به له کورونو نه وباسي. موټرې راروانې وې او سپو هم ډېر غپل.
زه لاړم بېرته مې ډډه واچوله، نسوار مې لا خوله کې دي، ښه پوره وخت په سوچ کې لاړم. يوه شېبه وروسته مې شور او غرپا تر غوږ شوه. بيا مې سر له کړکۍ رابهر کړ، لاندې کوڅه کې هرې دروازې ته وسله وال سړي ولاړ دي، د کلي منځ ته مې چې سترګې واړولې، شور او غالمغال دى. د مازديګر د بوډا سپين ږيري خبره مې نېغه زړه ته ودرېده. تر مازديګر ناوخته د جومات په شاوخوا کې د کلي خلک خپلو کې سره جرګه جرګه کېدل، همدا ېي ويل چې څه چاره ولټوو. اوس خو خبره زموږ سرته راغلې ده. ښځې او کورونه خو نشو پرښودلى. هرڅه چې راباندې کېږي، کېږي به! مرګ مو قبول دى، خو دا شرم نشو قبلولى. په تاريخ کې به مو بچو ته پېغور پاتې شي. تر ناوخته همدا فيصله وشوه، چې په همدې خپل کلي کور کې به ناست يو مرګ وي او که درد، همدلته به يې تېروو. هلته وړاندې د جومات په برنډه يو زوړ بوډا سپين ږيرى ناست و، خپلې تسبيې يې اړولې. خلکو ته ېي مخ راواړاوه، ويې ويل: هلکانو پام کوئ دا ترکمن او ازبکان مو نه پرېږدي، موقع ورته په لاس ورغلې ده، په هر سبب چې وي دا ځل پښتانه بې مرګه نه پرېږدي. تاسې خپل اتفاق او بيا لارې ګودري ګورئ. اګرچې پښتانه بې اتفاقه قوم دى، دا ټولې نادودې يې پخپله په ځان راوستي دي، که دوى لږ په اتفاق واى، مشر او کشر يې معلوم واى، د بل په دسيسو نه غولېداى، داسې حالت به پرې ولې راتلاى؟.
اوس پخپلو کې سره يو شئ، يوه خبره غوټه کړئ او بيا پرې عمل وکړئ که نه نو دا ځل بيخي دل کېږئ. د بوډا خبره چې خلاصېده، ملا د ماښام اذان وکړ. خلک په جمعه ودرېدل، د لمانځه په پاى کې ملا امام دوعا وکړه او د دوعا په اخر کې يې وويل: وروڼو لاس پورته کړئ، چې الله پاک سوله راولي، زموږ د مسلمانانو خو ددې زورور ظالم سره زور نه رسېږي، خداى دې پخپله خدايي سره مسلمانانو ته برى ورکړي. دا ځل پښتانه بې مرګه نه پرېږدي.
زه له په دې فکر او سوچ کې وم، چې د کلا دروازه وټکول شوه. مېرمن مې راجګه شوه، ويلې سړيه پاڅه دروازه ټکېږي. زه له کټ نه پاڅېدم، ښځې ته مې وويل: تاسې مه وارخطا کېږئ، کېداى شي د کلي څوک وي او ماسره يې څه کار وي. زه راښکته شومو شاته مې مېرمن هم راپسگې جوخته راروانه وه. د کلا دروازه مې خلاصه کړه، کتل مې چې شپږ تنه ټوپک والا ولاړ دي. مېرمن مې چې دوى وليدل، په چيغو ېي لاس پورې کړ. دغسې چيغې د کلي په هر کور او کوڅه کې اورېدل کېدې، سړو وويل: خوارجان ګريه نه کن، شوهرت زود پس مى اّيد!.
ما يوازې خپلې ښځې ته همدومره وويل: دروازه کلکه کړه، زه بېرته راځم! زه دوى له ځان سره روان کړم. دوى راته يوازې دا وويل، چې د کلي ټول خلک يې غوښتي دي، په زړه کې دې بل څه تېر نشي. ماته د بوډا خبره بيا نېغه مخې ته ودرېده. روان ېي کړم، د کلي د هرې کوڅې نه ېي خلک راوېستلي وو او د سړک په خوا روان وو. موږ هم سړک ته ورسېدو. په سړک ډېرې موټرې ولاړې وې، د کلي ټول خلک يي سړک ته راوستل، يوازې د وسله والو نه يو چا غږ وکړ، وې ويل:" برادران شما را قوماندان صاحب خواسته چيزى ګپ ميزند، ديګر هيچ ګپ نيست". نور يې هېڅ ونه ويل. د کلي ټول خلک يې په موټرو کې کښېنول او د مزارشريف بالاحصار په لور يې حرکت وکړ.
موټرې خو څه عسکري وې او څه چکلې لارۍ وې. ټول کلى په ژړا او چيغو پاتې شو، سپو هماغه شان غپلې چې موټرو حرکت وکړ. په هر موټر کې وسله وال د کلي د خلکو سره کښېناستل، د بالاحصار په لوري موټرو حرکت پيل کړ.
زه يې هم يو موټر ته وخېژولم، په هر موټر کې د کلي خلکو يو تر بله سره پېژندل. زموږ سره په موټر کې هم ټول بلدي کسان ناست وو، توره شپه وه، تورتم کې يو بل سره نه ليدل، مګر يو بل سره به چې خبرې وکړې، په موټر کې ناستو کسانو به هغوى اوچت وپېژندل. لږه شېبه چې موټرو لار ووهله، خلک زموږ په موټر کې غلي ناست وو. ناڅاپه د موټر له يوه ځاي يوه تن داسې وويل: د طالبانو دې خداى کور وران کړي، د هېچا ېي نه منله، ټول پښتانه يې پرې قتل کړل. خپله خو قرانګو که به د اسلام او پښتونوالي نښه ورکې وه، خوشې ټولې دنيا ته يې پښتون سپک سپاند کړ. ګورئ په دا نيمه شپه ټول کلى يې له خلکو خالي کړ. اى وروڼو په دې ښه پوه شئ، چې موږ او تاسې مرګ ته بيايي. په موټر کې ناست کسان ټول پوه شول، چې دا خو د کلي (ميراب) صاحب دين اکا دى. په دې وخت کې يو تن ټوپک والا پري گراغوټه شو، په کونداغ يې وواهه. صاحب دين اکا يو اخ وکړ. په موټر کې ناستو کسانو ټولو په يو اواز ټوپک والا ته ويل: مه چې د کلي ميراب ونه وهې، دى خو طالبان يادوي، تاسې يې خونه ياست ياد کړي. دا خو د ټول کلي خدمتګار غريب سړى دى، ولې دې په کونداغ وواهه، دومره د پښتنو ټکولو ته تږي ياست؟
ټوپک والا په قهر او غضب وويل:ګپ نزن، شما طالباى بى فرهنګ وحشى!
ټولو په موټر کې ناستو کسانو ورته وويل: خوله دې سمه خوزوه، ردې بدې مه وايه!. يو تن کليوال وويل: وروڼو ده سره ځان مه سموئ، پرېږدئ چې چېرې مو وړي، نورې خبرې به هلته د دوى مشرانو سره وکړو. هغه بيا وويل:"والله اګر به ګپ زدن ات بماند".
د هغه له دغې خبرې سره ټول چوپ او غلي کښېناستل. موټر روان و، ډېره لاره يې ووهله. ترڅو چې د مزارشريف بالاحصار ته ورورسېدو. موټرې ودرېدې، شپه هم په وتو وه، چرګانو اذانونه کول، چې مونږ د بالاحصار دروازې ته مخامخ په سړک ودرېدو. يوه شېبه په موټرو کې ناست وو، له موټره مې چگې پام کاوه، د بالاحصار مخې او شاوخوا دومره ډېرې موټرې او خلک ليدل کېدل، چې هېڅ په شمېر کې نشواى راتلاى. يو تن زموږ موټر ته نزدې راغى، د موټر سيټ کې يې کوم يوه سره څه وويل او بېرته لاړ. لږه شېبه وروسته وسله وال د سړک دواړو غاړو ته ودرېدل، د بالاحصار د کلا دروازې پورې پر سړک ټوپک په لاس عسکر ولاړ وو. شپه ووته، رڼايي ولګېده، هرڅه ليدل کېدل. ټانکونه او توپونه ځاى پرځاى ولاړ وو، وړاندې امريکايي عسکر ښکاره ترسترګو کېدل، له درېشۍ او وسلو نه اوچت پېژندل کېدل. زما زړه کې دا تېرېدل، چې امريکايان خو شته دى، په موږ به څوک ظلم نه کوي. له موټره راښکته شو، په سړک يې مخامخ د بالاحصار د کلا دروازې ته روان کړو. زموږ د کلي خلک يې ټول په سړک روان کړل. کتل مې چې د بالاحصار د کلا په دروازه خلک ورننوتل. کله چې موږ دروازې ته ورنږدې شو، څو تنه خارجي کسان او د دوستم او رباني يوه ډله قوماندانان او مهم کسان ولاړ وو. دروازه کې وسله وال کسان په داسې حال کې و، چې چا په دروازه کې د ننوتلو په وخت کې خلک شمېرل د يوه تن سره قلم او کاغذ په لاس کې و. ځينو وسلې تيارې نيولې وې، له دروازې به دوه دوه تنه دننه ورننوتل.هغوى به زر زر شمېرل. زه چې دروازې ته ورورسېدم، دويم تن راسره زموږ د کلي يو خياط (کالي ګنډونکى) ملګرى شو. هغه د ننوتلو په وخت کې ماته وکتل او ما هغه ته. له دروازې تېر شو. دننه لاړو، چې پام مو وکړ، دننه د بالاحصار کلا خو پخوانۍ عسکري کلا ده، چې بې شانه لويه ده، په زرګونو خلک پکې ځاېېږي. دننه پکې وداني ډېره ده، موږه چې لږ وړاندې ورتېر شو، ټوپک والا ودرولو. شاته مې چې پام کاوه، زموږ د کلي خلک ټول ولاړ وو. پنځوس متره وړاندې د کلا ديواله ته څيرمه بې شمېره ډېر خلک ناست وو، څو تنه وسله وال ورته ولاړ وو. مخامخ د يوې لويې ودانۍ په غټو کوټو کې د خداى مخلوق ناست وو. همدا شان په دواړو چپ او ښي پلو څو متره وړاندې کوټو کې يې طالبان اچولي وو. ما چې په کلا کې دننه دا د خداى مخلوق وليد او ټول حالات مې له نظره تېر کړل، پوه شوم چې دا دومره ډېر خلک يې تش د طالبانو په نوم راوستلي دي.
موږه سره په کلا کې دننه سمدستي بل ډول چلند کېده، نه مو چا خبرو ته غوږ ايښوده او نه يې راته د انسانيت په سترګه کتل. لمر راوخوت، موږ لا همغسې ولاړ وو. ځينې کسان چې بې وسه وو او يا سپين ږيري و، هغوى ځاى پرځا ىناست وو. په دې کې دوه وسله وال راغلل او داسې يې وويل: اوغانا بشيند.موږ پخپلو ځايونو کښېناستو. د ورځې تر دولسو بجو پورې ځاى پرځاى ناست وو. اوبه او ډوډۍ يې نه راکوله. ما چې د کلا د ټولو راوستلو خلکو او طالبانو په ګډون اټکل وکړو، تقريباً شپږ زره کسان به وو. د ورځې له دولسو بجو نه وروسته يې اوبه راوړې. هر چا اوبه وڅښلې، خو همدا به يې ويلې: د خپلځايه مه ښورېږئ. هر څوک بايد پخپل ځاى کښېني، بله خبره نشته دى، همدا نن تاسې د مزار ښار ته بيايي. هلته کومه عمومي غونډه ده، د خبرو اترو لپاره غونډه جوړه شوې ده.
يوه تن په ناستو کسانو کې ورنارې کړې: وروره بې له هغې مو وژنئ، دومره خو وکړئ، چې لږ خواړه او اوبه خو راته راوړئ، له لوږې او تندې مو ولې وژنئ. وسله وال چې اصلاً ازبک ښکارېده، خيرن لنګوټى يې له سره تاو کړى و، د نسواري بخمل اوږد کميس يې په تن و، لنډ پرتوګ او زاړه عسکري بوټان يې په پښو و، چيته پوزه او شنې بخنې سترګې يې وې، لنډکۍ ږيره يې وه. د دېرشو کالو به و، له نورو نه دى لږ د انصاف خاوند و. ويلې: برادرا از انجا از چاه در سطل اّب بياريد، مګر درينجا نان مان نيست. دوه تنه ګړندي پاڅېدل اوبه پسې ولاړل. د هر چا خوله وچه وه، ځکه چې ډېرو خو نسوار اچول او بېرته يې توکول. د کلي خلک له خپلو ځايونو نه راوخوځېدل. يوازې خو زموږ د کلي خلک نه وو، په دې کلا کې يي د ډېرو کليو خلک راټول کړي وو. طالبان هم پکې وو، مخکې چې څه طالبان په دې کلا کې اوسېدل، هغوى څه وژل شوي وو، څه زخميان او ځينې يې ژوندي په کلا کې رابند کړي وو. د کليو خلک يې چې ټول پښتانه وو، نه طالبان، ولې د طالبانو په نوم يې راوستي وو او په کلا کې يې اچولي وو. امريکايانو ته يې ويلي وو، چې دا ټول طالبان دي او القاعده دي.
زه ټينګ نشوم، له خپلو کليوالو نه وړاندې لاړم. د بالاحصار د کلا دننه نورې ودانۍ دوه پوړه او درې پوړه جنګي برجونه ېي درلودل. په کوټو کې او هم دباندې مچ ميږي خلک خوزېدل. دا خلک ټول يا طالبان او يا د کليو خلک يې راوستلي و. هر چاته مې غوږ ونيوه، چې څه وايي. چا به ويلې ساعت پس به جرګه جوړېږي، موږ ټول به پکې ګډون کوو. دا خبره به زياتره د کليو د خلکو له خولي گراوتله. ځينو به ويل په عمري بند مو بنديان کوي او چا به ويلې په قران که به نور ترې د ژوند څکه وکړئ. طالبانو خو هسې ګلونه نه دي کرلي، چې ګنې مونږ به روغ پرېږدي. کاشکې د پښتو او پښتنو لپاره يې خو څه کړي واى. ځينې مې وليدل هېڅ يې نه ويل. تور مخي ږيرې يې رسېدلې څه چې له نامه نه هم تېرې وې. اوچت ښکارېدل، چې پنجابيان دي. پخپلو کې به يې سره غلي غلي خبرې کولې، له لوږې او تندې نه بيخي "پړي" شوي وو.
ما چې د بالاحصار د خلکو حال احوال واخيست، پوه شومه چې نه کومه جرګه شته او نه دې خلکو سره انساني چلند کېږي. دا ټول به بندي کوي او يا به يې وژني. په دغه کلا کې دوه ورځې مخکې د طالبانو او شمالي ټلوالې ترمنځ سخته جګړه شوې وه، چې په پاى کې امريکايي الوتکو پرې بمباري کړې وه. طالبان يې څه وژلي وو او ځينې يې ژوندي تسليم کړي وو.
يو تن طالب مې وليد، چې د يوه ديواله ترڅنګه ناست و، په لاس کي يې خدازده د څو ورځو وچه يوه مړۍ ډوډۍ نيولې وه، په يوه ډډه ناست و، يوه پښه يې زخمي شوې وه، په ټوټه يې تړلې وه، خو وينې ترې راوتلي وې. دى لګيا و په وچه ډوډۍ ېي شخوند واهه. خواته يې د اوبو خاورينه کوزه ايښې وه، په وچه مړۍ پسې به يې د اوبو ګوټ کاوه. زه د هغه په لور ورروان شوم، هغه کوزه په سر پورته کړه، اوبه يې وڅښلې. ماته يې راوکاته، سترګې يې چخنې، زيړ زبېښلې رنګ خيرنې جامې، د مخ هډوکي يې له ورايه نېغ راختلي وو. کوزه يې پر ځمکه کېښوده، زه خواته ورورسېدم. زما خو جامې پاکې او ظاهري بڼه مې لا تازه وه. هغه راته متوجې شو، خپلې سترګې يې راښخې کړې، ما سلام ورواچاوه، هغه وعليکم ووايه. خواته يې کښېناستم، هغه راته همغسې په ځير ځير کتل. ما وى وروره اجازه ده، چې خوا ته دې کښېنم؟. هغه وى ولې نه کښېنه وروره! زما تلوسه وه ما وى چي د پښې د زخم پوښتنه ترې وکړم. په کرار مې ترې وپوښتل: وروره زخمي شوى يې؟ هغه وى: هو دا پښه مې لګېدلې ده. ما وى ماته خو نه ده؟ هغه خپل اوښکې لږ کوږ غوندې کړو، لاندې يې خپلې پښې ته وروکتل ويلې وروره پښه مې له زنګانه نه کوزه ماته ده.
دا څنګه ولې ماته شوه؟
همدلته پاس په هغه برج کې ناست وم، نور ملګري مې هم راسره وو، هغوى راته شهيدان شول او زه په دې پښه ولګېدم. کاشکې زه هم مړ واى، شهادت به مې پر نصيب شوى واى، له دي حال نه به خلاص وم.
دلته تاسې څو تنه وئ؟
موژ پردې کلا کې بالا له دوه زرو نه زيات طالبان اوسېدلو. ده له دې خبرې سره جوخت وويل: وروره ته هم طالب يې که څنګه؟
ما وى نه وروره زه يې د خپل کلي خلکو سره دلته راوستلى يم. بېګاه يې نيمه شپه راوستلو او په دې کلا يې راننوېستلو.
ده وى هو نو اوس پشتانه کله پرېږدي. د هغه رنګ کې لږه سورخي پيدا شوه، خپله پښه يې په يوه لاس ونيوه، له خپله ځايه لږ وخوځېده، ويې ويل: ارمان دى چې له دا طيارو او بې پنجاو دو سره نه کېږي، موژ خو خپل وس وچلاوه، خو نه وشوه! بالا نو نور نه يم خبر چې په ګرد افغانستان کې به څه حال وي؟ موږ خو نو دلته اوبايلوده.
ورورکيه ښه نو دا دومره طالبان چې په دې کلا کې وو، هغوى څه شول؟
ټول څه مړه او څه يې ژوندي اسيران کړل. مړي يې په موټرو کې ووېستل، خبر نه يم چې چېرې به ېي وړي وي. دومره مې ليدل، چې موټران به يې ځينې ډکول او له بالاحصاره به وتل. دلته خو خالي په شمار څو تنه زخميان او يو څو کسان روغ پاتې يو. دا کلا خو داسې ډکه نه وه، دا نور طالبان يې په دا دوو ورځو کې سره راوستل. وروره په دا دوو ورځو کې بل شان حال دى. په زرګونو طالبان بې چاره ګان يې له دې کلا د بالاحصار نه يووړل. نور هم ورپسې راولي او دوباره يې بېرته په دا لويو کانتينرو کې چېرې وړي. پري خبر نه يم، چې څه به پرې کوي؟
هغه درد ونيو او ښي لاس يې په خپله پښه کېښود او ښکته يې ورته وروکتل. په دې وخت کې يو تن زموږ کليوال په ما پسې راغى، ويلې راځه چې خلک دې غواړي. له زخمي طالبه مې اجازت راواخيست او خپلو کليوالو ته خواته راغلم.
يوه راته سمدستي وويل: انډيواله راځه ليرې ليرې مه ګرځئ، اوازه ده چې کوم امريکايي هيئت راځي، څه خبرې لري. يوه بل د کلي مشر سپين ږيري وويل: رښتيا ده زموږ د کلي ټول وروڼه بايد په همدې ځاى کې سره راټول يوو، چې له نږدې نه ورسره خبري وکړو، چې زر مو رخصت کړي، ټول کلى يوازې ښځو ته پاتې دى، ښځې او ماشومان به څه وکړي؟. په دې وخت کې يوه بل کليوال پرې غږ وکړ، ويلې: کاکا همدا ته به ورسره خبرې زموږ د ټولو په نمايندګۍ وکړې. د کلي نايي اکا خاورين نړېدلي ديواله ته تکيه وهلې وه، پړت لاړي او نسوار ېي له خولې تېر وارتول، همغه سپين ږيري اکا ته يې وويل: پردل اکا نور موږ د لوږې نه مرو، هر څوک چې راغلل او خبرې دې ورسره کولې، لنډې لنډې خبرې ورسره وکړه، چې له دې عذاب نه خلاص شو. يوه بل زلمي وويل: موږ خو نه طالبان يو او نه د هغوى ملګري، مونږ خو يې په خداى قسم دى په دې راوستي يو، چې پښتانه يوو!
موږ څوک او طالبان څوک! پخپلو خبرو کې احساسات شو. سترګې يې سرې واوښتې، موږ امريکايان څه پېژني، خو همدوى مو ورته ورښايي. موږ تل له خپلې لمنې نه اور اخيستى دى، موږ نه خارجيان څه خبر دي. لږ شان غلى شو. بيا يې وويل اوس نو هېڅ نشو کولاى، هرڅه چې کېږي، هغه به کېږي. نور پخپل ځاى غلى پاتې شو. مازديګر رانزدې شو، څوک رامعلوم نشول. ما خپلو کليوالو ته وويل: که ستاسې اجازه وي، زه به له هغه دروازې سره چې ولاړ ټوپک والا دى، پوښتنه وکړم، ګوندې څه معلومات خو به راکړي.
ټولو راته ووې: ورشه ولې نه يو څه خو به درته ووايي. زه په منډه له دوى نه روان شوم او د کلا دروازې په لوري وخوځېدم. زه ورو شان پښه نيولى شوم. کتل مې چې دوه تنو بيرون په سرک مخامخ د کانتينرو کتار ته اشاره کوله. مخامخ دروازې ته د کانتينرونو کاروان ورو ورو راروان و. ما ورپسې سر ونه ګراوه، خپلو کليوالو خواته راروان شوم. لا خپل ځاى ته نه وم رسېدلى، چې څو تنه طالبان وړاندې د کوټې ديواله ته سره ولاړ وو. په زوره زوره يې چيغې کړې ، ويلې اى مسلمانانو وروڼو، ګورئ چې د هر يانو بيا کانتينرې راوستې، دا درې ورځې سر په سر دوى طالبان او نور د کليو بې چاره پښتانه مسلمانان په کانتينرو کې اچوي او چلوي يې. خداى خبر، چې چېرې يې وړي. دا دى ورته ګورئ په موږ او تاسو پسې دا کانتينري راوستي دي. د طالبانو په دغه خبرو ټول خلک لږ وارخطا غوندې شول. لا لږه شېبه وتې نه وه، چې دروازې ته نږدې د دروازې خولې ته لومړنى کانتينر ودرېد. يوه ډله وسله وال کسان، چې له بڼې او جامو نه ښکارېدل، چې ازبکو ترکمن، هزاره او نور تاجکان وو، مشران ېي مخکې او نور ورپسې له دروازې نه دننه راننوتل. ما چې له خپلو سترګو او نظر نه تېر کړل، تقريباً د شلو تنو په شمېر کې راتلل. د کلا دننه ولاړل، وړاندې په کوټو کې طالبان پراته و، ما دا خيال کاوه، چې ګنې څو سوه کسان طالبان به په کلا کې وي. خو کله چې يې هغوى له کوټو نه راووېستل او دروازې په لور يې راروان کړل، د کلا په منځ کې د دوو موټرو په اندازه سړک تېر شوى و، پېنځه پېنځه تنه کتار يې طالبان
De laila Dakhta De stargo ledali Hal
By: Mohammada Jan Yar

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←