اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د ليلى دښته (ناول)

د ليلى دښته دوییمه برخه
په دغه سړک ودرول. داسې کسان هم پکې وو، چې د مرګ تر سلګۍ رسېدلي و، له چانه وينې روانې وې، چا فريادونه کول. د ټولو رنګونه زېړ زعفران ښکارېدل، وچې شونډې، خيرنې جامې، د هر يوه بدن لکه وچ لرګى داسې شوى و، چې هر څومره کلک زړه واى، د هغو پر دغه حالت اوبه کېده. زموږ د کلي خلک دروازې ته د پېنځو سوو مترو په وړاندې په لويو لويو کوټو کې سره ناست وو. په دغه وخت کې دوه تنه ټوپک والا زموږه د کوټو دروازو کې ودرېدل. ويلې بيرون مه اوځئ اجازت نشته دى. موږ له کړکيو نه د طالبانو کتارونه ليدل، چې د کلا منځ سړک کې يې په کرار سره دروازې خواته روان وو. د عقل نه وتلى کار و، ځکه دومره ډېره يې له کوټو نه رابهر کړل، چې تعداد يې اټكلاً زرګونو تنو ته رسېده. دوه ورځې مخکې يې هم په زرګونو نور له همدې کلا نه وړي وو. زموږ د کلي خلکو چې په کړکيو کې يې ورته کتل، حېران او هک پک پاتې وو. يو بل ته سره ويل: اى دا به چېرته بيايي؟ بل به پسې بل ته ويل: طالبانو هم په کوټو کې ناستو کسانو ته ورکتل. دوى پوهېدل، چې موږ هرومرو مرګ يا زندان ته بياي. خو نتيجه هېچا ته نه وه معلومه. ما د کلا لويې دروازې ته دوه سترګې څلور کړې وې، ما وى چې دا دومره مخلوق باندې به اوس څه کوي؟ د کتار سرته څو تنه نور غټان او د ټلوالې مشران راورسېدل. خارجيان هم پکي وو. په دروازه کې ودرېدل، د طالبانو لومړنى سر اّن دروازې ته رسېدلي وو. په دې کې دروازه خلاصه شوه، طالبان يې کانتينر ته ورپورته کول. لومړنى کانتينر چې ډک شو دروازه يې ورپسې شاته بنده کړه، او ښي لور ته يې حرکت وکړو، وړاندې ودرېد. ورپسې بل رامخې ته شو، هغه هم د سترګې په رپ کې ډک شو او د لومړني کانتينر تر شا ودرېد. په دغه ترتيب سره ښه مې شمارل (27) کانتينره ډک شول او بيا د کانتينرانو کتار ښي لور ته په حرکت پيل وکړ. دروازه بېرته دوباره پورې شوه. د طالبانو کتار چې د کلا منځ سړک يې په خپلو ليکو ډک کړى و، لا نيمايي ته نه و رسېدلى. مازديګر نزدې و، زموږ يوه کليوال په دروازه کې ولاړ وسله وال ته وويل: وروره د لمانځه وخت دى، موږ ته اجازه وکړه، چې اودسونه وکړو. هغه وويل: ماته دا اجازه نشته، قوماندان صاحب چې راغى، له هغه نه اجازه واخلئ. هر څومره زارۍ يې چې ورته وکړې، هغه کله منله، په کوټه کې خلکو تيمم وواهه او د مازديګر په لمانځه ودرېدل. د مازديګر لمانځه نه وروسته کتل مو چې د کانتينرو کتاربيا راغى. بيا يې هر کانتينر تر خولې پورې له طالبانو نه ډک کړ او روان شو. موږ هم ورسره عادي شو. درېيم ځل وروستنى کتار چي راغى، له پاتې طالبانو نه ډک شو او لاړ. ماښام نږدې و، يوه ملا ا ذان وکړ او په کلا کې پاتې خلک په جمعه ودرېدل. د څو کليو خلک لا د بالاحصار په کلا کې پاتې وو. د ماښام له لمانځه نه وروسته خړنۍ لګېدلې وه، چې بيا د کانتينرو کتار راورسېد. دروازه خلاصه شوه، څو تنه ټوپک والا راننوتل، څو تنه ېي زموږ خواته راغلل او څو يې د نورو کليو خلکو پسې چې وړاندې په کوټو کې ناست وو، ورغلل. لومړى يې هغوى راووېستل او د همغه شان مخکيني کتارونو غوندې ې په سړک ودرول. بيا يې موږ ورپسې له کوټو نه بهر کړو او په هغوى پسې يې ودرولو. له وسله والو نه يوه په جګ اواز وويل: برادران شما را به فرقهء مزار ميبريم. نور ې څه ونه ويل. د کانتينرونو خواته مخامخ يې روان کړو. له دروازې بهر د لومړي کانتينر خوله خلاصه وه، خلک ېي ورخېژول. په دې وخت کې يوه سړي په زوره په جګ غږ وويل: د خداى لپاره موږ خو ميږي او يا نور حېوانات نه يو، چې په دې کانتينرو کې مو وړئ؟ ولې مو وړئ؟ چېرې مو وړئ؟ يوه قوماندان پرې ورغږ کړ: ګپ نزن وحشى، بالا شو! نور نو د هر چا په مرۍ کې لاړې وچې شوې، هر سړى له غږه ووت، خالي د خپل سرنوشت په انتظار و.
نوبت زموږ د کلي د خلکو راورسېد، هوا توده وه، د ماښام په خړه کې يې موږ کانتينر ته ورواچولو. دوه درې کانتينره ځانله زمونږ په کليوالو ډک شول. زمونږ په کانتينر کې د پښو د ايښودو ځاى نه و. کانتينر ته د ورختلو په وخت کې ما ځان لږ وروسته کړ، وروستنى تن زه وم، چې د کانتينر وروستنۍ دروازې په يوه کونج کې مي ايله ځان ټينګ کړ. دروازه د سترګو په رپ کې پورې شوه. توره تياره شوه، لږه شېبه لا نه وه وتلې، چې خلکو له ګرمۍ نه چيغې کړې، د هر چا ساه بنده شوه. په کانتينر کې دومره کسان ولاړ وو، چې حتا د يوه تن د کښېناستو چاره نه کېده. هوا بنده وه، په لومړي ځل خو چا کليمې ويلې، چا سورت ياسين پيل کړ او ځينو له سختۍ نه چيغې وهلې او چا کانتينر په لغتو واهه. کانتينر په حرکت کې و. کله به چې کوم جمپ مخې ته راغى، کانتينر به چې جمپ وخوړ، خلک به يو پر بل ورولوئېدل. په دغې بدحال کې يوه غږ کړ: وروڼو بې له هغې په دې کانتينر کې مرو، خداى ته توبې وباسئ، بله لاره نه لرو.

په دې وخت کې به لا شل دقيقې
تېرې نه وي، چې په خلکو سخته زياته شوه. ډېرو سمدستي خپل اعصاب له لاسه ورکړل. ډېر يې له حرکته ولوئېدل. ډېر راپکې سپين ږيري او تنکي ځوانان هم وو. ما دکانتينر وروستۍ دروازې د دوو څنډو پورې ځان نښلولى و. کانتينر چې به جمپ وخوړ، په درز کې به لږه شان هوا راننوتله. ما به هغه تنفس کړه او ځان ته به مې راکش کړه. خالي مې خپله پوزه او خوله په درز پورې نښلولوې وه. هغسې خو ما هم څو ځلې ضعف وکړ، د تن جامه مې د بدن په خولو لمده قيشته شوې وه. په کانتينر کې دننه خلکو باندې قيامت او د مرګ شېبې وې. غوږ ته مې د ځينو د ساه وتلو خرار راتلو. د يوه زلمي هلک غږ مې تر غوږه شو، ويلې يوه هفته مخکې مې واده کړى دى. يوه وى: خدايه د طالبانو سټه اوباسې، چې موږ يې داسې حال ته ورسولو، ما خو بل خواته مخ نه شو اړولى تورتم هم و، د کانتينر جمپ ته به په تمه وم، چې ساه راکاږم. د شاله لوري راباندې فشار او سخته راغله. زيات خلک په کانتينر کې مړه شول، په ژوندو تنګسه راغله، خدازده چې څو تنه زما په شا راپرېوتل، خو ما د کانتينر وروستي کونج ته ځان کلک کړى و. د کانتينر د جمپ په هيله به مې خپله خوله او پوزه د کانتينر دروازې درز ته نيولې وه. ښه مې اورېدل، چې ډېرو ځانونو ته شهادت وايه، خلک خو د قبر سخته وايي، مګر دا سخته څو چنده زياته وه. د هر انسان زړه اوبه کوي. څه اوازونه، څه چيغې، څه خرار، په خداى تعالى مې دې کسم وي، چې په دغسې حالت کې د بنيادم د ساه وتل ډېر ګران کار دى. کانتينر لا روان و، يو وخت مې غوږ ونيو، د خلکو هغه چيغې او نارې غلې شوې، يو نيم زګيروى او فرياد به مې غوږ ته راته. له مانه کور او بچي هرڅه هېرشوي وو، خالي د خپل مرګ او ژوند شېبې مې شمارلې. پخپلو خولو کې ډوب ناست وم. ناست څه خو اخر د مړو له پاسه د دروازې درز ته ناست وم. څو ځلي مې زړه درزا پيل کړه، پخپل ښي لاس به مې زړه وموښود، سترګې مې پټې کړې وې. تورتم و، بې له هغې مې څه نه يدل. يو وخت کانتينر ودرېد، پوه شوم، چې همدلته به مو له کانتينره ښکته کوي. د کانتينر په ودرېدو سره ګرمي لا پسې زياته شوه، ډېره شېبه کانتينر ځاى پرځاى ولاړ و. زه نو زياتي د مرګ تر سرحده رسېدلى وم. خپله خوله او پوزه مې د کانتينر درز کې نيولې وه، خو هوا ترې نه راوتله. ډېره سختي راباندې راغله، په دې وخت کې د کانتينر تر شا دروازه خلاصه شوه، ددروازې په خلاصېدو سره سم درب درب مځکې ته ځيني مړي ولوئيدل. يو نيم فرياد اورېدل کېده، توره شپه وه. ټوپک والا څو تنه کانتينر ته راغلل. په سترګو مې توره شپه وه، خو خړ خړ مې ليدل چې عسکر دي.
په دغه وخت کې مې خپلې سترګې ورو وغړولې، څو تنه په کانتينر کې لا نيم ژواندي پراته وو. کوم يوه به نرى نرى فرياد هم کاوه. ما خپل ځان نور ونه خوځاوه. ځان مې بيخي په مړو کې وګاڼه. بيا مې سترګې راپورته کړې او مې کاته چې ډېر اوږد د کانتينرو کاروان ولاړ دى. شاوخوا يې ډېر وسله واله ټوپک په لاس ماشه په ګوته ولاړ وو. په زړه کې مې د خطر زنګ ووهل شو، وړاندې مې چې وکتل، کلى او ابادي نه په سترګو کېدله، يوازې سپېره د ليلى دښته وه. د کاروان مخې ته شل متره وړاندې د خاورو ډېر ولاړې وې. په زړه کې مې ټکه شوه ما وى چې دې ټولو ته يې کنده وېستلې ده. په شک کې شوم، زړه مې په ګوګل کې درزا پيل کړه، خو ورسره مې سمدستي د ځان د نجات او خلاصون لپاره چاره لټوله. څه چاره وه، خو ما ويل که کومه د خلاصون لاره ومومم. په دې کې څو بېلدوزرې د خاورو ډېرو ته نزدې ولاړې وې. شور او غامغال جوړ شو، له کانتينرو نه يې خلک راوغورزول، کوم وخت چې د کانتينرو مخې ته زموږ ټول کلي وال ډب ډيرۍ پراته و، په داسې حال کې چې په ما له پاسه دوه تنه پراته او زه هم د څو تنو د پاسه پروت وم، د سترګو لاندې مې يو نظر قدرې وليدلوچې وسله وال راغلل. د مړو ډېر ته ې ورکتل. کوم يو به چې ژوندى و، ډز شي وبه يې ويشتو او مړ به يې کړو. همدغه شان وړاندې په ټول کتار کې به خدازده، چې څو تنه ژوندي پاتې وو. په ټولو يې ډزې وکړې او ويې وژل. بېلدوزرې چالان شوې، زه بيا پوه نه شوم، چې اّ دومره خلک څه شول؟
يو وخت په بېلدوزر کې يې موږ څو تنه مړي پورته کړو. له ډاره مې سترګې بېرته کړې، ما وى بې له هغې دې وژني، يو ځل خو سترګې وغړوه. بيا مې په کراره سترګې وغړولې. بېلدوزرو د کانتينرو له مخې نه مړي پورته کول او په کندو کې يې اچول. د دښت ليلى په منځ کې يې کندې په بېلدوزرو وېستلې وي. ما چې دغه صحنه وليده، زر مې خپلې سترګې بېرته پټې کړې. دومره وخت پکې نه و، بېلدوزر پورته کړو او د خاورو له ډيرۍ اخوا ته يې وغورزولو. په غورزېدو کې مې ځان په رغړېدو وړاندې بوتلو سترګې مې غړولي. د کندې بل اړخ ته مې ځان ورساوه. تصادف له يوه پاڼ سره مخامخ ونښتم. سترګې مې بيا وغړولې، چې وخت هم د سهار خړنى په خورېدو وه. د شفق غاړې روښانه وې، تندى مې له يوې تيږي سره ولګېد، دا وينې دا د ټپ ځاى چې معلومېږي. ما وى ښه دا خو لوى پرهر دى، ښه نو بيا؟ بيا نو ځان مې د پاڼ بېخ ته غلى ونيو او پرې وتم. د سترګو لاندې مې کتل، چې نور څه کېږي. د کانتينرو مخې ته وړاندې د خړې عسکري پلنګي درېشۍ کسان ولاړ وو. بېلدوزرو په مړو خاورې واړولې. په دې وخت کې په ما خاوري راتويې شوې. له وړندې داسې معلومېده، چې په ما د خاورو څلى ولاړ وي. د لمر خاته پورې په دې دښته کې په مړو خاورې واوښټي. زما ځان هم نور په خاورو کې پټ شو. يوازې مې مخ او سترګې نيمايي په خاورو کې له ډوبېدو نه پاتې وې. بې له هغې راپکې څه نه و پاتې، ايله بېله مې ساه ايستله، پخپل ځاى غلى پروت وم.
د خاورو جګ او لوړ پانډونه هوار شول، هغه دومره په زرګونو طالبان او د کليو خلک د ليلى په دښته کې چوپ پرېوتل او خاورې پرې واوښتې.
يو وخت کې مې ځان په خاورو کې وسوزېد، لمر تود شو، له دښتې نه سور اور راخوت. غوږ مې ونيو او بيا مې ورو شانې سترګې وغړولې. هېڅ شى مې په نظر نه راتلو. نه هغه د کانتينرو کاروان و او نه وسله وال کسان و. دښته شاړه پرته وه. ځان مې وخوځاوه، له خاورو نه رابهر شوم، ځان مې وڅانډه. له حرکته لوېدلى وم، سر مې راپورته کړ. د پاڼ سرته وختم، شاوخوا مې وکتل، هېڅوک نه وو. په ډله ييزو قبرونو کې چې د پراخوالي اندازه يې دسلو مترو نه زياته وه، ما يوازې په يو نظر وکتل. د قبرونو اوږدوالى زيات و او سور يې راته نه معلومېده. په کرار کرار مې حرکت وکړ او له هغې ځايه مې ځان راووېست. لږ لوړ ځاى ته ورپورته شوم، دا ځل مې ښه پام وکړ، يو ډله ييز قبر خونه و، څو ډله ييز قبرونه کتار يو پر بل پسې وېستل شوي و. په ډېرو ځايونو کې په مړو خاورې نه وې اوښتې. ځينې مړي ټول ښکاره د ځينو پښې معلومېدې او د چا سر له ورايه ښکارېده. په غېر له مانه بني بشر د ليلىپه دغه خوني دښته کې ژوندى نه و. لږ وړاندې مې چې وکتل، هلته هم په عين شکل سره د څو ورځو مخکې همدغه شان نور څو ډله ييز قبرونه ښکارېدل. لکه لېونى سرک ته راووتلم، سړک د زړو ډله ييزو قبرونو ترڅنګه تېر شوى و. څو ګامه مخکې لاړم، وړاندې مې وليدل، چې کجيران مرغان په مړو لګيا وو. يو بد بوى او تعفن راباندگ راغى، ما وى ګنې زړه مې وچاودېد. د خپل کميس لمن مې پوزې ته ونيوله او په منډه له هغه ځايه راروان شوم. ګرمي وه، د تندې نه مې ژبه په خوله کې وچه شوې وه. د لوږې او تندې مې مزل نشو کولاى. د بلې خوانه راته د ليلى دښته سره تبۍ شوې وه. په سړک کې روان وم، له ځان سره مې سوچ وکړو ما وى که په دې سړک روان يې او کوم موټر درته مخې ته راشي، وسله وال پکې وي، خو خامخا دې ژوندى نه پرېږدي، راځه له دې سړکه په څنګ شه. په شاړه شاړه کې به له دښتې نه ووځې. بس همدا فيصله مې له ځانه سره وکړه، سړک مې پرېښود او په دښته کې روان شوم. ډېر مزل مې وکړو، لمر هم پوره تود شو. په بدن کې مې هېڅ طاقت او شيمه نه وه، خولې راباندې روانې وې، سترګې مې تورې تورې کېدې، په دښته کې هم سم نشوم تلاى. وړاندې ايله د سترګو په ليدو يوه شنه ونه ښکارېده. زما د تګ په لوري مخامخ ډېر ليرې دغه ونه معلومېده. تلمه تلمه ونې ته ورنزدې شوم. شاته مې چې پام وکړ، ډله ييز قبرونه تقريباً اته کيلومتره وړاندې پاتې شول. کله به ولوېدم او کله به راپورته شوم، په لوڅو پوڅو ونې ته ورنزدې شوم. د ونې خواته ورغلم، ومې ليدل چې د ونې سيوري ته دوه هوسۍ ولاړې دي، پاس د ونې له يو ښاخ نه مارتاو شوى و. په مار چې مې سترګې ولګېدې، کسم دى چې د سر غوني مې له ډاره رازيګ شو. د ونې ترڅنګه وړاندې په يوه تيره تيږه کربوړى پروت واو له ګرمۍ نه يې ژبه راوېستلې وه او سر يې خوځاوه. زما په ليدو سره هوسۍ وتښتېدلې ونې ته نور نزدې نه ورغلم. خپل څادر مې له سره تاو کړ او په دښته کې بيا رهي شوم. کله غورزېدم او کله پاڅېدم، مخې ته به مې چې پام وکړ په غير د ليلى دښتې نه بل څه نه ليدل کېده. بيا به چې ستړى شوم، په لوړه به ودرېدم او شاوخوا به مې پام وکړ. نه به ودانۍ ښکارېده او نه کومه ونه. ماسپښين شو، کلمې راپورې له لوږې نه لګېدلې وې. په خوله او سترګو مې خاورې پرتې وې. پوره يو ساعت مې دښته نوره هم ووهله. ډېر ليرې دسترګو په ښکار لوړې ونې ښکاره شوې. په زړه کې لږ خوشاله شوم، ما وى چې د ليلى دښته کې راباندې شپه رانشي او همدغې اّبادۍ ته ووځم. روان وم او په تلو تلو کې خيال او چروت يووړم. خپل د کلي خلک مې راياد شول، هر يو مې په خيال کې يو يو له نظره تېراوه. هر يو چې به مې په فکر کې راغى، زړه به مې تاو وکړ. هغه زما د ترور زامن، د کلي ارباب صاحب، هغه خيال ګل ماما، ميراب ګل سر مې راباندې وګرځېد. سترګې مې تورې توري شوې، بې خده شوم. ځاى پرځاى کښېناستم، څه ډېر ساعت ناست وم. بيا مې سترګې وغړولې له ځايه راپورته شوم. ما وى چې ناوخته نشي. مخامخ مې دسترګو په نظر وړاندې د چنارونو ونې په نظر کې ونيولې او ورروان شوم.
دوه ساعته مزل مې وکړ، چې جګو د چنار ونو ته ورنزدې شوم. د مازديګر سيورى په کږېدو و، چې زه ونو ته ورسېدم. د چنارانو ګڼې ونې ولاړې وې، وړاندې د چنارانو شاته کلى ښکاره شو. زړه مې ايله خوشاله شو، ما وى اوس که مړ هم شم، خلک به مې په اّب و تاب کې ښخ کړي. په ما کې هېڅ شيمه نه وه پاتې. حالت مې لکه د لېوني داسې و. د يوې ونې سټې ته مې کوناټى ولګاوه، زړه مې و چې ښه پوره دمه وکړم. د ليلى دښتې نه راوتل په دغه حال کې څه اّسانه کار خو نه و. د چنار د ونې دروند سيوري ته مې ساه واخيستله، بدن مې سوړ شو، خوله مې وچه شوه. جامې مې په خاورو او خولو کې لت پت شوې وې. خامخا راباندې خلکو د لېوني ګومان کاوه. ډېره شېبه وروسته د هلکانو ډله راغله، له وړاندې چې راروان وو، په ما کې يې سترګې ښخې کړې وې. ما هم هغوى ته کتل. ښه يقين مې پرې راغى، چې د ترکمنو بچي دي، چې رانزدې شول، پخپلو کې يې خبرې کولې. ترکمني يې ويلې. له جامو نه هم اوچت ترکمن معلومېدل. خواته مې چې رانزدې شول، په تعجب او حېرانۍ سره يې ماته راکتل. ما هغوى ته کتل. هلکان پوه شول، چې کوم څوک دى، لېونى شوى دى. ما پرې سمدستي غږ وکړ:
او بچه ها! بيائيد اينجا. هغوى چې دا خبره واورېده، منډه يې واخيسته او د کلي په لور وتښتېدل. په عمر ټول هلکان لس يوولس کلن به وو. په شور او زوږ سره په کلي ورننوتل. لږه شېبه پس مې پورته چنار ته پام وکړ، پاس په يوه ښاخ باندې کاکو ناست و، کوکو، کوکو نارې يې وهلې. له کلي نه د تيل پلو بوى مې په پوزه ولګېده. پوزه مې راښکده، چې تيل پلو بوى زيات شو.
په زړه کې مې کلي ته تمه پيدا شوه. زه لا په دې سوچ کې وم، چې له کلي نه درې څلور تنه سړي راغلل. دوه هلکان هم ورسره وو. لږ چې رانزدې شول، هلکانو ماته ګوته ونيوله او سړو ته يې زه ورپه ګوته کړم. هغوى راروان وو. ما ورته مخامخ ورکتل. هغوى هم ترکمن وو. راتلل، راتلل خوا ته مې رانزدې شول. ښکته پورته يې راته پام وکړ، يوه يې رانه سمدستي پوښتنه وکړه، ويلې: برادر تو کيستى؟ ما وى: يک انسان افغان و مسلمان! بيا يې وويل: از کجا امدى؟ و اينجا چه ميکنى؟
ما وى: راه را غلط کردم، شب در يک دشت خدا تير کرديم و حالا به اينجا رسيديم. بسيار ګوشنه شديم، اګرشما چيزى نان بمن بدهيد؟
هغوى راباندې پوه شول، چې دى پښتون دى. يوه بل يې وويل: راځه چې ځوو. هغوى زما جامو او حالت ته حيران او په فکر کې و، چې دا ولې په خاورو او دوړو کې لړلى دى؟.
ما وى چې د کوم طالب ګومان راباندې ونکړي، ورته مې وويل: برادران بالاى من فکر طالب ماليب نکنيد، من يک شخص مسلمان هستم و در شولګره بدوباش دارم. در نزديک بالاحصار جنګ درګرفت من در انجا کار داشتم. وقتيکه به خانه برميګشتم راه قريه ما از بست جنګ بند شده بود. از راه ديګرى حرکت کردم، همان بود که راه را غلط کردم. از مابين يک دشت در ريګ و خاک خود را به اينجا کشيدم.
يوه سړي راته وويل: اوس نو څه غواړې؟
وروره وږى يم، ته دا زما حال نه وينې؟ لېونى نه يم، روغ رمټ انسان يم. ما ورته دا خبرې په فارسي کې وکړې. مازديګر لمر په غړغړه و.
هغوى لومړى پخپلو کې سره وويل: بيچاره سړى دى، معلومېږي، چې طالب مالب نه دى. په ترکمني ژبه کې يې خپلو کې دا خبره وکړه. زه خو پرې پوهېدم، ځکه چې ما خو زيات وخت د ترکمنو سره تېر کړى و. ويلې راځه وروره موږ سره. هغه چې دا خبره وکړه، ډېر زيات خوشاله شوم. ما وى ځه خواړه به راکړي. لومړى مې خېټې ته څه ورشي، نور به کېږي. زه ډېر ستړى شوى وم، په وجود کې مې نور څه نه و پاتي. له ځايه جګېداى نه شوم. خواري مې وکړه، خو د چينار له سټې نه پورته نشوم. يوه راته لاس راکړ او له ځايه يې پورته کړم. ګوډ ګوډ په لاره ورسره رهي شوم. په کلي چې ورننوتو، د تيل پلاو بوى رابانې راغى. تلو، تلو چې د کلي منځ ته ورسېدو. وړاندې يوه لويه کلا د کلي څنګ ته ښکاره شوه. شاوخوا ته يې ونې ولاړې وې. د کلا و مخې ته باغچه وه. دوه چيناران يې د کلا دروازې ته مخامخ ولاړ و. يوه لويه صوفه ترې د لاندې جوړه وه او هم د صوفي مخې ته وداني ښکلې برنډه وه. د برنډې شاته لويه خوشخانه (حجره) وه. په صوفه کې يو سپين ږيرى ترکمن په څوکۍ ناست و. تسبې يې اړولې. موږ چې ورغلو، سلام مو واچاوه. هغه وعليکم ووايه.
سمدستي ورته يوه تن پخپله ترکمني ژبه کې وويل: دا سړى هلته د چينار سټې ته ناست و. وايي د مزارشريف د شولګرې د علاقې يم، لاره مې غلطه کړې ده. په دښته کې راغلى يم، يوه شپه پرې تېره شوې ده. حالت يې دغسې دى، موږ له ځان سره راوست.
سپين ږيري ورته وويل: ښه مو کړي، لومړى دا جامې وربدلې کړئ او بيا ورته ډوډۍ راوړئ. سړي چې دا خبره وکړه، په زړه کې مې ګوړې ماتولې.
تشناب ته يې بوتلم، ځان مې پرېمينځلو، نورې جامې يې راته راوړې. له غسل نه پس مې په صوفه کې د مازديګر لمونځ وکړ، په ډېر مشکل سره مې لمونځ وکړ.
لږه شېبه وروسته همغه ځوان، چې د بوډا سره يې خبرې کولې، ډوډۍ راته راوړه. ما خو دوه ورځې ډوډۍ نه وه خوړلې، کلمې راپورې وچې شوې وې. لومړۍ مړۍ مې په مرۍ کې نه تېرېده. د اوبو ګوټ سره مې په زور زور سره مرۍ لږه اّزاده شوه. په کرار کرار مې ډوډۍ وخوړه. له ډوډۍ نه وروسته يې چاى راوړ. د ماښام له لمانځه نه وروسته سپين ږيري سړي او څو تنه نور د کاله خاوندان کور ته ننوتل. دوه تنه مزدوران غوندې زلموټي په خوشخانه کې پاتې شول. هغوى دواړو هم ډوډۍ وخوړه. خپل ټول کارونه يې سم کړل. بيا زما خواته راغلل. يوه راته د چاى شنه پياله د شين چاى نه راډکه کړه. مخامخ راته دواړه کښېناستل. زما بدن درد کاوه، سخت په عذاب وم.
دواړو ته مې وويل: وروره که په کور کې د هډوکو د درد ګولۍ لرئ، ماته يې راوړئ، ډېر په تکليف يم. هغه يوه وويل: ښه ده زه به کور ته لاړ شم. ما له دا بل نه پوښتنه وکړه. ما وى وروره ته دلته ددې سپين ږيرې زوى يې که...؟
هغه وويل: نه زه ېي مزدور يم، دغه بل يې هم مزدور دى. ما ترې بيا پوښتنه وکړ: دا څوک دى؟
وروره دا خو ددې کلي ارباب (ملک) دى. خداى ډېرې مځکې او مالداري ورکړې ده. يوازې پېنځه سوه خو اّسان لري. دغه شان مېږې، غواګانې د هېڅ کمى يې نشته دى. کله کله ورکره دوستم هم راځي، مګر ډېر مهربانه سړى دى! هر کار او مشکل که ولرې، دى درسره مرسته کولاى شي. ما وى هېڅ مشکل نه لرم، خالي لاره مې غلطه کړې ده. په دغسې تکليف اخته شوم. دى خواته زه کله نه يم راغلى،دا طرفونه راته ټول نااشنا دي. سبا ته چې کور ته تلم ارباب صاحب به راته يو خط راکړي، چې په لاره مې څوک په عذاب نه کړي. هغوى کې يوه وويل: دا خو اّسان کار دى. ما لا بلې خبرې ته خوله جوړوله، چې ارباب صاحب راننوت. يو زلمى زوى او بل ورسره وړوکى هلک، چې لمسي يې کېده، راننوتل. مزدوران يې سپک سپک له ځايه پاڅېدل. زه هم احترام ته ورپورته شوم، ويلې کښېنه کښېنه بچى. پخپله ژبه کې يې وويل. سپين ږيرى د نسوارو ډبلى راواخيست، يوه ټونګه نسوار يې خوله کې واچول. ماته يې د نسوارو وويل، ما وى ارباب صاحب زه نسوار نه کوم. لږه شېبه وروسته چاى راوړل شولې، ارباپ چې نسوار وکړل، درې دقيقې وروسته يې د ژبې په سر داسې وويل: ښه وروره اوس وايه، چې ته څوک يې او د کوم ځاى يې؟
ارباب صيب زما نوم شمس الدين دى، په خټه مومند يم. اصلي د جلال اّباد د مومنددرې يم. پخوا وخت کې مې مور په خره مزارشريف ته راوړى وم. پلار مې څه موده پخوا راغلى و، د شپېته او يا کالو خبره ده. په شولګره کې مې ځمکه او کور دى. هلته زموږ د ناقلينو لوى کلى دى. هغه بيا وويل:
رښتيا اّبله ورځ خبر شوم، همدغه ستاسې په کليو کې يې ستاسې اوغانان په کانتينرونو کې وړي دي او ټول يې وژلي دي؟ ما سم له واره فکر وکړ، ځان مې په ناخبرو کې واچاوه. په تعجب کې مې ورته وويل: اّخ ارباب صاحب دا څه واى، دا خبره رښتيا ده؟ يوازې هغه نه، بلکې ناستو کسانو ټول وويل: هو. هو، خود رښتيا ده. ارباب وويل: لکه چې ته په کور کې نه وې که څنګه؟ نه نه ارباب صاحب، زه له خپل کلي نه ليرې يو بل کلي ته د يوه خپلوان کره تللى وم. د څه نه خبر نه يم. هغه بيا وويل: که په کور کې وې، نو حتمي به يې ته هم وړى وا. ښه شوې چې په کلي کې نه وې. ما هم ورته په فارسۍ کې ځواب ورکړ. ما وى: نى صاحب طالب نيستم، يک ادم دهقان کار هستم، مګر پشتون هستم!
هغه وويل: خوب است که طالب نيستى، پشتون هستى خير است. دا خبره يې وکړه. ما بيا په وارخطايۍ سره ترې پوښتنه وکړه: ارباب صاحب زموږ کليوال چې يې وړي دي، ټول يې وژلي؟
هغه لږ غلى و، بيا يې د خپګان او تاسف په حال کې وويل: بلى، تمام شان در دشت ليلى کشته اند. نفر خودمان از قلعه بالاحصار ديروز امد.
بيا يې په ډک او غلي اواز ويول: امريکايها برايشان استاده بودند. در مرګ تمام طالبان قواى خارجى کمک کردند، مګر کشتن اوغان هاى بى ګناه را ظلم کرده است. خو ده خپلې خبرې نورې پسې زياتې کړې. وې ويل، چې طالبان خو يې مړه کړل، نورو د کليو پښتنو څه ګناه درلوده. دا خو د خداى او رسول لاره نه ده. دا ډېره ناروا ده، چې دوى کړې ده. غاړه يې تازه کړه او په جګ غږ يې وويل: پرون يې په دا وړاندې کلي کې چې تقريباً شپېته کډې ستاسې اوغانان پکې اوسېږي، له هر کوره يې کوم چې افغان (اوغان) دى ويستلي دي او بيولي يې دي. معلومدار چې هغوى هم وژني. د خداى قهر دى ملک کې جوړ شوى دى. کله پشتون تاجک، اوزبک، هزاره او ترکمن وژني او کله بيا دوى پښتانه وژني. خپل منځۍ جګړې او مرګونه خو لا پرېږده. له دې خبرې سره يې جوخت د چاى پياله پورته کړه او ګوټ يې ترې وکړ. ماته يې مخامخ راوکتل، وې ويل اوس ته ووايه، څه غواړې، چېرې ځې، کلي ته ځې او که بل چېرې. زه خو درته د کلي د تلو مشوره نه درکوم، خو ته راته د خپل زړه اصلي مطلب ووايه.
ما وى ارباب صيب! زه بيا هم درته وايم، چې کومه ګناه راکې نشته دى، طالب نه يم. بل کوم مشکل مې مخې ته نه دى پروت، له ما سره د چا څه کار دى. سبا به راساً خپل کلي کور ته ورځو. ارباب راته وويل: بچى ساده کېږه مه، ما خو درته مخکې خبره وکړه، ستا کليوالو څه ګناه درلوده، ته هم د هغې کلي يې. کله دې پرېږدي، که کولاى شې هېڅ کلي ته مه ځه، کوم بل ځاى ته لاړ شه. دلته د پښتنو شپې نورې ګرانې دي. يوازې دلته نه، په کندوز او ټول قطغن زمين کې يې په پښتنو پسې دا ځل راخيستې ده. نوره دې خپله خوښه!
زه حېران، هک پک پاتې شوم، چې څه وکړم؟ په دې وخت کې ارباب صيب تشناب ته لاړ. ما له ځانه سره فکر وکړ، چې ښه رښتيا وايي که کلي ته ورشم، د کلي خلک خو زما په مخ کې له منځه لاړل، نو د کلي ښځو ته به زه څه وايم؟.
فيصله مې له ځان سره دا وکړه، چې په هر ترتيب سره کېږي ځان خپل پلارني پخواني کلي مومند درې ته ورسوم او له هغه ځايه بيا د خپلي کورنۍ د پاتې غړو غم وخورم. په زړه کې مې بس همدا فيصله وکړه. ما وى ددې ځاى نه د وتلو به له ارباب صيب نه خط واخلم، چې لار کې مې ترکمن، اوزبک او دا نور ونه ځوروي.
زه لا په دې سوچ کې وم، چې ارباب صيب راغى، پخپل ځاى کښېناست. ما وى ارباب صيب همدا ستا مشوره مې ومنله، د څو ورځو لپاره به ځان له کلي نه ګوښه کړم. کومې بلې خوا ته به ځان وباسم. که تاسې راته سبا ته په خير سره يو ليک راکړئ، چې په لار کې مې څوک په تکليف نه کړي. ارباب صيب وويل: ولې نه، زه به ليک درته وليکم. له دې منطقې (سيمې) نه به روغ وځې، اخوا ته دې کار خپل دى. ما بيا ورغبرګه کړه، ارباب صيب اوس نو راته په هغه کلي کې ژوند کله خوند راکوي، نور کليوال به مې نه وي او زه به کلي کې ګرځم راګرځم. دا خو زما پښتو او غېرت نه مني. که مال، عيال مې پکې تباه شي، بيا به دغه کلي ته ورنشم. د شپې تر ناوخته پورې ارباب راته د شمالي ولايتونو د جنګ سالارانو او قوماندانانو له لاسه سر وټکاوه. ماخستن تير يې راته يو ليک وليکلو. د ټولو کليو او سيمې وسله والو ته يې زما په هکله ښه ليک پخپله وليکلو او رايې کړو. وې ويل په لاره کې چا په تکليفولې، دغه ليک ورښايه. څوک درته څه نشي ويلى. ليک يي راکړو او له ځايه پاڅېد. ماته يې وويل: سهار چې دې چاى ماى وڅښلو، بيا به له دې ځايه رخصت شې. ما وى ارباب صيب تا دې الله پاک ژوندى لري، سبا ته زه وختي لمانځه نه وروسته له دې ځايه حرکت کوم. ويلې ښه نو چې څنګ دې خوښه وي، همغسې وکړه. که سبا ته تللى وې، پرمخه دې ښه شه. لاسونه مې ورته ښکل کړل. مخه ښه يې راسره وکړه او لاړ دننه کور ته ننوت.
ما د ارباب مزدورانو ته وويل: وروره سهار به راته لاره راوښيوئ. هغوى هر يوه وويل: هو سبا ته به وختي درته چاى جوړې کړو، چاى به وڅښې، بيا به دې لارې ته سيده کړو، ځې به.
د پرېوتلو ځاى يې راته جوړ کړ، زه خو بې له هغې ستړى ستومانه او بې خوبه وم، پر بستره ولوېدم. تر سهاره مې پوره ښه خوب وکړ. سهار وختي يې راويښ کړم، لمونځ مې وکړ، هغوى راته مخې ته چاى کېښودې. ما په چالاکۍ يوه پياله چاى وڅښلې. هغوى ته مې وويل: وروره خداى مو ژوندي لره، اوس نو لاره راته وښايه، چې لمر راباندې تود نشي.
د ارباب له حجرې نه راووتلم، يو تن راسره له کلي نه راووت. د يوې لارې په سر کې ودرېد. ويلې هغه وړاندې ونې چې ښکاري، هغه ځاى پورې به په همدې لاره مخامخ ځې. کله چې ونو ته ورسېدې، يوه لار ښي پلو ته او بله مخامخ تللې ده. مخامخ لاره کلي ته ځي او ښي پلو لاره سړک ته وتلې ده. ته به همدغه ښي خواته لاره ونيسې. په سړک به ځې. که موټر درته پيدا شو، لاس به ورته ونيسې. هر چېرې چې تلې، ور وبه خېژې، ځه نو په مخه دې ښه. هغه رانه ستون شو او ما خپلو پښو ته زور ورکړ.
له يوه ساعت مزل نه پس ونو ته ورسېدم. په دوه لارې ودرېدم. د ښي لاس لارې ته وګرځېدم، لمر راوخوت، يوې ونې لاندې مې دمې لپاره خپل څادر تر کوناټي لاندې کړ. شاوخوا مې پام کاوه، مخامخ وړاندې کلى ښکارېده. په کلي کې ځاى پر ځاى لوګي ختل. د لږې دمې نه وروسته مې بيا لاره ونيوله او په مزل مې پيل وکړ. سړک کې کاڼي او تيږې دومره نه وې، خالي سپېرې خاورې وې. تر زنګانه پې سړى ښخېده. خپل څادر مې له سره تاو کړ، ما وى چې ګرمي مې ونه وهي. بندي کس لا په سړک نه ښکارېده. د چينارانو ونې رانه شاته وړاندې پاتې شوې. په يوه کڅ کې سړک تللى و، د سړک دواړو خواو ته پنبه ولاړه وه. ځاى ځاى د خټکيو پاليزونه هم تر سترګو کېدل. په ويالې او پټيو کې د چنګښو قور، قور مې تر غوږونو رارسېده. پوره ډېر مزل مې وکړ، له يو نيم ساعت مزل نه وروسته د موټر غرهارى شو. شاته مې کاته چې دوړې وې يو زوړ لوى واګون ګاډى راروان و. زه دسړک په غاړه ودرېدم، لاس مې ورته ونيو. ګاډى ودرېد، يو د اوږدو ويښتانو زلمي موټر چلاوه. غږ يې وکړو: ويلې چېرې ځې. ما وى موټر چېرته ځي، هغه وويل: د پلخمري خوا ته ځو. ما وى استازه! زه هم پلخمري ته ځم. کلينر غږ کړو ويلې راځه راوخېژه. موټر ته وروختم او په يوه څوکۍ کې کښېناستم.
موټر روان شو او په دوړو کې بيخي پټ شو. د موټر ښيښې ماتې وې، دوړې او خاورې موټر ته راننوتې. د لږ مزل نه وروسته په دوړو او ګردونو ګي پټ شوم. اوه اته تنه نور په موټر کې ناست وو. په څادرو کې يې ځانونه نغښتي وو. هېڅ نه معلومېدل، چې څوک دي؟ له ډېر مزل وهلو نه وروسته موټر ودرېد. موټروان غږ کړ، ويلې: تالا شي ده، د دوستم دوى پوسته ده. موټر ته دوه تنه راوختل. هر يوه ته به يې پام کاوه. په چا چې به ېي شک راغى، اسناد به يې ترې غوښتل. له ما يې هم اسناد وغوښتل. ما ورته د ارباب صيب ليک ورکړ ما وى نور اسناد نه لرم. خدازده، چې په خط به پوهېده او که نه؟ سمدستي يې ليک بېرته راکړ، موټروان ورته څه پيسې په لاس کې کېښودې او له موټره ښکته شول. موټروان نو بيا پښه پرې ټينګه کړه او په يو رپ کې د مزار له ساحې نه واوښت. ماسپښين قضا و، چې پلخمري ته ورسېدو. هلته مو دمه وکړه، لمونځونه مو هم وکړل او ډوډۍ خوړلو نه وروسته د پلخمري بازار کې وګرځېدم. هلته هم د خلکو وضعه راته مړه غوندې ښکارېده. څو تنه دوکانداران مې پخوا پېژندل. ما وى راځه ورچکر شه، ګوندې وي. په بازار کې د هغوى دوکان پلو روان شوم، چې نزدې ورغلم دوکانونه مې ورکتل هغه دوکانونه او هغه دوکانداران مې هېڅ په نظر رانغلو. دوه درې ځلې په بازار کې ښکته پورته لاړم، اشنا څوک مې نه کړو پيدا.
بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه، خو څنګه چې پخوا و، هغسې مزه يې نه وه. يوه سماوار ته وروګرځېدم، ما وى چاى ماى به وڅښم بيا به د تلو فيصله له ځان سره کوم. په سماوار (هوټل) کې خلک په تختو ناست دي، څوک چاى څښي، څو ډوډۍ خوري، ځينې پخپلو کې سره خبرې اترې کوي. يو نيم پکې چوپه خوله ناست و. زه په يوه غالۍ چې د لرګيو په تختو غوړېدلې وه، کښېناستم، دېوالته ته مې ډډه ووهله. د هوټل شاګرد راته چاى راووړ، په شنه پياله کې مې له چاينکې چاى راواړاوه، چې يوه تن مې له شانه په اوږه لاس کيښود. زړه مي کش وخوېده. ما وى ځه لکه چې بيا يې ونيولې، ما خپل لاس دستي پخپل جيب کې ومانډه، ما ويل چې د ارباب صيب کاغذ ورښکاره کړم. ما چې هغه ته کاغذ ونيو، ويلې شمس الدين خانه لکه چې ودې نه پېژندم؟ وې خندل ما وى بشير جان نه يې؟
ولې نه! بشير يم. ورجګ شوم، د غېږې بړګنډى مې ورسره وکړه، خواته مې کښېناست، هغه زموږ د کلي و. دستي مې ترې پوښتنه وکړه: والکه ته څنګه ترې ژوندى پاتې شوى يې؟
هغه موسکى شو وې ويل: دا ته نو څنګه ژوندى ګرځې. موږ دواړه لږ موسکي غوندې شو. هغه راباندې رادمخه شو، خبرې يې په خولې کې ورو کړې. شاوخوا يې وکتل، بيا يې راته وويل: په دې ځاى کې زما او ستا خبرې نه کېږي، دا د چاى پياله دې وڅښه چې لاړ شو. ما زر توده پياله په دوه درې ګوټونو کې تشه کړه. هغې ته مې وويل: تاته چاى واچوم، هغه وى نه نه. زه خو دا دى اوس له کوره راغلم. ته دلته... له کوره. هو دلته خو زما د ترور زوى دى. له پخوا نه په دې پلخمري کې اوسېږي. د جمعيت ستر سړى دى. د هغوى کره راغلى يم. ته راځه چې ووځو. له سماوار نه راووتلو او په بازار کې د فابريکې په لور روان شوو. په بازار کې ډېر خلک ښکته پورته تلل. يوځاى ته ورسېدو هغه رانه مخکې شو او زه ورپسې. تلو تلو له بازاره ووتلو. په يوه بله کوڅه کې وړاندې لاړو.
د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شوه. ده مخ راستون کړو، ويلې راځه چې د هغې سپيدارو سيوري ته کښېنو او خپلې خبرې وکړو. له مانه دده تلوسه زياته وه. ما وى ډېره ښه ده. د سپيدارو يوې ګورې ونې لاندې کښېناستو، ده سمدستي وويل: دلته د ترور په کور کې خلک ډېر دي، زما او ستا خبرې هلته نه کېږي. همدلته به سره ځانونه وپوهوو، بيا به لاړ شو. ما وى له دې نه ښه خبره چېرته ده! ما زر له ځان سره فکر وکړ، ما وى لومړى به همدا خپله کيسه او معلومات راته بيان کړي، بيا به زه ورته خپل کيسه وکړم.
ما وى ښه انډيواله کيسه کوه، کلي ته څه حال دى؟
ده وې: دا خبره درنه ما غوښتل چې وپوښتم!
هغه بيا وړاندې شاوخوا پام وکړ، پخپلو برېتو ېي لاس تېر کړ. وې ويل: زه خو دا دوه اونۍ کېږي، چې له کلي راوتلى يم. دلته مې د توړۍ کره راغلى يم. هره ورځ له دې ځاى نه ځان خبروم. په مزارشريف کې حالات خراب دي، جګړه ده. دو راته وايي مه ځه، حالات به ښه شي بيا به ځې.
زه چې له کور او کلي نه راتلم، خو کراري وه. يوازې په بالاحصار کې طالبانو سخت مقاومت کاوه، جنګ لا روان و. په کليو کې لا شى مى نه و. که څنګه؟ بيا ماته څوک رښتيا حال نه وايي. ولې د ترور ټوله کورنۍ راته خپه ښکاري، نور نه پوهېږم. دده له خبرو پوه شوم، چې دى د کلي د حالاتو نه چا نه دى خبر کړى. په خبرو کې به يې زما سترګو سترګو ته راکتل. هغه وويل: ښه نو اوس ته راته وايه، چې څنګه دلته راغلې، کور و کلي ته څه حال دى؟
زما مرۍ وچه وه، دوه ځلې مې غاړه تازه کړه، اصلي خبرې مې خولې ته چېرته راتلې؟ لږه شېبه غلى پاتې شوم. د کلي په خلکو کې دده يو مشر ورور او دوه تنه د تره زامن د ليلى دښتې خپل ګوګل ته تېر کړي وو. هغه راباندې شکمن شو، ويلې شمس الدين خانه ته خو د کلک ځيګر خاوند وې، څنګه غړکنده او غلى غلى کېږې؟
ما ځان ډېر تېر راتېر کړ، خو نه کېده، خبرې مې له خولې نه راوتې، ګچ او ګول شومه. هغه راته حېران، حېران کتل. همدا يې ويل: شمس الدين خانه هرڅه چې وي، وايه نو، اوس خو زموږ سر له راغلې ده.
زما ستونى ډک شو، سترګو نه مې د اوښکو باران راروان شو، يو ځل مې په زوره غږ کړو: څنګه يې ووايم؟ څه درته ووايم؟ د ويلو نه دي! زړه خو مې بې له هغې ډک و، نور ټينګ نه شوم، خپل سر مې په زنګنو ټيټ ونيو او ښه مې په زوره زوره وژړل. هغه هم له ما سره ژړا غبرګه کړه.
هغه کوښگښ کاوه، چې تسلي راکړي او اصلي خبره باندې ځان پوه کړي. زما خو زړه ډک و، د سپيدار لاندې مې ډک زړه تش کړ. له زنګنو مې سر راپورته کړ، خپلې سترګې مې له اوښکو وچې کړې، هغه راته بيا وويل: ماته رښتيا، رښتيا وايه، بې له هغې مې خراب خراب خوبونه ليدلي دي.
ما وى انډيواله صفا خبره دا ده، چې د کلي ټول خلک يې دوه ورځې مخکې د ليلي په دښته کې وژلي دي. د هغه د تندې ګونځې نورې هم څو کرښې زياتې شوې. ويل اّخ دا څه وايې؟ شمس الدينه له چانه دې اورېدلي دي که څنګه؟ ته نو څنګه...؟ ما وى چې زه هم پکې وم، نور هغه بيخي بې واره شو. دا نو څنګه چل شوى ته خو راته سمه اصلي خبره وکړه. له خپل ځايه ماته لږ راوړاندې شو، يو اوښکې او لاس يې رپېدل. په وارخطايۍ يې وويل: هله کيسه کوه!
زما زړه تش شوى و او سېله مې برابره شوه، له سره مې ورته کيسه راونيوله. هغه راته مخامخ ناست و، غوږ يې ايښى و، ما ورته ټکي په ټکي کيسه پيل کړه.
د هغه زړه وار نه کاوه، ويل بالاحصار ته يې زموږ د کوره څوک راوستي وو؟ ما وى ورور دې و او دوه د کاکا زامن دې. نو بيا څنګ چل وشو. د ورور او کاکا زامنو په اورېدو ېي لاړې په مرۍ کې ونښتې. ما چې خبره په کانتينر کې د بندېدو او د خلکو د سلګيو او چيغو نارو ته ورسوله، نور نو د هغه وضعه خرابه شوه. په ږيره يې رڼې اوښکې راماتې شوې. په کانتينر کې مې تېر شوى حالت ورته تېر کړ. هغه نور پسې ژړا ونيو. خپل د څادر پيڅکه يې مخ ته نيولې وه. ما چې ټوله کيسه ورته تېره کړه، هغه له خپله ځايه راپورته شو. غېږ يې ته راغاړې وت. دواړو په چيغو، چيغو وژړل. يو نيم څوک چې به په لاره تېرېده، موږ ته به يې راوکتل. ښه مو چې بيا سره زړه تش کړ. بيا هغه په نيولي غږ وويل: شمس الدين خانه راځه چې اوس د خاله کور ته لاړ شو، نورې خبرې به هلته کوو. موږ دواړه د هغې د ترور کور ته لاړو. د هغه د ترور کور له ښاره وتى په يوه کڅ کې يې کلا جوړه کړې وه، مخې ته يې لوى بڼ و. موږ د کلا مخې ته په دېره کې کښېناستو. يو تن په دېره کې د لرګيو پر تخت اوږد غزېدلى و، د خپلې چپنې لستونى يې په سترګو اچولى و. ښخ ويده و. دى ګړندى لاړ دننه کلا ته ورننوت. زه په سوپه کې د چينار لاندې په توشک کښېناستم.
د سوپې په يوه کونج کې د اوبو غټه چاټۍ ايښې وه. په جام کې مې اوبه ترې راواخيستې او په سر مې راواړولي. لږه شېبه وروسته هغه (پرويز) بېرته له کلا نه راووت او زما خوا ته راغى. ويلې کور کې يوازې تورسرې دي، نارينه ټول بازار ته وتلي دي. رښتيا تورچاى څښې که شين؟ ما وى هر يو چې وي را يې وړه. ويلې دواړه شته. ما ويل شين چاى راته راوړه. پرويز لږه شېبه کښېناست بيا پاڅېد. په تلو کې يې وويل: ترور مې رانه پوښتنه وکړه ويلې رنګ دې څنګه زيړ دى، خپه غوندې ښکارې؟ ما وى نه نه توړۍ څه خبره نشته دى. چاى مې چې راوړو، بيا به دواړه وغږېږو، چې دوى خبر کړو که نه؟
هغه سمدستي د چاى پتنوس سره راغى. دوه په دوه چاى ته کښېناستو. ما چې ده ته کتل، ډېره خپه او ستومانه معلومېده. ما وى پرويز خانه د خداى کار دى اوس خو راغلې ده، له پېښې نه تېښته نشته دى. که زما اورې خو توړۍ دې خبر کړه. دا ټول خبر کړه، ستا د ترور زوى خو بې له هغې له دې نورو سره لار لري، کلي ته به ېي ولېږو، چې پوره حال احوال راته راوړي. هغه لومړى لږ په فکر کې شو لږ غلى پاتې شو. بيا يې وويل: ښه ده، چې ته څنګه وايې، همغسې به وکړو. زما خو همدا نظر دى، چې دا ستا د ترور زوى به کلي ته ولېږو، که ېي وکولاى شول ستا او زما واړه به راولي. زه به درنه بيا د جلال اّباد په نيت ځم او ته به دې دلته د ترور سره څه موده پاتې شې.
ما او ده دا خبرې ښې وغړنجولې په پاى کې مو همدا سره غوټه کړه، چې ترورزى به زموږه کډې راولي. په همدې مو فيصله وکړه او د مازديګر لمانځه ته پاڅېدو. د پاڅېدو په وخت کې هغه راته وويل: که دې خوښه وي، بېګا ته به ټول له تېر شوي جريانه خبر کړو. ما وى څنګه چې ستا خوښه وي، همغسې به کړو.
د مازديګر لمونځ مو وکړو، ماښام نزدې و، چې د پرويز د ترور زوى راغى. څلور تنه وسله وال ورپسې وو، ما چې وليدل، زړه مې دربا پيل کړه. ما وى ګنې بيا راپسې دوستميان راغلل. له ورايه يې پرويز ته وخندل په تورو برېتو کې يې سپين غاښونه وځلېدل. ويلې ترورزيه لکه چې ټوله ورځ دې په کور تېره کړه. په چټکو ګامونو زموږ خواته نزدې راغى. هغه ورته زه وروپېژندم، پوره د خوند روغبړ يې راسره وکړو.
خپل کلاشينکوف يې ونې ته ځوړند کړ، ويلې زه به اودس وکړم. ماښام دى، نورو ملګرو يې هم اودسونه وکړل. د ماښام په لمانځه ودرېدو، وروسته له لمانځه نه هغه په چالاکۍ سره کور ته ننوت. ورپسې پرويز لاړ. په راغلو کسانو کې يوه يې ګيس ته تيلى وواهه. ګېس يې بل کړو. ما له يوه نه پوښتنه وکړه: انډيواله تاسې همدلته اوسېږې؟
هغه وويل: هو موږ د قوماندان صيب کسان يوو، همده سره ګرځو. زموږ نوره قوه او مجاهد د زغالو (سکرو) دوکان سره پراته دي.
موږ لا په همدې خبرو کې و، چې پرويز دسترخوان څنګ کې نيولى و او راغى. دوه درې هلکانو ډوډۍ راوړه. قوماندان راووت. موږ ټول ګډ سره په دسترخوان کښېناستو. د ډوډۍ په جريان کې قوماندان وويل: بښنه غواړم، هرڅه چې تيار وي، راسره خورئ به يې. زموږ داسې لالهانده وظيفه ده، يوه لحظه خوځېداى نشو. کله جګړه وي، کله هسې خبرې اترې، بيخي خوشې حالت دى. حېران ورته پاتې يو، چې نه يې کوو، دې وطن کې په غير له دې نه شپې نه کېږي، چې کوو يې، دغسې حال دى. کله داسې هم شي چې په مياشتو کې کور ته نشو راتلاى. ما چې هغه ته کتل، د خپلې قوماندانۍ نه خوښ ښکارېده. د ډوډۍ تر پايه يې د خپلې قوماندانۍ خبرې راته وکړې. له ډوډۍ وروسته چاى راوړل شو، د چاى په اخر کې پرويز هغه ته په غوږ کې څه وويل. ده سمدستي وويل: ښه، ډېره ښه ده. لږه شېبه وروسته قوماندان خپلو وسله والو ته وويل: والکه تاسې پام کوئ موږ د يوه ساعت لپاره دننه ننوزو. هغوى ټول وويل: ښه صيب. هر يوه خپل سلا راواخيستله او شاوخوا د څار لپاره يې تيارى ونيوه. پرويز وويل: شمس الدين خانه ترور مې وايي دى يو وار راننباسه، چې له نزدې نه ورسره وګورم. راځه دننه به لاړ شو. موږ درې واړه کلا ته ننوتلو. د کلا دروازې ته څېرمه يوه لويه هوجره وه، پکې کښېناستو. هلته هم ګېس لګېدلى و. لويه کوټه په قالينو پرش وه، لږه شېبه وروسته د قوماندان مور او لمسيان راغلل.
د قوماندان مور بوډۍ شوې وه، سترګې يې کمزورې وې، هوجرې ته راننوته. موږ ورپاڅېدو، پرويز راته وويل: دا زما ترور ده. ما يې لاسونه ښکل کړل. هغې هم په سر ښکل کړم. د ګېس ترڅنګ په توشکه کښگناسته، درې تنه لمسيان او يوه لمسۍ ېي ترڅنګه کښېناستل. پرويز وويل توړۍ دا سړى شمس الدين نومېږي، د مزار د شولګرې د لر کلي اوسېدونکى دى. زموږ دوست دى، موږ سره په يوه کلي کې اوسېږي. له پخوا نه هلته زمکه لري. کلا يې زموږ د مځکې سره نزدې ده. ښه چم ګاونډ راشه درشه سره لرو. نن غرمه مې بازار کې وليد، د کور و کلي پوښتنه مې ترې وکړه، پوره احوال يې راته ووايه. نور نو دهغه ستونى ډک ډک شو، زه پرې پوه شوم، چې خبرې ترې ورانې شوې. زر مې ترې خبره ونيوله. يوازې هغه ماته د ژړا په حالت کې لاس ونيو، ويلې دى به درته خپله کيسه او د سترګو حال ووايي.
ما دوى ته زموږ د کلي حالت، د بالاحصار او د ليلي د دښتې کيسه راواخيسته، هغوى ټولو راته غوږ نيولى و. ما چې د خپلو کليوالو چيغې نارې او مرګ په کانټينرو کې ناستو کسانو ته تر دغه ځايه کيسه راورسوله، بوډۍ په ژړا شوه. د خپل ټيکري پېڅکى يې سترګو ته ونيو، اوښکې يې روانې وې. د کانتينر حالات مې چې لږ نور ورته بيان کړل، پرويز او قوماندان دواړه په ژړا شول. د هغوى د خپلوانو مې هم ورته وويل. ما وى د پرويز ورور او دوه د کاکا زامن راسره په يوه کانتينر کې ناست وو.
تر پايه مې کيسه ورته تېره کړه، په کوټه کې ناست کسان ټول غمګين او په ژړا شول. د هر يوه له سترګو نه اوښکې روانې وې. قوماندان هم د جېب دستمال سترګو ته نيولى و. زما حالت هم چندان نورمال نه و، تر ډېره وخته ټولو وژړل. بيا قوماندان وويل: ددې بې ناموسانو په دغه کار موږ نه يو خبر، خالي دومره خبر شو، چې ډېرى پښتانه يې په کانتينرو کې له خپلو کليو نه وړي دي او بلا طالبان يې هم په کانتينرو کې ژوندي اچولي، چې هغوى ټول مړه شوي دي. ولې د کليو د خلکو نه چا څه نه دي ويلي.
له دغه خبرې نه وروسته د هغه رنګ سور واوښت، لږه شېبه په فکر او چرت کې لاړ. پرويز ته موقع په لاس ورغله، وې ويل: ترورزيه نورې خبرې پرېږده، سهار وختي به زموږ په وړو پسې ځې. د شمس الدين خان واړه او زما واړه به راولې. قوماندان شېرخان لومړى لږه شېبه غلى شو، بيا يې وويل: لکه چې دا ځل يې په پښتنو پسې رااخيستې ده. د طالبانو دې خداى بېخ اوباسي، چې په قدرت کې و، خو ملا او بنيادګر و، اوس چې نيول کېږي او وژل کېږي، پښتون دى. بيا لږ موسکى غوندې شو وې ويل: د الله کار دى، په دې ترکمنو او اوزبکو به چا سلام نه اچاوه، نن د بل په مټ او زور څه نه کوي؟ په غوسه کې يې ډېرې خبرې وکړې. بيا يې وويل: ستاسې فيصله همدا ده، چې ماشومان مو دلته راشي؟.
ما وى قوماندان صيب که ته زموږ کلي ته تلاى شې، ډېره به ښه شي. يو وار به د کلي احوال زده کړې. په يو ترتيب سره به زموږ واړه تردې ځايه راورسوې. زه خپل وطن مومند درې ته ځم. ځمکه او مال به زموږ دهقان ته که ژوندي و، وسپارې او که مړه وو، نو د هغه مېرمن او زامنو ته به يې ورتسليم کړې او دا به ورته ووايې، څو ورځې وروسته به زما له خوا ورسره بيا نورې خبرې او ملاقات وشي.
قوماندان وويل: ډېره ښه ده، چې ستاسې څنګه خوښه وي، هغسې به وکړو. زه به سبا ته ستاسې کلي ته لاړ شم. همدا خبره يې وکړه او وې ويل: ناوخته دى، شپه تېره ده، راځئ، چې حجرې ته لاړ شو او تاسې لږ خوب وکړئ، نوري خبرې به سبا ته کوو. ولې زه درنه سهار وختي ځم.

de Laila Dakhta de Stargo Ledalay Hal
By: Mohammadajan Yar

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←