اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د وير کلى

د ليلى دښته (ناول) اخری برخه

موږ په حجره کې ډډې واچولې، تر ډېره موږ دواړو ته خوب نه راتلو. په همدې سوچ کې چې ايا ماشومان او کلى کور به څنګه وي؟ سهار وختي لمانځه ته جګ شولو، قوماندان د خپلو باډي ګارډانو سره وختي تللى و. موږ د هغه راتګ ته انتظار پاتې وو. دوه ورځې تېرې شوې، په درېيمه ورځ هغوى راروسېدل. زه او پرويز دواړه د ماسپښين په لمانځه ولاړ وو، چې وړاندې غږ شو ويلى راغلل. موږ لمونځ خلاص کړ، راپورته شوو.
يو هلک راغى، ويلې پلار مې خلک راوستل. موږ د کلا مخې ته ورغلو. کتل مو چې د بازار له خوا هغوى په کڅ کې راروان وو. موږ سمدستي مخې ته ورغلو. غوښتل مو چې پيټي ورسره راواخلو. کله چې د هغوى خوا ته ورغلو، ماشومانو زموږ په لور رامنډې کړې. زما اولادونه ماته راغاړې وتل او دپرويز ماشومان له هغه نه تاو شول. د کڅ په منځ کې زموږ مېرمنو په ژړا پيل وکړ. زما مېرمن ځکه ډير ژړل، چې زه خو د هغىو نه د نورو کليوالو سره يوځاى له کوره راوتلى وم، نور کليوال خو کور ته نه و ستانه شوي، ټول د کلي پاتې مېرمنې او واړه زاړه په دې پوه شوي وو، چې يا خو بنديان دي او يا يې وژلي دي. قوماندان شېر خان د خپلو کسانو سره زموږ کډې راوستې او د هغوى کلا ته ننوتل. په کلا کې شپږ کوټې وې، د ځاى مشکل نه و. ښځې او ماشومان يې سره په کوټو کې ووېشل. موږ نارينه هوجرې ته لاړو. د قوماندان وسله وال څلور تنه له کلا بهر د وسلې سره په څار بوخت و. شېرخان وويل راځئ موږ درې واړه به په هوجره کې کښېنو. لږه شېبه وروسته چاى راوړل شو. چاى مو څښو چې قوماندان شېرخان خپلې خبرې داسې پيل کړې:
شمس الدين خانه ماما! له ژونده مې زړه تور شو، داسې کار د نړۍ په تاريخ کې نه دى شوى لکه ستاسې په کلي کې چې شوى دى. په هغه لوى کلي کې چې له خلکو ډک و هېڅ پاتې نه دي. نارينه يې وژل شوي او پاتې کسانو کډې کړي دي. په ټول کلي کې وګرځېدم، وير دى او ژړاګانې دي. په هره کوڅه به چې ورتلم، په غېر له ژړا مې نور څه نه اورېدل. توبه، توبه څه حال دى ستاسې په کلي کې؟ ستاسې په باب مې چاته څه نه دي ويلي، يوازې مې په پټه توګه ستاسې د مېرمنو سره رابطه پيدا کړه. د نورو ماماګانو کورونو ته لاړ نشوم، ځکه چې که چېرته ستاسې کورونو ته تلاى واى، رسوايي ګډېدله. دا واړه مې بيا په اّسانه نشو راوستلاى. دوى ته مې ځاى وروښود، لومړى مې ورته ځان وروپېژاند او ستاسې د خولې سوال ځواب او نښې مې ورته وويلې. پس له هغې دوى ټول سړک ته راووتل. په دوو ګاډو کې مې کښېنول او رامې وستل. بې له هغې نه د کلي پاتې ښځې او ماشومان د تېښتې په حال کې وو. هر چا خپلې کډې بارولې. له ما سره په غېر له دې څلورو تنو نه، نور د تنظيم کسان راسره وو. دا ځينې خبرې خوند نه راکوي، چې په خوله يې يادې کړم. د يوه قوماندان سره مې شپه وه. هغه راته ټولې کيسې وکړې، هغه په خټه ترکمن دى، مېرمن يې تاجکه ده. ولې ما سره له پخوا نه دوست دى. په غير له تنظيم او جهاد نه ما او هغه ډېر کلونه سره يوځاى په څو جبهو کې سره تېر کړي دي. يو له بله مو هېڅ پټ نه دي. ددې ماشومانو په رايستو کې راسره تر پايه مرسته وکړه. پېګانه اّبل بېګاه مې ورسره شپه وه، د تېرو څو شپو تېرې شوې کيسې يې راته وکړې. هغه راته دا خبره هم وکړه:
ويلې په غېر له دغه کلي، يانې ستاسې کلي نه په غير نورو کليو کې هم همدغسې عمليات شوي دي، خو يره په دې کلي کې له حده زيات ظلم شوى دى. ما وى د ظالم بچي ته په دې عملياتو کې وى. کسم يې راته وکړو. ويلې ښځه دې راباندې خور شي، چې زه قصدي پخپل کور کې وم. يوه هفته وظيفه کې نه وم، زه خبر وم، چې په دې کليو باندې همدغسې عمليات کوي. زما کسانو به راته راپور راوړو. وخت په وخت به خبرېدمه، غم او غوسه مې پسې زياتېدله، ولې چاره څه وه؟.
دا لا څه کوې، تاته يو بل راز هم وايم، ځکه چې يار مې يې. داسې خبره مې اورېدلې ده، چې په دې سيمه کې د تللو پښتنو نه ځمکې اخلي او کډه کولو ته يې مجبوروي. خو پام دې وي چې زما دا خبره بل چاته ونه کړې. دا يې راته وويل او زه ترېنه بيا رابيل شوم. دلته په بغلان او پلخمري کې اکثره پښتانه دي. که زه او يا ما غوندې څو نور د دوى سره سر ونه خوزوو (د شمالي ټلوالې) سره، دا پاتې پښتانه هم بې ابۍ او سپکاوي ته رسېږي. په زړه مو کله قبلېږي، هغه داسې ورته ډېرې خبري گوکړې. بيا يې وويل پرويز ماما دوى د ټولې کورنۍ احوال مې واخيست. لکه څنګه چې شمس الدين خان ورور پخپلو سترګو هرڅه ليدلي کتلي دي، هماغسې شوي دي، خو خلک لا په کلي کې د اصلي واقعې او پېښې نه سم خبر نه دي. زيات يې پوه دى، چې د کلي ټول خلک يې د ليلى په دښته کې وژلي دي. زه په همدې سبب سره کلي ته دننه ورننوتم نه. له بهره مې ټول معلومات واخيست. کلى ورځ په ورځ تشېږي، کډې ترې روانې دي، ما هم چالاکي کوله، چې ژر ستاسې ماشومان راوباسم. زما له لاسه همدومره کېدل، نور نو ستاسې خپله خوښه ده!.
د خبرو وار مارته راورسگېد:
وروره! تا دې خداى ژوندى لري، ډېر لوى احسان دې په ما واړاوه، ترڅو ژوندى يم، دا مرسته او احسان به دې هېر نه کړم. زما به له خدايه سمه وه ، ګنې په دومره اسانۍ سره دا کار نه کېده. له ښه مرغه، چې پرويز مې په بازار کې وليد او دلته يې راوستم، که نه خدازده په کومو ځايونو به ګرزېدئ؟.
قوماندان صاحب زه داسې فکر کوم، چې دا خلک پښتانه په ترکستان زمين باندې نور نه پرېږدي. د طالبانو دې کور وران شي، ډېر زيات يې قهرولي دي. طالب او ناطالب نه ګوري، خو چې پښتو وايي، بې مرګه يې نه پرېږدي. د ترکمنو، اوزبکو او هزاره و سره دا تاجک ګفته ټول د پښتون په بربادۍ او نابودۍ پسې يې دا ځل بډې وهلي دي. قوماندان شېر خان وويل: هو، هو همدغسې ده، د ټولو يوه خبره ده.
پرويز له د خبرو وار ورغى، ده وويل:
اوس خو مو سر له راغلې ده، د پېښې نه تېښته نشته دى. ولې پښتانه خو بلا وهلي نه دي؟ په اتفاق دې ټول پښتانه په يو اواز سه خارجي راغلو قواوو ته (امريکايانو ته) ووايي، چې دا وطن د پښتنو د اکثريت خاوره ده. له پخوا زمانې نه راپدې خوا يې د خارجي يرغلګرو نه دا خپله خاوره ساتلې ده. دا اوس دا خلک د امريکايي او انګليسي عسکرو او قوتونو په زور پښتانه وژني، له خپلې ځمکې يې باسي او د القاعده او طالب په نوم يې خارجيانو ته په ګوته کوي. دا عمل غېر انساني او غېر افغاني عمل دى. دا خارجي قواوې بايد پوه کړى شي. په کرار کښېناستو خو نه کېږي.
قوماندان د پرويز خبره ونيوله، ويلې ماماجانه! که رښتيا راباندې وايې، په کوم پښتون دا اواز جګوې؟ په دا پېنځه ويشتو کالو کې دې پښتون پاچاهي نه کوله، خو اصلاً هغوى له سره پښتانه، نه وو. د پردو غلامان وو. سبا ته همدا خبره ده او بيا هم همدغه حال دى.
د پښتنو کيسه دې مفته ده، د ځان، مال او بچو غم وخورئ، پښتانه پرېږده، چې تشې لاپې شاپې وکړي. هغه پخواني پښتانه، نه دي پاتې.
ما بيا د خبرو وار ونيو، ما وې: شېر خان قوماندان صيب ستا د خبرو سره زه موافق يم، خو يوازې دومره ويلى شم، چې داسې هم نه ده، چې دوى څنګه فکر کړى دى. په افغانستان کې ټولو سياسي ډلو ټپلو خپل وار تېر کړو، هر چا د افغانستان خلکو ته خپلې نادودې پرېښودې. نن دې شېر پنجشېر او شمالي ټلواله هم خپل وار تېر کړي. ولې دا ناروا چې دوى رااخيستې ده، هېچا په تاريخ کې داسې نه دي کړي. لکه چې دوى وکړل. په افغانانو هېڅکله د چا بدل چاته نه دى پاتې شوى، ترڅو به داسې وي. زموږ غټ عېب او قصور دا دى، چې سره په اتفاق نه يو. پخوا هم همدا خلک وو، دوى له مونږه څل وهلى نشو، خو له دا ځينو پښتنو له لاسه په موږه داسې شپې ورځې راغلې دي. ټولې نړۍ ته يې لکه د ببو غوندې وروپېژندلو. ته والله د يوه ملک پاچاهي چې طالب ته پاتې شي، نو د داسې ملک به څه حېثيت وي؟ قوماندان صيب، چې رښتيا راباندې وايې، دا کارونه چې دوى وکړل، د اسلام په تاريخ کې کله داسې شوې دي؟.
مطلب د پښتون شمله يې راټيټه کړه. طالبان خو دبل چا په مرسته د څو تنو لوړ پوړي خرڅ شوي غلامان طالبان وو، چې پخپله مخه ولاړل. په نوم طالب خو يې ټول پښتانه دل کړل. اوس نو بله چاره نشته دى، هرڅه چې دي په ځان به يې تېروو. پرويز رانه خبره ونيوله. ويلې شمس الدين خانه وروره! راځه چې اوس ددې خپلو ماشومانو او د خپل سر غم وخورو. شپه په وتو ده، اوس به خپلې خبرې وکړو. ته څه تصميم لرې، چې څنګه وکړې؟.
ما وى زه خو وروره تاسې ته صفا خبره کوم او هغه دا چې زه چې ژوندى يم، نور به خپل کلي ته لاړ نشم، ځکه چې په کلي کې څوک نه دي پاتې. اوس نو هلته ژوند خوند نه راکوي. ځمکه او کلا، مالونه مې دهقان ته پاتې دي. زړه مې دى څه موده وروسته دغه ځمکه کلا هرڅه خرڅ کړم، څو خپل وطن ته لاړ شم. پاتې ژوند د خپل پلار نيکه په پخواني کلې تېرکړم. سبا ته به له خيره د کابل په لور وخوزېږو. رښتيا قوماندان صيب! د سالنګ لاره څنګه ده، تګ راتګ پرې کېږي؟ هغه وى: هو تر پرونه خو د سالنګ لاره خلاصه وه، چې خلاصه وي ښه ده. موږ به سهار ته په خير سره له تاسې نه رخصت شو. قوماندان شېرخان وويل: ماما ولې يو څو شپې خو به مو راسره تېرې کړې واى. ما وى: تاسې دې الله ژوندي لري، که ژوند باقي وو، زه يو ځل بيا څه موده پس بېرته دلته راځمه. پرويز وويل: سمه ده تاسې دې خداى په خير سره خپل وطن ته ورسوي، موږ به تر هغې دلته يو نو ترڅو چې وروسته نور څه پېښېږي. نور نو شپه زياتې په وتو وه، قوماندان وويل: اوس به ويده شو، سهار به له خيره بيا څنګه چې ستاسې خوښه وه، هغسې به وکړو.
شپه تېره شوه، سبا شو. وختي لمانځه ته پاڅېدو، وروسته بيا چاى وڅښل شوې. قوماندان شېرخان وختي يو تن په موټر پسگي بازار ته لېږلى و. لږه شېبه وروسته هغه راغى. ويلې موټر مو دربس تر کابله نيولى دى. موټروان ويلى سورلۍ دې راوله، چې حرکت وکړو. د سالنګ لاره نامعلومه غوندې ده، څومره چې په وخت لاړ شو، ښه ده. ما خپلې مېرمنې ته وويل واړه درسره سنبال کړه، چې ځو په خير. په دې وخت کې قوماندان شېرخان او پرويز دواړو جېب ته لاس کړو، پيسې يې راووېستې او ماته يې ونيولې. شېرخان پيسې زما جېب ته راختا کړې، ما بېرته ورکړې. ويلې وروره! ته په سفر ځې، ماشومان درسره دي، چېرې بند پاتې نشئ. ما وى کور دې ودان. زما مېرمنې له کوره ځان سره پوره پيسې راوړې وې. ګومان کوم، چې خداى به مو بگد نه پاتې کوي. د هغه مور او ماشومان، مېرمن يې او موږ ټول سره په يوه ځاى لاسونه پورته کړل، دوعا مو وکړه. بيا ما هغوى ته وويل: ستاسې ښېګڼې به نه هېروم. تاسې دې الله ژوندي لري. قوماندان صيب، پرويز خانه څو ورځې وروسته به زموږ د کور، کلي، ځمکې او زموږ په دهقان به درسره ټينګه وکړئ، چې په هرڅه ورسره پام وکړي. زه په خير سره بېرته زر راګرځم او که دې وکولاى شواى، زموږ دهقان ته د کوم باوري سړي په خولې ځواب ورولېږه. ورته ووايه شمس الدين روغ جوړ دى، خپل واړه يې د څو ورځو لپاره مومنددرې ته بيولي دي. څه موده وروسته بېرته راځي. زما خو اصلي خبره ستاسې سره ده، چې زه بېرته که ژوندى وم، خپل کلي ته به دوباره ور ونه ګرځم.
زه به بيا په کلي څنګه سترګې ولګوم؟ وروڼه، خپلوان او کليوال به نه وي او زه به يوازې په کلي کې ژوندى ګرځم. نه، نه دا نشم کولى. پرېږده، چې زه هم خپلو کليوالو او پښتنو ته خپله پښتو او ننګ وروښيم. پرويز جانه که چېرته کلي ته لاړې، په ټول کلي او کاڼو بوټو باندې به زما سلام وايې.
اوس نو د خداى په امان، د کور له ټولو غړيو نه مو مخه ښه راواخيستله. يوازې شېر خان او پرويز راسره تر موټره ولاړل. د پلخمري ښار د کابل موټر تم ځاى ته ورسېدو، زموږ موټر تيار و، ماشومان موټر ته وروختل. ما له قوماندان او پرويز نه خداى په اماني واخسيتله. دوى لا ولاړ وو، چې موټر روان شو. هغوى راته لاسونه خوځول، چې زموم موټر په دوړو کې راپناه شو.

پـــــــا ى
de Laila Dakhta Nawal
Akhra Barkha By: MohammadaJan Yar, Germany

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←