کاغذ پران بازان
Kite Runner
د اطلاعاتو وکولتور وزير ښاغلي عبدالکريم خرم په افغانستان کې دKite Runner کتاب له مخې جوړ شوي فلم بنديز ولګاوه، په دې کتاب کې اته ځايه داسې په نښه شوي چې د افغانستان ديني، ملي او کولتوري ارزښتونه ګواښلي شي. ماته له دوو کالو وروسته دغسې بنديز هغه هم د اطلاعاتو وکلتور وزير له خوا ددغه فلم و کتاب اشتهار او اعلان ښکاره شو، هغسې اعلان چې د مشهورو فلمي ستورو له اړخه يې مشهورې کمپنۍ د خپلو توليداتو او مصنوعاتو په اړه د تلويزيون او نورو وسايلو له اړخه وړاندې کوي. که نه يو نيم کال د مخه د کتاب ليکوال خالد حسيني په کابل کې ولسمشر کرزي خپل حضور ته ومانه، ددغسې يوه اثر د خپاروې مبارکى يې ورکړه او د چا خبره ښه يې ونازاوه. موږ د ملى تلويزيون په سکرين ليده چې ښاغلى کرزي خالد حسيني ته څرنګه په دغه کتاب د زړه له تله مبارکي وايې او دخپل هيواد وياړ يې پيژني.... د کتاب منځپانګه، اسلوب او ژبنى معيار به دومره و که نه، خو په کومه چټکتيا چې لويديز مطبوعاتو د کتاب په اړه د نړۍ له يوه سره تر بل، ستاينيز او تبليغاتى کمپاين وچلاوه او کومه دروغجنه تلوسه يې رامنځ ته کړه هغه ددي ښکارندوي وه چې دغسې ستاينې فرهنګي نه بلکې سياسي موخې لرلې شي.
انګريزي ژبپوهان او اديبان په دې اند دي چې د ناول په ډګر کې تر اوسه هغه ليکوال راج چلوي چې انګليسي يې مورنۍ ژبه ګڼلاې شي. که څه هم هندي، پاکستاني ليکوالو په دې ډګر کې له پخوا منډه اخيستې، خو د خشونت سنګ د (ټرين ټو پاکستان) په ګډون يې د انګريزي ناولونو ليکو ته مخه ونشواې مونداې. ځکه خو دغو ناولونو هغسې مقام خپل نشواې کړاې چې د انګليسي ادبياتو له کورنۍ يې وشميراې شو. له همدې ځايه سلمان رشدي اړ شو د شا له دروازې يا په بله وينا د غلو له لارې هغسې يوه ډاکه واچوي چې که دغې کورنۍ ته مخه پيدا کړاي شي. رشدي پر دغه ډاکه په انګريزي ادب کې يوه سوړه رامنځ ته کړه او په دغه سوړ کې يې ځان ته ځای وموند.
د ادبپوهانو په وړاندې د رشدي ليکنې د انګريزي ادب له بې دريغه پيوندو رامنځ ته شوي، ډیری يې د مشهورو ليکوالو د اثارو څرګنده نقالي ګڼي. د رشدي له خوا رامنځ ته شوې سوړه کې ډيرو نورو ليکوالو هم سرونه ننيستل، تسليمه نسرين، خالد حسيني په دغه سوړه ورننوتل. د رشدي له خوا رامنځ ته شوې اسلوب، يوه بده لاره او تيږه وګرځيده، هغه دا چې په لويديز يو شمير ليکنې د مسلمانانو د زړو ځورولو په مټ پاموړ وبلل شوي، که نه ادبپوهانو د رشدي او ده ته ورته لیکنې ستومانوونکې او سکښت نا انډوله بللې په دغو ليکنو کې همدا زړه ازاروونکی پاينټ دی چې ليکوال يې په لويدیز کې ځلولی شي. د خميني فتوا او جذباتي مخالفتونو د رشدي کتابونه راپورته کړل، که نه دا کتاب (شيطاني ايتونه) به ډیر ژر په خپل مرګ مړ او د ادب په هديره کې چيرې په کوم نومورکي قبر کې ښخ واې. په لويديز کې ددغو کتابو ځلاينه په همدې مټ رامنځ ته کيږي چې د ختيزوالو او مسلمانانو ژوند و کولتور پکې مسخره شوي. لويديز ته له ختيز ورغليو ليکوالو خپلې ځلاينې ته همدا لنډه لار غوره کړه او له همدې امله يې د لويديز د ايرو په نغري کې د پله نښه څرګنده شوه. که نه د خالد حسيني کتاب د يوه ملت له سپکاوي پرته بل څه لري؟
له ده سره د خپل ناول لپاره نه د مطالعې ځواک شته نه دمشاهدې پراختيا، هماغه د ماشومتوب څو سوليدلې يادونه او اوريدلې تکراري کيسې چې د خپل لويدیز ځپلي رويې او ليد په کچکول کې يې راټول کړي، که نه د خپلې ټولنې له ارزښتونو او کولتوري هغو دومره ناخبره دی، چې الف بې ته اړ ليډل کيږي، دغسې ليکوال د خپل هيواد او ټولنې پېښې د لويديز له سترګيو ګوري په هماغه تله او کاڼي يې تلي او د لويديز د خوښي لپاره په خپلو هغو خاندي او سپک يې ګڼي. کتاب د واره د ژباړې ډګر ته ووت اتومات پاکستان خپرونو اردو ته واړاوه، Paramount کمپنۍ يې په مټ د فلم اعلان وکړ، لوبغاړي يې وموندل او په حيرانونکې چټکتيا يې فلم بشپړ کړ. او چې دا هرڅه بشپړ شول، د فلم ډيويډي رامنځ ته شوې د بنديز اعلان يې نوې پبلسټيى ته مخه وړکړه، په دې توګه فلم او کتاب دواړو پاموړ لورى په نښه کړ، سړى ويلې شي چې دغه کتاب او ليکوال يوه پلا د ولسمشر کرزي له خوا په لمانځنه او درناوې او دادې بله پلا د اطلاعاتو وکولتور وزير له خوا د بنديز پر اعلان داسې تلوسه را پورته کړاې شوه چې په ګرانه به څوک ددغه فلم او کتاب له ليدو او لوستو زړونه صبر کړاې شي. په باور سره دغسې چانس به تر اوسه هيڅ ليکوال، فلم او کتاب نه وې تر لاسه کړي. هغوي چې په انګليسي ژبه کې د ليک او مطالعې لاس او وړتيا لري ددغه کتاب انګليسي متن ستومانوونکى، او له هغو معيارونو ډير ټيټ ګڼي چې نن سبا دغې ژبې خپل کړي، دناول په کچه دغسې ژبه او چوکاټونه کله هم دښه ناول اډانه نشواې برابرولي. ويل کيږي د امريکا ميډيا دغه فلم د لوى اختر په شپو کې (سپتمبر ۲۰۰۷ ) نندارې ته وړاندې کړ.
دغه ناول او پرمټ يې جوړ شوى فلم د ملي شرافت او د افغانستان پر کولتوري او ديني ارزښتونو د تيرى هغه ګام دى چې ځواب يې ښايې له ښاغلى ولسمشر کرزي تر لاسه کړاې شي. څرنګه چې ښاغلى کرزي د خپلو په پرتله د بهرنى پوځي ملاتړ په څير پر بهرني مطبوعاتي بهير تکيه اړينه ګڼي ځکه خو کورني مطبوعاتو د ارګ پر وړاندې هغسې موقعيت او ارزښت ونشواې مونداې. چې د ناټو ايساف امريکا پوځونو او امريکايي زندانو راج پاى نه وي موندلي، د افغانستان ملى ارودو او قانونى رغښتونه هغسې نشي جوړيداې چې د ترهګرو پر وړاندې خپل موقعيت کره کړاې شي. تر هغې چې ارګ د خپلو معلوماتو لپاره په بهرني پريس مينه ماتوي او خپلې ورکې د اوشنګټن ټايمز په پاڼو کې ګوري افغان مطبوعات به کله هم د خپل مطبوعاتي معراج لورى ونشي ټاکلي. بهرنى تکيې زموږ استعدادونه، ډاډ او اعتماد شل شوټ کړ. دا تکيه که پرون په شورويانو ، عربي شيخانو او پنجابيانو کيده او نن په امريکايانو او لويديزوالو، زموږ ملي روحيات يې وځپل او موږ يې د خپلو صلاحيتو، هيلو، موخو او په ټوله کې ملى شتون او پايښت په اړه د بې توپيرى او بې ايمانى کندې ته ورغورځولو. د ارګ پروړاندې افغان مطبوعات ځکه مهذب نشواې ګڼلاې چې د ښاغلى کرزي سلاکاران او د ارګ غلام بچه ګان هغه د ارګ د اخلاقو او درباري ادابو منافي پيژني. له همدې ځايه ولسمشر کرزی او حکومتي لويان بهرني مطبوعات ګوري او دخپل هيواد د پيښو، حالاتو څرک او غبرګون پکې لټوي. ښاغلي کرزى ځکه خالد حسيني نازاوه چې امريکايي خپرونو پړسولى و. د امريکايي خپرونو اکاډميک اړخ په باور سره له افغان مطبوعاتو لوړ و اوچت دى، خو د ربړو، پېښو، حالاتو او پرمختياوو په اړه چې افغان مطبوعات کومي ژوري ليدلې او څارلې شي بهرني هغه يې مخه نشي موندلې. له بده بخته چې کرزى صاحب ته دخالد حسيني څېره د امريکايي مطبوعاتو په هېنداره کې رڼه بريښدلې وه. که ارګ دغسې څيرې او واقعيتونه د خپلو مطبوعاتو په هېنداره کې ليداې شواې، په باور سره به له دغسې تيندک او رسوايى سره نه واې مخامخ شوي. هغه چې ولسمشر يې نازوي او وزير يې په غندنه ځان اړ بولي. کرزي صاحب ته ښايي څرګنده وي چې مطبوعات د خپلو وګړو، مزاج، غوښتنې، اړتياوې، کولتوري او معلوماتي تنده پاموړ ګڼي او خپلې خپرونې په همدغه ليکو غزوي، دا يواځې موږ يوو چې د خپل هيواد د حالاتو، پېښو او پرمختياوو په هڅه او لټه کې په بهرني پريس پسې لالهانده يوو، تردې چې اوس يې دداسې يوه موډ بڼه خپله کړي چې ډيرى يې دخپلې پوهې د اثبات سند ګڼي. ماته د علامه اقبال د اردو او فارسي شاعري د کتنې او پرتلنې په بهيرکې څرګنده شوه چې علامه اردو شاعري د خپلو وګړو د ذهنيت، سوچ، مزاج، اړتياوو، غوښتنو، ګواښنو په پام کې نيولو له مخې کړي، کله کله لوستونکى داسې ګني چې د علامه د اردو او فارسي شاعرى مخاطب يو ونشی ګڼلای، مانا دا چې د اردو شاعرى پيغام، انداز او موخې يې له فارسي هغه بيلې دي داسې لکه د پاکستان اردو او انګريزي مطبوعاتو چې خپلې موخې رويه، مخاطب او لارې په پام کې نيولې. په دې اړه د ځانګړې مقالې اړتيا ده چې که خداى کول په راتلونکى به يې خپره کړو. ددې لنډې يادونې مانا دا چې زموږ لويان د خپل وران ويجاړ هيواد ربړو، ننګونو، ګواښنو، اړتياوو ته د بهرنيو دوستانو له سترګو ګوري په داسې حال کې چې په دې اړه د هغوې ليد، ګټې، روش او اهداف څرګند دي. لويديز په يو وار پر موږ د خپلې دموکراسی تپلو ته اړم دۍ
موږ يې هم په کاپی کولو بوخت يوو، خو هغه لار او لوری نه مومو چې په مټ يې لويديزوالو د دغسې کورنيو جګړو، بدمرغيو او دربدريو څخه ځانونه وايستل. له همدې ځايه زموږ حکومتي لويان له خپلو وګړو سره د پوهاوې په داسې يوه ستونزه اوښتې چې تر مخې يې د جګړو، ورانيو او برباديو ديوان د نويو وحشتونو په رامنځ ته کولو کې د پرانيستي لاس مخه موندلې، که دا لټون خداى مه کړه ناکام او دا ورکه ونه موندل شوه روان تشدد او خشونت به ديوه موډ او کلچر په بڼه ټولنه کنګال کړي.
