اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

کرزى صاحب اداري فساد اوه کلن شو مبارک دې شه

اداري فساد په هېواد کې اوه کلن شو،خو دافغانستان نوم هم ورسره دنړۍ دناکاره دولتونو په ليست کې وليکل شو،په همدې موده کې دغې کرغېړنې پديدې ټولې دولتي ادارې،له اجيره ،تروزيره، پورې له ځان سره ملګري کړل،او ورسره جوخت بهرني موسسې هم داداري فساد له لارې ،په غدارۍ بلد شول.

دطالبانودامارت له نسکورېدوروسته،يوه شومه پديده د اداري فساد ترنامه لاندې دنوي حکومت په رامنځته کېدو سره،د"ولسمشر حامد کرزي"په راتګ سره افغانستان ته سترګې خلاصې کړې.
په دولتي ارګانونو کې اداري فساد په همدې اوو کلونوکې ،په لوړه کچه زور واخيست،ان تردې چې د"ولسمشر حامد کرزي" ډېر نېږدې دوستان چې پرهغه ډاډمن هم وو،او د لورينې له مخې هغوی ته د دولت لوړ پوستونه هم ورکړل شول، چې دلنډې مودې په تېرېدوسره،دغه کسان هم په فساد ککړ شول،اواداره هم ورسره نوم بدى شو.

په همدې اوو کلونکې دباران،او واورې،پرځاي په افغانستان کې له نړۍ څخه ډالر راوورېدل،که چېرته يوه پاکه اداره موجوده وي،او ورېدلي ډالريې په اړو برخو لګولي واي افغانستان دې حالت ته نه رسېده.

داڅرګنده خبره ده چې افغانستان ته نوې څېره ورکړل شوې ده، اوداهغه څېره ده چې له دېرش کلنې جګړې وروسته دمليونونو افغانانو دوېنې په بدل کې راغلې ده، که څه هم دافغانسان اوسنۍ حالت دومره ښه نه دې چې ورنه يادونه وشي ،خوتوپېريې داد ۍ چې ديرش کاله وړاندې د دې خاورې وګړي ،د هيواد دغدارانو په لاس وژل کېدل،چې اوس هم له تېر وخت نه زياد دبهرنيو،او کورنيو غدارانو له خوا په لوړه کچه وژل کيږي،چې له بده مرغه حالت ترينګلي دۍ.

په ټولو حکومت کې فساد چارې پر مخ وړي،قانون او عدالت خپله ټغره ټوله کړې ده،له يوې خوا نا امني،له بلې خوا دخوراکي موادو نشتوالى،ورسره جوخت نورې ستونزې لکه دبرېښنا نه شتون او دنفتي ټيټ کيفيته موادوګرانېدل ،هغه خواشينوکي موارد دي چې داداري فساد واکمنتيا په ګوته کوي.

داوو کلونو په ترڅ کې افغان دولت په بيلا بيلو نومونو هغه ادارې جوړې او ړنګې کړې، چې هغوي ته د اداري فساد پروړاندې دمبارزې دنده ورکړل شوې وه، چې دجوړو شو څانګو چارواکي له ېوې ټاکلي مودې وروسته،اداري فساد ته دودې ورکولو په چارو بوخت شول اوځانو نو ته يې دګلخانې له ماڼۍ نه عصري بلدنګونه جوړکړ.

ولسمشر "حامد کرزى" دې داسې يو دولتي چارواکى چې ،په اداري فساد ککړوي او هغه ته سزار ورکړل شوى وي را ودې ښيي،سره له دې چې دحکومت په ډېرو لوړو پوستو نو کې په اداري فساد ککړکسان په دندوګمارل شوي دي،او اوس هم موجود دي،نو د دې موضوع پربنسټ څنګه ممکنه ده چې له اداري فساد سره مبارزه وشي.

بل داچې په اوس وخت کې دحکومتي ادارو ترڅنګ،په بهرنيوموسسو کې هم اداري فساد ته رنګ ورکړل شوى،او کومې مرستې چې له بهرنيو هېوادونوڅخه رادننه کيږي،دفساد ککړوافغانانو په مرسته بېرته بهرته لېږدول کېږي، چې داوو کلونوپه تېرېدوسره دې ټکي ته اوس دښاغلي کرزي پام شو.

چې دښاغلي" کزي "په وينا دا د اداري فساد بهرنی اړخ دۍ،او کورنۍ اړخ يې دافغانستان په ټولو دولتي ادارو کې پروت دۍ،که چېرته ولسمشر"حامدکرزي" د اداري فساد پروړاندې دمبارزې،اولمنځه وړلو ګواښونه چې اوس يې کوي،هغه يې شپږ کاله وړاندې کړي واى ده ته دکارونو پروړاندې هغه لويه ستونزې چې اوس ورسره لاس او ګرېوان دۍ شتون بې نه درلود،او له بلې خوا به دهېواد چارې هم پرمختګ کوو.

ډېر داسې کسان راغلل او په لوړو دولتي ادارو کې ،لکه لوى څارنوالۍ، د اداري فساد پروړاندې په جوړشوي پخواني څانګوکې، په دندو وګمارل شول چې هغوي دخپلو خبرو په هره يوه برخه کې د اداري فساد پروړاندې دجهاد لافې،اوباټې ويشتې،چې ښاغلى" کرزى" هم دهغه کسانوپه دې تشو اوتوبوتو زړه خوشحاله کړى وو،حال داچې ،تش دخبرو جهاد او مبارزې وې، چې په اصل کې دغو کسانو دخپلو جوبونو،ډکولوته داډول شعارونه ورکول،او هغو کسانو افغانستان دنړۍ په کچه نوم بدی کړل.

اداري فساد لومړى له قضايي څانګوڅخه پيل ترکشفي ارګانونو پورې، له رسینۍ نه بیا تر سوداګرۍ پورې يې لاره پېداکړه،نورهغه وخت وو چې مخ نيونه يې سخته شوه،په اوس وخت کې دفساد په کرغېړنې پديې ککړې ادارې دهيوادقضايي، اوکشفي څانګې دي،او داهغه خبره ده چې ټولو هېواد والوته جوته ده، په دې اړه څرګندونو ته اړتيا نشته.
اصله خبره د اداري فساد پروړاندې دمبارزې په نړېواله ورځ کې دولسمشر" کرزي" په هغو څرګندونو باندې ده چې نوموړي په دې اړه يوځل بيا دکلکې مبارزې هوډ وکړ،اود(اداري فساد پروړاندې دمبارزې دڅارنې)په نامه نوې جوړه شوې ادارې ته په خپلو خبروکې دارګ له ماڼۍ څخه پیل ،په ټولودولتي اداروکې د غښتلي مبارزې دنده وسپارله،نواوس څنګه ممکنه ده چې په فساد باندې له ککړو اشڅاصو څخه داداري فساد پروړاندې د مبارزه په لاره کې کار واخیستل شي .

اداري فساد هغه ککړه پديده ده چې دنړۍ ټولو دولتونو تجربه کړې ده ،مګر ديوې لڼدې مود لپاره، وروسته له دې چې ددولت مشرتابه په خپل هېواد کې دفساد پروړاندې دمبارزې ملا وتړله هغه به يې ورک کړ،خوپه افغانستان کې اداري فساد داساسي قانون موقف غوره کړی، دبیلګې په توګه ،ديوې دولتي ادارې يو عادي مامور ته چې مراجعه وشي او دهغه يو لاسليک ته اړتياو پرته له دې چې رشوت وانه خلي هغه کارنه اجراکوي،لامل یې دا دۍ چې په ټول نظام کې اداري فساد حاکمیت لري.

د وزارتونو په کچه رشوت او په رسمي معاملو کې دډالرو راکړه ورکړه رسمي بڼه ځانته غوره کړې ده،نوولسمشر سره له دې چې د دې خبرې پخلى کوي مګر درټلو، اود لمنځه وړلو حق بيا ځان ته نه ورکوي،چې داداري فساد دودې يو بل لامل همدغه ټکى دۍ،او که چېرته د دې موضوع په اړه ژور فکر وشي،دافغانستان له کشره ،بیا ترمشره پورې چارواکي دخپلو شخصي ګټو په لټه کې دي، او دملت درد په هېڅ وخت کې ورسره نوي، او د دې ډول اشخاصو یوازینۍ غوښتنه داده چې له کومې لارې ډالر،او دچا په مرسته ځان ته موقف پیداکړي.

د بیلګې په ډول ،د لنډ محالې ادارې له جوړېدو ورسته،د اداري فساد دزېږدو،په اړه نه په افغانستان کې او نه هم دافغانستان دنظام جوړونې په اړه له هېوادنه بهر په نړېوالو ناستو کې خبرې وشوې،او په پټو سترګو هغه ډاله مارن چې ، دطالبانو دحکومت پرمحال په افغانستان کې نوو،او يا هم که وو، په غارونو کې پټ وو، چې دنوي حکومت په راتلو سره هغوی هم له غارنو څخه راووتل او په ناکاره کابينه کې دغه کسانوته ديوه غوره شخصيت،اوکارپوه په توګه عالي موقف ورکړل شو، چې دهغوی له برکته د دې خاورې مظلوم اوسېدونکي نور هم ورټل شول .

که چېرته دکابينې دجوړولو پرمهال او سنۍ ستونزې ته هم فکر شوي واي،او په چاروکې بې اړخه اوخپلواک کسان ګمارل شوي واي، له شک پرته چې،دافغانستان دولت به اوس ډېرې لاسته راوړنې لرلې،نواوس دهېواد ولسمشر سره له دې چې کاري موده يې هم مخ په ختمېدو ده، د اداري فساد پروړاندې دمبارزې توره شرنګوي،حال داچې دافغانستان خلک نور نو له وچو، او لمدوو وعدوله اوريدولونه ستړي شوي دي.

داځکه چې دافغانستان ټولې دولتي،شخصي،کورني ،اوبهرني ادارې په اداري فساد ککړ دي،ښه بيلګه يې دافغانستان دسوداګرۍ وزارت يادولى شو،چې څوورځې وړاندې دياد شوي وزارت مشر "مير محمد امين فرهنګ" دبيکفايتۍ،په اداري فساد لاس لرنه،د بيکيفيته نفتي موادو له راواردولوڅخه نه مخنيوي،او دې ته ورته په نورو بې عدالتيو ککړ وو چې دولسي جرګې له خوا تراستيضاح وروسته له دندې لرې کړى شو.

که چېرته ولسمشر" حامد کرزي" دحکومت دارۍ له پيل نه د اداري فساد پروړاندې دمبارزې غږکړي واي ،او په دې کرغېړنې پديدې ککړ کسانوته يې داسلامي قوانينو پربنسټ سزارورکړي واي،د حکومت او خلکو ترمنځ دومره واټن نه رامنځته کېده ،لکه اوسنۍ واټن چې رامنځته شوى، یوڅه چې ډېر دپام وړدۍ هغه له ځینو ستوزوڅخه دولسمشر" کرزي "نه خبرېدل دي،او داهم نه ده څرګنده چې ارګ میشتي چارواکي،په هېواد کې له یوشمېر راولاړو شو ستونزو څخه ولسمشر" کرزي" ته دحقیقت پر کرښو ولاړ خبر ورکوي او که نه،چې دا خپله یوه پوښتنه،او دفساد یوه ښکاره نښه ده.

بله دپام وړ خبره چې داداري فساد دلازياتېدوپه برخه کې شتون لري ،هغه د ديموکراسۍ حاکميت دۍ،ديموکراسي تش په نامه هغه خبره ده چې ،تراوسه پورې دد ې خاورې له نيمايي څخه زيات وګړي يې پر تعريف نه پو هېږي .

او په ځغرده دا هم ويلايشو چې دولسمشر "حامد کرزي" په اداره کې دغه تش نوم چې، ديموکراسي ورته ويل کيږي، او لا تراوسه افغاني تعريف ورته نشته دحاکميت لوړو پوړيوته ورسېد،تردې چې له دې ورک نوم نه په ګټې اخيستنې سره دفساد، او بدې اخيستنې ګامونه دارګ تر ماڼۍ پورې خپلې رېښې وغځولې.

نواوس لازمه ده چې دافغانستان ښاغلى "ولسمشر "کومه لاره چې له هغې نه په ګتې اخيستنې سره په هېواد کې اداري فساد له منځه وړي را په ګوته کړي، حال داچې د دې رټل شوي پديدې دورکولو لپاره خاصه کړنلاره نه ده موجوده،پرته له دې چې دافغانستان په ټوله کابينه کې ژور بدلون رانه ولي نو اوسنۍ هڅې،اوترخوايې دښاغلي" کرزي "ترخه ګواښونه به يوځل بيا دهواپه څپو پاتې شي.

داخبره ټولو هېواد والو ته معلومه ده چې ولسمشر" حامد کرزى"، دخپلې دولت دارۍ په ټوله موده کې دې ته ورته ترخه ګواښونه ،او ورسره فرمانونه چې عملي بنې يې نه لرلې ډېر صادر کړي ،چې خلکوته يې يوازې اوريدل ،او لوستل پاتې شوي دي،او دعملي کيدو نښې يې نه شته، نو اوس څنګه ممکنه ده چې په يوازې ډول ،ولسمشر "داداري فساد پروړاندې مبارزه وکړي، حال داچې د ده نور ملګري په فساد ککړ، لاسونه يې دملت په وينو رنګ،او خزانه يې د دې هېواد دکونډو ،او رنډو، له حق څخه دک دي.

په پاى کې دومره ويلي شم چې په افغانستان کې داداري فساد له منځه وړل، يو ناشوڼى کار دۍ،چې اوس هر ډول اقدام ورته بې ګټې دى ،يوازې يوه لاره موجوده چې د اداري فساد جرړې له منځه وړلى شي،هغه داچې د افغانستان د جمهوري رياست د دې دورې له پايته رسېدو سره سم، ټوله کابينه دې له افغان ولس سره مخه ښه وکړي،اونوردې د دې ملت، په وينو، او عزت، لوبه پرېږدي، اوداحق دې داځل افغان ولس ته ورکړل شي ،ترڅو دوي خپله د دې خاورې په جوړولو کې هڅې وکړي.

اوداهم څرګنده شوه چې،نه ټوپک، او نه ټوپک سالار دغه هېواد جوړولي شي،او په بهرنيوهېوادونو تړلي څېرې هم خپل ونډه وآزمویله،او داهغه آزمون وو چې د وخت په تېرې دوسره دافغانستان خلکوته، د دې خاورې دوست او دښمن ور پېژانده،نو که چېرته" ولسمشر حامدکرزى" که غواړي چې ،دغه خاورې ته خدمت وکړي،او دتل لپاره فساد له دې هېوادڅخه له منځه یوسي،لازمه ده چې له خپلو ملګرو سره يوځاي د کاري مودې له ختمېدوسره سم دغه خاوره پرېږدي، او نور به هغه وخت وي چې په ريښتيا دښاغلي" حامدکرزي " هغه خبره چې داداري فساد پر وړاندې کلکه مبارزه کوي عملي بڼه به ځانته غوره کړي، چې دغه عمل به "ښاغلي کرزي " او هم ېې نورو ملګروته يوه لاسته راونه وي، پرته له دې دافغانستان تاريخ به خپله پرېکړه تاسو او ستاسو نورو ملګروته در آوروي ،لکه نورته يې چې آورولۍ ده.

د´فایننشل تایمز ´دورځپاڼې چلونکي،او افغان ملګروته یې ګواښ لیک


Abdul Ghafar Popal
Journalist & News editor, Internews Network in Afghanistan
[email protected]
[email protected]
[email protected]
0093777445258
0093786303331

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←