د فخر پښتون مومند بابا ياد
د انساني شخصيت، ټولنې او تاريخي ټولنيزو پېښو کتنه پېژندنه او څېړنه کومه اّسانه او بې مسوْوليته مسئله نه ده- بلکې د هرې ټولنيزې پديدې د پېژندلو او معرفت مسئله تر ټولو مسئلو پېچلې او د غور وړ برېښي. په داسې حال کې- چې هره ستونځه د کره پېژندنې او څرګندونې وروسته د حل کېدو قابليت پيدا کوي.
همدا لامل دى، چې پښتون د بشري ټولنې د يو لرغوني تاريخي پديدې په توګه او د همدغې پديدي د يو ديناميک او ژوندى عنصر يعنې د پښتون بابا محمد ګل مومند د بشپړې پېژندنې او معرفت له پاره هر پېژندونکي او څېړنپوه ته د هغه د ټولنپوهنې د قابليت د درجې څرنګوالى او بشپړ ناپېيلتوب د پام وړ دي.
پوهه د طبيعت زړه سورى کوي. د اسرارو دننه زړه ته ننوځي او د طبيعت د ډېرو پټو مناسباتو څخه ځان خبروي- چاپېريال خبروي او جهان خبروي.دا چې زمونږ وروسته پاتې ساتل شوې ټولنه او ټول افغان کول د وخت نامقدسو ارواګانو په لاس د پېړيو پېړيوراهيسې د پوهنې اوزده کړې څخه بې برخې ساتل شوى دى،دتېر تاريخ دوروسته پاتې والي ډېرتريخ واقعيت تمثيلوي.
د ټولنپوهانو په اند سره د دې، چې دغه قوم ډېر سپېڅلى معصوم او پرښته خصلته قوم دى، خو دا چې د پوهې دقابليت درجه يې کمزورې او يا هم نيمګړې ساتل شوې ده نشي کولى چې د خپلو ملي ګټو بنيادي لورى وپېژني
دوست او دښمن تشخيص کړي، د ملي هويت او مفاخرو پر ضد د ټولو ناوليو ارواګانو د لوبو مرموز پلانونه په خپل وخت، بربنډ او شنډ کړي.
د افغان د دغې مرګونې ناپوهۍ اساسي لاملونه، نيمګړتياو او د افغان ملت خپل منځي بې اتفاقيو، د هېواد ستر پښتون بابا محمد ګل مومند، د ژوند پر ټولو شيبو کې زښت زيات رنځاوه. د ده به د يرغلګر غليم او هويت وژونکو دښمنانو په نسبت د خپل قوم بې پښتو پښتنو ته ډېره کينه راتلله، د ده هيڅ کله په شا تګ نه و زده، ده خپل هوډ او له خپل ملي مرام څخه هېڅکله شا نه ده اړولې او په ټولو مرګونو او ربړونکيو شرايطو کې پرمخ لاړ او د پښتون لويه لمنه يې پرې نه ښودله، ده ته د ملي ارزښتونو اصول تر هر څه سپېڅلي وه. په پښتو ژبې خبرې کول د ده د ملي ارزښتونو د اصولو څخه هغه غوره اصل و، چې په ملي او نړيواله کچه د ملي هويت د دفاع لوى متفکر او د ملي حق پېژندونکى بلل کېږي.
د اوسني ليکوال په حواله بابا محمد ګل مومند د خورشيد خان مشر زوى او مومن خان لمسى دى، چې په 1303هـ.ش کې د کابل ښار د اندرابيو په کوڅه کې ځيږېدلى دى. په حربي ښوونځي کې يې پوځي زده کړه په لوړه درجه پاى ته رسولې ده، د ننګرهار پوځي لوى قوماندان، د دفاع وزير صالح محمد خان ياور او بيا وروسته لوى درستيز شو، د شاهي ګارد عمومي قوماندان، په ترکيه کې پوځي اتشه پاتې شوى دى، د مزار شريف، قطغن، بدخشان د ملکي پلټنې رئيس، د کورنيو چارو وزير او د 1334هـ.ش کال کې د دولت وزير او په پاى کې په 1343هـ.ش کال د لويې جرګې د رئيس د نايب په توګه دنده ترسره کړېده، خو تر ټولو زيات د افغان انګليس په درېيم جنګ کې د خپلواکۍ د بيا لاسته راوړنې په لاره کې د بابا محمد ګل مومند خدمتونه د يادولو وړ وياړونه دي.
بابا مومند په 1319 کال کې د دولت د وزارت له مقام نه لاس واخست او تر 1327 کاله پورې په مزار شريف او ايبکو کې اوسيده، د شاه محمود خان د صدارت په وخت کې کابل ته راغى، د کونړ په نرنګ، جلال اّباد او کابل کې په کرايي کورونو کې اوسېدلى دى او د ګولايي کلى يې خپل اصلي پلرنى کلى دى.
مومند بابا د لوړ کرکتر او کلک هوډ خاوند و. په 1311هـ.ش کال په کندهار کې د پښتو ادبي انجمن، چې د پښتو مجله يې هم خپروله او بيا د کابل مجلې سره يوځاى او ګډه شوه چې بيا ټوله پښتو شوه او اوس هم له سره خپرېږي کابل ادبي انجمن، چې وروسته يې بيا د پښتو ټولنې په نوم لوړ مقام بيا موند او په پاى کې يې بيا د افغانستان د علومو د اکادمۍ په نوم ارتقا وکړه.
په کندهار کې يې رسمي دفترونه په پښتو کړل، طلوع افغان اخبار د ده په امر پښتو شو.
د "پښتو سيند" ارزښتناک اثر يې په دوو ټوکو کې د پښتو ژبې لوى قاموس دى او په 765 مخونو کې په 1316هـ.ش کال چاپ شوى دى، چې د بابا د پوهې ستر ميراث دى. همدا شان "د پښتو د ژبې لياره" چې د پښتو ژبې سوچه ګرامر دى، "لنډکۍ پښتو او پښتونواله، چې په 1327 کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى او په علمي، ادبي فطري او د تل پاتې برياليتوبونو او د ملي هويت د بلېدونکي څراغ په توګه د تل لپاره د پښتنو او ټولو افغانانو د ملي بيدارۍ ذهنيتونه راويښ کړي. (د 40 تلين ياد غونډې ته "ساپي مرکز" بيا چاپ کړل).
همدا شان د پښتنو، پښتونوالې او پښتني ټولنې نابغه مومند بابا ځينې نور کتابونه لکه پښتني روزنه، پښتونواله د پښتو لويه نحو يا معاني او بيان او د پخلي کتاب چې پوره (400) څلور سوه مخونه لري، هم لکه مرغلرې داسې ټکي په ټکى او جمله په جمله پېيلي دي. د بابا مومند فکري بنسټ د پښتو پر قانونمنديو ولاړ دى. د بابا مومند ټوله فکري او علمي موخه د پښتون، پښتو او پښتونوالې په برخه کې تر نورو ټولو زياته وه. د هغه د فکري بنسټ له مخې پښتو بايد سوچه او په نورو ژبو ورګډه نشي، بلکې نورې ژبې بايد د دغې لرغونې ژبې له علمي، معياري ګرامري، ادبي، فولکلوريکي او لغوى غنا څخه ګټې او الهامونه واخلي.
خداى بخښلى د افغانستان ستر ملي، ادبي او نوميالى علمي شخصيت عبدالروف بېنوا صاحب ليکي، چې مومند بابا د پښتو د واحد سبک او ادبي وحدت زښت زيات پلوي و، د پښتو په ځانګړو تورو کې يې جلا نظر او په ليکلو کې هم ځانته جلا سبک غوره کړى و. د بېلګې په توګه غواړم ووايم، چې د پښتو د سوچه والي، اورېدلو، ليکلو او د واحد سبک په ا ړوند د دغه ملي شخصيت نوښتګرانه عملي دريځ دا و:
که به چا يا کوم افغان د ده په وړاندې د پردۍ ژبې لغت استعمال کړ، ده به ورته ويل: ((روکيه! پوه نه شوم څنګه؟؟؟)
که هغه سړي به بيا هغه د پردۍ ژبې لغت استعمالاوه، ده به بيا ورته وويل ((پوه نه شوم څنګه؟)). څو، چې به هغه
سړى پخپله خپلې وينا ته ملتفت شو اوسنى ليکوال 3 ټوک عبدالروف بېنوا – ص 1257 مخ.
خداى بخښلى ملي ادب پوه بېنوا زياتوي، چې مومند ته د پښتو او پښتونولۍ د يو ليوال مشر او مبتکر ليکوال په نظر ګورو. مبتکر يې ځکه بولو، چې ده د پښتو ژبې د ليکنې او ګرامر له پاره په خپل نوښت د توريو نوي شکلونه او نوي تعبيرونه رامينځته کړي دي. (اوسني ليکوال، بېنوا، درېيم ټوک 1256 مخ).
مومند بابا د ملي هويت لوى ساتندوى او خلاق متفکر و. ده به پوره زباتولي ويل چې د پښتو په لوستلو کې هر سړى د خپلې خوښې دى او څنګه چې وغواړي پر هماغه لهجه او سبک پښتو لوستلى شي. خو په ليکلو کې هيڅوک په
علمي او معياري لحاظ ځانته ځانګړى حق نشي ورکولى چې د ځان له پاره جلا سبک او جلا معيار غوره کړي. د
هغه تفکر دا و، چې پښتو په علمي کچ او پښتون له خټې نه په ټولو برخو کې د واحد معيار لرونکى دى او بايد
هېڅکله په ثلث ليکدود او ګډې وډې بڼې ونه ليکل شي. دا؛ ځکه، چې د بابا په اند د پښتو ليکدود بايد د لرغون ليکنې او پخوانيو ادبي، علمي اّثارو په ليکدود لکه د خوشحالخان قلمي اّثار او ځينې نورو پښتو پخوانيو کتابونو په دود چې په ثلث ليکدودونه نه، بلکې په نستعليق ليکل شوى دى، وليکل شي. د بابا په اند پښتو د پښتنو په ولس او ټولنې کې لکه "روح په کالبد کې داسې ده، څنګه چې که په کالبد کې روح نه وي، کالبد هسې خوشې شى دى.
همدغسې که د پښتنو په ټولنه کې پښتو نه وه؛ نو د پښتنو ټولنه به خوشې، شى وي. لکه چې روح له کالبده
بېل شي خورا ښايسته، وجود خراب، بې ډوله او تږمن ګرځي چې څوک ورته کتلى او ورنږدې کېداى نه شي او هر
څوک ورنه تښتي. همدغسې که د پښتنو نه پښتو لاړه؛ نو د پښتنو ټولنه به هم بيدو هماغسې شي، خداى مودې ترې وساتي."
د بابا مومند د پېژندنې له مخې! پښتو، پښتو منل، پښتو ويل، پښتو کول او پښتو چلول، پښتانه په پښتو سره پښتانه وه او په پښتو سره به پښتانه وي."
"د ولس بېلوالى او نفاق په پښتو ورکېږي، ځکه، چې اتفاق او يووالى په پښتو سره راځي، پښتو ده، چې له پښتو نه يو کور، يوه کورنۍ، يو ټبر، يوه کړمه، يو کهول او يو ولس جوړوي.
چې پښتو نه وي؛ نو بيا به مو سره څه وي؟؟؟ په پښتو مو سره سازه وه، په پښتو مو سره سازه ده او په پښتو به مو سره ورانه وي. اهو خود چې په پښتو سره سازه او ورانه ونه کړو نو په څه به يې سره وکړو؟؟؟
که پښتو وه يو د بله خوښ، يو پر بل راضي يو، يو پر بل به ښاد يو.
که پښتو نه وه يو د بله ناخوښه، يو پر بل ناراضه او هم به يو پر بل ښاد نه شو... ښادوالى چېرته او خبره چېرته؟؟
که پښتو وه زه به تا درنوم ته به ما درنوې، که پښتو نه وه ته به ما دګې، زه به تا دګم، ته به ما سپکوې زه به تا سپکوم. دواړه به سره دګلي شو، دواړه به سره سپک شو! ګټه مو څه وکړه؟؟؟
که پښتو وه زما شته ستا دي، ستا شته زما دي. که پښتو نه وه ته به ما شکوې، زه به تا شکوم، ته به ما تالا کوې، زه به تا تالا کوم!
چړې چارې لاس د بري کار دى
پښتو ده چې د وطن نامه، ناموس، شرافت، حيثيت او بالاخره د پښتو د ساتنې له پاره يې پښتانه د سکندر چنګيز، تيمور، انګريز او نورو نړۍ نيوونکيو په مخ کې ودرول او د نامه خاوندان يې کړل، چې تاريخ پرې شاهدي لولي...
هوکى پښتو وه چې د پښتنو يو ټولګى يې تر اصفهانه پورې ورساوه او هالته کې يې ډېر ډېر برياليتوبونه ترلاسه کړل! دا خو پښتو وه، چې پښتنو منځنۍ اّسيا خوځوله، پښتو د منځنۍ اّسيا تالنده (رعد) او پښتانه يې تندر وه.
جنت پر اسلام باندې په پښتو کولو ګټل کېږي، حورې غلمان او د جنت بې شمېره نعمتونه پښتنو ته په پښتو لاسته ورځي او د پښتنو د دواړو کونو د سعادت ضامنه ده.
مومند بابا نه يوازې دا، چې پښتون کول ته يې د پښتو ملي، علمي ستر ميراث راپرېښودى دى، بلکې په ملي کچ د تيري کوونکو، ظلم،استثمار، ولږې، بې کورۍ او د عدم وحدت او افرادو په وړاندې ټول افغانان، ملي مبارزې ته راهڅوي او د خپل منځيو ملي ستونځو د حل له پاره پښتو او پښتونواله د مسئلې د حل يواځېنى اسلوب بولي. بابا مومند وايي: مونږ، خو هم خاوره لرو، اوبه لرو، غرونه لرو رغونه لرو، ډاګونه لرو، ځنګلونه لرو او په نورو، ولسونو، وطنونو کې هم همدغه وي نه بل څه، بلکې زمونږ د هېواد استعداد پر ډېرو هېوادونو زيات دى. زمونږ په غرونو کې هر ډول او خورا ډېر معدنونه دي، چې په بل هېواد کې نه مينده کېږي؟ ککرۍ لرو، ماغزه لرو، لاسونه لرو، پښې لرو؛ نو ولې وږي يو، تږي يو، بربنډ يو، مملکت لرو، نفوس لرو، مفاخر، تاريخ، د وخت حکومت او استقلال هم لرو، نو ولې خوار يو؟ نتلى يو، رټلي يو، سپک يو، ورک يو؟؟؟ ولې؟؟ دا ځکه چې پښتو نه لرو، پښتونواله نه لرو، هر څه رانه نورو تالا کړل، وړي يې دي او ليا وړي يې. کار کوو د بل له پاره، ځانونه وژنو د بل له پاره، وطنونه ګټو د بل دپاره، خپل خپلوان، وروڼه، عزيزان، خپل مشران، خپل کشران سپکوو او وژنو د بل دپاره، دا ولې؟؟
هغوى خپله ډله لويوي، د خپل ولس غم کوي، خپلو وږو ته ډوډۍ پيدا کوي، خپل لغړ او بربنډ پټوي، خپلو بې کورو ته کور جوړوي، خپلو وزګارو ته کار پيدا کوي، خپل وطن ودانوي، خپل واړه روزي، خپل وران اخلاق سموي، خپل علم، خپلې صنايع او توليد ډېروي، خپل مدنيت لوړوي، د خپل قوم د عزت د ساتنې له پاره هاند کوي... مګر زمونږ وجود ټوټې ټوټې دى، په غونډولو کې نه يو، بلکې د بل چا په ټونګ، په دا کې يو چې لا يې هم په وړو وړو برخو او ټوټو ووېشو، پښتني شته والى نشته او نه يې غواړو، د نفوسو ډېر مو څه کوې، چې په لږوالي کې يو، د تربګنۍ ګوندۍ او څه او څه په نامه د پردو په ټونګ سره وژنو، خپله ډله وړوو خپل نفوس لږوو، د ولس غم مو نشته، د هر چا سره د ځان غم دى او د هيچا سره د بل غم پيدا نه شو، د کوم وږي په لاس کې که څه هم روټه يا سوکړګ وي هغه هم ځنې اخلو او لا يې پسې وږى کوو. بربنډو ته جوړانګى هم نه پرېږدو، خلک له کنډرو هم شړو، وزګارو ته د کارمنده کول لا څه کوې چې شپه او ورځ د دى په بې پتۍ او سپکوالي پسې يو، پالنه نشته، خواخوږي نشته، څه نشته، چې نشته هيڅ نشته. دا ولې؟ دا ځکه، چې پښتو نشته او پښتونواله نشته او که د
پښتو له پاره که چېرته پښتو او پښتونواله نه وي هيڅ به هم نه وي- اوسني ليکوال- عبدالروف بېنوا، 1346 (1373-1371)
پښتون بابا مومند د پښتنو، پښتونوالې او پښتو ته د ستاينې وړ عملي، نظري او علمي خدمتونه کړي دي، چې د هېواد په تاريخ کې سارى نه لري.
د ده د سترو او نه هېرېدونکيو ملي، انقلابي او اسلامي خدمتونو څخه يو ستر خدمت دا و، چې د قطغن،بلخ، کندز او د شمال هغه دولتي جبه زارې، نى زارې، ځنګلې او بې حاصله ځمکې چې په هغو کې به انسانان حتى د ورځې له خوا د وحشي ځناورو او چيچونکو خزنده و څخه بيرېدل او بې له بې ځمکو پښتنو څخه بل هيچا په دغو ځمکو باندې نه شواى کولى چې مېشت او ژوند وکړي، اّبادې يې کړي او د حاصل وړ يې وګرځوي، وړيا ووېشل.
ده په لومړي سر کې هغو بې ځمکو او بې کوره کوچيانو ته چې دوى افغانان وه، خو ژوندويو يې په ټول افغانستان کې د کور او ناستې له پاره يوه لويشت ځمکه نه درلوده او د مړو يې د ښخولو له پاره هديره نه وه، د نافذه قوانينو په رڼا کې يې د دولتي ځمکو څخه د وېشل شوي ملکيت سندونه ورکړل. په دې ترتيب سره بابا مومند وکړاى شول، چې د پښتنو له بېلا بېلو ولايتونو نه د افغانستان ګڼ شمېر بې کوره، وږو، بربنډو اوسېدونکو او بې زده کړې ماشومانو ته يې په غونډو، غونډو، د غنمو درمندونه ودرول او ګڼ شمېر ښوونځي يې دغو بې کوره ماشومانو ته پرانيستل.
مومندبابا سره د دې، چې د افغانستان د نورو لږکيو اوسيدونکو ژبو ته زښت زياد درناوى درلود، د هر چا سره يې په پښتو، ښايسته او درنې خبرې کولى. د هغه خبرې د تل له پاره په غونډو او جرګو کې د پښتو، پښتونولۍ او د هېواد او نړۍ د سياسي، پوځي اوضاعو په اړه، د ژورو څېړنو او علمي کره کتنو سره ملګرې وې. بابا مومند، د افغاني ټولنې د ژوند ټول مناسبات په پښتو کې تفسيرول. هغه د اجتماعي ژوند د ودې ټولې قانونمندۍ، اقتصاد، خپلواکي، د خاورې بشپړتيا، مرکزيت، لوړ کولتور، عالي اخلاق، رښتينتوب، ټولنيز عدالت، ولسواکي په پښتو کې او پښتو په پښتونواله کې ليدله. دا د افغاني ټولنې په پخلاييزې ودې کې د يو نوي تزس په رامنځته کېدو سره نوى والى و، کوم، چې عملاً په اوسنيو شرايطو کې د پښتنو د ټولنيز ژوند د قواعدو، اړين تګ لورى روښانه کوي.
