کونړ (ورکه– چغسراى)
د جغرافيوي جوړښت له مخې کونړ په درې برخو وېشل شوى دى او هره برخه يې په بيلا بيلو نومونو نومول کيږي. کوز کونړ، بر کونړ او د خاص کونړ نومونه د خلکو په مينځ کې شهرت لري.د کوز کونړ برخه دننګرهار ولايت پورې تړلې ده چې مهمه ولسوالۍ يې د خېوې په نوم ياديږي. خو هغه برخه چې اوس کونړ ولايت پورې تړلې
پلازمېنه يې اسعداباد دى چې پخوا بيا دا سيمه د چغسراى په نوم هم ياديده.

لرغونپوهان وايي چې په کونړ کې ځنې انځورونه چې په ډبرو کښل شوي داسې انګېرل کيږي چې ښايي زرګونه کاله پخواني وي. هغه مهال چې لوى سکندر کونړ ته راننوت له ډېرو ستونزو سره لاس په ګرېوان شو اّن دا چې د خلکو د ټينګ مقاومت په ترڅ کې ټپي هم شو نو ځکه د کونړ لاره يې په درې مياشتو کې ووهله او د استاد کاکړ په وينا د اسپه زيو (اوسني يوسف زي) او اسواکا افغانانو سره د جګړې نه وروسته د اسمار له لارې بونېر او سوات ته لاړ.

د هېواد نامتو تاريخپوه ارواښاد احمد علي کهزاد هم ډاګيزه کړې چې سکندر د کونړ په دره کې د اوسني چغسراى له لارې چې د پېچ درې په خوله کې پروت دى د نورستانيانو د نيکونو د جګړو له بابته اسمار ته واووښت او بيا له هغه ځايه سوات او بونېر ته لاړ." (افغانستان د رپرتو تاريخ کهزاد 56مخ) پوهاند حبيبي د
کوتړ لرغونى نوم ورکه بولي (تاريخ مختصر…59مخ).

له دې سربېره د کونړ سيمه کې د ځنو لرغونو متونو پر بنسټ د اريکايوم يا اريکاون Ariqaeum يادونه هم شوې ده. ولسن Wilson ويلي دي چې د کونړ سين د اوسپلا Euspla په نوم يادېده. همدارنګه په ځنو زړو متونو کې د "ورکه" ټکى له کونړ نه سربېره د کونړ سين ته هم کارېدلى دى.
دلته د نورستان د خلکو يادونه اړينه بريښي ځکه هغه مهال چې نورستان يو مستقل ولايت نه و تر ډېره وخته د نورستان يوه برخه د لغمان ولايت او بله برخه يې د کونړد ولايت برخه وه خو په لرغوني تاريخ کې بلورستان (نورستان) هغه مهمه سيمه وه چې نه يوازې اوسنى نورستان په کې شامل و بلکې ډېرې نورې برخې هم د بلورستان په جغرافيه کې شاملې وې.

مستر بيلو نامتو تاريخپوه په دې اړه څرګنده کړې ده: " هغه سيمې چې په پخوا وختو کې د اوسني نورستان (بلورستان) برخې وې نومونه يې دا دي: "چترال (کاسګر) پاسين او ګلګت، سري نګر، او د کشمير نورې برخې … " همدا رنګه د" بابر" په مهال هم ( 1504ز) نه يوازې چترال د بلورستان (نورستان) برخه ګڼل شوې بلکې "چغن سراى" او اسمار هم د کاپرستان برخه ګڼل شوې ده. "مسيو بارتولد" د 16 شپاړسمې پېړۍ ليکوال محمد حيدر په قول کاږلي دي چې د کابل له وادي نه نيولې تر کشمير، يارکند او کاشغرستان پورې سيمې د بلورستان برخه وه.
يو جغرافيه پوه "سرهنرى پول" ورته اند لري خو "مارکوپولو" دغه سيمه د "بولور" په نوم ياده کړې ده. ځنې وايي هغه اريايان چې له بلخ نه دې سيمې ته را ورسيدل لومړى دا سيمه د "باختر بالور" چې بيا وروسته د "بيلاور" په نوم ياده شوه او په پاى کې دې کلمې په لږ توپير بدلون "بولور" يا بلورستان او اوس د نورستان په نوم ياديږي.

پخواتر دې چې يونانيان د کونړ سيمې ته را ورسيږي د افغانستان په لرغوني تاريخ کې د "نيسا" په نوم چې ځنې "ديونيزوس" هم يادکړى دى يو ښار ودان وو چې يو شمېر څېړونکو دا په ګوته کړې چې نومړى ښار په اوسني چغسراى (چغن سراى) چېرته چې د کونړ او پېچ سيندونه يوځاى شوي اباد و. ولې کله چې سکندر دې سيمې ته را ورسيد ددې ښار مشر او ريْس وړانديز وکړ چې د"بکوس" په درناوي چې د شرابو رب النوع دى د دې ښاريانو خپلواکي ته بايد غاړه کيږدي. په دې لړ کې د "اکوفيس" وړانديز ومنل شو او په همدې درناوي سکندر ددې ښار له ورانۍ نه ډډه وکړه او له کونړ نه ووت. که څه هم ځنې څېړونکي ټينګار کوي چې ددې ښار په اړه بايد په ننګرهار، لغمان او کونړ کې هر اړخيزې څېړنې وشي چې په رښتنې بڼه دا څرګنده شي چې دا ښار چېرته اباد و. ځکه يو شمېر څېړونکي په دې اند دي چې د "نيسا" او يا د "نيسايا" ښار پلټنه بايد په کونړ کې وشي او ځنې بيا وايي چې داښار په هغه ځاى کې ودان و چېرته چې په لغمان کې د الينګار او اليشنګ سيندونه يوځاى کيږي. يو شمېر پوهان وايي چې "ديونيزوس" ښار دننګرهار ولايت د هډې په سيمه کې اباد و. هره خبره چې وي وي به خو دا يو څرګند حقيقت دى چې کونړ د جغرافيوي موقيعت له مخې له پخوا نه يوه مهمه سيمه وه. د "هيرودت" او "سترابون" څرګندونو او څېړنو له مخې د ګندهارا يا ګنداريس څلور خواوې داسې را په ګوته کوي چې دا هېواد د کونړ، سند، کوپيس KHOSPES او يا کابل تر مينځ پروت دى. خو کله چې د سکندر پوځونه په دغه سيمه کې ځاى په ځاى کيږي دغه سيمه د " ګنداروي GANDARIOI " اويا ګنداروا GANDRWA " په نوم يادوي خو دغه مهال تاريخپوهانو يې څلور خواوې نه دي په ګوته کړي. ولې "الفرد فوشه" دغه سيمه په څلورو مهمو نومونو مشتمله بولي:
پوراشاپورايا اوسنى پېښور
پوشکلاواتي (چارسده)
پولوشا ( PO-LO-KA )
اوداه هند (OUDAH HOUNDA )
دار نګه ډېر لرغونپوهانو او تاريخ څېړونکو په دې اړه اوږدې خبرې کړي خو د ګندهارا پوهانو او ليکوالو ددې سيمې ستراتيژيک جغرافيوي موقيعت د هند او باختر تر مينځه ذکر کړى دى.
د مخه مو د کونړ جغرافيوي جوړښت يادونه وکړه او لکه څنګه چې سکندر د همدې ارزښت له مخې د کونړ له لارې د پنجاب او هند تر ځمکو ورسيد دا رنګه مغلي واکمن بابر هم کونړ ته راغلى دى او پخپله بابر نامه کې کاږلي دي: " له کابل نه د خورد کابل په لار وخوځېدو… د کابل او لمغان (ننګهار) تر مينځ … چې کوم سهار موږ له جګدلک نه روان شو ددې ځاى او لمغان تر مينځ پرتو افغانانو… غوښتل کوتل بند کړي… ډولونه يې وډنګول ايستلې تورې زموږ په لور راوخوځېدل … د نورو د عبرت له پاره مو ټول ووژل." (341 مخ) بابر داځل تر کونړه پورې ځي. خو د هندوستان له تګ نه بيا هم لاس اخلي او بېرته کابل ته ځي. کله چې په کابل کې د ځنو حالاتو په باره کې غږيږي د "ده افغانان" نوم هم يادوي او وايي :" عبدالرزاق ميرزا له ننګهارنه راغىاو په ده افغانانو کې دېره شو." (345مخ ) له دې څرګندونې نه هم د کونړ ارزښت په ډاګه کيږي چې سکندر نه را واخله تر بابره ډېرو فاتحينو له دې لارې هند ته سفر کړى دى له دې سربېره هغه مهال چې اريايان له خپل اصلي ټاټوبي باختر نه د شمير زياتوالي له بابته کوچېدلي دي په ډېرو لرغونو متونو کې راغلي دي چې دغه اريايان د درو او سيندو له لارې کرار کرار له يوه ځايه بل ځاى ته کډه شوي دي. د کابل (کوبها)، کرمې (کرومو)، ګومل (ګوماتي)، کونړ سيند (راسا)، سوات (سوتى)، ارغنداب (سرسواتي)، هلمند (هنومند) او د نورو سيندونو له لارو او درو څخه روان شوي چې بيا يې په هره دره کې په سونو کالونه تېر کړي دي. لرغون پوهان وايي چې د کونړ او چغسراى په بېلابېلو سيمو کې ځنې اولسي کيسې د خلکو په منځ کې دي چې په دغه لړ کې يوه کيسه هم د "ننګرشاه" وه چې خولې په خولې له يوه نسل نه بل نسل ته شوې وه چې بيا ننګرشاه نه "ننګرښار" جوړ شوى ښايي چې اوسنى ننګرهار هم له همدې کلمې څخه اخستل شوى وي. ځکه چې " هار" د ښار په مانا راغلى دى … (د ننګرهار بحث وګورۍ)
ولې لکه څنګه چې مې دمخه وويل چې د کونړ په اولسي او پلکوريکو کيسو کې د ننګرشاه نوم يادېده ښايي همغه خبره وي چې لرغوني اريايان د کابل او لغمان د سيندونو په امتداد د کونړ سيند په لټه اوسني کونړ کې استوګن شوي وي او د "ننګرشاه" کلمه يې ښايي له خپلې پخوانۍ سيمې نه له ځان سره راوړي وي. خو د کونړ د نوم په اړه په لرغونو او پخوانيو متونو کې موږ څه تر لاسه نه کړل. ښايي چې هغه مهال به د پېچ او اسمار سيندونه دومره ډوب او چغر نه وو نو چې نه وو هرو مرو خلکو په غرونو او يا د غرونو په لمنو کې ژوند کاوه. اوس چې د کونړ د غرونو لوړې څوکې ګورو په ځنګلونو پټې دي او ګومان کيږي چې په لرغونو زمانو کې به دغه ځنګلونه د غرونو په ښکته برخه کې هم و… د ځنې نښو نښانو له مخې ډول ډول بوټي او ونې په کونړ کې تر سترګو شوي او تر سترګو کيږي چې نښتر، ښون، څېړۍ، د نانګو او مماڼو ونې، لوښتي، برړه، برنټه، سر ازغى، پلوڅه، ګنډېرى، خمزوره، ماڼو، بروزه، څرګړى، کړکى، غوړګه، سپلمۍ، هرهنډه، غوريزه او نور په سلګونو ونې او غڼې يادولاى شو. خو په دغو ونو کې چې کومه ونه ډېره تر سترګو شوې او يا د نورو ونو په پرتله زړه راښکونکې وه چې هره ګړۍ ورته ګورې داسې ښکاري لکه چا چې دستي ورته مخ وينځلى وي، هغه ښوون دى. نو ځکه ويل کيږي چې کونړ نوم ښايې له ښوون څخه اخستل شوى وي.
پوهاند ډاکتر زيار هم په دې اند دى که چېرې د کونړ کلمه په دوه برخو ووېشو نو " کون " او " نړ " ترې جوړيږي چې " کون " ښوون ته وايي او "نړ" درې ته ويل کيږي چې په بشپړه مانا " ښوون دره " ده
په پښتو کې اوس هم د "ناو"، "شېلى"، "ناړى" ژوندۍ کلمې دي چې په کورو کلي او بانډو کې استعماليږي. دا رنګه د کونړ د سيند د نوم په اړه هم ډېرو متونو کې يادونه شوې چې ځنو د "چترال" سيند بللى او ځنو بيا د کاشفر په نوم ياد کړى او ځنې يې بيا د اسمار سيند بولي چې له نورستان نه سر چينه اخلي او لنډي سين او د پېچ سيند يې له مهمو مرستيالانو څخه ګڼل کيږي.
له دې يادونې څخه موخه دا هم ده چې ددې سيمې جغرافيوي جوړښت په ګوته کوي. "چغان تپه" يادوو چې په پخواني تاريخونو کې يې يادونه شوې ده او هغه وخت چې بابر دلته راغلى دى په خپل کتاب کې دا نوم "چغانيان سراى" راوړى چې بيا وروسته "چغان سراى" شو او اوس د چغسراى په نوم ياديږي
د چغسراى په سيمه کې د ځنو نښو نښانو له مخې ښکاري چې دلته کومه لويه ابادي له پخوانه موجوده وه. د غره په لمنه کې د پېچ درې په امتداد يوه لويه هديره ترسترګو کيږي چې د مرمر په لويو ډبرينو خښتو چې د ګلپاڼو انځورونه هم پرې کښل شوي دي پوښل شوې ده.
لرغونپوهانو چې کوم کښل شوي نومونه په عربي ليکدود ليدلي او لوستي دي په دې لړ کې يې د سلطان پګل، ننګر، ابن عمر، بهرامشاه، حيدر علي او نور تر سترګو کيږي.
په اولسي او پلکوريکو کيسو کې هم راغلي چې له "چغتايي" شهزادګانو پخوا د کونړ په دغه سيمه کې سيمه ييز پادشاه "ننګرشاه" واکمن وو چې بيا دوه تنو شهزادګانو هر يوه "سلطان پګل" او "بهرامشاه" پر دغې سيمې تيرى وکړ.
د افغانستان نامتو تاريخپوه ارواښاد کهزاد هم د دغو ولسي کيسو له مخې دې پايلې ته رسيدلى چې له مغلي پېر نه پخوا په "چغان تپې" کې ابادي موجوده وه او ددې سيمې له جغرافيوي او سوق الجيشي اهميت نه ډاګيزه کيږي چې د بلور خلکو د بهرنيانو د تيري په وړاندې دريدلي او اّن د سکندر سره يې جګړه کړې ده.
بابر هم د خپلو فتوحاتو په لړ کې پخپل مشهور کتاب "تزک" کې ددې يادونه کړې چې په چغسراى کې د کافرستان (نورستان) خلکو په داسې حال کې چې د شرابو غړکې يې په غاړه وې ددې سيمې د خلکو مرستې ته راغلي وو.
يو شمېر تاريخپوهان لکه د مخه چې اشاره وشوه په دې اند دي چې ددې سيمې د مذهبي مشر په وړانديز سکندر له جګړې څخه لاس واخست. خو يو شمېر وايي چې نا په دغه ځاى کې ښايي داسې يوه جنګي کلا موجوده وه چې بيا وروسته ښايي د جګړو له کبله سوځېدلې وي ځکه د سکندر د مهال نښې نښانې ښيي چې د چغان په تپه کې کومه کلا هرومرو ودانه وه او د بلور خلکو 2400 کاله دمخه د سکندر سره ډغرې وهلي دي. دا ځکه که چېرې جګړه نه واى شوې نو بيا څنګه ويلاى شو چې نوموړى دلته په پښه ټپي شوى وو ؟
کله چې د ګوډ تېمور يرغلونه (800ل - 1397 ز) د افغانستان په ځنو سيمو کې جاري وو په دغه مهال کې سيمه ييزه واکمنۍ موجوده وه. هغې کورنۍ چې دلته واکمنۍ چلوله د واکمن نوم يې سلطان " کهجامن" او زامن يې چې دمخه هم ورته اشاره شوې د يوه نوم يې سلطان پګهل او د بل يې سلطان بهرام وو. علامه عبدالحي حبيبي دا دوه تنه نامتو واکمن د"هندو" لمسيان بللي دي او دايې هم په ډاګه کړې چې سلطان پګهل له لغمانه تر کونړه او له باجوړ نه راواخله تر سوات او کشمير پورې د واکمنۍ واګي غوځيدلې وې گ وروسته بيا سلطان بهرام لغمان او ننګرهار ونيو او مخالفين يې پېښور ته وتښتېدل گاو د حکومت پلازمېنه يې د سپين غره په لمنه کې "پاپين" وو
کله چې د سلطان ابو سعيد ګورګاني زوى ميرزا الغ بيګ د يوسفزو مشران ووژل خو يوازې د سلطان شاه يوسف زى وراره "احمد" ژوندى پاتې شو نو بيا په ډېر شمېر کې يوسف زي ننګرهار، کونړ او له هغه ځايه پېښور او اّن تر سواته پورې ورسيدل.
لنډه دا چې د کونړ دره زموږ د هېواد يوه مهمه غرنۍ سيمه ده چي ديوې ليکې په څېر له ختيز نه لويديز پلوته غوزېدلې ده. د ختيز طلول البلد 70 او 71 درجو 6 او 23 دقيقو 14 او 28 ثانيو او د شمالي عرض البلد 34 درجو 27 او 33 دقيقو، 13 او 24 ثگانيو کې پرته ده.
يو مهال کونړ د لويې ولسوالۍ په توګه د ننګرهار ولايت برخه وه خو اوس پخپله يو ولايت دى چې مهمې ولسوالۍ يې دا دي: د څوکۍ ولسوالۍ چې د نورګل او نرنګ علاقه دارۍ يې هم برخې دي، د خاص کونړ ولسوالۍ، د سرکاڼو ولسوالۍ، د پېچ ولسوالۍ، اسمار ولسوالۍ او نورې يادولاى شو.
