ويلنټاين ډې ياد ميني نړيواله ورځ
د هرکال په اږدو کې په نړۍ کې بېلابېلي ورځي لمانځل کيږي .د بېلګي په ډول ،د ماشومانو نړيواله ورځ ،دمېندونړيواله ورځ،د ژبو نړيواله ورځ،د ښوونکو نړيواله ورځ او داسي نوري
هم دا رنګه د هر کال د فرورۍ ۱۴ مه نېټه په ټوله نړۍ کې د ميني د ورځي په نامه لمانځل کيږي .ميننان يو بل ته ګلونه،کارډونه ،چاکلېټونه،او داسي نور سوغاتونه ډالۍ کوي .او له دې لاري له يو بل سره د ميني څرګندونه کوي
په دې ورځ سرګلاب د ميني يوه ځانگړې نخښه وي .په ښارونو کې په ميليونونو سره ګلونه پلورل کيږي چې د يوه ګلاب بيه تر څلوېښت کالدارو پوري وي
اوس پوښتنه دا ده چې دا ويلنټاين څوک و او ولي دې ورځي ته ويلنټاين وايي او دغه ورځ له ويلنټاين سره څه تړاو لري
ويل کيږي چې په لرغونې زمانه کې ياپه دريمه مېلادي پېړۍ کې د عيسايانو يو پادري و چې نوم يې ويلنټاين و .دغه کس داټاليا په پلازمېنه روم کې دنورو مراسمو تر څنګ د خلکو نکاح ور تړل
د روم باچا فکر وکړ چې په اردو يا پوځ کې هغه ځوانان چې ودونه يې نه وي کړي د هغو ځوانانو په پرتله چې ودونه يې سوي وي ډېر غښتلي او پياوړي وي .نو له دې امله باچا پرېکړه وکړه او امر يې وکړ چې نور به پر ودونو بنديز وي .او پادريان بايد د چا له نکاح له تړلو څخه ډډه وکړي
باچا ويلنټاين ته هم امر وکړ چې نور دي دى هم له دې کاره لاس پر سر سي .خو ويلنټاين د باچا خبره ونه منله او په پټه پټه يې دې کار ته دوام ورکړ .باچا چې کله د هغه په دې کار خبر سو نو هغه يې په زندان کې بندي کړ
ويلنټاين په زندان کې د يوه چارواکي يا جېلرپر لور مين سو او هغې ته يې يو ليک وليکى . د ليک په پاي کي يې ورته وليکل چې’’ ستاويلنټاين ’’
ځني خلک بيا په دې نظر دي چې ويلنټاين خپلې معشوقې ته سر ګلاب ورکړى و .او له دې لاري ېي له هغه سره د ميني څرګندونه کړېوه
د باچا په اند دا ده ويلنټاين دويم جرم و ځکه يې هغه د اعدام په سزا محکوم کړ او د فرورۍ د مياستي پر ۱۴مه نېټه يې ويلنټاين ته پانسۍ ورکړه
اوس نو هر کال د فرورۍ ۱۴مه د ميني د ورځي په توګه لمانځل کيږي .او دا د داسي يو چا ياد تازه کوي چې د ’’ ميني په تور ’’ کې په دار ختلى و . هغه بل څوک نه و د روم ښار يو پادري يلنټاين و چې اوس يې د مرګ ورځ په ټوله نړۍ کې د ميني د ورځي ياني ويلنټاين ډې په توګه لمانځل کيږي
De Meeni Nariwala wraz
By: Rafiullah Mandokhail
ږوب
سهېلي پښتونخو
[email protected]
Cell # 00923003937628
