اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

«پيکۍ»لنډه کيسه

لنډه کيسه
ليکوال ميرويس افغان
نېټه : ۲۱-۳-۲۰۰۹دنوروز لومړۍ شپه

لمرورو ورو پخپلو منګولو زما دوجود وېښته تخنول.دډول ډول ګلونو بوى احساسېده . له کلي څخه دپورې غره لمنه داسې زرغونه ښکارېده لکه هغه دچا خبره زرغون بخمل چې غوړولى وي. زموږ دکورپه کيڼ اړخ کې په پټېو کې سره اوشنه پړونی(ټيکري) ښکارېدل چې پسرلنۍ ښکلا ته يې لانور خوند وربخښلى وو. دا دکلي پيغلې او پيغلوټې وې چې دنوروزپه ميله وتلې وې. ماشومانو يوې او بلي خواته منډې وهلې او يوبل به يې په پټيو کې داسې راڅملول لکه هډونه چې نه لري .کلي ته زما په ورتګ سره په ټول کاله کې غږ پورته شو چې کوچنى لالا راغلى .مشرې خور مې په لوړ اواز وويل چې نن سهار مي لا پر زړه اوريدل چې ورورک مي راځي . ورېندارې مې هم خپل سپين پړونى په ښی لاس دخپلي زنې سره نيولی وو او زما مورته يې مخ ورواړاوه او وېويل :
سهار مې لا تاسو ته وويل چې نن مې اوړه غورځېدل او هم دا زېرى يې کاوه چې کوچنى لالا راځي او هغه هم شکر دى رښتيا شو. مورکۍ او خويندو مي ښکل کړم. دنوروز لپاره جوړه شوې هفت ميوه يې راته راوړه خوچې کله مې لاس وروغځاوه مورکۍ ناببره غږ راباندې وکړ:
مه ! ګوره چې لاس ورنه وړې .
چمچۍ يې زما له لاسه وايستله او په خندا يې راته وويل :
داد نوي کال ميوه ده او زه به یې در له درکوم . ټول په خندا شول اومورکۍ مې په رېږدېدلو لاسونو دميوې ډکه چمچۍ زماخولې ته راپورته کړه او دعايې وکړه :
خدايه(ج) زما دګران عمرډېرکړې او تل يې خوشاله وساتې .
لږ وروسته مي وويل چې زه بايد دځينودوستانو سره هم ووينم او مورمې دهوکې سر راته وښوراوه او زه هم له کوره راووتلم دکلي ځوانان هم نه ښکارېدل او ميلو ته وتلي وو.زما هم تلوار وو چې اوس نو دپيکۍ په لاس جوړه شوې هفت ميوه هم وخورم . زه د پيکۍ کورنۍ ته ګران وم اوله ماشوم توبه يې کاله ته ورتلم که څه هم چا مخ پټى نه راڅخه لاره اوپيکۍ مې هم په کلونو کلونوټولګيواله وه . په کوڅه کي مې ځان په ماشومانو وليد او تمه مې داوه چې پيکۍ به هم ضرورخبره شوې وي او اوس به مې کورته وروغواړي. ځکه پيکۍ به هرکال ماته دهفت مېوې ست کاوه او هلته به ددې دمور په کوته کې کښېناستلو.پيکۍ هسکه ونه،دنګه نرۍ غاړه ،دتوروغټوسترګو او اوږدو وېښتانوڅېښتنه وه.موږ په زړه کې يوپربل ښه لګېدو.خوداخبره لا ترژبې پورې نه وه رارسېدلې . د دولسم ټولګي ترلوستلو وروسته پيکۍ دځان لپاره دښوونکې دنده غوره کړه او تل به يې ويل چې په هيواد کې ښوونکو ته ډېره اړتيا ده .
زه دکانکورترازموينې وروسته دانجینرۍ فاکولتې ته بريالى شوم. يوکال مې دکندهارپه پوهنتون کې زدکړي وکړې او په دوهم کال مي دهندوستان دډيلي پوهنتون بورس واخيست.هلته لوست دهيواد په ډول نه وو او خداى شته چې کورته مي دتليفون کولووخت هم په اساني سره نه شو موندلاى. دارښتيا دي چې کورته په راتګ مې هم څوک نه ووخبرکړي او هغه دچا خبره غوښتل مې چې کورنۍ او دوستانو ته په ناپامه ورتګ زېرى (سرپرايز) ورکړم او هغسي ناببره راغلم .

ناقراره وم او لا مې هم دا انتظار ايسته چې ګوندې پيکۍ دهفت مېوې دخوړلو ست راته وکړي او يو څوک راپسي راوليږي .ځکه دنوروکلونو برخلاف سږ کال ماته ځان مېلمه او مسافرښکارېده داعلت ووچې پر خپل سر ورتګ مې دځان لپاره سم نه ګڼلوخو نه پوهېږم ولې دومري بيتابه وم. کله کله به مې داسي انګيرله چې ښايي پيکۍ به رانه خفه وي او ګيله به يې دا وي چې پوره مياشت مي دهغې هيڅ احوال نه دى اخيستى . بيا به مې ځان په دې ډاډه کاوه چې ځه نو هغه خو هم پوهيږي چې زه مسافروم اودکلي کور سره مي اړيکي نه دي نيولي.
دې خبرې مې هم زړه تخناوه چې ښايي پيکۍ هم پټيو ته له خپلو همزولو سره وتلې وي. خو بيا به مې پام شو چې، نه !دهغې خو بهر وتل نه دي خوښ.

له اوږده انتظاره وروسته مې له ځان سره پرېکړه وکړه اودپيکۍ دکور پر لور وروخوځېدم.په زړه کې مې کرل او رېبل چې هسې نه دپيکۍ يا دهغې دکورنۍ کوم غړى په دې پوهه شي چې زه هفت مېوې ته نه بلکې دپيکۍ ليدو ته ورغلى يم.خوزړه نازړه دپيکۍ دکورتروره پوري ورورسېدم .دلرګين لوى وره يوه پله دتل په څېربنده او دوهمه يې خلاصه وه ، دا نو زما لپاره ترټولو لوى امتحان ووچې پرېکړه مې نه شواى کولاى.کله به مې ويل چې کورته هم هغه دپخواپه شان ورننوزه اوکله به مې ويل چې نه دروازه وروټنګوه .پښتنو ښه متل کړى چې (دغله ځاى په غره کې نه وي) ماداسي انګيرله لکه زما په زړه کې دپيکۍ سره پټه مينه چې جرم وي اولکه زه چې څارل کيږم ،وېره مي داوه هسي نه څوک راپوى شي.
له لږ ځنډوروسته مې نوک نيولى په وره کې غږ وکړ:
پيکۍ !
هاپيکۍ !!!
دسراى له مينځه يوې ښځې راغږکړل:
وروره څوک يې چې دپيکې پوښتنه کوې ؟
ايمل يم ، ماورغږکړل .
وى! ايمله وروره ستړى مشې ! راځه ولي پښه نيولى شوې ؟ راځه پخير راشې !
دادپيکۍ کونډه ترور وه چې له دوى سره په کورکې اوسېدله اود سرای انګړ ته په ورتګ سره يې دپيکۍ مورته آوازوروکړ:
بي بي! ايمل جان دى. لکه چې په پيکۍ خبرشوى دى.
ددې خبرې په اورېدلو مې دزړه درب شو اوسمدستي مې له امنې ترور نه پوښتنه وکړه :
ولې په پيکۍ څه شوي ؟
هغې څه ونه ويل خودپيکۍ مورچيغه کړه او په ژړا ژړا کې یې زه ترلاس نيولى خپلې کوټې ته دننه کړم.
پرکټ غځېدلې پيکۍ مې وليده چې ټوله مخ يې شوړېدلى وو. کيڼه سترګه يې چوپه شوى او ليدل يې نه شوپرې کولاى . تور وېښتان يې رژېدلي وو.دګل غوندې څېره يې مړاوي وه او په نيولي غږ يې جوړ په خير راسره وکړ.
زه دڅوشيبو لپاره هک حيران شوم خو وروسته مې وپوښتل چې پيکۍ داپه تاڅه شوي ؟
پيکۍ چې ترښۍ سترګه يې دملغلرې په څېر اوښکه راتوى کړه راته وويل :
ښوونځي ته دتګ پر مهال ظالمانو پرمخ تيزاب راوپاشل.
زه خو په هيڅ نه يم خبرشوى داهرڅه داسي پټ ؟
دپيکۍ مورځواب راکړ:
هوزويه ډېر لږ کسان خبردي او دې ظالمانوګواښ کړى که موږڅوک خبرکړو نوبيا به تردې بده راپېښه کړي .
[email protected]

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←