اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د کيرهالی غمېزه نه لومړى وه او نه وروستۍ شوه

په کونړ کې دکراړې دشهيدانو ۳۰ کلني پوره شوه خو ددغه پېښې ځيني عاملان لا اوس هم ژوندي ګرځي

ليک : اکرام الله اکرام

د ( ۱۳۸۸ ) دحمل ۳۱ په کونړ کې دکراړې دشهيدانو ۳۰ کلني پوره شوه خو ددغه پېښې ځيني عاملين لا اوس هم ژوندي ګرځي
که څه هم سږکال ددغه شهيدانو په ياد په دغه ولايت کې کومه غونډه جوړه نشوه خو تېر ۱۳۸۷ دحمل ۳۱ ددغه شهيدانو په سلگومو خپلوان دولتي چارواکې او ددغه ښار ځينې نور وګړي راټول شوې وه او ددغه پښې دعاملانو دمحاکمې غوښتنه يې کوله
د غونډې ګډونوالو قومي مشرانو، ديني عالمانو، ولسي وګړو او دولتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې دپيښې اصلي عاملين دې په نښه او محاکمه کړاى شي.
گډون والو، چې دا غونډه د کيراړې د عام وژنې د لمانځنې لپاره ترتيب کړې وه يو پرېکړه ليک هم صادرکړ. په پرېکړه ليک کې راغلي، چې په دې ټول وژنه کې ۱۳ تنو لاس درلود، چې اوس يې لس تنه مړه شوي او درې نوريې ژوندي دي.
د پرېکړه ليک په نکل په ژونديو کسانو کې د ۱۳۵۸ لمرېزکال د کونړ د ۴۴۴ کومانډو لوا د قوماندان صادق عالميار، چې اوس په هالند کې دى، د ۱۱ مې لوا قوماندان جګړن ګلرنګ چې اوس په پاکستان کې دى او د شمشېرنړيوال په نوم يوتن ياد شوى دى.
دا نو له نن څخه د دېرش کلونو وړاندې خبره ده. د ۱۳۵۸ لمرېزکال په پسرکي کې، چې د کونړ سيند په سيمه کې د خوښۍ زيرى ورکاوه دياد شوي ولايت په کيراړې نومې کلي کې د وخت د کمونيستي چارواکو له لوري د سيمې د اوسېدونکو په خبره د ظلم انتها ترسره شوه.
د ۱۳۵۸ کال د وري وروستۍ نېټه او د جمعې د مبارکې ورځې د سهار لس بجې وې، چې د کيراړې په کلي کې ډله ييزې وژنې صورت وموند او نږدې ۱۲۰۰ کليوال پکې ووژل شول.
د کيراړې کلى د کونړ د مرکز اسعد اباد له مرکزي کليو شمېرل کېږي، چې له ښار سره د يوه لوى پله په وسيله نښلول شوى دى.
دا کلى په داسې موقعيت کې پروت دى، چې د کونړ د دوو لويو درو( اسمار، پيچ) څخه که هرڅوک مرکز ته راځي، نو د ياد شوي کلي نه په تېرېدو سره به د اسعد اباد ښارته داخلېږي.
دا کلى ، چې اوس د مرکز يوه برخه شمېرل کېږي هغه مهال په کې لسګونه کورنۍ اوسېدلې، چې ډيرو يې د بزګرۍ چارې پرمخ بوولې
د دې کليو خلکو ترعام وژنې وړاندې د سيمې د اوسيدونکو په وينا نږدې يوه مياشت په خورا بې وزلۍ ، فقر او اقتصادي محاصره کې تېره کړې وه او د وخت واکمنانو پرې د هرډول خوراکي توکو د لېږد رالېږد مخه له دې کبله نيولې وه، چې ګواکې د دولت ضد عناصربه ترې ګټه واخلي.
که چېرې په افغانستان کې د ډله ييزو وژنو ماضي ته نظر وکړو، جوتېږي چې دغه لړۍ د ظاهرشاه د حکومت له نسکورېدو سره جوخته پيل شوې، چې ځورونکي کيسې يې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلکو په ذهنونو کې را ژوندۍ کېږي.
ډېرى تاريخ ليکونکي د ظاهرشاه ۴۰ کلنې پاچاهۍ ته د افغانستان په تاريخي بهېر کې له جګړې څخه د لرې دورې لقب ورکوي او ورسره وايي، چې په دغه دوره کې خلک د پام وړ هوسا ژوند خاوندان نه وو، حال دا چې تر نورو دورو ښه بلل شوېده. له ۱۳۵۰کال راهيسې، چې په افغانستان کې ګوندي سياليو ته زمينه برابره شوه، د وخت حکومتي چارواکو خپل زيات شمېر مخالفين بند ته ورغورځول. په ۱۳۵۲کال کې هغه وخت چې شهېد سردار داودخان د حکومت واګي په لاس کې واخيست د حکومت د يو شمېر مخالفينو پر ګډون يې د اسلامي ګوندونو يو شمېر غړي زندان ته ورغوځول او د هغوى پر ځپلو او کړولو يې لاس پورې کړ.
ډېرى کارپوهان د بې ګناه وګړيو د وژلو نېټه پرهمدغې دورې پورې تړي، خو په رښتنې مانا د عامه وژنو لړۍ هغه وخت زور واخيسته، چې د يوې خونړۍ کودتا په ترڅ کې په ۱۳۵۷ لمرېزکال داودخان شهيد کړاى شو.
د سردارد داود له وژل کيدو يو کال وروسته د کونړ ولاړيت دکيراړې په کلي کې دوخت د رژيم له لوري ډله وژنه رامنځته شوه.
د کلي اوسيدونکي وايي، چې په دې وژنه کې له ۱۲۰۰ څخه زيات عام وګړي وژل شويدي، ګلزاده، چې اوس مهال نږدې ۷۵ کلونه عمر لري هغه مهال يې دکونړولايت د مخابراتوپه رياست کې دنده ترسره کوله په ژړا ژړا يې د خپلې کورنۍ د اتلسوتنو د وژل کيدلو خبره وکړه، هغه وايي: (( مجاهدين د شپې له مخې په کلي راننوتل او په ولايت يې جګړه پيل کړه، خو سهارچې هغوى ولاړل خلقيان راغلل او خلکوته يې وويل، چې والي غوښتې ياست، تاسې راووځئ، چې پرکلي بمباري کېږي، ټول خلک يې په دې چل له کورونو راوويستل او چې يوځاى يې کړل په مرک يې لاس پورې کړ.)) د کونړ ولايت د وخت د واکمن رژيم والي نظام الدين خان و.
ګلزاده وايي، چې مجاهدين په خپلسري توګه کلي ته راننوتي وو، خو حکومت يې په ټس کې د

دوى بې ګناه کليوال او خپلوان ووژل.
د ګلزاده په ياد دښت په وژل شويو کسانو کې د ابراهيم خان، اسدالله، امان الله، عبدالغفار، عرب خان، شاه نادر، عبدالرحمن، حبيب الرحمن، نوررحمن، فقيرمحمد، عبدالقيوم او د باورخان په نومونو د سيمې څو تنه بزګران هم شامل وو.
د هغه په وينا دى لا د وژنې ځاى ته نه و رسيدلى، چې پرکليوالويې ډزې پيل شوي ، خو د له يوې بلې لارې ځان سيند ورساوه او سيند په توپاني څپو ورګډ شو او پورې وت.
ګلزاده زياتوي: (( څوتنه په ګوتو شمار کليوال ژوندي پاتې شول او نورد ټول کلي نارينه ختم شول.)) د هغه په خبره په وژل کسانو کې د وخت د واکمن رژيم څوتنه خلقيان هم شامل وو.
له بلې خوا د کيراړې دعام وژنې پخلى په خپله د وخت يوشمېرچارواکي او عسکرهم کوي او دا له بشري حقونو څخه بربند تيرى ګڼې،خو وايي چې په وژل شويو کې يوشمېر داسې کسان هم موجود وو، چې عملا يې د دولت پرضد په وسله وال پاڅون کې لاس درلود، د کيراړي پرسيمه کې د عام وژني عيني شاهد او د وخت د واکمن رژيم يوتن عسکر، چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله وويل: (( په کيراړه کې د ولسي وګړو وژل د بشراو جګړې له قانون څخه سرغړاوى و، خو په دغو کسانو کې يوشمېرداسې خلک وو، چې د دولت پرضد يې په وسله وال پاڅون کاوه.)) خو کليوالو په يوه خوله د هغه خبرې رد کړې دي او وايي، چې د کيراړي په پېښه کې د دولت ضد پاڅون کوونکي نه و راښکېل، د دغې سيمې يوتن اوسيدونکى انعام الحق وايي: (( وژل شوي ټول د کلي اوسيدونکي او له شيګل، مرورې او پيچ درې څخه هغه راغلي کډوال وو، چې له خپلو سيموڅخه د جګړې له کبله کډه شوي وو.))
په پورتنيو درې تنو، چې د سيمې د اوسېدونکو په پرېکړه ليک کې يې نومونه راغلي د کلي اوسيدونکوټولو په يوه خوله د نورالرحمن په نوم د يوه بل تن يادونه هم وکړه، چې هغه مهال د واکمن ګوند د کونړ د ولايتي شورا منشي او د قبايلو د چارو رئيس و، چې ګواکې د هغوى په وينا په دا پيښه کې يې لاس درلود.
د وخت د واکمن رژيم په حکومت کې د ځوانانو د سازمان مشرګلرحيم شيردا پخلى وکړ، چې نورالرحمن هغه وخت د کونړ د سرحداتو مسوول و او اوس په ماسکوکې استوګنه لري. هغه دا هم ويلي، چې د سيمې خلک د نورالرحمن په اړه مثبت نظرنه لري او هغه په پيښه کې راښکېل بولي، خو ده يې په اړه له زياتو ويلو ډډه وکړه، هغه وايي: (( نورالرحمن هغه وخت د کونړد سرحداتو مسوول و، اوس په ماسکو کې شخصي کاروبارلري. زه هغه وخت په کابل کې د ځوانانو د سازمان مشروم او د پيښې په اړه نورمعلومات نه لرم.))
د کيراړې د کلي يو بل اوسيدونکى شمس الرحمن، چې د پيښې عيني شاهد دى او هغه مهال لا کوچنۍ ماشوم و وايي، چې د شپې هم د دوى پرکلي جګړه تېره شوې وه، له يوې خوا مجاهدينو او له بلې خوا دولتي سرتېرو ډزې کولې، خو سهارچې مجاهدين په شا شول دولتي ځواکونو کليوال له کورونو راوويستل او هغو ژورو پټيو او کندو ته يې ورټول کړل، چې د جګړې پروخت د کليوالو پتنځاى ګڼل کيده.
هغه وويل: (( له نارينه وو سره زه هم وم، خو زه يې ځکه وشړلم، چې ماشوم وم، له ما سره څونور ماشومان يې هم راوځغلول، نور نو په ناستو او ولاړو کسانو ناڅاپه ډزې پيل کړي او زموږ د سترګو په وړاندې يې زموږ وروڼه ، ترونه، پلارونه او تربرونه شهيدان کړل.)) د هغه په خبره د ډزو له قوماندې څخه د انکار په تور څو تنه سرتيرې هم ووژل شول.
د هغه په وينا د دې عامه وژنې وروسته د بلډوزرونو په ذريعه پر وژل شويو او ټپيانو خاورې واړول شوې، حال آدا چې د څو ساعتونو لپاره د خاورو ډيرۍ خوځيدلې.
د يادونې ده، چې په دغه پيښه کې د شمس الرحمن د کورنۍ پنځلس تنه غړي هم وژل شويدي.
شيرين، چې پروژل شويو او ټپيانو د خاورو د اړولو عيني شاهد و، داسې وويل: (( لامې په غوږونوکې د وژل شويو او ټپيانو نارې سورې دي. کله چې به يوټپي له کندې نه سرراپورته کړ، نو د بلدوزاوسپنيزې ښه ورې به پرسروواهه او کندې ته به يې د ابد لپاره ټيل واهه.))
هغه وايي، چې پرسيمه د عسکرو له خوا د څو ورځو لپاره پيره ولاړه وه او څوک يې نږدې نه ورپرېښودل.
دم ګړۍ په سيمه کې د دغوشهيدانو په ياد يو سترڅلى جوړ شوى دى، چې خلکوته د تېروخت ترخې خاطرې او زړه بوږنوونکي پيښه وريادوي. پردغه څلي په څرګندونو الفاظو داسې ليکل شويدي: (( د خپلواکى د لارې دا زړول شهيدان د کمونيستانو د سرې کودتا پردوهم کال( ۱۳۵۸ د وري پر۳۱مه) د سره رژيم له خوا په زياته بيرحمۍ په ډله ييزه توګه په شهادت ورسېدل او د بلډوزر په وسيله د خاورو لاندې شول.))
انعام الحق هم د همدغې سيمې بل اوسيدونکى دى، چې هغه مهال د نهو کلونو په منګ و او دا خونړۍ پيښه يې په خپلو سترګو ليدلې ده، هغه وويل: (( کليوال يې يوځاى راټول کړل او وسله والو ته يې د ويشتلو امر وکړ. د کليوالو په منځ کې په لسګونه داسې کسان هم وو، چې په دغه وخت کې د دولت مامورين وواو په حکومت کې يې خدمت کولو.))
هغه د محمد ياسين په نوم د وخت د واکمنې ادارې د يوه چارواکي يادونه وکړه، چې د وژل کيدلو پرمهال هغه له دولت سره د ماموريت تثبيت پاڼه عسکروته هم وښوده، خو هغوى بيا هم وواژه.
انعام الحق زياتوي: (( د کيراړې په ټول وژنه کې له ولايتي چارواکو سره مرکزي حکومت هم ملګرى و، ځکه چې په دومره لويه کچه وژنه ولايتي چارواکي په خپل سرنه شي ترسره کولى.)) خو پوښتنه دا ده، چې آيا په رښتياهم په دغه پيښه کې د وخت د مرکزي حکومت چارواکي راښکېل و او که نه؟ دا هغه پوښتنه ده، چې لايې هم مناسب ځواب نه دى موندل شوى.
که څه هم چې د کونړ د کېراړې پېښه په سيمه او بالاخره په ټول افغانستان کې يوه ناوړه پېښه ګڼل کېږي دافغانستان په اوسني حکومت کې دمشرانو جرګې يوه غړي او د همدغه کلي يوه اوسيدونکي حاجي مشواڼي، چې هغه مهال يې د وخت د واکمن رژيم پر وړاندې سنګرنيولى و وايي، چې دا ډول کړنې د معمول په څېر د دوو ښکېلو ډلو ترمنځ پيښېږي، چې په کې په ټېټه او لوړه کچه ولسي وګړي زيان مومي، هغه وويل: (( موږ د کېراړې پېښه، چې په کې سلګونه تنه ولسي وګړي ووژل شول غندو او له دولت او نړيوالو مو غوښتې دي، چې په پېښه کې راښکېل کسان ونيسي او د محاکمې په کټاره کې يې ودروي، خو هغوى هم تردې دمه نه دي توانيدلي.))
د کيراړې د کلى ډيرى ژوندي پاتې اوسيدونکي د دغې ټول وژنې د عاملانو د محاکمې غوښتنه کوي او پرهمدې بنسټ وايي، چې دا کسان بايد د جمهور رئيس کرزي حکومت محاکمه کړي واى، د کونړ ولايت اوسيدونکى ۳۵ کلن خان محمد دا هيله درلوده، چې د جمهور رئيس کرزي د حکومت په واکمنتيا سره به د افغانستان ټول جنګي جنايتکاران د محاکمې مېزته کش کړاى شي.
د هغه په خبره نه يوازې د افغانستان د خلکو دا هيله ترسره نه شوه ، بلکې د ولسي جرګې د غړو له خوا د داسې يوه منشور تصويب ته لاره پرانېستل شوه، چې دا وړ جنايتکارانوته يې له قانون څخه د تېښتې لارخلاصه کړه.
دا منشور د ۱۳۸۶ لمرېزکال د ( ) نېټه د ولسي جرګې له خوا تصويب شو. د دغه تصويب شوي منشور له مخې په تېرو جګړو کې د ښکېلو ډلو لپاره د يوه داسې ضمانت غوښتنه شوې، چې راتلونکى مهال يې له هرډول عدلي او قضايي څارڅخه خلاصوي، حال داچې خلک پردې باور دي، چې د جګړې جنايتکارانود بښلو پرېکړه يوازې او يوازې د افغانستان ملت کولاى شي نه دولتي شوراوې
د بشري حقونو او چاپيريال ساتنې د سازمان رئيس عبدالرحمن هوتکي دا سند د سياسي ګروپونو ترمنځ يوه داسې لاسليک شوې مصوبه ګڼې،چې د افغانستان دخلکو لپاره نه پايله لري او نه هم رسمي بڼه خپلولى شي، هغه وويل: (( د دغو جنايتکارانو بښنه د افغانستان دمظلوم ولس حق دى او هېڅوک يې ترې نه شي اخيستلاى.))
خو په افغانستان کې يو شمېر کسان دا دليل راوړي، چې د هېواد قوانين داسې نه دي چمتو شوي، چې د جنګي جنايت کارانو محاکمې ته لار پرانېزي، حال دا چې ډېرى حقوق پوهان او هغه کسان، چې د بشري حقونو د سازمانونو غړي دي دا باور لري که چېرې د يوه هېواد ملي قوانين د جنګي جنايتکارانو د محاکمې لپاره يا کافي نه وي او يا يې د محاکمې قوت ونه لري، بيا دا ډول اشخاص په نړيوالو محکمو کې محاکمه کېږي. غلام سخي څاڅکى چې کلونه کلونه د بشري حقونو په سازمان کې دنده ترسره کوي وايي، چې په افغانستان کې د څارنوالانو او قاضيانو ستونزې ډېرې دي ، نو پردې بنسټ پکارده، چې د هاګ د نړيوالې محکمې قاضيان او څارنوالان په دې برخه کې مرسته وکړي او د مجرمينو د محاکمې چارې په نړيواله محکمه کې سمبال کړي. هغه وويل:" موږ له دولت نه غوښتې دي، چې د دغو جنګي مجرمينو د محاکمې له پاره لارپرانېزي، خو متاسفانه چې دولت په دې برخه کې ډېر بې تفاوته دى."
خو ښاغلى هوتکي د جنګي جنايتکارنو د محاکمې لپاره د قوې ارادې اړتيا ويني او وايي چې د قوانينو له شتون سره سره به بې له يوې قوې اداري د دغو کسانو محاکمه کول ګران وي، هغه وويل:" ولو که قوانين هم موجود وي او اراده نه وي بيا به هم موږ ونه شو کړى، چې دغه سياسي مجرمين محکمې ته کش کړو."
غه راز د بشري حقوقو نړيواله اعلاميه هم د دې خبري سپيناوى کوي، چې انسانان د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره عدالت ته د رسيدلو حق لري او که د نړۍ په هر ګوټ کې دا ډول پرېکړې ترسره شي، هغه ټولې د بشرحقونو خلاف عمل دى. بل خوا د ملګرو ملتونو منشور هم په خپله مقدمه کې د ټولو وګړيو او انسانانو حقوق خوندي ساتلي او د هغو تضمين يې کړى دى. نو پر دې بنسټ دا پر افغان دولت پورې ده، چې په هر ډول کېږي بايد د دغو جنايتکارانو محاکمې ته لار پرانېزي او د ملت دغه غوښتنه پوره کړي.
د يادونې ده، چې د کيراړې پېښه په افغانستان کې نه لومړنى پېښه ګڼل کېږي او نه هم وروستى پېښه وه، چې په کې زموږ ګڼ شمېر هېوادوال په ډله ييزه توګه ووژل شول او خاورې پرې امبارشوي. د کابل پليګون، د ليلې دښته او په دې وروستيو کې د چمتلې د دښتې د ډله ييزقبرموندل کيدل پرټولو ګواه دى.
Source:http://tolafghan.com/amel/index.php?action=detail&post;_id=7831&b;_id=62

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←