اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

منلی انقلابي شاعر اجمل خټک سره مرکه

دغه مرکه د مشر اجمل خټک صاحب سره د هغه په حجره کې اکوړه خټک کې په ۹-۲-۲۰۰۷ باندې واخستل شوه.
مشر اجمل خټک چې د نوم سره يې هر يو وګړى که هغه ځوان دې او که سپين ږيرى آشنا دي د پښتو ژبې بې مثاله انقلابي شاعر دې، او تر اوسه پورې يې دسياست سره ټينګې اړيکې دي نو راځۍ چې ددغې دروند قومي مشر د ژوند حالات اوادبي هلې ځلې په لاندينۍ مرکه کې ولولو.

اول سوال:- بابا ستاسې د زيږون نېټه او تعليمې کوائف څه دى؟
جواب: ګوره ګل مې زما د پيدايښت په وخت کې زمونږ په دې ټبر کې داسې څوک نه وو چې تاريخ يې ليکلې وى خو چې د اندازو نه معلومات وکړو نو ســــــنۀ ۱۹۲۵يا ۱۹۲۶ ته رسو-
د سبق په هکله به درته دا ووايم چې پلارمې ډېر غريب وو د خپلو سره به ئې هندوستان کې چې هغوى به بلډنګونه جوړول ټيکه داران وُو هغو سره به يې د خرکارانو د جمعه دار په طور کار کولو خويندو به مې په کيړوباندې تيلې او په ټوپو باندې هم خيژولې مور به مې ميچن کوله آخره کې مې څلورم پاس
کړو داسې مې د مور په وينا اتم هم پاس کړو او ټوله صوبه کې مې وګټله
څلور روپۍ مې وظيفه وشوله بيا مې پېښور ګورنمنټ کالج کې داخله واخيسته او ايف اى او بى اى مې په جيل کې پرائيويټ وکړه او بيا مې ايم اى فارسي مې پېښور پوهنتون نه وکړه .
دويم سوال: تاسې شعر ليکل کله شروع کړل؟
د شعر باقاعده ليکل خو ما وروسته شروع کړې دي خو ابتدائي شعر چې ما ورته شعر ويل د خوشحال بابا قبر چې ما په واښو او خاورو کې پټ وليدلواو ماسره خپل پلار هم وو زما په خيال هغه خفه شو او ويې ويل چې د خانخيلو او ملکانو قبرونه څه په سينګار جوړيږي او د پښتو د مشر بابا ( خوشحال خان خټک) قبر واښو او خاور کې داسې خراب پټ پروت دى نو د هغه د غصې نه پس ما د هغه خبرو ته د شعر جامه واغوسته خو هغه شعر نه وو زما په خيال چې راغلمه نو د جماعت مُلا صاحب ته مې واورولو نو ويې خندل او ويل يې شاباس داسې ليکه حالانکى هغه ابتدائى شعر وو باقاعده مې د فخر افغان باچا خان د تحريک سره شروع کړل کله چې هغه زمونږ دغې حجرې ته راغلو نو دهغه وخت نه دغه حجره د فکر او تحريک يو مرکز دى ابتدايي شعر يې تقريباٌ سنــــــــۀ ۱۹۴۵ کې په پښتون رساله کې شايع شوې وه. ددې نه مخکې مې هم ليکل چې پېرنګيان به راغلل او زمونږ خلک به يې بنديوان کړل کورنه به يې ورته ړنګ کړل نو ما ته به غصه راتلله او په هغه وجه مې شعرونه ليکل خو باقاعده شعرونه مې پښتون رسالې شايع کيدل شروع شو.
دريم سوال: مشر بابا که دا راته ووايى چې چاپ شوي کتابونه مو څومره دي؟
جواب: ۱۸ دي خو د ټولو نومونه راته اوس ياد نه دي.
څلورم سوال: بابا صحافت ( ژوناليزم) سره مو اړيکې لرلې او که نه ؟
جواب: هو صحافت سره مې اړيکې وى په هغه وخت کې پدې ملک کې د کراچۍ نه پو اخبار شايع کيدو چې غالباٌ ســـــــــــنه ۱۹۵۵ يا ۱۹۵۶ کال وه دې ملک کې صرف دوه اخبارونه وه (جنګ) او (انجام) چې دواړه د کراچۍ نه خپريدل او د( انجام) اخبار واله د پير مانکى صاحب په وينا راته ( انجام) دلته د شروع کولو وويل چې راغلل نو باچا خان ، پيرمانکى صاحباو ارباب غفور ټول موجود وو د انجام اخبار والا وويل چې دا کس مونږ ته راکړى خو باچاخان پدې خبره راضي نه وه خو د پير صاحب او د ارباب صاحب په وينا هغه راضي شو او ما انجام اخبار د لته نه شروع کړو ددې نه مخکې به صحافت د پېرنګيانو او د هغې د غلامانو لاس کې وه د هندوانو لاس کې به وه د پښتو خو اخبار هم نه وه خو ما په انجام کې پښتو ژبې ته او پښتو ادب ته ځانته پاڼه ورکړه. د پښتو د پاڼې ايډيټر مير مهدي شاه مهدى وه او د ټول اخبار انچارج زه وومه چيف ايډيټر ومه ددغه وخت نه په دغه علاقه کې صحيح صحافت شروع شو او ما صحافت سره اړيکي ټينګې کړې بيا مې (شهباز) اخبار او داسې نورو رسالو سره تعلق پيدا شو او تر اوسه پورې شته .
پنځم سوال: بابا ستاسو د ليونتوب هغه قيصه څنګه وه ؟ چې کتاب مو ليکلې ( دا ځه پاګل وم).
جواب: نو ګوره هغه خو داسې وه چې کار مې کولو او ل زه مدرس ومه بيا ريډيو ته لاړم ما خو د ادب کار کولو ريډيو ته مې سکرپټس،ډرامې، افسانې، تقريرونه او قيصې ليکللي او چې کله په بابړې د مسلم ليګ حکومت وه نو باچا خان قيد شوې وو د هغه د رهايۍ لپاره خلک جماعت ته تلل چې دوه دوه رکعته لمونځ وکړي خو په هغو ګولۍ وچليدې او زياتره خدايي خدمتګار پکې وفات شول ماشومان ،ښځې چې قرآن شريفونه ورسره وه په ګولو ولګيدل نو دغه واقعې زما جذبات ليوني کړل او ما ډيره لويه انقلابي شاعري شروع کړه او زه بيا ونيول شوم.

شپږم سوال: بابا ستاسې د غېرت چغه په هغه وخت کې ډېره مشهور وه او که اوس؟
جواب: زما دغه کتاب خو په هغه وخت کې دومره مشهور وه چې چا به پيدا کړو نو نورو هلکانو به ترې کاپيانې جوړولې او تقريباً ډېرو خلکو ته په اسلاميه کالج او پېښور يو نيورسټۍ کې زده وو په ياده( زباني) په افغانستان کې په دغه کتاب کې په يو شعر د هغه ځايى بادشاه هم خفه شو بنديز يې پرې هم ولګولو ما ته يې ويل چې تقريباً ۱۳۰۰ کاپۍ (کتابونه ) مونږه سوزيدو ته هم وليږلې خو هغوى ترې نه ډېرې پټې هم وساتلې او زه چې کله کابل ته لاړم نو پټې رسالې به يې راکولې دلته پرې هم پابندي وه او هلته هم نو هغه ډيره مقبوله وه زما يقين دى چې د (غيرت چغه) پرون هم مشهوره وه ، نن هم ده او د دې نه دې خبر کړم چې ترجمه يې په انګريزۍ کې هم شوې ده نن دى او که سبا دى ميدان ته راځي . زه په دې ډېر فخر کوم چې زما دغه شعرونه په بنګالى،روسۍ او په تاشقندۍ ژبه اړول شوي دي ترجمه يې شوې ده اوسمانوف نومې پروفيسر دى په تاشقند يونيورسټۍ کې هغه زما په ژوند او ادب ډېر څه ليکلي هغه ډېر زر چاپ کيدونکي دي په امريکا کې مې هم ملګرو کړې ده او اردو کې خو هسې نه هم شوې ده ما خپله ( پشتو ادب کى ۲۵ سال ) ما په اردو کې ليکلې دي ( جلا وطن کې شاعرى) هغه دواړه کتابونه نثرکې دي او د جلا وطن کې شاعرى نظم کې ده هغه چې زه د کابل نه هندوستان ته لاړم هلته ميلمه ومه هغوى پټ ساتلى وومه نو هسپتال کې پروت ومه د آزادۍ ورځ راغله نو ما ويل د ازادۍ ورځ به لوى جشن وي او زه به يې هم وګورم خو زه يې په يو کوټه کې پټ وساتلم او ورته يې پرې نه خودم نو ماويل چې زمونږ په وينو دغه وطن او ازادي راغلي ده نو په غصه کې مې دغه د نظم کتاب وليکلو .
هم جو اِس شهر .................
د اردو شاعرى مې ددغه وخت نه شروع شوه .

اووم سوال: بابا تاسې ته شعر ډېر خوند درکوي که نثر؟
جواب: ما ته دواړه ځکه زه د خوند لپاره نه ليکم زه چې د څه نه متائثره شم خصوصاً د پښتو پښتونولۍ، انسانيت او د غربت د بدې ورځې نه نو چې څه ليکل مخې ته راشي نو هغه ليکم خو د نظم نه مې ډير خلک خبر دي.
اتم سوال: بابا که دا راته ووايې چې ستاسو ادب د سياست پيداوار دې او که نه چېرې ستاسو سياست د ادب پيداوار دى؟
جواب : زليمه زما سياست زما د طبيعت ، فطرت او د خوشحال بابا د وينې د خپلې مينې او دملک د حالاتو او طبقاتي او ملې ټولو څيزونو په ما باندې ډير اثر کولو او چې ما کوم نظم ليکلې او يا نثر زما زړه يې يخ کړې دې دومره درته ويلې شم .

نهم سوال: د پښتو ادب د موجوده معيارنه مطمئن يې او که نه؟
جواب: زه د موجوده معيارخبره خو وروسته ده څنګه چې د پښتو ادب روان دې او جوش او خروش سره هر کلي کې شاعران شته او ادبې غونډې کېږي شپږشلو پورې او هر کال سلونو باندې کتابونه ميدان ته راځي.
پښتو اکيډمي چلېږي د پښتو فلم راغلې دى او لګيا دى بازارونه د پښتو نه ډکېږي يو وخت داسې وه چې يو سړۍ چېرته لائبريرى د حکومت په مرسته جوړوله نو د پښتو کتابونو لپاره د يو غريب سړي دوکان ته ورغلو او تر دې چې په غونډ بازار کې د سلوروپو کتابونه نه ميلاويدل داسې وخت هم وه چې ټول پېښور کې د سلو روپو کتابونه نه ميلاويدل نن د کروړونو روپو کتابونه په بازار کې موجود دي نو په پښتو باندې يو دور راغلې دى.

لسم سوال: بابا که دا راته ووايې چې په کابل کې د مېشتې په وخت کومې خبرې دي چې تاسې نه نه هېريږي؟
جواب: ګل مې چې کله زه لاړم هلته نو داود خان ماته راغلو ددې نه علاوه به خوشحال بابا د ليسې شاګردان او په ماسکو کې پښتانه شاګردان چې هلته به يې سبق ويل زما کور ته به راتلل او زما کور د هغوى مرکز وه ډېره څه راته ياديږي ټولو نه خوشحاله يم غټ واړه کورنۍ جنګونه مې په مخ کې شوي دي د ټولو نه زياته صدمه ماته ده مير اکبر استاد چې يو ښه عالم او تکړه سياستدان وه د قتل په وجه پيدا شو د هغه د مرګ دا وخت نه وو. پکار وه چې خداى (ج) يې هغه ژوندې ساتلې وې او خپل فضل يې پرې کړې وې ده هغه په مرګ ډېر خفه يمه خفګان نه ډېر راغلي دي او خوشحالي کمه صرف هغه وخت ډېره خوشحالي راغله کله چې د نور محمد ترکي حکومت راغلو او د ملګرو سره يې د افغانستان نوې جنډه خېجوله نو پريټ شروع شو جلوس تيريدو او زه نورمحمد ترکۍ او حفيظ الله امين وه هلته زمونږ په وړاندې دغه جلوس تقريباً شپږ ګهنټې وه پدې ځاى کې راته ډېره خوشحالي ميلاوه شوه بيا ترکي صاحب د لاس نه وينولمه او روان يې کړمه پارک کې يې کينولمه او زما ملګري تورلالې او جمعه خان ما سره وه ډوډۍ مو وخوړه نو حفيظ الله امين نه يې پوښتنه وکړه ترکي صاحب چې دا جلوس به په ټى وى کې راځي او که نه ؟ نو ورته يې وويل چې هو راځي به نو ما ته يې وويل چې تاسره تى وى شته نو ما ورته وويل نه نو حکم يې وکړو چې زه کور ته تلم نو هلته ټى وى بيا پرته وه او نن هم راسره ده ما ځان سره راوړي ده.

يوولسم سوال: د نوي دور شاعر ته څه کول پکار دي بابا؟
جواب: ټولو نه اول ورته د خپلې خاورې ،د خپل وطن ، دخپل تاريخ ، د خپل ثقافت ، د خپل اختيار حاصلولو د پاره شاعري پکار ده دې وخت کې د قلم ضرورت دى د تعليم او تربيت ضرورت دى تعليمي سکولونه خو انګريزانو هم جوړ کړي وو داسې سکولونه کالجونه ، کورسونه بايد جوړ شي کوم چې د ملت جوړښت لپاره، د علاقې د امن لپاره د دنيا د امن لپاره د انسانى شرافت لپاره درسونه وخوول شي نن سبا خو کالجونه او يوينورسټۍ څه کوي چې په پرائمري کې هم پښتو ژبه ختمه ليدلې شي او د پښتو ژبې رهنمائي نه کېږي. داد افسوس مقام دې چې د هندوستان په دور کې به په تعليمي نصاب کې د پښتو خپل برخه وه او اوس هر څه ورک شوې دي.
نو شاعرانو ته پکار دي چې داسې شاعري وکړي چې خپل قوم کې شعور بيدار کړي. د تنظيم لار ورته په نښه کړي. او عوام دې ته چمتو کړي چې د خپلې خاوري خپل اختيار وګټي هغه شاعران چې د څڼو،زلفو، سترګو، او د مستۍ شاعري کوي بايد هغه په دې خبر شي چې هله مستي کېږي چې خپل آزاد وطن دې وي.
دولسم سوال: بابا پښتانه ولې وروسته پاتې دي؟
جواب: ډېر په حېرانتيا يې وويل (( دبې اتفاقي د لاسه )).

ديارلسم سوال: ستاسې کوم شعر ډېر خوښ دى؟
جواب:
زما د بابا کور او ورور که خداى کا يوسلا شي
د وينو پدې ډنډ کې به يو نوى ګل پيدا شـــــي.

څوارلسم سوال: تاسې په وفات شؤو کسانو کې چا نه ډېر متاثئر ياستۍ او په ژوند کې د چا نه متائر يي؟
جواب: دا ډېر نازک باب دى زه داسې سړى يم چې رښتيا شاعر يمه ، ذهن کې مې مينه ده احساس دې زه چې باغ ته ننوزم نو يو ګل ته نه ګورم بلکى ټولو ګلونو ته ګورمه او ټولو ګلونو نه خوند اخلمه ما ته ګل شوکول هم ښه نه ښکاري په بوټي کې راته ښه ښکاري نو ځکه زمونږ ددې وطن شاعرانو کې فرق نه شم کولې څوک به په يو موضوع ښه وي څوک به په بله موضوع کې غني خان زما خوښ دې نوصوفي شاعر دې او که قلندر مومند زما خوښ دى نو زمونږه زلميو کې يې ترقي پسند شاعري کړې ده .
زمونږ په دې علاقه کې نور هم داسې شاعران شته چې نومونه به يې نه اخلم هغوى هم په دغه بره شاعرانو برترې نه شي موندې خو ترينه کم هم نه وي.
پنځلسم سوال: بابا د خپلو ادبي دوستانو لنډ شانيې بحث راته وکړي؟
جواب: زما په ادبي دوستانو خو لنډ شان بحث نه شي کيداى هغه خو دومره زيات دي چې په دې لنډ شان بحث کې نه شى بيانيدې بل ځل راشه پوره کتاب به درته وليکم.
شپاړسم سوال: بابا ستاسې د زيږون ځاى او د والد محترم نوم څه وو؟
جواب: ګوره دغه ځاى چې د خټکو او خوشحال بابا يو مرکزي کلى دى په دغه ځاى کې پيدا شوې يم دلته ځوان شوې يم دا ته چې چېرته ناست يې او زه پرې فخر کوم .د والد صاحب نوم مې حُكمت خان وو
د بینوا او ښاغلی بلال احديارنه په مننه
Interview with Ajmal Khatak

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←