پښتو Deutsch-Paschto ډکشنري چاپ شوه

د جرمني ـ پښتو ډکشنري د ۲۰۰۹ کال د مې مياشتې په ۵ نېټه له چاپه راووته. د دې قاموس ليکوال ډاکټر
محمد اکرم ملکزى دى. ډاکټر ملکزى نه يوازې د طب ډاکټر دى بلکه د المان د مونشن په ښار کې يې د جرمني ژبې او ادبياتو تحصيل کړى دى . دا ډکشنري څه نا څه ۲۵۰۰۰ الماني لغتونه لري او ۱۰۱۶ مخه لري، په ډېر ښايسته ډيزاين او په اروپايي ستندرد ليکل شوې ده.
د هغه نورو ډکشنريو سره چې تر اوسه پورې ليکل شويدي، دا ډکشنري دا توپير لري چې دا ډکشنري د ډېرو مشهورو جرمني او افغان پروفيسرانو د کره کتنې نه تېره شوې ده چې په لاندې برخه کې يې نومونه اخيستل کيږي:
1. Prof. David Neil MacKenzie, Universität Göttingen
پروفيسر مکنزي د برتانيا وگړى و اوس په حق رسېدلى دى
2. Prof. Dr. Ronald Emmerick, Universität Hamburg
3. Prof. Dr. PHIL. Dr. JUR. UNIV. PROF. Hans Joachim Störig, Universität München
4. Prof. Jost Gippert, Universität Frankfurt/M.
5. Dr. Erhard Bauer, Im Auftrag des BUSKE VERLAGS Hamburg
6. Dr. Peter Kapitza, München
د پښتو ژبپوهان:
۱ـ قلندر مومند، پېښور، د پښتو ـ پښتو درياب ليکونکى چې ۱۳۲۵ مخه لري
۲ـ پوهاند دکتور محمد رحيم الهام ، د کابل پوهنتون پخوانى استاد، د افغانستان د علومو د اکاډمۍ غړى
۳ـ ډاکټر راج ولي شاه خټک، د پېښور د پښتو اکېدمۍ ډايرکټر
دا ډکشنري سره له دې چې داکټر ملکزي له خوا ليکل شوې ده، خو خپرندوى يې يوه علمې ژبنې منبع ده چې نوم يې په لاندې کې ذکر کيږي :
Lexicographia orientalis,
Herausgeber: Prof. Jost Gippert
د دې کتاب بيه په جرمني کې ۹۸ يورو او په اتريش کې سل يورو ده. د دې کتاب ټوله ګټه او يا تاوان د مطبعې په لاس کې دي، ډاکټر ملکزي دا کتاب په افتخاري ډول ليکلى دى او د مطبعې نه څه ګټه ورته نه رسيږي. ډاکټر ملکزي د حق الزحمې په بدل کې د مطبعې نه دا حق اخيستى دى چې دا کتاب په افغانستان کې په ارزانه بيه چاپ کړي . کله چې دا ډکشنري په افغانستان کې چاپه شوه نو لوستونکو ته به بې د ګټې او تش د مطبعې د لګښت په بيه وړاندې شي.
هغه څوک چې غواړي چې ډېر ژر دا کتاب لاس ته راوړي نو لاندينۍ جرمنۍ مطبعې سره دې اړيکې ونيسي :
Buske Verlag
Richard Straße 47
22081 Hamburg
Germany
Tel.: 0049 -40-29 99 58-0
لوستونکي کوى چې چې د دې ډکشنرۍ په برخه کې په لاندينۍ اينترنيتي پاڼه کې معلومات لاس ته راوړي:
http://www.buske.de/product_info.php?products_id=2983
د نورو ډکشنريو په مقايسه په دې ډکشنرۍ کې د هر لغت د صحيح لوستلو لپاره د لغت لاندې يا يو ټکى (د لنډ تلفظ لپاره) او يا يوه کرښه (د اوږد تلفظ لپاره) ليدل کېدى شي. همدا راز د ډېرو لغتونو لپاره تشريحي مثالونه شته، ځينې مثالونه يې حتى متلونه، اصطلاحات، د اديبانو په ژبه اصطلاحات او د کوڅې او بازار اصطلاحات دي. د اصطلاحاتو په کارونه کې ياد شوي چې دا د اديبانو ژبه او که او د کوڅې او بازاراصطلاح ده. په ځينو مثالونو کې يې حتى شعرونه هم شته. د هر څه سره ۴۵۰۰۰ تشريحي مثالونه پکې راغلي دي.
د هر اسم سره د اسم جنسيت (مذکر، مؤنث، مخنث) ، د اسم مفرد او جمع ياد شوي. د بهرنو لغاتو، يعنې د انګليسي يا فرانسوي لغاتو تلفظ ورسره ليکل شوى دى. د هر مصدر سره د مصدر د استعمال وجه، د حال او ماضي يادونه شوې ده.
د ډېرو لغاتو سره سمدلاسه د هغه لغت مترادف او متضاد هم ليکل شوي دي.
مثال:
schwạrz (Adj.) ، آبي rot، سور: weißتور ﴿سپين ته وايي:
) gelb، ژېړ:grün، شين يا زرغون: blauيا اسماني رنګ:
schwarzes Haarتور وېښته
schwarze Schuhe تور بوټان
s. auf weißليکل شوى، تحريري، مسند (يعنې سل په سلو کې ټيک)
etwas s. auf weiß haben ېو شى پۀ تحريري ډول ﴿مسند﴾ پۀ
ﻻس کې درلودل ﴿اصطلاح﴾
aus s. weiß machen [wollen]يو شى بالکل پۀ بل ډول (غير
واقعي) ښودل، يو تور شى په سپين ډول ښودل (اصطلاح)
jmdm nicht das Schwarze unterپۀ ېو چا هېڅ شى نه
dem Nagel gönnen پېرزو کېدل، هېڅ نه لورېدل (اصطلاح)
ins Schwarze treffen د نښې مينځ ويشتل، اصلي مطلب (حقيقت) پيدا کول ﴿اصطلاح﴾
jmdm den schwarzen Peter zuschieben ګناه پۀ ېو بل چا اچول ﴿اصطلاح﴾
das schwarze Schaf sei n د بدڙ پۀ وجه د نورو نه توپير
درلودل نو ځکه په يوه ډله کې نه جوړېدل، فقط لکه چې په يوه سپينه رمه کې تور پسونه وي (ځکه چې د سپينو پسونو په ښايسته سپينې وړۍ کې د تورو پسونو د وړيو تور تور داغونه راځي)
der schwarze Markt تور بازار ﴿اصطلاح)
بل دا چې په دې ډکشنرۍ کې د يو مصدر سره ليکل شوي چې دا مصدر لازم دى او که متعدي، فاعل ته يا مفعول ته ضرورت لري، يعنې:
Dativ, Akkusativ , transitiv, intransitiv
د لوستونکو د معلومات لپاره په لاندې برخه کې د دې ډکشنرۍ يوې بلې پاڼې ته نظر. دلته ليدل کېدى شي چې د يو لغت لپاره خومره تشريحي مثالونه ليکل شوي دي:
ge̱hen, er ging, ist gegangen (itr.) ۱- تلل ۲_ ګرځېدل، چلېـدل ﴿کار کول﴾
1. Sie ging in die Stadt. هغه ښـار ته وﻻړه
Wir gingen zu Fuß dorthin. وﻻړومـونږ پۀ پښو هلته
Bitte lass mich g.! ما پرېږده چې وﻻړ شم
2. Meine Uhr geht nicht richtig. زما ساعت سم نه ګرځي
Das Geschäft geht gut. دکان ﴿مغازه﴾ ښه چليږي
Wie geht es dir? Mir geht es gut. ته څنګه ېې؟ زۀ ښه يم
Der Weg geht geradeaus. ﻻره مخامخ تللې ده
Ist der Preis zu hoch? Das بيه ېې ډېره جګه ده ؟ بده نده
geht ja noch.
Das geht überhaupt nicht. دا هېڅ امکان نلري
In den Krug geht ein Liter. پۀ منګي کې ېو ليتر ځاييږي
Du gehst mir auf die Nerven. ته زما اعصاب خرابوې
Dein Wunsch geht in Erfüllung. ستا هيله تر سره کيږي
Sie geht mit der Mode. هغه د مـود سره سمې جامې اغوندي
Glaubst du, dass die Sacheفکر کوې چې دا کار به پۀ ښه
gut geht? ؟شان سرته ورسيـږي
Das geht in Ordnung. دا ټيک دى، دا شى سم دى، پکې څۀ غلطي نشته
Worum geht es hier eigentlich?دلته اصل موضوع څۀ ده ؟
Es geht um meine Familie.خبره زما د کورنڙ پۀ برخه کې ده
ge̱hen lassen, sich, er lässtپخپل ځان حاکميت نه درلودل
sich gehen, ließ sich gehen, او هر څۀ چې پۀ مخ راغلل
hat sich gehen lassen همغسې کول، بې دسپلينه اوسېدل
Lass dich nicht so gehen! ته پخپل ځان حاکميت پيدا کړه،
کار وکړه پخپله خوښه او پخپل پروګرام
gehe̱u̱er (in der Verbindung)ډاډه نه، چې خطر پکې وي، چې سړى ورنه لږڅه وډار شي
Der dunkle Wald ist mir دا تياره ځنګل راته بې خطره نه
nicht g. ښکاري
Gehịlfe, der; des Gehilfen, die Gehilfen مرستندوى، مرستيال ﴿د خليفه شاګرد﴾
Gehịrn, das; -e ۱- ماغزه، د سر ماغزه۲- فکر، عقل
Er zog sich bei dem Unfall پۀ ټکر کې د هغۀ د سر ماغزه
eine Verletzung des Gehirns zu. ټپي شول
2. sein G. anstrengen خپلو ماغزو ته تکليف ورکول
Gehịrnerschütterung, dieد مغزو ټکان ﴿قافي ترضيض﴾
= Commotio cerebri ﴿طبي لغت﴾
geho̱ben (Adj.) لـوړ، جګ، لوړ مقام، پۀ لوړه سويه، ادبي
eine gehobene Position ېو لوړ مقام
eine gehobene Sprache ادبي ژبه
Gehö̱r, das; kein Plur. د اورېدو حس، سامعه حس ﴿غوږ﴾
Sein G. lässt nach. د هغۀ د اورېدو حس مخ پۀ کمېدو دى
das G. verlieren سامعه حس له ﻻسه ورکول
jmdn um G. bitten ېو چانه د غوږ ايښودو هيله کول
Darf ich die Anwesendenاجازه راکړڙ چې تاسو حاضرينو
um G. bitten? د غوږ ايښودو هيله وکړمنه خبرو ته
jmdm G. schenken د ېو چا خبرو ته غوږ ايښودل
gehọrchen, er gehorchte, اطاعت کول، غاړه ايښودل
hat gehorcht (itr. + Dat.)
einem Befehl g. ېو امر ته اطاعت کول، ېو امر منل
Das Kind gehorchte den Eltern. ماشوم مور او پلار ته اطاعت کوي
gehö̱ren, es gehörte,۱- د ېو چا شى ﴿مال﴾ اوسېدل ۲ـ د ېوې
hat gehört (itr.) ډلې پۀ شمېر کې راتلل، د ېوې ډلې غړى
اوسېدل، پۀ ېوې ډلې کې حسابېدل ۳ ـ مناسب او د اخلاق او
۴ ـ ېو شي ته پۀ کار ﴿ضرور﴾ اوسېدل آدابو سره سم اوسېدل
1. (+ Dat.) Das Buch gehört mir. دا کتاب زما دى
Das Haus gehört meinem Onkel.دا کور زما د تره ﴿کاکا، ماما﴾ دى
2. zu etwas g. پۀ ډله کې راتلل، پۀ شمېر کې راتلل
Er gehört zu den besten هغه د نړڙ د بهترينو لوبغاړو پـۀ
Spielern der Welt. ډلـه کې راځي
Er gehört zu unsererهغه زمـونږ د کورنڙ د ډلې نـه دى
Familie.
3. Diese Frage gehört nicht hierher.نامناسبه دا سوال دلته دى، دا سوال دلته بې ځايه دى
(+ sich) Was du tust, gehört څۀ چې ته کوې هسې کار
sich nicht. څوک نکوي
4. Es gehört viel Mut dazu. د دې دپاره ډېــر جرأت پکار دى
د لغاتو غوره کوونه او تشريح
پۀ دې قاموس کې هڅه شوېده چې نه ېوازې د ېو ۤلماني لغت دپاره معادل پښتو لغت وليکل شي بلکه که چېرته د معادل لغت پوهېدل سخت وي نو بيا همغه پښتو لغت په پښتو تشريح شويدى. د جرمني لغت د ﻻپسې ښۀ پوهېدلو او په جملو کې د استعمالولو دپاره تشريحي مثالونه راوړل شويدي. بل دا چې د ېو لغت دپاره نور مترادف پښتو لغات او حتى سيمه ايز لغتونه هم ذکر شويدي، د مترادف نه پرته متضاد لغت هم پکې ليکل شويدى. ځينې لغات چې د هغوى کورنڙ لوېه ده د هغې لغت کورنڙ نه نور ډولونه يې هم ېاد شويدي، لکه د آس لغت: آسdas Pferd ، نرآس der Hengst ، اسپه die Stute ، سپين آس ېا نيلى der Schimmel ، تور آس ېا سکاڼ der Rappe او داسې نور﴾. په دې چې هر څوک په پښتو کې د نيلي يا د سکاڼ په مانا نه پوهيږي نو د دې لغاتو په څنګ کې ورته تشريح يې هم ليکل شوې ده يعنې سکاڼ يا تور آس.
●همدا شان پۀ ۤلماني لغاتو کې هڅه شوې ده چې مترادف لغات ورسره وليکل شي لکه
[zuweilen = manchmal, ab und zu, gelegentlich ]
د ځينو لغاتو متضاد لغات ورسره ليکل شوي دي لکه د [sowohl ... als auch _ هم دا او هم دا] متضاد [weder ... noch نۀ دا او نۀ دا] هم ليکل شويدى. هغه لغات چې په پښتو کې ډېر معمول ندي نو د هغوي مآخذ پۀ قوس کې ليکل شويدى لکهSchubkarre کراچڙ، رچګاډى [افغان قاموس]. د طبي لغاتو دپاره که چېرته ﻻتيني لغت وي نو پۀ څنګ کې ېې ۤلماني لغت ليکل شوى او ېا برعکس لکهMittelohrentzündung = Otitis media يعنې د غوږو التهاب. هغه طبي لغات چې ورته معادل لغت پۀ پښتو کې نشته او ېا پوهېدل ېې ډېر ګران دي هغه تشريح شويدي لکه:
Q-Fieber, بلقاني تبه
مکروب په واسطه د شودو او وړيو له لارې انسان ته تيريږي او اکثرآ سينه بغل پيدا کوي Rickettsien د
نور مترادف لغات ورته دا دي:
Krimifieberا,
Queenslandfever, Balkangrippe, Pneumo-Rickettsiose
د ځينو کيمياوي لغاتو جوړښت پۀ قوس کې ليکل شويدى لکه:
مورفين (C17 H19 O5 N + H2 O) Mọrphin, das; -s
اصطلاحات او متلونه پۀ Kursivschrift ېا پۀ کږو تورو ليکل شوي دي.
بل دا چې د لنډ وخت راهيسې په جرمني ژبه کې يو نوى ريفورم راغى چې هغه د لغاتو د يوځاى يا بېل ليکلو، د ليکدود ريفورم دى. د مثال په توګه به پخوا به (س، ف، ت) توري درې توري شا په شا نه شول ليکل کېدى، خو اوس په يوي ژبني ريفورم کې ليکل کيږي، مثال:
بېړۍ Schiff =
تګ ، مزل = Fahrt
د بېړۍ تګ Schiff + Fahrt = Schifffart
پخوا به د بېړۍ تګ په دوه ff ليکل کېدله او اوس په درې fff ليکل کيږي.
نو په دې ډول په دې په دې ډکشنرۍ کې د الماني ژبې نوى ريفورم هم په نظر کې نيول شوى دى.
