د کلتوري يرغل اغيزې پر نورو باندې
کلتور (فرهنګ) د توپيرونو يوه مجموعه ده چې هنرونه، کړنې، دودونه، قوانين او فولکور رانغاړي چې د انسان په واسطه په نړۍ کې تر لاسه شوې دي
په انسان پيژندنې او ټولنه پيژندنې کې د فرهنګ څخه ډير تعريفونه شوي دي
رالف لينتون فرهنګ داسې تعريفوي
فرهنک هغه مکتب دى چې د هغه په وسيله د يوې ټولنې غړي (خلک) د هغه ټولنې دود يو نسل څخه بل نسل ته نقل وي چې د خلکو په منځ کې شريک دي
بيا ادوارد وايي چې فرهنګ د اړيکو هغه نظام دى چۍ د ټولنې د کړه وړه څخه په خلکو باندې تپل کيږي او په عين حال کې د اړيکو نظام دى چې د ټولنې اړيکې خلکو سره ټينګوي
د دغو تعريفونو څخه ورسته ويلى شو چې فرهنګ د انسانانو ټولنيز ميراث دى
دوديز کيدل
د دود کيدلو خصوصيات په دوه ډوله دي يو دا چې انسان خپل ځان د ټولنې چارو سره سمه وي او په هغه باندې ځان سباله وي او دوهم د طبيعي محيط سره د ځان برابرول دي او د انسان څخه هر عمل په ټولنه په مستقيم او غير مستقيم ډول تر سره کيږي د ژوند د پايښت لپاره خوراک، څښاک او نورو اوليه موادو ته بدن ډير اړتيا لري خو فرهنګ د يوې ټولنې د خلکو کړه وړه تر څيړنې لاندې نيسي مثلا مقررات، قواعد، دود او فرهنګ د خلکو تر منځ ګډ دي. او له بلې خوا دود او عادات د يو نسل څخه بل نسل ته ځي او د يوې ټولنې زيرمه کيږي
معنوي فرهنګ او عادي فرهنګ
که مونږ فرهنګ د انسان د کوښښونو په ټولنه باندې ومنو نو فرهنګ په دو ډوله باندې ويشو ۱- مادي فرهنګ غير مادي فرهنګ (معنوي فرهنګ)
مادي فرهنګ هغه ټول شيان دي چې د ليد او لمس وړ دي لکه د اوسيدلو ځاى او د ژوند ټول وسايل طياره، موټر ماشين آلات چې مادي ورته ويلى شو او ژر په ټولو برخو کې ورڅخه کار اخلو، معنوي فرهنګ لکه ژبه، ادبيات، سياست، فلسفه، عقايد قوانين دي
مادي فرهنګ او غير مادي فرهنګ په يو شکل پرمختګ کولى نشي مادي فرهنګ په چټکه توکه پرمختک کوي ولې غير مادي فرهنګ په چټکه توکه پرمختک کولى نشي معنوي (غير مادي فرهنګ) د ټولنې اصلي فرهنګ دى او همدغه د يوې ټولنې روحي قدرت څرګنده وي او بايد د زړه له کومې کوښښ وکړو تر څو دغه فرهنګ ته وده ورکړو
په هر فرهنګ کې مختلف تعريفونه او حقايق موجود دي نو د هغه ځاى څخه چې ژبه د يوې ټولنې اساسي او کليدي درک دى او د هر قام ژبه دومره ارزښت لري که هغې ژبې ته پاملرنه ونشي نو هغه قام لمنځه څخه ځي نو ژبه يوې ټولنې ته مادي او معنوي ارزښت لري
په بل عبارت تکنالوژي عصر کې فرهنګ ته اوس ډير پاملرنه کيږي چې کاملا علم پورې ټړلى دى. په دې ورستيو کې دا ثابته شوې ده چې د نړۍ پرمختګ په علم او ژبې باندې ولاړ دى او ژبه د پرمختګ اصلي لامل دى نو که ژبې ته هره ټولنه پاملرنه وکړي نو دا ويلى شو چې هغه ټولنه به تر ډير حده پورې په خپلو پښو باندې ولاړه ټولنه اوسي
عام فرهنګ
عام فرهنګ هغه دى چې يوې ټولنې ته ميراث پاتى او د همدې لپاره د انسان فرهنګ د ټولنې سره متمايزکوي او هغه د عام فرهنګ په توګه محاسبه کوي خبرې کول، اند عام فرهنګ دى چې فرهنګي، ټولنيز او اقتصادي ځانګړې کوي.
حيواني ټولنې د فرهنګ فاقد دي او فرهنګي سلوک ورکې موجود ندى نو دا انسان دى چې د فرهنګ خاوند او د فرهنګ د ودې اصلي مخکښن دى
خاص فرهنګ
خاص فرهنګ هغه فرهنګ ته ويلى شو چې يوې ټولنې ته په ميراث پاتې وي چې په محدوده د جغرافيوي او ايدئولوژيکي پورې تړلې وي مثلا، افغاني فرهنګ چې په لومړي سر کې د افغانستان په سيمه او بيا ورسته ځينو نورو هيوادونو ته خپره شوه
فرهنګ منل
فرهنګ منل په دوه ډوله ويشل کيږي ۱- يو خوائيزه (يو طرفه) ۲ – دوه خوائيزه ( دوه طرفه)
فرهنګ منل يو طرفه د کوچنيانو پورې اړه لري او په همدغه خاطر يو خوائيزه ورته ويلى شو کوچنيان يوازې د خپلې ټولنې او خپلې کورنۍ هغه ژبه چې په کور کې ويل کيږي زده کوي او هغه ژبه نسبت نورو ژبو ته ورته آسانه اوښه وي او د خپلو ملګرو په منځ کې خپله ژبه باندې تر ډيره حده پورې په خبروکولو حاکم اوسي او که انسان په خپله ژبه باندې ليک او لوست وکړي درس ووايي نو په راتلونکې کې يو ستر شخصيت ورڅخه جوړيږي دا په نړۍ کې ثابته شوې چې په خپله ژبه ليک او لوست داسې دى لکه زر .په يو خوائيزه فرهنګ منلو کې ماشوم يوازې خپل کورنۍ او هغه ټولنې سره کار لري چې په خپله ژبه خبرې کوي او خپله ژبه ورته اسانه ده د نورو ژبو سره سر او کار نلري
د دوه خوائيزه کلتور منل
د نورو ژبو فرهنګ دى او په رښتيا چې ډير تفاوت هم لري که انسان غواړي چې په بله ژبه زده کړې وکړي نو داسې زده کولۍ نشي لکه چې خپله مورنې ژبه باندې زده کړې کوي. او بله ژبه باندې انسان کولى نشي خپل تولنيز ژوند ته پرمختګ ورکړي او تل به د پرمختګ مخه ورڅخه نيول کيږي
نو بايد کوښښ وشي چې د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې په مورنۍ ژبه باندې سبق وکړو چې دا د يو هيواد د پرمختګ لپاره ډير ارزښت لري او هغه هيواد د بډائنې او لوړ والى خواته بيائي
