دپښتونخوا دپوهنی دیره
د وختونو لــــــه بدلونه داسې ښکاري
د پښتو د باغ ګلونه به سمسور شي.

align=left]
لکه څنګه چې په نړۍ کې قامونه او اولسونه د خپلې ژبې، دود او دستور له مخې پېژندلى شي، همداراز د نړۍ په وېش کې د خپل پېژند په اساس په بېلابېلو سياسي پولو کې سره تړل شوي دي، خو ځينې داسې قامونه هم شته، چې په دوه يا زياتو سياسي پولو (هېوادونو) کې ژوند تېروي. د بېلګې په توګه د عرب قام يا ملت، چې په څو هېوادونو کې مېشته دي.
همدا شان پښتون قام يا ملت، چې شمېر يې (50) پنځوس ميليونه اټکل شوى دى، د 1893 کال راهيسې د وخت د انګريزي حکومت له خوا په دوو هېوادونو افغانستان او پاکستان کې په څو برخو ووېشل شو.
پښتون ملت پياوړى او موړ کلتور لري، خو د وخت د حکومتونو او واکدارانو له خوا لکه څنګه چې لازم دي، د پښتو ژبې دپاره چې هم ژبه او هم د ژوند دود قانون دى، کوم د يادونې وړ کار او پاملرنه نه ده شوې او که څه شوي، هغه هم لکه په اوړو کې مالګه. په اولسي سطحه ځينې بااحساسه او هېوادپالو پښتنو په ځانګړې توګه او ځينې نورو يې د ادبي او کلتوري ټولنو او ادبي جرګو په شکل کې د خپلې ژبې او کلتور د پرمختيا لپاره اوچت ګامونه واخيستل او دوام لري، چې له دې جملې څخه د پښتو ژبې نوميالى ليکوال، اديب، شاعر او افسانه ليکونکي ښاغلي لايق زاده لايقLayaqzada Layaq او عبدالبصير بيدارAbdul Basir Bidar د يادونې وړ دي، چې د ځينو نورو ليکوالانو، شاعرانو او اديبانو او پوهانو په سلا او مشوره يې د 1998کال د اګست په مياشت کې د پښتو ژبې، ادب، کلتور او هنر د ودې او پرمختيا په خاطر په پېښور کې د "پښتونخوا د پوهنې دېره" جوړه کړه، چې نامتو ليکوالان، شاعران او پوهان پکې راټول شوي دي او د هر ډول سياسي نظر نه پرته د پښتو ژبې او ادب د پرمختيا لپاره کار کوي. د ليکوالانو، پوهانو او شاعرانو د نظريو يووالي ته وده ورکوي، اړيکې ورسره ټينګوي او د اثارو د چاپ زمينې يې برابروي، کلتوري غونډې او مشاعرې جوړوي او د پښتو موسيقۍ پروګرامونه ترتيبوي.
د پښتونخوا د پوهنې دېرې مشري د لايق زاده لايق په غاړه ده او عبدالبصير بيدار يې مرستيال دى. په افتخاري غړيو کې يې ډاکټر کبير ستورى، پروفيسر اباسين يوسفزى، ډاکټر شاه جهان سيد او جمشيد نديم نيازى شامل دي.
د پوهنې دېرې تراوسه (38) ادبي او پوهنيز کتابونه چاپپ کړي او د پښتو موسيقۍ (25) پروګرامونه يې جوړ کړيي دي، چې دا نه ستړې کېدونکې هلې ځلې يې د ډېر درناوي وړ دي، چې د راتلونکي نسل يا کول دپاره د ارزښتناک تاريخ په حيث ګټور ثابېتېداى شي، د پښتونخوا د پوهنې دېرې خپلې هلې ځلې په يو لنډ يادښت کې په لاندې ډول ليکي:
"د نړۍ په غېږ کې چې څومره انسانان ژوند کوي، نو په دې کې د هر قام ژبه، دود، دستور، رسم او رواج او کلتور جدا جدا دي، خو په دې ټولو کې ژبه هغه نعمت دى، چې نه يوازې د خبرو کولو وسيله ده، بلکې د قامونو په جوړښت کې خورا زيات ارزښت لري. همدارنګه د هر قام وګړى په خپله ژبه ژوندى پاتې کېږي، ترڅو چې د يوه قام ژبه وده او پرمختګ ونکړي، تر هغې هغه قام د پرمختګ او ترقۍ په لور ګامونه، نه شي اخيستى. نن سبا په ډېرو پښتنو کې د ژبې د خدمت جذبه زياتېږي او د روانو حالاتو په ترڅ کې داسې څرګندېږي، چې "پښتو ژبه": د خپلو بچو نوره پاملرنه او توجه هم غواړي.
د پښتونخوا د پوهنې دېره په دې فخر او وياړ کوي، چې د خپلو کوښښونو په ترڅ کې يې يو شمېر کتابونه چاپ او لوستونکيو ته وړاندې کړي. برسېره پردې يې د پښتو موسيقۍ ماښامي او پروګرامونه د نامتو سندرغاړو په خوږو اوازونو جوړ او مينه والو ته وړاندې کړي، غواړو چې د پوهنې د دېرې د زيار انځورونه ستاسې له نظره تېر کړو.

د پښتونخوا د پوهنې دېرې د پښتو د موسيقۍ بابا استاذ خيال محمد، استاذ رحيم غمزده، استاذ ګلزار عالم، استاذ ماسټر علي حېدر، پېغلې نازيه اقبال، استاد نواب، پېغلې شبنم، انور خيال، سيداګل مينا، زلمى غمزده، رضوان منور، شاه ځوان منور، رحيم ګل بنګش، زاهدالله اپريدى، نور رحمن، غازي اصف، حشمت مرچکى، ګل جان صادق، استاذ صنم او نورو خوږ ژبو سندرغاړو په خوږو اوازونو په زړه پورې ښکلي د موسيقۍ پروګرامونه جوړ کړي او مينه والو ته يې وړاندې کړي دي.
د پوهنې دېره هڅه کوي، چې د ټولو پښتنو ليکوالانو نثري، شعري، تحقيقي او پوهنيز (علمي) ليکنې د نورو زياتونو سره خپلو مينه والو ته د لوستو جوګه کړي.
د پښونخوا د پوهنې د دېرې دا ادبي کلتوري او هنري هلې ځلې به په راتلونکي وخت کې هم دوام لري او په دې هيله چې پښتانه ليکوال او پوهان به د خپل ژبې پښتو دپاره خپل استعدادونه او سلاحيتونه په کار راولي، ترڅو
دغه تنګياله ژپه د سياليو سره سياله شي
پښتونخوا: شپږویشتمه ګڼه،نولسم کال، ۲۰۰۵ ع کال
Pakhtoonkhwa, Jahrg./Vol.: 19, No.: 26 Year 2005
