لیلی د ښته په سیمه کی بی ساری جنګی جنایت!
د جنگی اسیرانو حقوق :
په لیلی دښته کی د جنایت د ستروالی د پوهاوی په مقصد ، دلته لازمه ګڼو چی د سریزی په توګه دجنگی اسیرانو د حقوقو په اړه دنړیوال قوانینو په رڼا کی څو یادونی وکړو.
د ژنیو دڅلورو کانوانسیونونو ( 1925 ،1929،1949،1993 م کال ) ددویم پروتوکول له مخی باید له اسیرانو سره "انسانی" چلند وشی . دانسانی چلند مانا دا ده چی :
1- داسیرانو بشپړ لیست نړیوال سره صلیب ته وړاندی شی.
2- نړیوال سور صلیب وکړای شی چی کله ناکله له اسیرانو سره لیدنه کتنه وکړی او احوال یی کورنیو ته ورسوی .
3- داسیرانو فزیکی روغتیا او کرامت ته درناوی وشی .
4- له اسیرانو نه غچ وانه خیستل شی.
5- اسیرانو شکنجه او اعدام نه شی .
6- داسیرانو پربدن باندی رنځوونکی بیولوژیکی آزموینی ونه شی.
7- اسیران دجبهی په لومړنیو لیکو کی بیگار ته ونه ګومارل شی.
8- دوی ته د دفاع او محاکمی حق ورکړل شی.
9- اسیران دجګړی له ساحی څخه په یوه لری سیمه کی استوګنه وکړی.
1- پراسیرانو باندی ډله ییزه سزأ تطبیق نه شی.
2- ټپی او رنځور اسیران باید د روغتیا پالنی څخه ګټه ترلاسه کړی .
3- ترشخړو وروسته ، باید اسیران په بشپړ مصئونیت خپلو سیمو یا هیوادونو ته ولیږل شی.
جنگی اسیران دانسانی چلند نه بی برخی کول جنگی جنایت او د اشد مجازات وړ ګڼل کیږی.
ملګرو ملتونو امنیت پر عدالت باندی مقدم وګنل :
د ډله ييزو قبرونو شتوالي چي په کي جنګي اسيران ښخ شوي دي د بشر دحقوقو له عمومي اصولو څخه د سر غړوني بيلګي ګڼلي شو .
په 1999 م کال کي د ( م .م ) عمومي منشي اعلام وکړ چي د افغانستان په دريو لويو ښارونو کي 12 څارونکي ځاي پر ځاي کوي . د بشر له حقوقو د کمسیون څخه « د اروپايي اتحاديي دکيڼ اړخ رئيس « سر فرانسيس ورتز » د جون په میاشت کي دخپلي اتحاديی په استازيتوب دليلي دښتي د وروستي پيښي د پلټني په اړه نړيوال سره صليب او ( م.م ) ته غوښتنه ليکونه استولي وو . د جولاي پر 8 مه « ګوردان بت» د نړيوال سره صليب وياند ځواب ورکړ چي : موږ په هيچ يوه پلټنه کي برخه نه شو اخيستي . زموږ لومړني دنده د جګړي قربانيانو ، ژوندي و ګړو او په جګړو کي د ورک شويو کسانو پاتي کورنيو ته مرستي رسول دي. دا ويره ښته چي په يوه پلټنه کي د نړيوال سره صليب ګډون د هغه پر فعاليتونو باندي چي له خلکو سره په آزاده توګه د تماس پر بنسټ يي جوړوي منفي اغيزه واچوي .
په هر حال ! ( م . م ) به د ناپيليتوب او محرميت له اصولو سره سم نړيوال سره صليب ته اجازه ور نه کړ چه د پيښي په اړه د يوي محکمي په وړاندي شهادت ادا کړي . ميرمن « ماري روبنس » د ( م . م ) دبشري حقوقو د عالي کمشنري ويانده ( فرانسيس ورتز) ته وويل : د بشريت ضد جنايت پر وړاندي بايد هيڅ ډول زغم موجود نه وي . د قضيي د پاره اصلي مسئوولين په پيښه کي اخته دولتونه دي . موږ په دي ډاډه يو چي د افغانستان دولت د تيرو جناياتو د پلټني په هکله صادق دي . د امريکا دولت به ورته دريځ ولري .
د « ماري روبنس » خبره د انتقالی حکومت په اړوند له واقعيتونو سره سم نه وو . د انتقالي حکومت له خوا د پيښي د پلټني په اړه هيڅ يو اغيزناک ګام پورته نشو . او تر هغه وخته پوري چي په جنګي جناياتو تورن ټوپکيان او جنګسالاران په حکومت کي واکمن وي د کابل حکومت له خوا د پيښي د پلټني په اړه هيله مندي غير واقعبينانه ښکاري .
( م ، م ) د افغانستان د قضیی په اړه تر زیاتی اندازی پوری د امریکا د سیاست تر اغیز لاندی وو او دی . ( م ، م ) لکه امریکا غوندی د مختلفو متخاصمو افغانی ډلو ترمنځ بیطرفانه سیاست نه درلود . ( م ، م ) اړیکی له هغو کسانو سره چه په جنګی جنایاتو تورن وو او په انتقالی حکومت کی واک درلود دوستانه او دمتقابل باور پربنسټ ولاړ وو .
په کابل کی د ( م ، م ) پخوانی استازی ، لخدر ابراهیمی ویلی وو : « د افغانستان شرایط دا ایجابوی چی باید دژوندیو خلکو پرابلمونه پر مړو باندی او امنیت پر عدالت باندی مقدم وګڼل شی » .
دغه خبره په څرګنده توګه جنگی جنایتکارا نو ته مصئونیت ورپه برخه کړ .
لخدر ابراهیمی دغه واقعیت د پامه غورځولی وو چه اصلاً امنیت او عدالت یو له بل سره نه بیلیدونکی منطقی اړیکی لری . موږ امنیت له عدالت پرته او عدالت له امنیت پرته نه شو تأمینولی :
په افغانستان کی د جنایت د پیښی نه وروسته تر اوسه پوری سوله او امنیت د هغو جنگی جنایتکارانو له خوا تر ګواښ لاندی دی چی دعدالت څخه تښتیدلی دی. په دی اړه لاندی مثال ته پاملرنه وکړی :
په همدغی لیلی دښته کی د وروستی فاجعی ( 2001 م ) نه مخکی په 1997 م کال د دسمبر په 30 له 2000 انسانانو څخه زیات قتل عام شول . نړیوال ټولنه او ( م ، م ) په دغه برخه کی نه یوازی بی تفاوته پاتی شول ، بلکی د تورنو کسانو څخه لږ تر لږه یو تن یی ( خلیلی ) د راتلونکی حکومتونو د غړیتوب په ورکولو کی مکافات هم ورپه برخه کړل . که په همدغه وخت کی دغه ستر جنایت تر قضایی تعقیب لاندی نیول شوی وای ، د لیلی دښتی ناورین به تکرار شوی نه وای.
له پورتنی مثال څخه څرګندیږی چی سوله او امنیت باید له عدالت سره په موازی توګه پرمخ لاړ شی . دغه پروسه په روندا او کوسوو کی سرته رسول شوی ده . هیڅ دلیل وجود نه لری چی افغانستان ورڅخه بی برخی پاتی شی .
د یادونی وړ بولو چه د 2001 م کال ناورین د رامنځته کیدونه لس ورځی وروسته د امنیت شورآ 1386 نمبر پریکړه صادر شو . د نوموړی پریکړی په بنست نړیوال نظامی ائتلاف په افغانستان باندی یرغل وکړ . بنآ ( م ، م ) د نړیوال ائتلاف په څنګ کی د جنګی جنایت په اړوند مسئولیت لری .
د دله ییزو قبرونو ساتنه :
هغه ډله ييزو قبرونو چي د افغانانو د مقاومت په وخت کي د جګړی ه ترڅ کی رامنځ شوي دي ، یا په کی جنګي اسيران ښخ شوي دي ، د جنګي جنايت کارانو د جرم يوه مهمه بيلګه ګڼل کيږي . دله ییزو قبرونو د ملي ، اسلامی مقاومت او د هيواد د اصلي بچيانو د اتل والي يوه لويه نمونه ده . دغو هديرو په مذهبي لحاظ د زيارت ځاي او په سياسي لحاظ د راتلونکي نسلونو لپاره د ملي نواميسو د ساتني په خاطر د امتثال يو مرجع به وي چه باید تر خاورو لاندی لادرکی نشی .
په هيواد کي د شوروي تر يرغل وروسته جنګی دلو تپلو په کرات او مرات په ډله ييزي وژني لاس پوري کړي دي . د کمونيسانو په دوره کي ، د مجاهدينو په وخت کي ، د طالبانو په واکمني کي او د طالبانو تر سقوط و روسته د جنګی جنایت بیلګی موجودی دی .
الف : شوروي دولت سره له دي چي د نړيوالو قوانينو لاسليک کوونکي وو ، د افغاني جنګي اسيرانو په بي رحمانه وژلو تورن دي . په دغه مرحله کي د ډله ييزو قبرونو نښي نښاني د شوروي د نظامي واحدونو د نظامي هډي په شاوخواکي يا د زندانونو په نژدي سيموکي موجودي وي . بهتره به دا وي چي په يوه مناسب وخت کي د ډله ييزو قبرونو نقشي له روسانو څخه تر لاسه شي .
د 1996 م کال د مارچ 18 نيټه يوه ډله ييزه هديره چي په کي 800 مړي ښخ کړل شوي وو د کمونيستي نظام د جنايت د سند په توګه په ننګرهار ولايت کي د 81 غونډ په نږديوالي کي کشف شوه .
ب: د مجاهدينو د حکومت په وخت کي چي افغانستان په کورني جګړه اخته شو په زرګونو انسانان ووژل شول ، په دغه وخت کي جنګي اسيرانو د وژلو احتمال د نورو سيمو په پرتله د کابل په جګړو ( افشار، دشت برچي ) کي زيات ليدل کيږي .
په 1995 م کال کي د ( م.م ) د عمومي اسامبلي د 207 مي ګڼي پريکړه ليک له مخي د ( م.م) يو ځانګړي کميسيون بايد په افغانستان کي د بشر د حقوقو څخه سرغړونيو و څيړي او په دي باب دي مستند راپورونه برابر او د ( م.م ) د عمومي منشي له لاري دي د امنيت شورا ته وړاندي کړي . خو قضيي عملي بڼه غوره نه کړه .
ج: د طالبانو په واکمني په 1997 م کال کي د دسمبر پر 30 مه نيټه اټکل 3000 اسير طالبان د سيالو ډلو له خوأ ووژل شول او په ليلي دښته کي په يوه ډله ييز قبر کي خاوروته وسپارل شول . د دغه بي ساري جنايت تورونه پر پهلوان ملک او خليلي ( دواړه دشمال دائتلاف غړي) لګول کيږي . ( م . م ) دقضیي د پلټني په مقصد يو کميسيون و ټاکه چي مشري يي د « شونګ يونګ » پر غاړه وه . تر 14 ورځو وروسته چي پلټني دوام و مومند دوسيه د نامعلومو دلايلو له کبله تر نن پوري معلق پاتي شوه . د طالبانو تر سقوط وروسته بيا اټکل 3500 نفره اسير طالبان د شمال او نړیوال ائتلاف د ځواکونو له خوا ووژل شول ، چي په همدغي ليلي دښټه کي په ډله ييزو قبرونو کي ښخ شول .
په افغانستان کي د جنګي جنايتکارانو راتلونکي محاکمه موږ دي ته اړ کوي چي د ډله ييزو قبرونو په اړه لومړي په ټول ملي قلمرو کي پلټني تر سره کړو او وروسته د هغوي دساتني لپاره ترتيبات ونيسو . زما په اند دغه کار بايد د يوي ځانګړي اداري په واسطه چي د حکومت په تشکيلاتو کي ځاي پر ځاي کيږي تر سره شي . د ډله ييزو قبرونو په اړه پلټني چي په واقعيت کي د جنګي جنايت کارانو په اړه د اسناد او مدارکو د راټولولو مانالري ، دا ايجابوي چي حکومت بايد ملي بڼه ولري او د ټوپک تر واکمنی لاندي نه وي. په هر حال ! دغه اداره چي د يوي نظامنامي پر بنسټ د نړيوال سره صليب په همکاري په فعاليت پيل کوي بايد د کار يوه اجنډا ولري چي لاند يني بنسټيز مطالب په کي شامليږي :
1- په ټول افغانستان کي د ډله ييزو قبرونو د جغرافيايي موقعيت د ژونديو او عيني شاهدانو په مرسته چي هرو مرو تر اوسه پوري شته دي راجستر کول .
2- د هري هديري لپاره يوه ځانګړي دوسيه جوړول . په دغي دوسیي کي د امکاناتو په حدودو کي بايد د پيښي نيټه، د مړيو شمير ، د شهيدانو هويت او د هغو د سياسي علايقو څرنګوالي څرګنده شي .
3- د ټولو ډله ييزو قبرونو فلمونو او ويدويوي کاسټونه اخيستل ، تر څوچي که تورن کسان قبرونه تاواني کوي او يايي له منځه وړي ، اسناد يي موجود وي .
4- د بين المللي سره صليب په مرسته د ډله ييزو قبرونو د ساتني په اړه امنيتي جدي ترتيبات نيول .
وروسته له دي چي د "ايساف" او ناتو ځواکونه په افغانستان کي ځاي پر ځاي شول ، افغانستان پيښي ته د نړيوالو سياسي معيارونو له زوايي څخه کتل کيږي . د همدغه بهير له مخي په هيواد کي جنګي جناياتو ته ځانګړي پاملرنه اړول شوي ده . د اروپايي اتحاديي کيڼ اړخی چي د افغانستان په اړه په دغه برخه کي مخکښ ښکاري او مشر يي « فرانسيس ورتز» وو ، د 2002 م کال د جون 12 د اروپايي پارلمان په استازيتوب له نړيوال سره صليب او ( م ، م ) څخه غوښتنه وکړه چي دليلي دښټي ډله ييزو قبرونو په اړه پلټني پيل او د هغوي د ساتني کلک تدابير ونيسي . د 2002 م کال په مي مياشت کي د بشر د حقوقو يوه امريکايي او ، ان ، جي ( پي ، ايچ ، ار) د مزار شريف د ډله ييزو قبرونو په اړه يو مقدماتي راپور خپور او په هغه کي يي له نړيوالي ټولني او له افغاني مقاماتو څخه د هغو سيمو د ساتني غوښټنه وکړه چي ډيره جنايتونه په کي واقع شوي دي . "جان افمان " چي نوموړي راپور يي برابر کړي دي وايي : موږ کرزي او « دونالد رمز فيلډ » ( د امريکا د فاع وزير) ته ليکونه استولي وو چي په کي د ډله ييزو قبرونو دساتني غوښتنه شوي وه . تر اوسه هيچ يوه پايله تر لاسه نه شوه . انګريزي و اکمنانو هم زمونږ غوښتني ته ځواب را نکړ . یوازی ( م ، م ) موږ ته داد ورکړ چي ذيعلاقه سيمي په منظمه توګه تر هغه وخته پوري تر نظارت لاندي نيول شوي دي چي دعدالت لومړني پروسه ( جنايي تحقيق د حقيقيت پيدا کوونکي کميسيون يا د نوموړيو دواړو پروسيجرونو مخلوط ) رامنځ ته شي .
دغي پروسي په 2002 کال داکتوبر پر 9 مه نيټه تر یوی اندازی پوری عملي بنه غوره کړه : ( م ، م ) تصميم ونيو چي په هيواد کي د ډ له ييزو قبرونو د شتوالي د پلټني په مقصد يو پلاوي د ميرمن « اسما جهانگير» په مشري افغانستان ته واستوي .
په 2007 م کال کی په ليلي دښته کي د ډله ييزو قبرونو د قصدي تاواني کيدو خبره راپورته شوه . د ( پي ، ايچ ،آر ) يوه پلاوي په بيړه سيمي ته لاړ او تر تحقيق وروسته يي اعلام وکړ چي پيښه د طبيعي عواملو ( باد ، باران ...) له کبله رامځ ته شوي ده ؟ ؟ ؟ .
په لیلی دښته کی !
د امریکا مشهوری مجلی " نیوزویک " د ثقه راپور له مخی د2001 م کال د نومبر له 29 نه د دسمبر تر لومړی پوری اټکل 3500 نفره اسیر شوی طالبان د دوستم دقواوو په واسطه ووژل شول او په لیلی دښته کی په ډله ایزه توګه تر خاورو لاندی کړی شول .
پیښه په مرکزی آسیا کی د تورکانو په واسطه د 1,2 ملیون ارمنیانو د عام وږنی نه ( اپریل 1915 م ) وروسته بیساری ګنل کیږی .
دغه ستر جنګی جنایت ددی لپاره د افغانستان د ننه او د باندی د پاملرنی وړ وګرځید چه د افغانیت ، اسلامیت ، بشریت او د نړیوالو حقوقو پر خلاف ، اسیر شوی طالبانو وروسته له دی چه د یو تړون له مخی سیالو ځواکونو ته ځانونه تسلیم کړل ووژل شول .
اما د پیښی په وړاندی د بهرنیانو پاملرنه بل لامل لری : په ليلي دښته کي د ډله ييزو قبرونو کشف په بي ساري توګه د بشر د حقونو د نړيوالو سازمانونو پاملرنه ځان ته د دي په خاطر راواړوله چي په پيښه کي د يوه بهرني هيواد مسئوليت مطرح وو : د امریکایی ځواکونو چال چلند د نړیوالی بشری ټولنی له خوآ ، د نړیوال قوانینو د سرغړونی په اړوند تشویش رامنځته کړی وو . که نه په افغانستان کي په تيرو شلو کالو کي د هغه په شان په زرګونو جنايات شوي دي ، چي جنايتکاران نه يوازي دا چي مجازات شوي نه دي بلکي مکافات هم ور په برخه شوي دي.
په لیلی دښته کی د نیوزویک په قول د غالب او مغلوب د تړون دانعقاد په وخت د امریکایی ځواکونو (Specials Forces ) 12 نفرو حضور دلود.
د " لوماند دیپلوماتیک " نشریی په قول چه په فرانسوی ژبه خپریږی ( د 2002 م کال دسپتمبر په ګڼه ) یو قوماندان ( په مضمون کی د قوماندان او نورو شاهدانو نومونه د امنیتی دلایلو له کبله محفوظ پاته کیږی ) چه دطالبانو او ملیشی ترمنځ یی منځګړیتوب کاوه وایی : د طالبانو استازی ملافضل او ملا نوری شمال اتحاد ته وړاندیز وکړ چه طالبان حاضر دی خپلی وسلی ملګرو ملتونو یا نړیوالو ځواکونو ته تسلیم کړی ، په دی شرط چه دوی ته مناسب مصئونیتی تضمینات برابر شی . دوستم ، عطا محمد ، محقق ، امریکایان او انگریزان هلته حاضر وو . بالاخره تصمیم ونیول شو چه دکندوز د مقاومت اسیران وروسته له دی چه بی وسلی کیږی ، خپلو سیمو ته واستول شی . دالقاعدی غړی او نور بهرنیان دی ملګرو ملتونو ته وسپارل شی . طالبانو دهمدغه موافقی له مخی ځانونه تسلیم کړل.
یو بل شاهد څرګندوی : « ما په « قلعه زینی » کی اسیر شوی طالبان یو یو شمیرل . دوی 8000 نفروو . په هغوی کی ګڼ شمیر د کندوز پښتانه هم شامل وو چه له جګړی سره یی هیڅ تړاو نه درلود. په دغه ترڅ کی ځینی اسیران وتښتیدل ، ځینی د پیسو په بدل کی آزاد شول او یو شمیر بهرنیان خپلو هیوادونو امنیتی مقاماتو ته وسپارل شول . په مجموع کی 5000 نفر غایب وو . یوازی 3015 نفره پاتی شول چه د 27 کانتینرو په واسطه شبرغان محبس ته واستول شول . په لاره کی په کانتینرونو باندی دمحافظینو له خوا د ډزو له کبله اټکل ټول اسیران ووژل شول چه بیایی جسدونه په لیلی دښته کی په ډله ایزو قبرونو ښخ کړل شول » .
د وخت د انتقالی حکومت رئیس په تشریفاتی توګه د فاجعی په اوریدو سره خپله خواښینی ښکاره او ژمنه یی وکړه چه د پیښی دتحقیق لپاره به یو پلاوی وتاکی . اما دقضیی د پلتنی په اړه هیڅ اغیزناک ګام پورته نشو . ددغه منفی دریځ دلیل دا وو چه په انتقالی حکومت کی ټوپکسالاران او بهرنی ملاتړ کونکی اصلی واکمنان وو . د دوی قدرت دلویی جرګی له لاری مشروعیت موندلی وو . دواړه په جنګی جنایاتو او د هغی له جملی نه د لیلی دښتی په ډله ا یزی وږنی تورن وو . دوی وتوانید چه د ډله ایزو قبرونو په اړه دهر ډول تحقیقق مخه ونیسی . د همدغه منطق له مخی دنظار شورأ د دفاع وزیر مارشال ( ! ) فهیم له ژورنالیستانو سره د یوی مرکی په ترڅ کی اصلأ په لیلی دښته کی د ډله یزو قبرونو له ښته والی څخه منکر شو . ( لوماند د اگست 2002،22 ) . بناً په هغه وخت کی موضوع معلق پاتی شو .
د امریکا د حکومت مسئولیت :
د امریکا ددفاع وزیر"دونالد رمز فیلد" د طالبانو او ازبک ملیشو دهغه خبرواترو د بهیر په اړه چه له مخه یی طالبانو ځانونه تسلیم کړل ویلی وو :" دتأسف ځای به وی چه په افغانستان کی دالقاعدی غړی، چچنیان او نور له خبرو اترو څخه په ګټی اخیستنی سره آزاد شی او په نتیجه کی په نورو هیوادونو کی دترورستی اعمالو مرتکب وګرځی » .
دغه نامسئولانه خبره په هغو شرایطو کی وشوه چه د شمال ائتلاف جنګیالی مخکی دغچ اخیستنی لپاره ذهنی چمتوالی درلودل .
کله چه په کانتینرو کی د مړیو کاروان دشبرغان محبس ته ورسید په هر کانتینر کی د 150 نه تر 160 پوری جسدونه بار وو. په دی وخت کی امریکائیان د سیمی خلکوته وویل چه مخکی له دی نه چه مصنوعی سپوږمی دمړیو عکسونه واخلی باید له دغه ځای نه لری شی ( لوماند دیپلوماتیک ، سپتمبر، 2002 ) .
دیوه کانتینر د دریور په شهادت په لیلی دښته کی اټکل له 30 څخه تر 40 پوری امریکایی پوځیان له افغانانو سره یو ځای وو.
که امریکایان عملاً د اسیرانو په وژلو کی ګډون ولری ( لکه چه شاهدان وایی ) یا د وژنی لامل ګرځیدلی یا که هغوی د صحنی په حضور سره دنورو د وژنکو اعمالو مخنیوی ندی کړی ، په دغه دری واړو حالاتو کی د جنګی جنایاتو تورن ګڼل کیږی .
په هر حال ! امریکائی مقامات په دغه پیښه کی له یوی خوأ د جګړی دیو اړخ په توګه اوله بلی خوآ د طالبانو د تسلیمیدو دتړون دشاهد او ضامن په حیث مسئولیت په غاړه لری .
که وژنه د ازبک ملیشو له خوا شوی وی ( څنګه چه سلګونو شاهدان وایی ) ، د دغه واقعیت په نظر کی نیولو سره چه نوموړی ملیشی د پیښی په وخت کی د امریکا نظامی متحد ګڼل کیده ، باید د نوموړی جنایت د یو اړخ په توګه د پلتنی په برخه کی مرسته وکړی ، سوالونو ته ځواب ووایی او د ترسره شوی جنایت عواقب ومنی .
نتیجه :
د امريکا پخوانی حکومت د پيښي دتحقيق په اړه جدي نه وو : په 2002 کال د جون د 30 نه دجولاي تر لومړني نیتی پوری د امریکایی قواوو له خوآ د ارزګان پر يوه کلي د واده پر يوي غونډي باندي بمباردمان وشو ، چي 48 وژني او 118 ټپيان يي درلود . امريکا نه يوازي دا چي د پيښي د پلټني په اړه يي جدي ګام پورته نه کړ ، بلکه د لوماند مياشتني خپروني په قول ( د اګست پر 22، 2002 م کال ) پر ( م . م ) باندي فشار واچول چي خپل تحقيقي راپور چي په کي د امريکايي مقاماتو مسئووليت په ګوته شوي و ، مديا ته ونه سپاري .
په 2008 او 2009 کلو کی په عزیز آباد او بالابلوک کی د امریکا د بمباریو له کبله په سلګونو بیګناه وګړی په شهادت ورسید . قضیه مسکوت پاتی شو .
د قراینو نه څرګندیږی چه کله چه د امریکا اوسنی حکومت په افغانستان کی د جنګی جنایت کارانو د محاکمی نه خبری کوی زیاتره پاملرنه افغانی لوری ته اړوی نه امریکایی مسئولینو ته . کوم چه موضوع په افغانستان کی د انتخاباتی کامپاین په بهیر کی مطرح کیږی موخه یی پرسیالو دلو باندی سیاسی فشار اچول ګنلی شو .
خو سره له دی ، افغانان هیله لری چه د افغانی او بهرنی جنګی جنایت کارانو د محاکمی داعیه دسیاسی افزار په بنه پاتی نشی :
د امریکا نوی حکومت چه د اصولیت په لور د حرکت دعوآ کوی د ( م ، م ) په مرسته د افغانستان د جنګی جنایت کارانو د محاکمی د پاره دری الترنتیفونه مخی ته لری :
ــ د افغانستان د ننه زمینه برابرول چه امکان یی په لند مهال کی نه لیدل کیږی .
ــ د تورنو کسانو دوسیی نړیوال سزآ دیوان ته وړاندی کول ( دیوان په هغه قضایاوو باندی پریکړه صادرولی شی چه د جولای د 2002 کال نه مخکی رامنځته شوی وو ) .
ــ د یو « اد هوک » محکمه جوړول .
څلور کال تير شو تر څو چي ( م ، م ) په دي بريالي شو چي د بوسني د 1995 کال د جولاي د ډله ييزو وژنو په باب يو رسمي « راپور » وړاندي کړي .
خو افغانان څه گنا ّ لری چه د دریو لسیزو په تیریدو سره ( م ، م ) د جنګی جنایت کارانو په اړه د یوه ځانګړی راپور د تنظیم نه دده کوی . محاکمه خو د تخیل په آسمان کی چکر وهی . . .
په هر حال ! د امریکا د حکومت اوسنی دریز ته هرکلی وایو او د عملی اقداماتو هیله لرو. په تینګه غوښتنه کوو چه د لیلی دښتی پیښه د افغانستان د تولو جنګی جنایت کارانو د راتلونکی محاکمی په یوه بین المللی محور بدل شی .
یادونه :
د مضمون عمومی چوکات په لیلی دښته کی د پیښی نه لږ وخت نه وروسته ( سپتامبر 2002 ) تنظیم شوی وو . دنوی حالاتو په نظر کی نیولو سره ورباندی له سره کتنه وشو . » پای »
فرانسه
22 جولای 2009
