اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د څېړنې لارښود ( د استاد روهي په اړه )

دا ليکنه په 13، مى، 2006ع کال د جرمني په مونشن ګلډ بخ ښار کې د ارواښاد استاد محمد صديق روهي د لسم تلين په علمي غونډه کې واورول شوه

څېړنه د پوهنې ژوند او سا ده. د پوهنې د ودې او پراختيا دپاره څېړنه ضروري ده. هره پوهنه د څېړنې ځانته بېلابېلې ميتودي (لارې، طريقې) لري.

ارواښاد استاد محمد صديق روهي پخپل کتاب د څېړنې لارښود کې چې په 1975عيسوي کال کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى دى يو شمېر د څېړنې ميتودي (لارې يا طريقې) را په ګوته کړې دي، چې په هره يوه يې اوږدې خبرې او بحث کېدلاى شي؛ خو زه يوازې ددې کتاب هغو برخو ته ځغلنده کتنه کوم او غټو ټکو ته يې ځير کېږو، چې په سا پوهنې او ټولنپوهنې پورې اړه لري.

ارواښاد استاد محمد صديق روهي د پوهنې د ودې په نښتون کې د څېړنې د ميتودو (لارو، طريقو) بدلون او تغيير ته نظر اچوي او يو شمېر ميتودي (لارې، طريقې)(1) په نښه کوي، چې د پوهنې په درشل کې دي او بيا د ساينسي پوهنو او فلسفې په توپير ګړېږي او وايي، چې "فلسفې ته ځينې خلک د علومو مور وايي؛ ځکه چې ټول علمونه د فلسفې په غېږه کې روزل کېده. وروسته داسې موقع په لاس راغله، چې اولادونه يې يو په يو خپلواک شول، لېکن د خپلې مور سره يې د يوې مخې رابطه نده شکولې. د فيلسوفانو په نظر د ژوندانه مهم شيان؛ کله هدفونه او ارزښتونه د ساينس له خوا تر څېړنې لاندې نه شي نيول کېدلى. فلسفه د شيانو په مبداء، هدف، ارزښت، حقيقت او انجام باندې خبرې کوي"(روهي، 14 مخ).

همدا شان د علت په پوښتنه هم استاد روهي رڼا اچوي او ليکي، چې: "د علمي ميتود پيروان؛ لکه څنګه، چې د ارزښت او هدف مسئله فيلسوفانو ته پرېږدي په علت پسې هم نه ګرځي يوازې د حوادثو تر منځ رابطه څېړي" (21 مخ)

د فلسفې او پوهنې د توپير څخه وروسته استاد محمد صديق روهي د څېړنې اهميت او کړنلاره او هم د اندازه کولو د نظريې بنسټونه انځوروي او د څېړنې ميتودونو (طريقو يا لارو) ته اوړي او په درې ډوله ميتودونو (لارو يا طريقو) رڼا اچوي.

د تاريخ څېړنې ميتود، سروې (Survey) او تجربه. استاد روهي د پوهنيزې او شخصي تجربې تر منځ توپير کوي او ليکي، چې: "علمي تجربه تر کنترول شوو شرايطو لاندې يو سيستماتيک پلان شوى کوشش دى. شخصي تجربه غالباً په يو نيمګړي تصادف او بې کنتروله ليدنو کتنو باندې ولاړه ده (روهي، 8 مخ). استاد روهي د مولى (Mouly) په حواله سره ليکي، چې: "علمي ميتود څو مرحلې تعقيبوي، چې ددغو مرحلو ارقامونو تشخص له يوه ليکوال نه تر بل ليکوال پورې توپير لري؛ مګر عمومي نمونه يې په دې ډول ده : "يوه پېښه ليدل کېږي، يوه پوښتنه او پرابلم منځته راځي، چې توضېح او څرګندتيا ته اړه لري، يو څه روابط په تجربوي توګه احساس کېږي، ورپسې يوه فرضيه (Hypothesis) منځته راځي. ددغې فرضيې د صحت د معلومولو لپاره يوه نقشه جوړېږي. فرضيه يا ثبات ته رسېږي او يا ردېږي. په نتيجه باندې نورې ازموينې هم کېږي. په وروستۍ مرحله کې نتيجه د ساينس له پخوانيو مفهومونو سره يو ځاى کېږي".(روهي، 44 مخ).

دا مطلب غواړم، چې د خپلې څېړنې په يوې بېلګې (مثال) سره، چې د هوښيارتيا (Intelligence) او د ښوونځي د نومره د اړيکو په باره کې په کونړ ولايت (صوبه) کې په ښوونځيو کې سر ته رسېدلې ده روښانه کړم: د هوښيارتيا او د ښوونځي نومرې: په اروپايي هېوادونو کې په زيات شمېر څېړنو کې په ثبوت رسېدلې وه، چې د هوښيارتيا او د ښوونځي د نومرو په منځ کې څه ناڅه په سلو کې 60 دوه اړخيزه مثبت اړيکې(Koraelation) شته دى.

يانې په سلو کې 60 هغه زده کوونکي، چې هوښيار دي په ښوونځي کې ښې نومرې هم لري. ددې واقعيت له مخې زما لپاره د علاقې وړ وه، چې اّيا دا ډول اړيکې په افغانستان کې هم د ښوونځي د نومرو او د هوښيارتيا په منځ کې شته؟ نو په څېړنه په دې ډول پيل وشو:

پوښتنه : اّيا په افغانستان کې هم هوښيار زده کوونکي ښې نومرې په ښوونځي کې لري.

فرضيه (ګڼنه) : د ښوونځي د نومرو او د هوښيارتيا په منځ کې دوه اړخيزه مثبت اړيکي شته دي؟ پلان : د دوه سوو زده کوونکو څخه د هوښيارتيا ازموينه واخيستل شوه او هيله ترې وشوه، چې د تېر کال د نومرو مجموعه وليکئ، د نومرو د مجموعې کنترول د ښوونکو په مرسته سره وشو.

پایله (نتيجه) : د هوښيارتيا او د ښوونځي د نومرو تر منځ هېڅ دوه اړخيزه مثبت اړيکي نه وو.

د پایلو(نتيجو) تعبير يا مانا : په کونړ کې د ښوونځي نومرې د لياقت په بنسټ نه ورکول کېدلې؛ بلکې واسطې او يا رشوت پکې رول لرلو. له دې کبله د ښوونځي د نومرو او هوښيارتيا (ذکا) تر منځ اړيکي ناسوب دي.

د څېړنې لارښود پوهنيزه ازښتنه : پوهنيزې ليکنې يا د پوهنيزو کتابونو په لوست او يا پخپلو پوهنيزو څېړنو او يا په دواړو ولاړ وي د څېړنې لارښود دا لومړى ډول ليکنه ده. په دې پوهنيزو ليکنو کې، چې په تېره بيا د بهرنيو ژبو د پوهنيزو کتابونو څخه پکې ګټه اخيستل شوې وي د ژبې او ژباړې ربړې او ستونزې کره رول لوبوي؛ ځکه چې ژبه د انساني ټولنې او په دې توګه د پوهنې د ودې او پرمختګ بنسټ جوړوي.

ژبه نه يوازې د پوهېدلو او پوهولو اّله ده؛ بلکې د فکر يوه بڼه هم ده. بې له ژبې څخه فکر منځته راتللى او وده کولى نه شي. کله چې د يوې ژبې پوهنيز متن د بلې ژبې په پوهنيز متن اړول کېږي؛ نو پکار ده، چې دا د مانا او مفهوم له پلوه وي او ميخانيکي نه وي. په پوهنيزو ليکنو کې دا منل شوي اصول دي، چې د پردۍ ژبې لغات هغه وخت په ليکنه کې استعمالېږي، چې پخپله ژبه کې مناسب لغات نه وي. سربېره پر دې په پوهنيزو ليکنو کې د ځانګړي ليکدود په واسطه په نښه کېږي، چې کومه خبره د ليکوال خپله ده او کومه يې د بل چا څخه اخيستې ده.

همدا خبره د ژباړې دپاره اعتبار لري. تړلې او اّزاده ژباړه دواړه په نښه کېږي. استاد روهي د څېړنې لارښود 31 کاله دمخه د هغه وخت د ژبې په پرتله يې په ساده، روانه او سوچه پښتو ليکلى دى، چې تر نن ورځې پورې يې خپل ارزښت د لاسه نه دى ورکړى. د څېړنې لارښود به دده ياد په پوهنيزو کړيو کې تر ډېره حده ژوندى او تازه ساتي.

سپارښت : دا چې د څېړنې لارښود يو داسې کتاب دى، چې د څېړنې بنسټي ميتودي (لارې يا طريقې) پکې په سمه توګه راغونډې شوې دي؛ نو هيله ده، چې دا کتاب د پوهنې په خدمت کې د هېواد په پوهنتونونو کې د پوهېدونکو د زده کړې د کتابونو په لست کې ونيول شي. (1) لکه د سليم عقل، د شخصي تجربې او داسې نورې.

Ustad Mohammad Sediq Rohi de Tzerrany Larrkhod

By: Dr. Kabir Stori

Pakhtoonkhwa: Jahrg./ Vol.: 20 Nr./No.: 28 Year 2006

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←